د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تورک ملت، سوله او افغان ولس

ډاکټر حمیدالله زړه ء ور ساپی 20.07.2016 09:11

لوی خدای تعالی ج. د عظیم الشاءن قرآن د الحجرات سورت په ۹ او ۱۰ آیاتونو کې فرمايي:
(و اِن طايفتان من المومنین اقټتلوا فاصلحوا بینهم؛فاِن بغت اِحداهما علی الُاخری فقاتلوا التی تبغي حتی تفي ء اِلی امرالله ؛فاِن فآءت فاصلحوابینهما بالعدل و اقسطوا ، اِن الله یحب المقسطین .
(انما المومنون اِخوتُُ فاصلحوا بین اخویکم واتقوالله لعللکم ترحمون .) .صدق الله العظیم.
ترجمه د ښاغلي قیام الدین کشاف له اسلام لکم سایټ څخه:< او که له مومنانو څخه دوه ډلې پخپلو منځو کښې په جنګ شي نو د هغو په منځ کې صلحه وکړئ، بیا که له هغو نه یوه ډله پر بلې تیری وکړي نو له تېري کوونکې سره وجنګېږئ  تر دې پورې چې هغوی د الله د حکم خواته راوګرځي.بیا کله چې هغوی راوګرځي نو د هغوی په منځ کې په عدل سره سوله وکړئ او انصاف وکړئ چې الله انصاف کوونکي خوښوي.
<موءمنان خو یو له بل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کښې مناسبات سم کړئ او له الله څخه وویرېږئ هیله ده چې پر تاسې رحم وشي>. رښتیا وویل لوی الله ج.

څه نا څه سل کاله مخکې د افغانستان د آزادۍ ګټونکي غازي امان الله خان او د اوسنۍ ترکيې بنسټ ايښودونکي فقید مصطفی کمال پاشا "آتاتورک" په خپلو منځو کې د ورورۍ لاسونه سره ورکړي ول او دواړو هیوادونو او ولسونو په مختلفو ساحو کې یو له بل سره ډول ډول مرستې او کمکونه کړي دي. دا چې ترکیه ڼن په کومه  درجه کې ده ؟ او افغانستان کوم حالت ته ورسید یا رسیږي ،دا به د څیړونکو موءرخینو، سیاستچیانو ا.د.ن. ته پریږدو.
که مونږ د ورور وطن ترکېې وروستنیو پرمختګونوته په تیره بیا د یوویشتمې پیړۍ دا ۱۶ کلونو کې د آق پارټي(عدالت و قالقنمه=انکشاف ګوند)په هوښیارو او مجربو سیاستونو په کار وړلو سره وګورو، دا حقیقت مومو چې پورتني ګوند تورکي ملت ته ډیر څه په ارمغان ورکړي ،یوه بېلګه ېې دا ده چې ترکیه د دنیا د ۲۰ پرمختللو اقتصادي ملکونو په ۱۷ءم قطار کې راغلې ده.؛ د سړي سر کلنی عاید ېې له ۳۰۰۰ $ نه په کال کې ۱۰۰۰۰ ډالرو ته رسیدلی دی؛ زه فکر کوم که د عراق،سورېې ، کریمیا ، ا.د.ن. کړکیچونه نه وای ، نوره به هم مخکې تللې وای. خیر، که له یوې خوا دولت او حکومت ېې د ملت لپاره کار کوي،خلک یا ولوس هم قراره نه دي ناست او هاغه دی د جمهور ريءس په یوه نعره لارو او کوڅو ته راووتل او د جولای د ۱۵/۱۶ شپه ېې د یوې خپلمینځي !کودتا مخه ونیوله او خپل وطن ته صاحب شول. د ټولو په سرونو،اوږو او لاسونو کې د ستوري او هلال والاتورکي سرهء بیرغونه لیدل کیدل؛ دا چې د دې داووت خاني رقمې کودتا تر شا دچا لاسونه وو ، هغه به یوازې خدای تعالی ج. ته مالوم وي او کیدای شي راتلونکي وختونو کې بر ملا شي او تاریخ پرې قضاوت وکړي.
اوس به راشو زمونږ افغان ولس ته.که خدای نا خواسته داسې یو مشکل پیدا شي (چې په افغان تاریخ کښې ېې د ډیرو بیلګو شاهدان یو) آیا د ولسمشر م. اشرف غني په یوه-نیمه چیغه به ټول ولس سړکونو یا لویو لارو او کوڅو ته راووځي؟ څه فکر کوئ؟.زه خو فکر نه کوم. ځکه چې مونږ لا تر اوسه پوره ملت شوي نه یو!د پخوانیو حکومتونو غلطو سیاستونو،او دبهرنیانو د جاسوسي کړیو د لاسوهنو له امله د نفاق او شقاق تخمونه کرل شوي،په اتنیکي، سمتي،ژبني،مذهبي،تنظیمي،حزبي او حتی اقتصادي لږکیو او ډیرکیو ویشل شوي یو، هرڅوک د خپل جیب ډکولو په فکر کې دی ، هیڅوک په دې فکر کې نه دي چې "لا به یو کیږو ګنې ورکیژو"؛ د جهاد او اسلام د مقدسو کلماتو څخه د یو څو کمپرادورانو په ګټه سوء استفاده کېږي.تیري او تجاوز کوونکي سرې سترګې ګرځي مګر انصاف او عدالت چیرته؟.. آیا پښتانه دا فکر کوي چې د عمران د انصاف پاړټۍ به ورته عدل راوړي؟؟؟ هه. د خندا وړ ده.
د لیکنې پیل کې مې مبارک آیتونه د دې لپاره را په یاد کړل چې د نړۍ مومن مسلمانان که هر چیرته دي او بیا په ځانګړې ډول افغانان په خپلو منځو کې سوله وکړي، یو پر بل تجاوز ونهء کړي، د خدای ، قرآن محمد او ټولو مقدساتو مخ وګورئ او د آدم اولادې ته هغه مقام ته رسیدلو کوشښ وکړئ چې الله تعالی ورته پر ملایکو او ابلیس فوقیت ورکړی وء.
و من الله التوفیق.