د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختر-نظم

دلاور پردېس 03.07.2016 16:23

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په دې کلي کي یو څوک راباندي ګران دی
نازولی دی زما د زړه سلطان دی
په اختر کي مي مني هره خبره
دا احسان به دي هیر نه کړمه اختره

نفرتونه وکوې زموږ د کلي
په راتلو دي زړونه یو بل ته نږدې سي
رالیږلی جانان خط پکښې لیکلی
په اختر به مي پوره ټولي وعدې سي
یا به تاته تورومه سترګي ښکلي
یا به ستا د غمه ښه په ژړا سرې سي
ستا غوښتني می په دې خاطر منلي
چي په زړه کي د رقیب ښخي چړې سي

بادامي سترګو ته يې هر سړی حیران دی
نا زولی دی زما د زړه سلطان دی
یار ساتم په سپېلنو له بد نظره
دا احسان به دي هیر نه کړمه اختره

د سره ګل ورکړه د ميني نښانه ده
سره لاسونه په دې نیت د اشنا اخلم
سپین تندی د اشنا سپینه ایېنه ده
زه چي ځان پکښې سم وینمه ساه اخلم
د بڼو څخه يي بیره په کار نه ده
چي پر زړه زغم د یار په خندا اخلم
عجیبه ځان خوښونکې زمانه ده
خفه کیږي چي د ښکلو بلا اخلم

یار راغلی دی وک سوی می خفګان دی
نازولی دی زما د زړه سلطان دی
چي راباسي مي د غم له سمندره
دا احسان به دي هیر نه کړمه اختره

دا منمه یار پخپله هم ګلاب دی
جوړوي ګل د نکریږو پر لاسونو
په لمبو د اننګو مي زړه کباب دی
ښکلي ښکلي سي نور هم په اخترونو
ستا په برخه باندي څومره لوی ثواب دی
وږي سترګي مړوې په دیدنونو
د پردېس ژوند هغه وخت پر مرګ حساب دی
چي اختر وي بې خندا او بې نازونو

د ګل مخي په دیدن مي زړه ودان دی
نازولی دی زما د زړه سلطان دی
په سرو شونډو د اختر وایي سندره
دا احسان به دي هیر نه کړمه اختره