د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیورنډ کرښه او تازه پرمختیاوې

سرلوڅ مرادزی 21.07.2016 12:03

د روان کال د جولای په ۱۳ مه د امریکا غږ اشنا تلویزیون، د هغه هېواد د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمیسیون مشر جان مکین سره چې افغانستان او پاکستان ته له سفره تازه امریکا ته ستون شوی وو، مرکه درلوده. جان مکین د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني رسنۍ ستاسو په حواله وايي، تاسو (جان مکین) د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو په اړه پاکستاني چارواکو ته هو ویلي، ایا دا ریښتیا ده؟
جان مکین په ځواب کې وايی، نه! او ادامه ورکوي چې د ډیورنډ کرښه یوه تاریخي لانجمنه مسله ده چې د دواړو هېوادو ترمنځ باید په سیاسي لارو او دیپلوماتیکو هلوځلو او د نړیوالو حکمونو په مرسته حل شي.
(د دې مرکې تفصیل د امریکا غږ اشنا تلویزیون په ارشیف کې موجود دی)
په داسې څرګندونو سره جان مکین نه یوازې د ځان په اړه، د پاکستاني رسنیو له رواغو، مکر او تومت څخه پرده پورته کوي، بلکې له هغه ځایه چې نوموړی په امریکا کې لوړپوړی چارواکی دی، د ډیورند کرښې په اړه د هغه نظر د امریکا د متحده ایالاتو د دولت رسمي نظر ګڼل کیږي.
بلخوا دا چې پنجاب او د هغه هېواد رسنۍ کولای شي په درواغو او تومت سره د ډیورنډکرښې په اړه خپله ادعا عادلانه او حقوقي وځلوي؛ افغان دولت، افغاني رسنۍ او په ټوله کې افغانان ولې د دې تپلې کرښې تر پښو لاندې کولو لپاره خپله ادعا چې حق او قانون هم زموږ خواته دی او نوره نړۍ هم شاته درولی شو، په ریښتیا پلې نه کړو!
د جان مکین تازه څرګندونې باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو جیګپوړو امریکایانو سره لا زیاتې وشاربل شي.
اسلام اباد د افغانستان په وړاندې ځینې شرطونه او غوښتنې لري. په دې شرطونو او غوښتنو کې د ډیورند د استعماري او تپلې کرښې رسمي پېژند، لومړی ګڼل کیږي. که څه هم انګریز او امریکا د سوړ جنګ او په افغانستان کې د څپڅپاند وضعیت په حالاتو کې د نړیوالې پولې پتوګه، د دې کرښې د رسمي پېژند سیګنالونه اسلام اباد ته ورکړي او اسلام اباد هم داسې سیګنالونه خپلو تبلیغاتو کې خپاره کړي دي.
بلخوا په ۲۰۱۲ کال، کابل کې د امریکا د هغه مهال سفیر جیمزکنینګم کندهارته په سفر او همدارنګه د افغانستان او پاکستان لپاره د هغه وخت د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن یوه خصوصي تلویزیون سره مرکه کې، د اسلام اباد د خوښۍ لپاره چې ګنې دا هېواد به د ترهګرو په له منځه وړلو کې په دې خبرو وهڅول شي، د ډیورنډ کرښې په اړه له مسوولیته پورته خبرې کړې وي چې هغه مهال هم د افغان دولت او د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو افغانانو په کلکه غندلې او ردې کړې وي.
خو اسلام اباد دا هر څه هیڅکله د کاڼې کرښې نه دي ګڼلي، په دغه ټولو يي ډاډ نه درلود او په دې اندیښنه کې وو که چیری افغانستان کې ثبات ټینګ شي، د نویو حالاتو په رامنځته کېدو سره به د اسلام اباد د دې درواغجنې داعيي په وړاندې د نوموړو هېوادو ملاتړ پیکه شي او افغانستان به له نویو حالاتو په ګټه، د ډیورند کرښې د نه منلو خپله تاریخي غوښتنه په قوت راپورته کړي. د نویو همدغه حالاتو او د وخت د نویو غوښتنو او د معادلې د بدلېدا اندیښنو اسلام اباد سرسام کړی او د کرښې په راتلونکي برخلیک ډآډمن نه دی، د یادو دواړو هېوادو لخوا د کرښې منل کېدا ورته ځلوب(سراب) ښکاري او په دې لامل د ارامۍ خوب نه لري!
خو له داسې شالید سره سره، اوس ښکاري چې د اسلام اباد هغه اندیښنې خوشې نه وې. امریکا د ډیورنډکرښې په اړه له خپل پخواني دریځ څخه چې لا غوڅ او څرګند نه وو او بلخوا په یوه یا بله بڼه ترهګرو سره په جګړه کې د اسلام اباد هڅولو ته په نښه شوی وو، په شا شوې او په افغانستان او پاکستان کې نویو حالاتو ته په پام يی خپل پخواني دریځ کې له سره غور کړی.
که امریکا غواړي افغانانو ته د دوستۍ لاس چې د دواړو ملتونو ګټې پکې په مساوي توګه نغښتې وي، وغځوي او په افغانستان او له دې ځایه سیمه کې دایمې پاتې شي، باید افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې چې تر ډيره ځایه د پاکستان په لاس ویجاړشوی، ریښتینې مرسته وکړي. خو دا باید هېره نه شي چې افغانستان کې امنیت او سوله د ډیورنډکرښې له برخلیک سره نه بېلېدونکی تړاو لري.
البته د ډیورڼد کرښې په اړه د امریکا نوی او څرګند دریځ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا کرښه نړیواله پوله نه بولي، هغه یوه تاریخي قضیه او شخړه ګڼي او په سیاسي خبرو او دیپلوماتیکو لارو يي د حل سپارښتنه کوي، پخپل وار سم دریځ دی. خو په افغانستان کې د امنیت او سولې په بیړني راوستو کې چې افغانان ورته څو لسیزې انتظار باسي او بلخوا د ترهګرۍ هغه خطر ته په کتو چې اسلام اباد څځه افغانستان، سیمې او نړۍ ته ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی، بسیا نه کوي. نوی دریځ باید د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او نورو لوړپوړو چارواکو په څرګندونو کې هم په قوت تایید او په دې اړه عملي اقدامات ورسره یوځای شي.
بلخوا اسلام اباد هم افغانستان کې د ولسمشر غني په مشرۍ د نوي حکومت په رامنځته کېدو، د سیمې نویو حالاتو ته په کتو او د ډیورڼدکرښې په اړه د امریکا د دریځ په بدلېدو سره، لاس ترزنې نه دی ناست او ډېر مخکې يي د دې کرښې په اړوند یو شمېر تدبیرونه او عملي اقدامات ترلاس لاندې نیولي او یا يي پلي کړي دي.
اسلام اباد ترهګرو سره د مقابلې او جګړې په نوم، لومړی د پښتونخوا د FATA سیمه چې د برتانوي هند له مهال راهیسې يي نسبي خپلواکي درلوده، تر خپل کنترول لاندې راوسته او د دې سیمې تاریخي خپلواکي يي ورختمه کړه. لومړی يي هلته پخپل لاس ترهګر ځای پرځای کړل او بیا يي د ترهګرو د ټکولو په پلمه، سیمې ته په لسګونو زره پنجابي اردو راوسته او ځان يي د ډیورڼدکرښې کوزې غاړې ته راورساوه.
د پنجابي اردو د ځای پرځای کېدو په مټ يي په پښتونخوا کې د ترهګرو له نومه، قومي او ملي مشران ووژل او د سیمي ولس يي په پراخه کچه کډوالۍ ته اړویست. له دغه فرصته په ګټه اخیستو يي، د ډیورڼډ پرکرښه د خندق ایستلو، اغزن سیم غځولو او د دروازو جوړولو خبره راپورته کړه. دا ټول تدبیرونه او عملي اقدامات د دې لپاره مخکې ترمخکې ترسره شول چې افغانستان او کوزه پښتونخوا د ډیورڼدکرښې د منلو لپاره یوخوا د انجام شوی کار په وړاندې ودروي اوبلخوا د نورو امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه، دوی ترفشار لاندې راوړي!
اوس د افغانستان او پاکستان داوړو لورو په اړیکو او بلخوا د امریکا په نوي دریځ سره د ډیورنډ کرښې قضیه د یوې مبرمې موضوع پتوګه وړاندې کیږي.
افغانستان که د تېر په څېر هرڅونه د ډیورنډکرښې قضیه د مناسب فرصت په نوم او یا د ستونزو او غوښتنو د لومړیتوبونو په نوم شا ته وغورځوي، اسلام اباد ښای افغانستان ته دا فرصت ورنکړي او خامخا يي د دغې قضيي حل ته راکش کړي.
په دې لامل افغانستان اړوځي چې په ورته تدبیرونو او اقداماتو لاس پورې کړي. دا چې دغسې تدبیرونه او اقدامات به څه وي، حکومت يي باید همدا اوس غم وخوري او ډېرمنتظر پاتې نه شي.
اسلام اباد نن په سیمه او نړۍ کې په خورا چټکي د لامنزوي کېدو لار وهي. له تروریزم ملاتړ ورته د ځان بلا تمامه شوې. اسلام اباد نن په هغه وضعیت کې لکه د تېرې پېړۍ په وروستیو کې چې له هر خوا پرې د پيسو او وسلو باران وو، نه دی او پوره ګوښه شوی دی. د اتوم بمب په مټ که په ښکاره غښتلی او ببو ښکاري، خو منځ يي ډډ او بوسه دی، د هغه نیمګړتیا او ویجاړتیاوې يی باید له پامه ونه غورځول شي. که د هغه شمېرکوزو پښتنو قبله له اسلام اباده د کابل په لور راوګرځول شي چې پنجاب پرې اباد او ډاډمن دی، پنجاب د افغانستان د مقابلی نه دی.
دلته د کومې ځانګړې نسخې وړاندوینه نه شي کېدای، خو په افغان حکومت او افغانانو غږ کوم چې له پخوا راویښ شوو، نويو حالاتو څخه ګټه پورته کړو، مخ په ځوړ او مکار حریف پنجاب بیا ځان جوړېدو ته پرینږدو!