غزل
06.07.2016 11:44چې څوک يېبلې پښې، څوک لوڅ او څوک نهر وي
څه خوښۍ، څه به مېلې، څه بــه اختر وي
څه به زړه د چــــــا مستۍ نه په هوا شي؟
مــرغه نه الـــــوځي مات يې چې وزر وي
پــــــه ليدو يې کړي د زړه دېوال درزونه
د چــــا څيرې چې جامې د چـــــا څادر وي
د قبرونو سر ته ناست يو ورتــــــــه ژاړو
يـادوو هغوى، چې خــــاورې يې بستر وي
د اختر مبارکۍ څنګ ورتـــــــه ورکــــړو؟
چې پـــر مخ يې جوړ د اوښکو سمندر وي
چــــــا سـره ونمانځو دا نېکمرغې ورځې؟
چې څوک مړ، څوک مسافر څوک مــرور وي
څه به سره کړي په نکريزو څوک لاسونـــه؟
چې هېواد يې د سرو وينو سور پرهـر وي
دلـتــــــه نشته دي چمبې او اتڼونـــــــه
دلته خپـــور همېش د وير او غم ټغر وي
د مرګ سيوري ته مو ژوند دى شيرين زويه
د مرګ سيورى مو ولاړ همېش پر سر وي