د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اروا ښاد محمد موسى شفيق د ارواښاد ظاهر شاه مشهور او محبوب صدر اعظم، یاد

افغان تحرک 21.07.2016 09:33

د مرحوم موسی شفیق یاد، د افغان ولس په زړو او خاطرو کی نن صبا هم ژوندی دی!

محمد موسى شفيق د مولوى محمد ابراهيم كاموى زوي پلارنى ټاټوبى يې د ننگرهار ولايت د كامې سيمه ده، خو پخپله په كابل كې چېرې چې پلار يې ډېره موده په دنده بوخت ؤو، په ۱۳۰۸ لمريز كال د جوزا په پنځمه نيټه وزېږد.

لومړنى زده كړى د كامې او كابل په ښونځيو كې تر سره كړې بيا وروسته د ننگرهار ولايت په نجم المدارس كې داخل شو، دوه كاله وروسته د كابل عربى دار العلوم ته لاړ چېرته چې ئې دولسم ټولگې خلاص او مولوى لوړ منصب یې ترلاسه کړ. له مدرسى وروسته په شاهي دار التحرير كې مقرر شو. څه موده وروسته د پوهنې وزارت له خوا د لوړو زدكړو د تحصيل لپاره مصر ته ولېږدول شو او هلته ئې په حقوقو كې ماستري تر لاسه كړه چې بيا د امريكى په لورې ولاړ او هلته ئې د بين الدول حقوقو په څانگه كې د نيويارك د كولمبيا پوهنتون څخه ماسترى او نړېوالو مسايلو كې د هاردوارد پوهنتون څخه د برى سند تر لاسه كړه.

هېواد ته په راستنېدو د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسى پوهنځې كې د خاصو بين المللى او مقايسوي حقوقو تدريس په غاړه واخست.

د ده بهرنيو چارو وزارت مشاور او وروسته د وزير په توگه هم په پوهنتون د تدريس لړۍ وغزوله دلته ئې د بېن الدول خصوصي حقوق سر ليك لاندې كتاب په ۱۳۴۴ كال كې وليكه ښاغلې شفيق په عدليه وزارت كې د قوانينو عمومي مدير په توگه ماموريت پېل او همداسى يې دا لړلې وغزوله ترڅو چې د تقنين د رئيس په توگه ئې دغه بهير د وخت او عصر د نويو غوښتنو سره برابر كړه.

ده په يونان كې د حقوق پوهانو په نړيوال كنفرانس او په لاهور كې د مستشرقينو په كنفرانس كې په برخه اخستو په نړيوال غورځنگ كې د خپل هېواد استازيتوب وكړه او د ذروى وسلې نه لرونكو هېوادنو كنفرانس مشرتابه پر وخت يې په علمى ډگر كې د خپل هېواد شمله لوړه كړه. ارواښاد د يوه وتلى او بريالى د پلومات په توگه د افغانستان په سياسى افق كې وځلېده. هغه په جارجتون كې د ناپېليو هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو په كنفرانس كې د افغان پلاوي د مشر په توگه پخپله وېنا كې د ناپېلتوب غورځنگ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوگرځاوه او جده كې ئې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې خپله وېنا واوروله. د ملگرو ملتونو د عمومي ټولنى د ۲۷ مى غونډې مشرې په غاړه وه، او د درېمي نړى هېوادنو د حقوقو په ننگه يې انقلابى وېنا وكړه.

په قاهره، بېروت او خرطوم كې د افغانستان د سفير په توگه دنده ترسره كړى ده. ارواښاد په ۱۳۵۰- ۱۳۵۱ د محمد ظاهر شاه لخوا د ده د ايماندارۍ او كارپوهنې له مخې د هېواد د امړي وزير په توگه وټاكل شو.


ښاغلې شفيق په ادب كې هم خلاص لاس لرلو، او په خپلو ليكنو او شعرونو ئې د پښتو ادب ته ډېره ښكلا وربخلى ده. چه ښه بېلگه ئې د (پېغام) په نوم د پښتو شعري ټولگه ده، په لېكنو كې د لور قاتل، د شېطان برى، د پسرلي اختر ، او عرف د اسلامي فقهې له نظره د يادلو وړ دى.

كله چې موسی شفيق د افغانستان د صدر اعظم او یا د لومړي وزير په توگه وټاكل شو هېواد له ډېرو كړكېچونو حالاتو سره لاس او گرېوان ؤو، د هېواد دښمنان هم دى حالاتو ته ځير او په كمين كې ورته ناست ؤو، هغوي چې كله د شفيق پوهه ده حالاتو مثبت بدلون او د هېواد پرمختگ وليد دا هغه څه ؤو چې دوى ته د زغملو وړ نه ؤو, هماغه ؤو چې خداى بخلې د ۱۳۵۲ كال د چنگاښ په كودتا كې د پرچميانو له خوا زنداني شو، له دونيم كاله زندان وروسته په ۱۳۵۴ كې له زندان راخلاص شو, خو دوهم ځل د ۱۳۵۷ د ثور په خونړۍ كودتا كې بندې او د همدې مياشت په ۱۱ نيټه د زندان تورو تمبو شاته يې د شهادت جام وڅښه.

د مرحوم موسی شفیق ځینی چاپ شوي آثار دا دي:

١ . عبقريان او نورې کيسې (عبقريان و قصه های ديگر) - په پښتو او دري ژبو د داستانونو ټولگه - د کتاب چاپولو موسسه - ۱۳۴۶ ل. کال کابل

٢. د ننگرهار شاعران - د ننگرهار د شاعرانو ژوندليکونه - د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت - چاپکال ۱۳۸۶ ل. کابل.


د ارواښاد موسی شفیق په هکله زمونږ کوم ګران افغان شاعر وایی:

"ته شفيق ئې، ته رفيق ئې ته موسى زمونږ د طور ئې نوم دې ځكه د زړه سره خور د زړونو پر جهان شو
د افغان د عظمتونو درنه خونه تلاكيږي ځكه خاورې په سر نولم د تاريخ څيرى گريوان شو "

اقتباس له ویکیپیډیا څخه.


ښاغلی محترم داکتر عبداللۀ کاظم در بارۀ ارواښاد موسی شفیق در اثرگرانبهای شان ، تحت عنوان «زنان افغان زیر فشار عنعنه و تجدد» در صفحۀ ٣٠٢ چنین می فرمایند:

"با استعفای داکتر عبد الظاهر از مقام صدارت، پادشاه بتاریخ ۵ دسمبر ۷۷ ۱۹ «محمد موسی شفیق» وزیر خارجه در کابینۀ قبلی و عضو فعال کمسیون تسوید قانون اساسی ١٩٦٤ را مؤظف تشکیل کابینه ساخت. شفیق پشتون بود، اما به دری مأنوس. اوعالم دین بود، اما افکارش آمیخته با تجدد و فراخ نظری. او جوان بود، اما ادراکش همچو پیری با تجربه. با متانت سخن میگفت و نهایت شیک پوش و با صفا. مرد آزاد اندیش و با دسپلین بود. شفیق آخرین امید پادشاه برای اصلاح امور کشور بود که در اثر ناهنجاری ها رو به پاشیدگی و کسوت میرفت. پادشاه و شفیق توافق کرده بودند که در کشور با حفظ ارزش های قانون اساسی، تحولات جدی در امور داخلی و خارجی را در ساحات ذیل به وجود آورند:
در امور داخلی:
- اقدام جهت انفاذ قانون احزاب سیاسی، جرگه های ولایتی و بلدیه ها.
- انفاذ قانون تنظیم اجتماعات عامه، به شمول مظاهرات.
- تجدید نظر بر قانون مطبوعات و حق نشر برای آنعده نشراتیکه دقیقا با ارزش های قانون اساسی همنوا باشند.
- اعادۀ حیثیت و صلاحیت های از دست رفتۀ حکومت با به عبارۀ دیگر جلوگیری از انارشی که زیر نام دیموکراسی در کشور عام شده بود.
- تعدیل قانون انتخابات شورا « برای همین منظور در نظر بود تا انتخابات ١٩٧٢ - دور سوم شورا به نحوی برای یکسال به تعویق افتد.»
- محدود ساختن فعالیت های بی لجام گروه های سیاسی مخالف دولت، بخصوص خلق و پرچم دور سوم شورا به نحوی برای یکسال به تعویق افتد.»
- توجه مزید به امور دینی و جلوگیری از تمایلات ضد اسلامی.

در امور خارجی:

- تأکید جدی و عملی در حفظ سیاست بیطرفی و عدم انسلاک به پیمان های نظامی.
- نزدیکی با کشور های همسایۀ ایران و پاکستان و سائر کشور های اسلامی.
- توسعۀ روابط نزدیک با جهان غرب.
- بیرون کشیدن افغانستان از وابستگی روز افزون شوروی، البته توأم با دادن اطمینان مبنی بر حفظ دوستی با آن کشور.
«شفیق» به تأسی از اهداف فوق در روابط خارجی مؤفق شد که معاهدۀ آب دریای هیرمند را با حکومت ایران بتاریخ ۲۲ حوت ١٣٥١ - 1973 با وجود مخالفت ها در داخل، امضاء کند. پس آنرا با یک عده مسائل مهم دیگر، از شورا بگذراند که اینکار توانایی سیاسی، قدرت استدلال و جلب اعتماد او را در شورا به اثبات میرسانید. شفیق همزمان با امضای معاهدۀ فوق اعلام کرد که او به همین ترتیب میخواهد موضوع پشتونستان را با پاکستان نیز با حفظ منافع افغانی حل کند و روابط دو کشور را صمیمانه سازد. او به «نیکولای پودگورنی» صدر هیئت رئیسۀ شورای عالی اتحاد شوروی که به کابل سفر کرده بود، ضمن دیدار تصریح کرد که : "افغانستان در نظر دارد سیاست خود را در پرتو انکشا فات منطقه شکل دهد، بدون آنکه از سیاست عدم انسلاک منحرف شود تا زمینۀ خوبتر را برای انکشاف اقتصادی و اجتماعی افغانستان فراهم سازد".
شفیق» میدانست که اقدامات او خطر جدی در قبال دارد و شوروی آنرا به سادگی تحمل نمیکرد. اما چون راه دیگری نبود، ناچار برای نجات کشور از یک بحران سیاسی رو به تزاید که دیر یا زود از وقوع یک طوفان عظیم در کشور خبر میداد، دست بکار شود. این طوفان بسیار سریعتر از آنچه گمان میرفت بوقوع پیوست و با حدوث کودتای ٢٦ سرطان ١٣٥٢ به رهبری «محمد داود خان» بساط سلطنت چهل سالۀ برچیده شد که در قبال آن افغانستان بعد از یک دورۀ انتقالی دچار آشوب بزرگ و مصیبت بار گردید."

----------------------------------------------------

د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله