د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وارسا؛ تمې او ننګونې

خوشحال آصفي 09.07.2016 18:57

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ناټو د مرستو د جلبولو په هیله وارسا ته تللي چې په پولنډ کې د ناتو په سرمشریزه کې ګډون وکړي. ناتو به په دې غونډه کې د ٢٠٢٠ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د پوځي مرستو د دوام او پراخولو په اړه تصمیم ونیسي. د وارسا او بروکسل نړیوالې ناستې چې پکې به له افغانستان سره تازه پوځي او اقتصادي مرستې اعلانیږي د افغان حکومت لپاره مهمې بلل کیږي، خو دغه مرستې دا ځل د حکومت پر کړنو پورې مشروطې شوې دي.
تمې
افغان حکومت تمه لري چې په دغه کنفرانس کې به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې د ناتو ملاتړ ترلاسه کړي. د چارواکو په وينا د ملي وحدت د حکومت مشران به د وارسا په غونډه کې پنځه کلنه ستراتیژي وړاندې کړي او د دې سازمان نه به وغواړي چې هر کال پنځه میلیارده ډالر د افغانستان سره مرسته وکړي. افغان حکومت هيله لري چې له افغان پوځيانو سره به د نړيوالې ټولنې د مرستو اندازه تر ۲۰۲۰ ميلادي کاله پورې د پخوا په څېر دوام پيدا کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر ویلي د وارسا په غونډه کې به د ناټو له مشرانو وغواړي چې ''د کړو ژمنو پر بنسټ تر راتلونکو پنځو کلونو د افغان امنتیي ځواکونو ټول معقول او د وړاندوینې وړ لګښتونه پر غاړه واخلي''. د دې تر څنګ د افغانستان بله لویه غوښتنه دا ده چې د هوايي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ مرسته ورسره وشي.
ننګونې
 که څه هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور له مخې د يوې نيمې لسيزې راهيسې؛ افغانستان د دغې کنفرانس د غړو هيوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري؛ خو په وروستيو کې د افغانستان کمزوري اقتصادي حالت، له وسله والو مخالفينو د سولې خبرو نه اغيزمنتيا او د افغانانو د مرګ ژوبلې زياتيدو؛ د ناټو غړي هيوادونه له افغانستان سره د مرستو کولو په برخه کې زړه نازړه کړي دي. سربيره پر دې ځيني نورې ننګونې هم شته چې د افغانستان لپاره په دغه کنفرانس کې د ناټو غړو هيوادونو د مرستو د جلب په مخه کې خنډونه جوړوي.
۱ــ اداري فساد سره ناکامه مبارزه : له کلونو راهيسې په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې په موخه بيلابيل کورني او بهرني بنسټونه او ادارې کار کوي خو نه يوازې دا چې دغه پديده ورکه نه شوه بلکې ورځ تر بلې اوج ته رسيږي. آن تر دې چې په زندانونو کې له ميلوني پوروړي زنداني سره ودانيز قراردادونه لاسليک کيږي. دغې شومې پديدي په نړيواله کچه د افغانستان حيثيت ته کلکه ضربه ورکړې ده. او په داسې حال کې چې د افغانستان هيڅ يوه اداره له فساده پاکه نه وي نو نړيوال به له دغه هيواد سره د مرستو په کولو کې ساړه کړي.
۲ــ د سولې ناکه پروسه : د ملي يووالي د حکومت له پیل راهيسې افغان حکومت تل هڅه کړې چې امنيتي حالات کابو کړي او افغانان سولې ته ورسوي خو له بده مرغه چې د افغانانو دښمن له افغان حکومت سره سولې ته نه دی حاضر شوی او په هر ځل يې د افغانانو وينه تويه کړې ده. که څه هم افغان حکومت د سولې په موخه هرې خوا ته لاس واچولو خو هر ځل يې تش د اوبو ځګ لاسته راوړی دی او بس. څلور اړخيزې ناستې وشوې، د پګواش غونډې ترسره شوې، د افغان حکومت او طالب چارواکو نا رسمي ليدنې وشوې خو پايله يې بيا هم ناکامي وه. نو ويلی شو چې د سولې پروسې ناکامي بله هغه ننګونه ده چې په وارسا کې له افغانستان سره د نړيوالو د مرستو په جلبولو کې خنډ ګرځيږي.
۳ــ ټاکنيزو اصلاحاتو نه شتون : په داسې حال کې چې ټاکنيز اصلاحات د ملي يووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه ليک يوه اساسي برخه ده؛ خو تر اوسه د دغې موخې لپاره د پام وړ ګام نه دی اخيستل شوی. په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو د نه راتګ لوی لامل د ولسمشر او اجرايه رييس تر منځ اختلافات دي. دوی دواړه هڅه کوي چې د ټاکنو په کميسيون کې د ټاکنيزو  اصلاحاتو په نوم؛ د خپلو کسانو حضور پراخ کړي. دوی ته اصلاحات د افرادو په بدلون نه کې؛ نه د سيستم په بدلون کې. د دوی دواړو تر منځ د نظر اختلاف باعث شو چې د ټاکنيز نظام اصلاح له ستونزو سره مخ شي. اوس تر ډیره باور دا دی چې په دې برخه کې به نړيوال خپلې مرستې د ټاکنيز نظام په اصلاح کولو پروې مشروطې کړي.
په هر صورت اوس ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله ته په کار ده چې په دې کنفرانس کې د ګډون پر مهال نړيوالو داسې قانع کوونکې دليلونه وړاندې کړي چې پر اساس يې وکولی شي افغانستان ته د نړيوالو مرستې راجلب کړي. سر بيره پر دې افغان حکومت بايد د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د دغه کنفرانس له ګډونوالو وغواړي چې په پاکستان خپلې مرستې بندې کړي او پرې فشار راوړي څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله بايد په دغه کنفرانس کې؛ له ترهګر د پاکستان د ملاتړ ښکاره انځور وړاندې کړي او نړيوال دېته متوجه کړي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي او بايد همالته له منځه يوړل شي. په دغه کنفرانس کې د افغان مشرانو تر ټولو لوی مسوليت دا دی چې د نړيوالو مرستې د دې لپاره جلب کړي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د ترهګرو سره د کلکې مبارزې سبب وګرځي؛ نه دا چې مرستې په افغانستان کې د جګړې د ترسره کولو لپاره ترلاسه کړي. نور بايد افغانستان د جګړې ډګر ونه ګرځي او ترهګري بايد په اساسي ډول؛ په هغو ځايونو کې چې ځالې يې دي او په ښکاره يې ملاتړ کيږي؛ ختمه شي.