د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته مسلمانان ډېر دي، خو ...

ډاکټر فاروق اعظم 04.07.2016 12:42

د سږ (۱۳۹۵ ل) کال د روژې لومړۍ اونۍ مې په کابل کې خپل ځای کې وه. یوه هفته مې په قطر کې د څه کارونو لپاره تېره کړه او ترهغه وروسته لندن ته ولاړم. په دغو دریو هېوادونو کې مې د روژې حالت وکوت، غواړم یو مشترک بشري اړخ ته یې لنډه کتنه وکړم او له تاسوو سره یې شریک کړم.
په کابل کې د خلکو د ژوند تفاوت خورا ډېر دی. امریکایانو افغانستان ته زموږ د ژوند په معیار بېخي ډېرې پیسې راوړې، خو د پیسو دغه باران پر ټول هېواد یو ډول ونه سو. پیسه هغه چا ته ورسېده چې د خارجیانو لپاره یې کار کړی دی، داچې څنګه کار یې کړی، دین او وطن ته یی څومره زیان رسولی دی، موږ دلته پر هغه بحث نه کوو. خو ددغسې کسانو ژوند د افغانستان د نورو خلکو په نسبت تر تصور ډېر لوړ سو. هغه چا چی ۱۵ کاله دمخه یی په اصطلاح خرنه درلود اوس په مرمۍ ضد موټرانو کې ګرځي؛ بنګلې، ملېشې، جایدادونه او نړیوال تجارت لري. متل دی، چی مربي لری، مربا به خورې . دغه مصنوعي طبقه خلکو په بازار کې د هرشي نرخ ډېر لوړ کړی دی؛ځکه چې هرشی په هره بیه رانیولای سي. په غم او ښادیو کې افراطي زیات مصرف کوي؛ ځکه چې ډېرې پیسې یې ظاهرا ډېرې مفتې پیدا کړي دي. هغه ته که خوارکي مواد هرڅومره ګران سي، کوم مشکل نه دی، خو په همدغه ښار کی خلک دده د قصر څنګ ته په خېمو کې ژوند کوي، چې د ژمي په یخنۍ او د دوبي په ګرمۍ سوځلي ‌دي . د ارتزاقي موادو د نرخ زور خوارانو ته ښه معلوم دی. د ښار لوی اکثریت خلک کمزوره اقتصاد لري او نرخ و نوا یی پر ورځني ژوند ډېر اثر کوي.
هروخت چې روژه راځي خلک خوراکي شیان ډېر رانیسي او په بازارونو کې ګڼه ګوڼه وي. دکانداران چې پرون یې یو جنس په سل افغانۍ ورکاوه، اوس یې په یو نیم سل حتی دوه سوه ورکوي. چې پوښتنه وکړې چې ولې؟ وایی : روژه ده او په روژه کې خو نرخونه لوړېږي . یعنې دا یوه عادي خبره ده او باید قبوله سي چې په روژه کې به نرخونه لوړ وي. د بډایانو خو د امریکا پیسې په جیب کې دي او په هر نرخ شیان رانیولای سي، خو متوسطه او ترهغه په اقتصادي لحاظ کښته طبقه خلک ډېر پرېشانه دي او له ګرانۍ سر ټکوي . شکایت چاته وکړي، د اورېدو ځای یی نسته . د امریکایانو په راتلو سره په افغانستان کې د آزاد بازار د اقتصاد کړنلاره عملي کیږي او ښاروالي د نرخ و نوا له مراقبت څخه ځان خلاص کړی دی. د دولت په موجوده نظام کې هرڅوک آزاد دی چی هرشی په هرکیفیت او په هر قیمت چی زړه یی وغواړي خرڅ کړي. موږ پخوا دغه حالت ته بی بندوباري ویله او ځینو به ویل چې شهر ناپرسان دی، خو اوس ورته د آزاد بازار اقتصاد وایي. ما په اقتصاد کې تعلیم کړی او غربي نړۍ مې هم ډېره لیدلې ده؛ خو دغسې بې جلوه اقتصادي نظام مې چي ټول د چوریالانو په ګټه وي هېڅ چېرته نه دی لیدلی لکه افغانستان کې چې اوس رایج دی.
قطر کې نرخونه د پخوا په شان وو؛ په روژه کې لوړ سوي نه وو، خو بډایانو د جوماتونو څنګ ته خېمې وهلې وې او مفت روژه مات یی خلکو ته ورکاوه. په روژه مات کې به اکثره هغه بهرني غریب کاریګر وو چی له نورو هېوادونو څخه قطر ته د کار لپاره ورغلي وو.
په لندن کې مې وضعه بالکل بېله ولیده. افغانستان او قطر اسلامي هېوادونه دی، خو انګلیستان اسلامي هېواد نه دی. د عیسویت په پراختیا، د ولسونو په استعمار او استثمار کې شهرت لري. په ټوله نړی کې دوه هېوادونه ډېر مذهبي دي؛ یو انګلیستان او بل ایران . په دواړو هېوادونو کې د دولت مشر او د مذهب مشر یو تن دی . د سوچ خبره داده چې د افغانستان پرعکس، په انګلیستان کې د لویو مغازو څښتنانو د وطندوستۍ او د خپل بزنس د ودې په خاطر د خپلو مسلمانو وطنداروانو د خوشحالولو لپاره په روژه کې د ارتزاقي موادو نرخونه د پخوا په نسبت ټیټ کړل. زه څو مغازو ته ولاړم او نرخونه مې واخیستل چی په دا ډول وو:

د شي نوم تر روژې دمخه بیه په روژه کې بیه
خرما ۱ کیلو په ۶ پونډه ۱ کیلو په ۳ پونډه
جوس (شربت) ۴ لیتره په ۵ پونډه ۴ لیتره په ۳ پونډه
اوړه ۱۰ کیلو ګونی په ۱۰ پونډه ۱۰ کیلو ګونی په ۳ پونډه
وریجې ۱۰ کیلو ګونی په ۱۰ پونډه ۱۰ کیلو ګونی په ۶ پونډه
غوړي ۵ لیتره په ۶ پونډه ۵ لیتره په ۴ پونډه
نخود ۲ دبلی په ۱ پونډ ۴ دبلی په ۱ پونډ
رومیان ۲ دبلی په ۱ پونډ ۵ دبلی په ۱ پونډ
مېوه اکثره مېوې د پخوا په نیمه بیه

نو ماته د سیدجمال الدین افغان د یو مخلص شاګرد (امام محمد عبده) هغه طنزیه را یاد سوه چې له یوروپ څخه تر سفر وروسته یې په مصر کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: هلته مسلمانان نسته، خو اسلام سته او دلته مسلمانان ډېر دي، خو اسلام نسته. هو، کومه بده ورځ چې پر موږ خپلو مسلمانو وروڼو راوستې ده، کفر نه ده راوستې او که یی راوستې ده، هغه یې اکثره د همدغو سست عنصرو او بې همتو مسلمانانو په لاس راوستې ده. موږ وایوو چې روژه د ترحم او د غریبانو د لاسنیوي میاشت ده، خو پرعکس زموږ بډایان غریبان لوټوي او د خوارۍ ګوله یې له خولې تښتوي. که ښه ځیر سو زموږ اکثر بډایان تر هرچا خواران او سترګې یې وږي دي. ها چې موږ یې مړې سترګي بولو، د هغو سترګې تر ټولو وږې، مړې او سراښي دي. موږ نفلونه ډېر کوو، خو د غریب لاسنیوی نه . الله (ج) فرمایي: لیس البر أن تولوا وجوهکم قبل المشرق و المغرب ولکن البر من آمن بالله و الیوم آخر… یوازې نیکي دا نه ده چې څوک لمونځ وکړي، بلکې اصلي نیکي داده، چې څوک پر خدای پاک او د اخرت پر ورځ په رښتیا ایمان ولري او له خلکو سره ښه وکړي. خدای (ج) د خپل مخلوق خدمت ته اړ نه دی، دده د مخلوق خدمت دده خدمت دی. امام شافعي (رح) نېک عمل د ایمان جز‌ بولي. قدسي حدیث دی، چې الله (ج) فرمایي: انسانان زما عیال دی؛ څوک چې زما له عیال سره ښه کوي، زه له هغه سره ښه کوم. موږ د الله (ج) د مرستې په تمه یوو خو له عیال سره یې بیا ښه نه کوو. د روژې میاشت ددې په عوض کې چې خدای پاک ته د رجوع، د هغه د مخلوق د خدمت او اخیرت ته د توښې د برابرولو د فرصت میاشت وګڼو، په موږ کې د چور، لهو لعب او عیش و نوش میاشت ده. که موږ خپل ګرېوان ته سر کښته نه کړو او ځانونه اصلاح نه کړو همداسې د ذلت ژوند به مو وي، لکه چی دی. ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بأنفسهم ـ الله (ج) د هغه قوم حالت ته تغییر نه ورکوي، څوک چې خپله خپل حالت ته تغییر ورنه کړي.

===== لندن - د روژی ۲۸ (۳ جولای ۲۰۱۶م) =====