د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صادقانه او اګاهانه ټولنیز او سیاسی بحثونه زمونږ "سیاسی بلوغ" ته ګتوره ده!

افغان تحرک 25.07.2016 13:26

د محترم ډاکټرصاحب لمر او محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی پوښتنودوام.

سره له دی نه چي "تاریخی بحثونه" د "ټولنیزو بحثونه" فقط یو جز ګنل کیږی او لازمه نه ده چي مونږ نن صبا "ننی مهم" او اساسی موضوعات په "هیر خوا" پریږدو او خپل ذهن او ځان، خپل قوت او توان فقط او فقط په "تاریخی بحثونه" معطوف او یا فوکس کړو، مګر له دی ځای نه چي زمونږ "تاریخی بحثونه" هم د زمونږ "ټولنیزو بحثونه" یوه برخه ده، یو جز ده، نوبیا په دی ساحه کی هم، د خپل توان تر حد، یو لږ "پیچیدل" ، یو لږ "رنا اچول" ښه خبره ده، مګر دا نباید هیر کړ چي "تاریخی بحثونه" د "ټولنیزو بحثونه" فقط یو جز دی: یعنی زمونږ ننی مشکلات لپاره د حل لاری سنجول باید چي تقدم ولری!

موضوع د محترم ډاکټرصاحب لمر پوښتنه په 21.07.2016 م. نیته و، چي داسی مطرح سوی و، "پوښتنه دا کېږي، چې ولې بايد په افغانستان کې د شاهي نظام پر ځای جمهوري نظام راغلی وی او بيا د ديموکراتيک جمهوريت او اسلامي جمهوريت په اخوډب کې وران شوی وی، چې هم يې هېواد برباد کړ، هم يې خلک وکړول، هم وينې تويې شوی او هم ټول له سره نيولې تر شنه او سپينه ټولبهر ته مهاجر شول او افغانستان يې له فساد، غربت او بدمر غيو سره لاس او ګرېوان کړ." دا پوښتنه دلته په ګران او محترم ټول افغان پورتال کی د ښاغلی ډاکټر لمر په لیکنه کښی چي "د اعلیحضرت ظاهر شاه واکمني ته لنډه کتنه" تر عنوان لاندی ده، مطرح شوی دی.

"افغان تحرک" په 22.07.2016 م. نیته کی، پس له څو کرښي بحث په دی باره خپل مختصر ځواب په دی هکله اظهار کړ.

نن چي د ١٣٩٥ لمريز کال د زمري ٣ مه ( او 24.07.2016 م.) نیته ده، ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی تر "دډاکټرصاحب لمر اوافغان تحرُک صاب پوښتنودوام" عنوان لاندی د دا پوښتنه په باره کی خپل محترم اظهارات تر اوه نکاتو لاندی ارایه کړی دی. دلته له "افغان تحرک" له خوا د ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی پر همدا (٧ نکاتو) په هکله چي محترم صاپی صیب وړاندی کړی دی، صمیمانه مګر لږ مختصر تماس صورت اخلی:

١. ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی په خپل "لمړی نکته" کی، د ارواښاد عبدالحق ''واله" په اهتمام لیکل شوی کتاب، چي ښاغلی محترم ډاکټر لمر او ښاغلی محترم سيد عبدالله ولي زي مونږ ته اهدا کړی دی، په انتقادی نظر ګوری. یعنی ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی په دی پوښتنیز نظر کی دی چي په د ارواښاد عبدالحق ''واله" په اهتمام لیکل شوی کتاب کښی "مبالغه" موجود ده، او ایا د مرحوم ظاهر شاه په دوره کی "افغانستان لکه جنت غوندی و، که څنګه؟

دلته د "افغان تحرک" تبصره په دی هکله:
ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی په خپل "لمړی نکته" کی د ارواښاد عبدالحق ''واله" په اهتمام لیکل شوی کتاب او د "جنت" تصور او یا په "جنت کی د ځان احساس" په هکله کوم ارتباط وینی، ځکه چي لیکی:

"د ارواښاد عبدالحق ''واله" په اهتمام لیکل شوی < افغانستان در پنجاه سال اخیر> د پي.ډي. اف په ځینو برخو لوستلو سره سړي ته په رښتیا هم دا احساس پیدا کيږي چې والا افغانستان هغه کلونو کې بلا تشبیه د ځمکې پر مخ جنت و که څنګه؟"

مونږ نه ته په دقیق توګه واضع نه دی چي ښاغلی محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی خپل ځان په "جنت" کی څه رنګه او یا څه دول احساسوی، او هم مونږ ته واضع نه شو چي دا معلوماتی کتاب چي د دولت تشکیلاتو په باره کی په نسبتا واضع او دقیق توګه مونږ ته معالومات ورکوی، "جنت" او یا هم "دوزخ" سره څه ارتباط لری؟

"د ارواښاد عبدالحق ''واله" په اهتمام لیکل شوی < افغانستان در پنجاه سال اخیر> کتاب، دلته لا اقل (١٥٦ صفحی) لری، له جملات او عکونو څخه متشکل دی، تر مختلفو عناوینو لاندی دولتی تشکیلات، بلخصوص مختلفه وزارتونه، پکښی په واضع شکل تشریح او توضیع شوی دی!

البته "افغان تحرک" دا ادعا نلری چي د دا کتاب ټولو جملات، ټولو اظهارات سل په سله درست دی، او یا هم "افغان تحرک" دا ادعا هم نلری چي په دا کتاب کښی کوم "غلطی" موجود نه دی! مګر همدومره چي ارواښاد واله صیب او ددی همکاران، همدا چي ښاغلی محترم ډاکټر صیب لمر او ښاغلي محترم سيد عبدالله ولي زي مونږ ته دا امکان برابرولی دی، چي تر دیرو اندازه پوری له همهغه زمان له دولتی تشکیلاتو څخه مطلع او با خبره شو، همدا اعمال مونږ لپاره دقدر او احترام وړ دی او په احترام ورته ګورو!

اوس که ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی صیب، چي نام خدا او ماشالله ډاکټر هم دی او زړهءور هم ورسره، که چیرته په دا کتاب کی، د دغه کتاب په کومو صفحاتو کی، ددغه صفحاتو په کومو جملاتو کی، او یا هم ددغو جملاتو په کومو کلماتو کی، کومی نواقص، کمبودوالی او یا هم کومی مبالغی او یا زاتوالی وینی، خو باید د یو داکتر په حیث مونږ په دقیق او علمی توګه، یعنی د همهغه کومی نواقص او کمبودوالی مطلع کړی، تر څو مونږ پکښی پوه شو!

بی له شکه چي د ګران ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی د سپیڅلی جنت احساس هم مونږ لپاره بی اهمیت نه ده، او مونږ علاقه لرو چي پکښی هم پوه شو، مګر دلته د "علمی نقد" او دقیق نقد موضوع چي تو ټولنیز وظیفه ده، زمونږ په سر کی هنوز هم پاتی دی.

او دا چي ګران ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی د امنیت او ثبات پر موجودیت باندی او پر اهمیت باندی یو ښه اشاره کړی دی، مونږ لپاره یو ښه معلوماتی بیلګه ده، او مننه کوو.


٢. په دوهمه نکته کی ګران ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی دوه دری نورو پراخو موضوعاتو په خپل مطلب کی دخیلوی، چي د اصلی پوښتنی څخه فاصله اخلی. مثلا ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی په دوه نیم سطر کی د غازی امان الله خان د وسیعو اصلاحاتو پر ناکامیدو تماس اخلی، د نیم جمله په ذریعه په انګریزي+سکاوي ارتجاع تماس اخلی، بیا د نیم جمله په ذریعه نادرشاه په حیث د "غدار" معرفی کوی، د "آل یحیا خاندان" اصطلاح څخه استفاده کوی او کوم افغان کورنی د "آل یحیا خاندان" تر نوم هم په حیث د "غدار" معرفی کوی، او بیا له هم هغه کورنی له مینځ څخه تقریبا هاشم خان، شاه محمود خان او شاولیخان بی سر او داؤد خان سردار معرفی کوی، له بده مرغه ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی د داؤد خان نوم هم په دوه "واو" کی لیکی، چي دلته اصلا د بحث وړ نه دی. په هر صورت، نو بیا ګران ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی لیکی چي:

"په اغلبو معلوماتو ولس د دې سردارانو له کړنو چندان راضي نه ول او دوی هم همهاغه د انګریز زوړ سیاست چې که <<چرګانو ته دې دانه ډیره واچوله بیا خول جګ نیسي او که وژي دې وساتل ، همیشه به درته اهتیاج وی او ته به پر خپل راج چلوې!+ تفرقه واچوه او حکومت وکړه!!>> په پلي کولو تر ۳۰-۴۰ کاله د امان الله خان نوم او آثار له منځه وړل او خپله عیش اونوش ېې کول بغیر له داوود خان نه!"


دلته د "افغان تحرک" تبصره په دی هکله:

الف: محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی، تر "تکی ٢" لاندی، په اته نیمه کرښی کی پر اته نیم لس موضاعتو باندی اشارات کړی دی، چي تقریبا یو يی هم محوری پوښتنه سره نه مستقیم او نه هم غیر مستقیم ارتباط لری. مثلا:
- د غازی امان الله خان وسیعو ټولنیز اصلاحات، بلکل یو بل موضوع دی، او د ډاکټر صیب هغه پوښتنه بل موضوع دی. په یو علمی بحث کی یو داسی بحث ته "خارج موضوع بحث" او یا "غیر محوری بحث" وایو. بی له شکه چي هر تاریخی دوره یو ماقبل او یا مابعد تاریخی دوره سره ارتباطات لری، مګر یو داسی بحث چي یوه، دوه ماقابل دوره یی په نیم جمله، او فقط یو ګذرا تذکر پکښی صورت اخلی او له دریم ماقبل دوره څخه "قهرمان اخیستل" صورت اخلی، له یو خوا درست نه ښایی، له بلی خوا اصل بحث، د بحث محور او د بحث موضوع او بلاخره محوری پوښتنه سره په دیره خفیفه توګه سر او کار پیدا کولای شی او مثلا دلته دا پوښتنه را ایجادوی، چي، ولی؟ او د څه لپاره محترم ډاکټر صاحب حميدالله زړهءورصاپی د غازی امان الله خان موضوع په دی پوښتنه کی را ګد کوی؟

- یوه افغانی کورنی د "آل یحیا خاندان" تر نوم لاندی یادول او یوه افغانی کورنی " غدار" نومیدل، له کومه ځای نه راځی؟ آیا دا یو علمی څرګندونه ده؟

- ایا د ښاغلی ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی په نظر د سکاوي ارتجاع په وخت کی د نادرخان، هاشم خان، شاه محمود خان، شاه ولی خان ټولی اعمال خراب و که څنګه؟

- د ظاهر شاه دوری په هکله ښاغلی ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی فقط ذکر کوی چي "په اغلبو معلوماتو ولس د دې سردارانو له کړنو چندان راضي نه ول":

پوښتنه دا ده چي د ښاغلی ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی "اغلبو معلومات" له کومه خوا ته، له کومه ځای څخه سر چینه اخلی؟ خارج له امکان نه ده چي د ښاغلی ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی په کلام "ولس د دې سردارانو له کړنو چندان راضي نه ول"، خو مګر ښاغلی زړهءورصاپی باید ولیکی چي "ولس دا خبری راسا زړهءورصاپی صیب سره کړی دی؟ او یا چي "ولس دا خبری راسا کوم بل څوک ته کړی دی، او بیا همهغه سړی دا خبره زړهءورصاپی صیب ته کړی دی، او یا دا چي زړهءورصاپی صیب دا موضوع په کوم ځای کی لوستلی دی؟ په هر صورت هدف دلته دا ده چي زمونږ لیکنی باید له لږ بهتره علمی کیفیت څخه، باید چي برخوردار شی. د مثال په دول امکان لری چي ځینی کسان له همدا یاد شوی "سردارانو له کړنو چندان راضي نه ول"، او یا امکان لری چي ځینی کسان له همدا یاد شوی "سردارانو له ځینی کړنو چندان راضي نه ول"، مګر دلته هرو مرو مختلف نظریات موجود دی، چي غور پکښی پکار دی. مثلا داکتر صیب نجیب بارکزی چي بلکل او کوت مت لکه ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی غوندی یو افغان او هم یو داکتر دی، په دی باره کی داسی لیکی:

"افغانستان که قبل از آغاز سلطنت اعلیحضزت محمد ظاهر شاه ( ١٩٣٣ .م) شرایط خیلی دشواری را پشت سر گذشتانده بود و تازه از جنگ های داومدار و تباه کن انگلیس و بعدا دجالان آشوبگر "سقوی" که دار و ندار و همه چیز را به یغما بردند نفس راحت میکشید. در تمام کشور آثاری از زیربناها و روبنا ها باقی نمانده بود و کشور عزیز ما به عصر حجر و کمیون اولیه برگشته بود. درین زمان دشوار "سپهسالار محمد نادر خان"و بعدا پسر نابالغش "محمد ظاهر شاه" به کمک عمو های اصیلش کمر همت بستند تا افغانستان و افغان ها را از این وضعیت بیرون آورده و زندگی حد اقل انسانی را که حق شان بود، برایشان میسر بسازند. این کار خیلی دشوار بود و قربانی های زیادی را می بائیست پذیرفت، ولی این خاندان وطندوست، عاشق ترقی، آسایش و دشمنان جنگو تباهی توانست در طی مدت کوتاه، این کشور ویرانه را آباد و مالک همه سهولت های موجود جهان آنزمان نماید. اعلیحضرت بابای ملت در یکی از مصاحبه هایش این موضوع را به وضاحت بیان می کند که وی در یک جایی به پادشاهی رسیده بود که هیچ چیزی برای زندگی عصر جدید جامعۀ بشری وجود نداشت، و مردم زندگی نزدیک به کمیون اولیه را می گذراندند."

بلی هو ښاغلی ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی، داکتر صیب نجیب بارکزی بیا هم وایی چي په همهغه وخت کی چي د زمونږ ګران ولس اکثریت یی کافی سواد نه درلود، پس له دوه، دری او څلور لسیزو کي د کار او سعی په ذریعه، ځینی یی حتی په منطقه او بین المللی سطوحو کی له تحصیل او زده کړی له لهظه "سیال" شو.

د همهغه "سردارانو" په هکله چي تاسو محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی لیکی، چي دوی فقط په "د امان الله خان نوم او آثار له منځه وړل او خپله عیش اونوش ېې کول" کی بوخت و، داکتر صیب نجیب بارکزی بیا داسی لیکی:

"پس از قتل و شهادت اعلیحضرت غازی محمد نادر شاه، شهزاده محمد ظاهر شاه پسر ١٧ سالۀ او بر اریکه قدرت نشست. در آن زمان اعلیحضرت بابای ملت به دلیل کمی سن و عدم تجربه کافی در امور کشور و دولت، نمی توانست از عهده زمامداری طوری که شاید و باید برآید. لذا کاکا هایش سردار محمد هاشم خان، سردار شاه ولی خان و سردار شاه محمود خان او را در ادارۀ کشور کمک می نمودند.
محمد هاشم خان از سال ١٣١٢ - ١٣٢٧ هجری شمسی مطابق به ١٩٣٣ - ١٩٤٦م، در کرسی صدارت عظمی افغانستان ایفای وظیفه نمود. او در آغاز توجه خود را به عرصه های روابط بین الملل، حفظ امنیت کشور، توسعۀ حاکمیت دولت مرکزی و ایجاد نهاد های اداری مملکت معطوف داشت. جرایدی که در زمان صدارت وی به نشر می رسید اصلاح و انیس بود که دولتی بودند. در ولایت هرات روزنامه ای بنام اتفاق اسلام و در ولایت مزار شریف جریده ای بنام بیدار به نشر می رسید. "محمد هاشم خان" پس از شهادت اعلیحضرت محمد نادر شاه، در یک سفر کاری به شمال افغانستان رفته بود، یک هفته آنجا بماند ولی بعیت نامۀ خویش را زودتر به کابل برای محمد ظاهر شاه فرستاد.
در زمان صدارت او اصلاحاتی ایجاد شد، مانند سرک هایی که از قندهار تا هرات کشیده شد و سرک مشهور درۀ شکاری. همین طور در برخی از ولایت ها و از ولایت های مختلف به کابل جاده های موتر رو احداث گردید. جدیت و قاطعیت سردار محمد هاشم خان باعث تکمیل حاکمیت دولتی و قانون و امنیت در سراسر افغانستان گردید. افغان ها باید بخاطر ثبات، امنیت و حاکمیت تام دولتی در سال های بعدی، مدیون کوشش های این مرد با تدبیر و صاحب دسپلین باشند. حکومت سردار محمد هاشم خان در زمینۀ اقتصادی و شاخه های تجاری و بانکی، نظارت دولت را بر امور مربوطه با دسپلین خاص و توجه جدی به بهترین وجه آن عملی ساخت. پدیدۀ مهمی که در زمان او در حیات اقتصادی افغانستان رونما شد، تأسیس اولین بانک بصورت عصری و مجهز در افغانستان بود. این بانک که بنام بانک ملی افغانستان نامگذاری شده بود در سال( ١٩٣٤م.) صرف ١١ ماه بعد از بدست گرفتن امور صدارت عظمی از طرف سردار محمد هاشم خان بود. "بانک ملی افغانستان با شرکت اسهام افغان (که پیشتر تأسیس شده بود) از امکانات مالی و تخنیکی بلندی برخوردار بود، به صورت یک قطب مالی تعیین کننده در اقتصاد افغانستان، تاثیر گذاشت"
در سال ١٣١٤ شمسی مجموعا ٤٢ شرکت تجارتی وجود داشت که کوچکترین آن شرکت برادران در رشتۀ چرم و بوت دوزی با ٢٥٠٠٠/٠٠ افغانی و بزرگترین آن بانک ملی افغان با ٢١ میلیون افغانی بود.".

که این همه به اثر توجه و هدایت مستقیم صدراعظم افغانستان سردار محمد هاشم خان پا به وجود گذاشته بود.
در زمانیکه سردار محمد هاشم خان سفیر اعلیحضرت امان الله خان در ماسکو بود به تحصیلات و زندگی و
اطوار محصلین افغانی سخت توجه داشت چه می دانست که آیندۀ افغانستان مربوط همین نسل تعلیم یافته و
جوانان آگاه خواهد بود. کوشش میکرد هر محصل افغان را که چه در رشته های نظامی و چه در رشته های ملکی مصروف تحصیل بودند از نزدیک بشناسد و از سویه و زحمت کشی و برازندگی یا تنبلی و روز گذرانی آنها با خبر باشد. در همین وقت است که محصل جوانی را که از پول شخصی اش مصروف تحصیل مسایل اقتصادی
است و در عین زمان به تجارت هم اشتغال دارد، معرفی می شود. با چند دیدار سخت مجذوب دانش، ذکاوت و
برازندگی این جوان میشود و به وی بیشتر از دیگران توجه میکند. وقتی این جوان که عبدالمجید زابلی نام دارد
به افغانستان می آید و به دیدار صدراعظم افغانستان مشرف می شود، سردار محمد هاشم خان با وی راجع به مشکلات اجتماعی، غربت جامعه، نبود نهاد های تجارتی مودرن، نبود فابریکات تولیدی و نبود بانک در افغانستان حرف می زند، زابلی مذکور یک سلسله پیشنهادات سازنده ای را در همه ساحات به سردار پیشکش میکند که
سردار محمد هاشم خان همه حرف ها و پیشنهادات او را به حال افغانستان و مردم آن مفید و سازنده عرض یابی
می کند و با وی توافق میکند که همه پلان ها و پروژه هایش روی کاغذ بیاورد و امکانات و روند تطبیق آنرا به
استحضار وی برساند. عبدالمجید خان زابلی، با توافق و پشتیبانی صدراعظم وقت زمینه های ایجاد یک بانک و تعدادی از مؤسسات تجاری و تولیدی را فراهم می سازد. به زودی و به ذکاوت فطری و پشت کار عبدالمجید زابلی و همکاری و پشتیبانی حکومت تأسیس در ظرف یک دهه ، شرکت سهامی نساجی در کابل با تهداب گذاری
فابریکۀ پشمینه بافی در کابل، فابریکۀ نساجی در جبل السراج، فابریکۀ نساجی و بند برق در پلخمری، فابریکۀ
قند در بغلان، فابریکات جن و پرس پخته و تیل کشی در قندز، شرکت وطن در کابل، و غیره بند ها و فابریکات
تولید برق از آن جمله اند.
در تداوم تلاش هایی که در زمینۀ سیاست جهانی در زمان حکومت سردار محمد هاشم خان، (١٩٣٤) در پیش
گرفته شد، افغانستان شمولیت در جامعۀ ملل را که بعدها مل متحد نامیده شد، حاصل کرد و با کشورهای ایران، عراق و ترکیه معاهدات عدم تعرض را به امضاء رسانیده، روابط عادی را با اتحاد جماهیر شوروی ادامه داد.
کارهای بزرگی که درین دوره صورت گرفته است قرار ذیل فشرده میشود.
- در مارچ سال ١٩٣٤م. سپردن انحصار تجارت خارجی به شرکت سهامی، در همین سال افغانستان عضویت
سازمان ملل متحد را بدست آورد که در آن زمان بنام سازمان ملل نامیده می شد.
- در سال ۵ ١٩٣ م. با حکمیت کشور ترکیه اختلاف سرحد میان افغانستان و ایران را حل و فصل نمود،
- در سال ۶ ١٩٣ م. اولین معاهدۀ دوستی بین افغانستان و ایالات متحدۀ امریکا در لندن به امضاء رسید،
- در سال ١٩٣٧م. فرمان شاهی در رابطه به تعمیم زبان پشتو نشر گردید، در همین سال پیمانی میان نمایندگان
چهار کشور افغانستان ایران ترکیه و عراق به منظور استقرار صلح و امنیت در شرق نزدیک، عدم تعرض،
تشدید روابط و همکاری های متقابل در ده ماده در قصر سعد آباد به امضاء رسید.
- در سال ١٩٣٨ م. (٢٦ حمل) مسافرت "سید باقرکاظمی" وزیر خارجۀ ایران به کابل و امضای قرار داد راجع به تقسیم آب هلمند.
- در سال ١٩٣٨ م. (ماه می) قرارداد تفحص و استخراج نفت با شرکت امریکایی.
- در سال ١٩٣٩م. (ششم سپتمبر) حکومت افغانستان توسط فرمان شاهی بیطرفی اش را در جنگ دوم جهانی اعلام نمود.
- در همین سال ١٩٣٩م. فابریکۀ قند بغلان به فعالیت آغاز نمود، در ٥ - ٦ نوامبر ١٩٤١ لویه جرگه راجع به تائید بیطرفی افغانستان، ٢٧/٤/١٩٤٢ پذیرفتن اولین وزیر مختار امریکا در کابل، ١٩٤٣ به کار افتادن فابریکۀ نساجی پلخمری وغیره."


اوس دا دی، د ښاغلی داکتر صیب نجیب بارکزی په قلم مثلا د هاشم خان د صدارت په وخت کی، یو "لږ" دولتی کار او بار چي په هغه وخت، پس له داسی اغتشاشات، نا ارامی او نا امنی په وخت کی تر سره شوی دی. مګر کله چي ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی لیکی چي: "په اغلبو معلوماتو ولس د دې سردارانو له کړنو چندان راضي نه ول او دوی هم همهاغه د انګریز زوړ سیاست چې که <<چرګانو ته دې دانه ډیره واچوله بیا خول جګ نیسي او که وژي دې وساتل ، همیشه به درته اهتیاج وی او ته به پر خپل راج چلوې!+ تفرقه واچوه او حکومت وکړه!!>> په پلي کولو تر ۳۰-۴۰ کاله د امان الله خان نوم او آثار له منځه وړل او خپله عیش اونوش ېې کول" ، نو بیا هرو مرو لمړی خو دا پوښتنه مینځ راځی چي ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی د کوم اسناد په اساس دا ادعا ګانی کویی؟ په دوم ګام دا پوښتنه مینځ ته راځلی چي آیا مثلا فقط د هاشم خان په باره کی دا د داکتر صیب نجیب بارکزی اظهارات درست دی او یا که د ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی اظهارات؟ او یا هم دواړه خپل برداشتونه او خپل تعبیرات له یو موضوع څخه په بل بل دولونه لری، او د هر یو په اظهاراتو کی څه حقایق او واقعیتونه پراته دی! په هر صورت حقایق او یا واقعیتونه پیدا کول د کنځلی، توهین او سطحی نګری پر اساس نه، بلکه د دقیق غور، دقیق څیړنی او صادقانه اظهاراتو په ذریعه لاس ته راځی!

اوس ګورو چي، د ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی په لفظ "دوهم عیاش سردار" د داکتر صیب نجیب بارکزی اظهارات په اساس سر ته رسولی دی. ښاغلی داکتر صیب نجیب بارکزی د شاه محمود خان د صدارت په دوره کی دا انجام شوی کارونه ته اشاره کوی:

"دورۀ صدارت "سردار شاه محمود خان" در سلطنت اعلیحضرت بابای ملت ( ١٩٤٦ - ١٩٥٣م.):
تا این زمان اعلیحضرت بابای ملت دست کاملا باز در مسایل حکومتی نداشت. آهسته آهسته اعلیحضرت بابای ملت با گذشت زمان در ادارۀ دولت دست باز تر پیدا می کند، در سال های صدارت سردار "شاه محمود خان" کارهای فوق العاده ای تحت نظر مستقیم اعلیحضرت بابای ملت انجام می یابد که می توان آن را بطور ذیل خلاصه نمود:
- امضای معاهدۀ خط تالویگ بین افغانستان و اتحاد شوروی، در پی توسعۀ روابط با دول جهان.
- مسافرت های کاری سردار شاه محمود خان به لندن و امریکا.
- در سال ١٩٤٧ م. (٣٠ سپتمبر) نمایندگان افغانستان در سازمان ملل متحد در برابر پذیرفتن پاکستان در آن سازمان رأی مخالف دادند.
- در سال ١٩٤٨م. انتخابات آزاد بلدیه (شاروالی) به اساس رأی سری در کابل برگذار شد. ولی اکنون که بیشتر از ٦٠ (سال) از آن می گذرد باوجود آن که شاروالی ها نظر به قانون انتخابی است ولی ما از عهده برگذاری انتخابات شاروالیها عاجز هستیم.
- در همین سال ١٩٤٨ م. امضای موافقتنامه راجع به رودخانه کشک با اتحاد جماهیرشوروی صورت گرفت.
- در سال ١٩٤٩ م. انتخابات دورۀ هفتم شورای ملی (ولسی جرګه و مشرانو جرګه)، با مؤفقیت انجام شد و وکلای مردم در آن کرسی های خود را اشغال کردند.
- در سال ١٩٥٠ م. معاهدۀ دوستی و همکاری های های متقابل با کشور هندوستان به امضاء رسید.
- در همین سال ١٩٥٠ م. جمهوری مردم چین از طرف افغانستان به رسمیت شناخته شد و بازهم در همین سال ١٩٥٠ م. تظاهرات عظیمی بخاطر مداخله غیر قانونی وزارت داخله در امور انتخابات در شهر کابل به راه افتاد.
- در سال ١٩٥١ م. آزادی مطبوعات افغانستان از طرف سردار شاه محمود خان دومین صدراعظم سلطنت اعلان کردید و روزنامه ها و جراید آزاد از قبیل جریدۀ انگار، جریدۀ ندای خلق، جریدۀ وطن و جریدۀ ولس، با محتوای آزاد و دور از هر گونه کنترول چاپ و به مردم توزیع گردید.
- در همین سال ١٩٥١ م. مسافرت سپهسالار شاه محمود خان به اضلاع متحدۀ امریکا مسافرت رسمی داشت.
- در همین سال ١٩٥١ م. آمادگی های لازم برای انتخابات دوره هشتم شورای ملی (ولسی جرگه و مشرانو جرگه) گرفته شد. وغیره..."

دا و یو څو مثالونه د ظاهر شاه دوهم صدر اعظم شاه محمود خان په صدر اعظمی دوره کی. دا چي سردار داؤد خان کوم ښه ښه کارونه کړی دی، دا خو فکر کوم چي محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی صیب لپاره واضع ده او کوم تشریحات او توضیحاتو ته اړتیا نشته. او همداسی داکټر صیب یوسف خان، میوند وال، نور احمد اعتمادی، موسی شفیق هر یو پخپل صدراعظمی په دوره کی، هر یو د خپل توان او وس په اندازه څو نیک او مثمر کارونو کړی دی! بی له شکه چي که نور لازمی او ګتوره هم شوی و، بهتره و، مګر که چیر ته کوم څوک وغواړی د خپل ځان براات ورکولو لپاره د دا ټول انجام شوی کارونو څخه په کوم دول انکار وکړی، نو بیا داسی انکار کول هم مونږ افغانانو لپاره مناسب نه ښایی.

٣. تر (دریمه نکته) لاندی، ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی په پنځه لس کرښو پر ذریعه خپل اظهارات لمړی یو لږ د جهانی سیاسی فضا پس له دوهم نړیوال جنګه "بدلونونو" ته معطوفوی، د سوړ جنګ اصطلاح استعمالوی، او پس له دی نه چي د نظامي پکټونو جوړیدل لکه د ناټو،وارسا، سنټو،سیاټو او نه پوهیږم ( ا.د.ن) مخفف څخه نوم اخلی، بیا دفعتا خپل کلمات داسی "فیر کوی":

"د دریمې نړئ(دریمه درجه هیوادونو ) ولسونو راویښیدل، د ملي آزادۍ غوښتونکو او د استعمار او استثمار ضد غورځنګونو په ختیځ او لویدیځ، اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې د تحولونو او انقلابونو لړۍ له هند و چین، ویتنام، اندونیزیا ، منځنۍ آسیا ، منځني ختیځ، افریقا، لاتینې آمریقا کښې د ډیمکراتیکو بیطرفه هیوادونو شمیر زیات کړ او خلکو خپل حقه انساني حقوق غوښتل پیل کړل.افغان ولس هم د د ې تحولاتو او انقلابونو څخه جلا نشو پاتې کیدای"

مګر دلته ښاغلی محترم ډاکټر صیب حميدالله زړهءورصاپی هیر کړی دی چي لمړی خو افغانستان پیش له دوهمه جهانی جګړه څخه خپل "بی طرفی" اعلان کړی و، دوهم دا "دریمې نړئ(دریمه درجه هیوادونو )" هم یو سر خلاصه او غیر شفاف اصطلاح ده چي تقریبا له شل کاله را پدیخوا خپل "استعمال" او "اعتبار" له خپل غیر شفافیت په خاطر، په سیاسی او ټولنیز بحثونو کی، له لاسه ور کړی دی!

یعنی:
- "د دریمې نړئ(دریمه درجه هیوادونو ) ولسونو راویښیدل" چیرته او کومه راویښیدل؟
- د ملي آزادۍ غوښتونکو چیرته او کومه "ملی غوښتنی؟
- "غورځنګونو په ختیځ او لویدیځ، اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې د تحولونو او انقلابونو لړۍ له هند و چین، ویتنام، اندونیزیا ، منځنۍ آسیا ، منځني ختیځ، افریقا، لاتینې آمریقا کښې د ډیمکراتیکو بیطرفه هیوادونو شمیر زیات کړ" : دا خو له یوه "لس مجهوله قشلاق بی اتفاق" ردیف بندی څخه هم مجهول تره ردیف بندی شو! په عین حال چي هر "هیواد" خپل مشخصه خصوصیات لری، د هر هیواد ولس خپلی مشخصه غوښتنی او ضروریات لری، بلاخره هر هیواد خپل جغرافیایی موقعت لری، نه پوهیږم چي د ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی صیب دا دول ردیف بندی د مختلف الدوله هیوادنه څه لپاره موثریت او مفیدیت لری؟
آیا دا کوم "شعری وزن او یا قافیه ده" چي د "ولسونو د راویښیدل او یا هم د کوتاګانی په بحورو کی" استعمالیږی.
- او دا چي ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی صیب هم لیکی او ټول افغان ملت پکښی پوه دی، همدا خبره ده چي مرحوم داؤد خان یو ملی شخصیت و، یو وطن دوست سړی و، مګر دا هم ولس ته ښکاره ده چي داؤد خان له پخوانۍ "سوسیال امپریالیستی شوری" تر بی نوره سپوګمی لاندی کوم ډول "مجازی ځلیدل" نه غوښتل، او خپل ملی غوښتنی درلود!
- دا چي پخوانۍ "سوسیال امپریالیستی شوری" نه غوښتل چي افغانستان غرب سره ارتباطات ولری واضع خبره ده، مګر پوښتنه دلته دا دی چي ولی د د ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی صیب په کلام "هغه و یښ نخبه ګان" افغانستان د "سوسیال امپریالیستی شوری" تر بی نوره سپوګمی لاندی وکړ، توضحیاتو ته ضرورت لری!
- دا چي میوندوال او ماما زرغونشاه څوک له منځه یوول، ګمان کوم چي ولسی تحقیقات هنوز پای ته نه رسیدلی دی.


٤. تر (څلورمه نکته) لاندی ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی لیکی:
"که د خلقیانو ۱،۵ کلنې دورې ته یو ځغلنده نظر واچوو، د هغوی فرمانونه او کړنې د ولس یا خلکو د اکثریت په ګټو بنا وې"
دلته د "افغان تحرک" تبصره په دی هکله:
دلته مونږ دښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی په اظهاراتو کی یو دول "تضاد" ته مقابلیږو:
ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی! کومی کړنې د ولس یا خلکو د اکثریت په ګټو و؟
که دا کړنې واقعا د ولس یا خلکو د اکثریت په ګټو و، نو بیا ولی مشکلات را مینځ ته راغلل؟

فرمانونه په صبور کاغذ کی لیکل، ښه ښه فرمانونه په صبور کاغذ کی لیکل، کوم مشکل کار نه دی، مثلا که چیرته مونږ دواړو فقط یو او یا دوه ورځ یو ځای کینو، بی له مبالغه داسی ښه ښه "فرمانونو" په صبور کاغذ کی ولیکو چي اصلا توصیف یی هم نا ممکن وی، ولی پر هغه موضوع باندی چي دلته تاکید صورت اخلی، دا همدا "فرمان او د فرمان تطبیق دی، قانون او د قانون تطبیق دی، نو فکر کوم په دی باره کی همدوره تبصره فعلا کافی ده!

- د افغانانو په هکله دا خبره تاکیدوم چي افغانان عموما قانع خلک دی، که چیرته واقعا کوم "افغان" فساد کوی، نو بیا په اخلاقی لهاظ هغه افغان نه دی او په قانونی لهاظ "قانونیت" باید یو داسی فاسد شخص په سمه لاره برابر کړی!
له دی کبله چي افغانیت د افغانی فلسفی پر اساس یو "جمعی صفت" دي، یعنی بلخصوص نن صبا چي یو یتیم افغان ماشوم او یا دیری افغان ماشومان او افغان کوچنیان، افغان بی وزلی او نادار اشخاص په فقر او بد بختی خپل اوقات تیروی، څنګه کولای شو بیا یو فاسد شخص ته او یا یو مفسد شخص ته د افغان په حیث خطاب کړو، کله چي هغه د همهغه معصوم، بی وزلی او نادار افغان ماشوم او یا د دیری افغان بی وزلی او نادار ماشومان او افغان کوچنیان حق " په خپل خیته، په خپل جیب، په خپل سیف او یا په خپل بانک" کی اچوی؟ دلته افغانی اخلاق او افغانی اخلاقی فلسفه خپل حکم صادروی، یعنی یو افغان دا حق نه لری چي فساد وکړی، او که چیرته کوم شخص دا عمل انجام ورکړی، نو بیا هغه شخص خپل افغانیت له افغانی اخلاق او افغانی اخلاقی فلسفه حکم په اساس، له لاسه ورکوی! دا دی د قضیه اخلاقی برخه.
د قضیه قانونی برخه، قانونیت ته ضرورت او اړتیا لری!


٥. تر (پنځمه نکته) لاندی، ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی داسی پوښتنه مطرح کوی:

"که د نړۍ ملکونه یوازې په شاهي نضام آباد پاتې کیدلای؛ ولې د فرانسې ناپلیون، د روسېې تزاران، د ترکيې سلطانان او بالآخره د ایران شاهنشاه!! له منځه لاړل؟؟ . او د جاپان، بریتانیا، ... پاچایان صرف سمبولیک پاتې دي ، خدمت ټول ګوندونه او انتخاب سوي حکومتونه کوي . د سعودي آل وهاب آیا د خلفاء راشده پر نقش قدم روان دي؟؟؟ ..زما په نظر دا غټې پوشتنې دي چې د وروڼوهریو مرادزي ساب، سیستاني ساب، خوشحال آصفي ساب، نظر م. مطمین ساب، احمد جان تڼی ساب، جلیلی ساب، فواد ارسلا ساب، ظریف امینیار ساب، خواتي ساب، ډ.زماني ساب، فرقاني ساب، رسولي ساب ،بسمل ساب او که وخت ولري پخپله II. مفکر ساب پرې کتابونه وليکي او یا که وخت ولري همدې لړۍ کښې دوام ورکړي."

دلته د "افغان تحرک" تبصره په دی هکله:

دلته مختلف پوښتنی په دا تقریبا اوه کرښی په مینځ کی په یو "ګدود" حالت او وضعیت کی ځای په ځای شوی دی چي باید هر یو یی په جلا توګه خپل غوښتنه مطرح وکړی: او ګمان نه کیږی چي بلخصوص کوم "کرمانی او یا سیستانی" یو داسی کثیرالبعد پوښتنه ته په دوه لس نیم کال کی هم کوم مختصر، علمی او منطقی ځواب پیدا کړی. خو اوس توکل په خدای متعال کړو او ګورو چي زمونږ افغانی فلسفه یو داسی کثیرالبعد پوښتنه ته څه د ویلو لپاره لری!

الف: "که د نړۍ ملکونه یوازې په شاهي نضام آباد پاتې کیدلای؛ ولې د فرانسې ناپلیون، د روسېې تزاران، د ترکيې سلطانان او بالآخره د ایران شاهنشاه!! له منځه لاړل؟؟ "

له افغانی فلسفی له لاری نه چي جمله مدرن جهانی علمی متون سره هم همخوانی لری، ځواب داسی دی:

- لمړی خو دلته باید وایو چي یو "نظام" چي په "ض" کی آباد وی چندان "نظام" نه ښایی!

- که د نړۍ ملکونه ولسونه دا غوښتنه درلودل چي مثلا مشروطه پاچاهی نظامونه ځان ته وساتی دا امکان له تیوری له نظره موجود و او حتی که د نړۍ ملکونه ولسونه دا غوښتنه نن صبا هم ولری، له تیوری له نظره حتی نن صبا هم کولای شی چي د "انتخابی شاهی نظام" له لاری څخه خپل ولس ته په دموکراتیکه توګه خدمت وکړی!

- د فرانسې ناپلیون، د روسېې تزاران، د ترکيې سلطانان او بالآخره د ایران شاهنشاه داسی استعداد او تونایی نه درلود چي د خپل ولسونو غوښتنی د یو "مشروطه شاهی نظام" په چوکات کی، تنظیم کړی، البته د داخلی عواملو تر څنګ کله کله خارجی عوامل هم د "نظامونو" په تخریب، تضعیف او یا هم اعمار کی رول او نقش لری!

- یعنی "مشروطه شاهی نظام" هم بلکل لکه جمهوری نظام غوندی دموکراتیکه مشروعیت لری، د ولس غوښتنی مطرح دی، چي ولس څه غواړی،"مشروطه شاهی نظام" او یا که جمهوری نظام!

- یعنی د افغانی منطق په لهاظ مثلا یو عادل او خرمند شاه یو هیواد لپاره، د هیواد ولس لپاره، د هیواد ملی ګتو لپارهپه مراتب بهتره او ګتوره دی له مفسدو او یا هم بی خردو جمهور ریاسانو څخه!

- او چي پاچا صرف سمبولیک وی، او په کومی کارونو تاثیر ګذار وی، او یا دا چي کوم خدمتونه ګوندونه کوی، دا بل موضوع ده، یعنی مثلا "مشروطه شاهی نظام" ، "مشروطه شاهی نظام" دی، خو شروط یی فرق کوی!


ب: ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی داسی پوښتنه مطرح کوی:

" د سعودي آل وهاب آیا د خلفاء راشده پر نقش قدم روان دي؟؟؟"

ځواب: په سعودی عربستان کی تر دیره حده پوری دری قدرتونه د سعودی شاهی نظام حمایت کوی.
١. د آل سعود پاچا
٢. دینی علما
٣. قومی مشران

اکثرا په مهمو مسایلو کی دینی علما او قومی مشران د آل سعود پاچا نظریات تایدوی، مګر کله کله هغهلته هم "خپل سری" بروز کوی!



٦. تر (ښپږم نکته) لاندی ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی داسی پوښتنه مطرح کوی:

" پنځوس کاله(وروسته له ۱۳۴۷> ۱۳۹۷ش )کې څه ګوروچې هاغه خيالي بِلا تشبیه جنت په جهنم بدل سوی،خوڅوګ به دآاوغانان چې غواړي له دوزخه راووځي ؛مګر آ نور ېې له پښو بيرته سققر ته کشوي،له لاسو ونيسي او سوکالئ رفاه خواته ېې بوځي؟"

ځواب: صادق او اګاه افغانان

٧. تر (اوم نکته) لاندی ښاغلی محترم ډاکټر حميدالله زړهءورصاپی یو ښکلی او ښه دعایه ارایه کوی.

مونږ هم وایوو: آمیین یا رب العالمین

----------------------------------------------

د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله