رحمان بابا او د سرو سترګو خریدار صوفی
21.07.2016 12:02رحمان بابا وایی:
"که دستا دخاطر مینه په اغیار وي
ستا دپاره د اغیار هم ځما یار وي
هر سړی چه په یو مخ باند مین وي
له یوه مخ یي سل مخ پکار وي
څه به ستا له رقیبانو زه ما نه کړم
دا دستور دي چه له ګل سره خار وي
څو سل خار یي خښ نه شی په ټټر کښی
کله وي چه دبلبل و ګل ته لار وي
سجاده به دساقی د لاري فرش کا
هرصوفی چه دسرو سترګو خریدار وی
په جذبه د عاشقی به لیوني شي
که په قطع افلاطون غند هوشیار وي
په رحمان باندی به هیڅ ملامت نه کا
هر سړي چه ستا له مخ خبردار وی"
--------------------------------------------------------
د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله