د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ای! خلکو، د سولي دستار زما خوښيږي

افغان تحرک 17.07.2016 14:17

هیوادوالو د سولي دستار زما خوښيږي
"بی له دي نیشته بله لار ځما" خوښیږي

د سولي نسج پګړی پیچل په سر ولاړ
په داسی حال هم، بدانتظار زما خوښیږي

هیواد مثبوت، ولس نیکمرغ، ملت بیدار
لویه خدایه یو داسی کار زما خوښیږي

عدل ناظم، ثبات لازم، صدق پراوان
په ګران هیواد، داسی رفتار زما خوښیږي

ګلبن، اباد، اوبه روان، چوغکی مست
سرو خو پهه پهه، هم بید و چنار زما خوښیږي

خدای مکړه چه زمونږ کوم څوک سنګسار شی
دغرونو تیګی په اعمار زما خوښیږي




----------------------------------------------------------
له ګرانو محترمو ادیبانو څخه د وزن د ماټوالي دپاره، د وزن د سستی له کبله، د سیلابونو له عدم تناسب په خاطر او د سیلابونو له تزلزل له کبله وار، وار او په کرات معذرت غواړم.




د بین الافغانی صلح، امنیت، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله