د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشره! تاته اړین نقل

حفیظ الله تسل 18.07.2016 12:13

بیا هغه وخت را رسېدلی چې د کابل پوهنتون استادان په اعتصاب لاس پورې کړي، خو دا اعتصاب د شونډو په ګنډلو، د پوهنتون د تړلو او یا د کار په نه کولو اعتصاب نه دی، بلکې له شپږمې ګوتې سره چلند یا په عامه اصطلاح، د ژوبلې ګوتې د نیولو او بې حده زور کولو اعتصاب دی؛ دا اعتصاب بېلابېل لاملونه لرلای شي چې په اغلب ګومان، ستونزه په لوړه کچه او په یو بدل شوي معیار اوښتې ده.
څو مهم ټکي دي چې باید تر غور او چټکې پلټنې لاندې ونیول شي، ګنې خبره نوره هم خرابېدونکې ده او ممکن د ولسمشرۍ ماڼۍ یې هم د محار کولو توان ونه لري.
کله چې ډاکټر غني د ولسمشرۍ لپاره و ټاکل شو، ورسره له تړلو هیلو یوه هیله د هغه د هغې ژمنې پوره کېدل و چې په لنډ وخت کې به د کابل پوهنتون او یو شمېر نور پوهنتونونه د ژور بدلون شاهدان وي، یعنې هغه ستونزې چې کله ولسمشر غني د پوهنتون د ریاست پر وخت لیدلې وې او تر اوسه دوام لري، هغه ستونزې چې د کمپاین په دوران کې یې د پوهنتون له استادانو او محصلینونه اورېدلې وې او یا یې په دې اړه شواهد درلودل، دې ته اړ کړ چې باید ژور بدلون پکې راولي چې تر اوسه یې اقدام نه دی کړی؛ که څه هم یو شمېر کارونه یې خورا د پام وړ او ګټور تمام شوي، خو اوس وخت رارسېدلی دی چې خپله دغه کړې ژمنه پوره کړي.
دلته (په پوهنتون کې) هر څه ژور بدلون ته اړتیا لري؛ خو له بده مرغه، بدلون مننونکي نه دي. که ولسمشر د طرحې د جوړولو په فکر کې کېږي او یا دا چې په څه لنډه موده کې به د دې ژمنې پوره کېدو ته وخت ور کوي ښه دا ده چې همدا اوس خو یوه هڅه وکړي. سملاسي ستونزه چې باید سملاسي حل شي، د ازموینې په ورځو کې د یو څارګر پلاوي ټاکل دي چې د تېر په څېر د یو شمېر شورخوښه مشرانو او که سپینه وویل شي، د یو شمېر استادانو له خوا ځنډ او خنډ جوړولو او د نورو د لمسون د پر مخ وړلو مخنیوی وکړي. د حقوقو د خونديتوب او د نورو شته بېسارو او کمسارو ستونزو چې تر اوسه یې ګڼ زده کړیالان او استادان په خپلو کې سره اچولي او د تعصب، خودپرستۍ او لوړښودنې د هوس په وسیله پرې روګدي شوي او د یو او بل د پرزولو کوښښ کوي حل کړي.
تېر کال د ولسمشر د یو تقنني، پر ځای او مناسب فرمان له مخې باید ټول هغه استادان چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو اوښتي تقاعد شوي وای او همدا راز په فرمان کې راغلي وو چې باید تر ماسټرۍ د ټیټې زده کړې کوونکي په پوهنتون کې استادان مقرر نه شي.
نه یوازې دا چې یو شمېر استادان لا لرې شوي نه دي، زموږ د ازموینې پر وخت یې داسې اعتراضات پیل کړل چې مستقیماً یې زموږ په نومرو او کدر نه جبرانېدونکی اغېز وکړ، په دې بهانه چې حکومت یې د حق الزحمې پیسې نه دي ور کړي، د شپې دورې محصلین د ازموینې د نه اخیستو په ګواښ لاریون ته وهڅول، د پردې پر مخ همدا خبره وه او آن د څو مضامینو ازموینه مو چې باید اخیستل شوې وای، د بشپړ زحمت او خوارۍ سره، سره وځنډول شوه او د یو اجباري کار په ډول مو ترسره کړه؛ خو له بده مرغه د پردې تر شا د ماسټرۍ د نه درلودونکو او تقاعد ته د برابرو استادانو د نه لرې کېدو هڅه وه.
تر دې وړاندې هم په بیا بیا د تدریس د وخت نا مناسبه ټاکنه، د استادانو مسلسله غیر حاضري، پر غیرې مسلکي استادانو د مضامینو د تدریس اجباري وېش او ګڼې نورې هغه ستونزې وې چې د سمستر له پیل تر پایه او آن د له ستونزو ډکو ازموینو پورې مو ورسره د زړه وینې څښلي دي.
عمده بله ستونزه چې زمونږ پر زده کړو یې مستقیم اغیز کړی، د شلو او دیرشو کلونو پخوانیو چپترونو د تدریس او زده کړې مساله ده چې له زده کړو یې ماړه کړي یو.
سږکال چې د چنګاښ د میاشتې ۲۶مه نېټه د ازموینې د اخیستلو د پیل ورځ وه، له ټولو محصلینو ازموینه واخیستل شوه، خو له بده مرغه د د شپې له محصلینو سره چې د شپږمې ګوتې نسبت ورته کېږي، د میرې چلند شوی او کېږي.
موږ که د ژور بدلون خبره کوو، نو ستونزه یوازې په د شپې دوره کې نه؛ بلکې د پوهنتون په بیلابیلو برخو کې؛ ورسره د ننګرهار پوهنتون چې د سیاسي موخو ښکار ګرځېدلی، د داعش تر تورې پردې او د امارت اسلامي د سپینو سرتړوونکو پټیو په ښکاره کېدو، د اندکې موخې لپاره د پردیو په اشاره د لارو تړل او ورته نورې پردیپاله کړنې، د خوست او کندهار په پوهنتون کې د زورواکو او چارواکو ناوړه هڅې، چې ښه بېلګه یې په کندهار پوهنتون کې د پتیال وژنه او داسې نور دي، د هرات، فاریاب، بادغیس، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر، سرپل او ګڼ د دري مېشتو په پوهنتونونو کې د سیمه یزو قومندانانو د ناوړه او له شرمه ډکو کړنو په ترسره کېدو، د بجه بازۍ او حتی د ... بازۍ په ترسره کېدو د بې کچې تعصباتو د پاللو په امتداد په بیا بیا تکرارېدونکې ده هم ده.
څو ورځې مخکې کابل پوهنتون کې د خالي بستونو لپاره د استادانو د تقرر په موخه ازموینه اخیستل شوې، د ازموینې له ګډونوالو څخه درې تنه بریالي شوي، پر ځای د دې چې مقرر شي، یو شمېر استادان یې د دې لپاره مخالفت کوي چې د دوی کسان نه دي بریالي شوي او باید ازموینه له سره واخیستل شي.
نور نو ویلو ته اړتیا نشته بدلون اړین دی او دا یې ښه وخت او موقع ده، ځکه چې نور یې نو د لسګونه محصلینو زړونه له لوړو زده کړو تور کړي، د خوښې څانګه یې اوس د نا خوښې څانګې او یا هم د جبري زده کړې په توګه ور بدله شوې ده، اوس زده کړې د روښانه راتلونکې لپاره نه، بلکې د کورنۍ د فشارونو له امله د یو ستر بوج د کمولو او همدا راز د ځان خلاصون په موخه تر سره کېدونکې ده.
پاک او سپیڅلي نیت لرونکو استادانو ته په بشپړ احترام