د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رحمان بابا مرهم غوښتل

افغان تحرک 15.07.2016 19:42

رحمان بابا وایی:

"هغه زړه چه ستا د عشق په اور کباب دي
که مرهم ورباندی کیږدي ډیر ثواب دي

حجابونه له اغیارو مناسب دي
د یارانو په یاري کی څه حجاب دي

بي له تا چه ښایسته وي بي حساب
په هغو کی هم ستا حسن انتخاب دي

لکه ګل چه تر افتاب پوري خجل وي
دغه هسي ستا تر مخ پوري افتاب دي

دا د میوو څه مستی او سرخي نه ده
تیغ د سترګو يی په وینو کی غرقاب دي

زه رحمان به څه جواب کوم و یارته
وژوندیو ته د مړ یو څه جواب دي"



د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله