د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ناټو پنځه ميليارد ډالره څنګه مصرف کړو؟

خوشحال آصفي 11.07.2016 23:02

د پولينډ په پلازمينه وارسا کې د ناټو سرمشريزې دوه ورځنی کنفرانس پايته ورسيد. دغه کنفرانس د افغانستان لپاره په دې خاطر مهم و چې په ترڅ کې يې له افغانستان سره پوځي او اقتصادي مرستو ژمنې کيدلې. د دې تر څنګ له دغه کنفرانسه د افغانستان بله لویه هيله دا وه چې د هوايي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ مرسته ورسره وشي. د معمول سره سم د ناټو غړيو هيوادونو له افغانستان سره تر راتلونکو دريو ميلادي کلونو لپاره؛ هر کال پنځه ميليارده ډالره نغدي مرستې ژمنه وکړه څو افغان حکومت ترې د پوځي ځواک په ساتلو کې ګټه واخلي.
په دې کې هيڅ شک نشته چې افغانستان د خپلو امنيتي ځواکونو د تجهيز او پياوړتيا لپاره د ناټو مرستو ته ډيره اړتيا لري او ناټو هم په دغه وارسا کنفرانس کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه و کړه خو دا مرستې هغه نه دي چې په اساسي ډول افغان امنيتي ځواک د سيمې په کچه په پياوړي ځواک بدل کړي. ناټو له افغانستان سره يوازې نغدي مرستې ژمنه وکړه او هغه هيله چې د امنيتي ځواکونو د هوايې ځواک تجهيز او پياوړتيا په برخه کې ترې افغان ولس او ولسمشر درلوده؛ پوره نه شوه. اړتيا دا وه چې د ناټو غړيو هيوادونو د افغانستان هوايې ځواک تجهيز او پياوړی کړی وای چې له دښمن سره مقابله يې لا هم اغيزمنه شوې وای. خو په وارسا کې د افغانستان دې غوښتنې ته منفي ځواب وويل شو.
له افغانستان سره د ناټو د نغدي مرستو په هکله ممکن ځينې خلک داسې فکر وکړي چې افغانستان بايد د ناټو په دغې نغدي مرستې چې د دريو کلونو لپاره؛ هر کال پنځه ميليارده ډالره ده؛ له دغو پيسو د هوايې ځواک په پياوړي کولو کې ګټه واخلي او پرې له روسيې، چين، هند او يا شمالي کوريا څخه د هوايې ځواک د پياوړي کولو لپاره الوتکې او نور تجهيزات راونيسي؛ خو دلته مهمه خبره د سيالو هيوادونو تر منځ نړيوال رقابت دی. له دغو هيوادونو لکه امريکا، روسيه، چين، هند او شمالي کوريا؛ سره اړيکې ساتل د افغانستان يوه اړتيا ده ځکه د دوی په مرستو متکي دي. آيا دغه نړيوال سيال هيوادونه چې هر يو يې ابر ځواک دي او يا د ابر ځواکۍ لپاره په خپل منځي رقابت بوخت دي؛ افغانستان ته به اجازه ورکړي چې د هغوی له رقيب هيواد څخه پوځي مرستې او اسلحه ترلاسه کړي؟
په اوس وخت کې افغانستان د نړۍ د ټولو لويو قدرتونو او سيالو هيوادونو سره اړيکو ساتلو او د هغوی مرستې ته سخته اړتيا لري خو آيا افغانستان به د دوی تر منځ په اړيکو کې تعادل ثابت وساتلی شي؟
اوس چې سيال هيوادونه لکه د سړې جګړې په شان له افغانستانه د خپلو سيالو د ډګر په توګه ګټه اخلي؛ آیا افغانستان به  د دغو هيوادونو تر منځ خپله خپلواکي وساتلی شي؟
په تير کې هم د ناټو او نور هيوادو له خوا له افغانستان سره پوځي مرستې شوي دي آن دا چې ناټو په تير کې هم د افغان امنيتي ځواکونو تمويل او تجهيز په غاړه درلود خو د دوی مرستې په داسې شکل په مصرف ونه لګيدلې چې په اساسي توګه د امنيتي ځواک په پياوړتيا کې اغيزمن واقع شوې وي. دغه مرستې څه شخصي جيبونو ته ورغلې، څه له بهره په ناکاره او کباړ پوځي توکو ولګول شوې او څه د کورنيو او بهرنيو سلاکارانو په معاشونو مصرف شوې. اوس مهمه دا ده چې دغه تازه پنځه ميلیارد ډالري مرسته څنګه بايد ولګول شي څو په سمه توګه ترې د امنيتي ځواک په پياوړتيا کې ګټه واخيستل شي؟
افغان حکومت بايد په دغو پيسو په کور دننه په کم لګښت د امنيتي ځواک د تجهيز لپاره؛ له نورو هيوادونو پوځي ټکنالوژي ترلاسه کړي. ځکه تيرې تجربې وښوده چې له بهره پوځي وسله رانيول که هغه يوه عادي تفنګچه هم وي؛ په زرګونو ډالره لګښت لري. که پوځي تکنالوژي کور ته راوړل شي او دغه توکي په کور دننه برابر شي نو يو به مو د نړۍ د سيالو هيوادونو تر منځ په اړيکو کې برابروالی په نظر کې نيولی وي او بل به مو په مرسته شويو پيسو د امنيتي ځواک د پياوړتيا لپاره په کم لګښت ډير تجهيزات جوړ کړي وي.