د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معلم عطا د سیاست په حمام کې

غم حیران 02.07.2016 02:02

د سیاست تعریف ته، چې ګورو د سیاستوال تعریف ته، چې ګورو د سیاسیونو تاریخ ته چې ګورو او خپل یو شمېرتش په نامه سیاسیون، چې ګورو نو سړ حیران دریان شي او په دې ویلو مجبوره شي، چې زموږ یو شمېر سیاسیون چې سیاسیون نه دي د سیاسیونوپه جامه کې همغه پخواني جنګسالاران دې، چې لاهم د سیاست په حمام کې دي لاهم له دوی څخه د جنګسالارۍ هغه مردار خیری نه دي پاک شوي علت یې څه دی؟ دوی د سیاست حمام ته په دې نیت نه دي ننوتي، چې له دوی څخه دې د جنګسالارۍ خیري پاک شي او نه دوی غواړي چې له خپلو فکرونو دې دجنګسالارۍ فکر پاک کړي دوی د خلکو او په ځانګړې توګه د نړۍ له شرمه او د امريکې له ویرې د سیاست حمام ته ننوتي دي، ترڅو خلکوته او په ځانګړې توګه امریکا ته وښايي، چې موږ خو اوس ځانونه د سیاست په حمام کې ومینځل اوس خو موږ د ټوپک په ژبه خبرې نه کو بلکې ددیموکراسۍ دوره ده د منطق او دلیل په ژبه  به خبرې کو، خو حقیقت بیا بل څه وايي  انسان خپل هرڅه پټولی شي خو خپل خصلت نشي پټولی خصلت هغه شی دی چې په انسان باندې پخپله شاهدي ورکوي خصلت په لومړي سر کې دانسان په سر کې وي په دویم پړاو کې دماغوته لار پيدا کړي په درېیم پړاو کې د انسان روح ته لار پيدا کوي
د جنګسالارۍ خصلت هم د هېوا د  دیو شمېر جنګسالارانو په سر کې و څه د ډالرو زور و څه د امریکې زور و له سره یې یوڅه ووت اوس، چې ورته ګورې نو د جنګسالارۍ خصلت په کې تر ډيره نشې پيدا کولی ځينې وخت ورباندې د جنګسالارۍ څپه راشي خو بیا بېرته ژر غلي شي، د یو شمېرو یې چې دماغوکې ځای پيدا کړی دی هغه هم دومره خطرناک نه وي ځينې وخت یې دماغ د جنګسالارۍ په فکر وزرې ووهي خو بیا چې لږڅه خاورې ماروې ورته واچوي بیرته غلی شي پوهیږي، چې همدې کې مو خیردی د یو شمېرو چې له بده مرغه د جنګسالارۍ خصلت روح ته لار کړې ده که د بانکي مون پرچوکۍ یې کېنوې بس دی به خپل د جنګسالارۍ خصلتونه کوي لکه معلم عطا لکه حاجي صاحب دوستم،  له کومې ورځې نه چې دوستم د ولسمشر لومړی مرستیال چوکۍ ترلاسه کړې ده یوه میاشت په یاده چوکۍ نه دی ناست کله یې ټانګونه یو خوا ته روان کړي او کله یې بلخوا هرچېرته چې نوموړی تللی دی دهغه ځای په خلکو یې اور بل کړی دی که یو طالب وژني لس بې ګناه ملکي خلک  وژني هر ولایت ته چې د ښاغلي د تګ اوازې شي د یا د ولایت خلک ټول په ویره کې وي ځکه چې دوستم کوم نوی نوم نه دی د دوستم له کړنو خو ټول افغان ولس خبر دی چې دی په تېر کې څه و، افغان ولسمشر د تفکر په وجد کې داسې ډوب دی چې هېڅ سره ترینه نه پورته کوي چې په هېواد کې څه او پرکومه روان دي.
معلم عطا چې ځان ته استاد هم وايي فکر کوم په جګړه کې په وژنو کې به تر ده بل تجربه کار استاد په افغانستان کې نه وي، ټول عمر یې د ټوپک په شپيلۍ خبرې کړي د منطق دلیل او د قانون په ژبه هېڅ نه پوهیږي د سیاست په حمام کې یې ږیره سپینه شوه خو لاهم دجنګسالارۍ مردار خیري ترې نه څاڅي لاهم د یوه جنګسالار امپراطور په توګه په مزار کې خپل حکومت کوي نه تېرو لسمشر وتوانېد چې له دندې یې لرې کړي او نه هم اوسنۍ مفکر.
 د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال ښاغلی عطا یو والي و خو د مفکر د نيمه واکمنۍ پرمهال نوموړی  تش والي نه دی وزیرلري وکیلان لري کیسه لري یو لوری لري نن معلم عطا تش والي نه دی داسې والي به هیچا نه وي لیدلی چې وزیر دې ولري پارلمان کې هم په کافي اندازه زور لري په هرڅه کې غوښنه ونډه له حکومت څخه هم اخلي بس د مزار د بې تاجه بادشاه په توګه هرڅه یې چې  په وس کې دي څه چې کوي د پوښتنې ورڅخه څوک نشته له غني سره د نیم په نیمه حکومت تړون عبدالله لاسلیک کړی او خپله برخه یې اخستې ده خو اوس معلم عطا نور هم کوښښ کوي چې نور امتیازات هم له غني څخه ترلاسه کړي کله ورته خپل یو کس راپورته کړي کله ورته بل هم په حکومت کې دی او هم د حکومت مخالف او له پيل نه تر دې دمه یې د حکومت مخالف دریځ غوره کړی دی په خپل سر لاړشي خپلې ملیشې له ځان سره واخلي بې ګناه ملکی خلک ووژني بیرته مزارته راشي څوک ورنه دپوښتنې قدرې هم نشي کولی چې بابا ته څه کاره ته والي یې که د فاع وزیر ستا یې جګړو سره څه؟ هېڅوک له دڅخه ددې پوښتنې جرت نه لري چې بابا دا دومره جایدادونه او داکیسې تاله کومې کړې؟ د ملي یوالي ضد اشخاص ټول همدی همایه کوي د ایران ښکاره ګوډاګیتوب کوي د ایران د ډیپلوماټانو په نومونو یې دمزار په ښار کې واټ جوړ کړ بې شمیره میله وسله لري وخت ناوخت په خلکو وسله هم ویشي په دې ورستیو کې ټلویزونونو ورباندې ریپوټونه جوړ کړي و، چې نوموړی اوس شخصي زندانونه هم لري په خپلو خلکو وسله هم ویشي په شمال کې ناامني ته لمن خپله وهي پړه پرحکومت اچوي او تور هم په حکومت لګوي، چې په شمال کې ناامنيو ته لمن وهي داسې والي چې هم په حکومت کې وي او هم د حکومت ضد په ټوله نړۍ کې نشته.
که حکومت کې عدالت وي بیا ولې د عطا محمد نور په وړاندې عدالت نشته بیا ولې حکومت نشي کولی چې دعدالت میځ ته یې راکش کړي که چېرته حکوت شته نو بیا ولې د حکومت یوه مامور ته نشته که قانون شته نو بیا ولې دا ولي دومره ارتې تڼۍ او سرکشه ګرځي ولې دی چې هرڅه کوي خیر دی که بل چا معمولي څه غیر قانوني کار وکړ نوځمکه به ورباندې سره تبۍ کړي؟ ولې ؟ ولې ؟ ولې؟
که ولمشر همداسې د معلم عطا په وړاندې بې تفاوته پاتې شي که غني همداسې د جنګسالارانو په مقابل کې عاجز پاتې شي او دمهار کولو اراده یې همداسې ضعیفه وي فکر کوم چې هم دغني او دهم ملي وحدت د حکومت راتلونکی راته ډېر خراب ښکاري. حکومت به له بهره هیڅوک ړنګ نه کړي او نه به داجرت وکړی شي حکومت که ړنګيږی له داخله به ړنګیږي او دغه شان خلک به یې ړنګوي لکه عطا محمد نور او حکومت که بدنام شوی دی همداې خلکو کړی دی د کندوز په سقوط کې هم ددې خلکو لاس او د کندوز په شمول د شمال د ډېرو ولایاتو په ناامنۍ کې د همدې جنګ خوښو او شرخوښو لاس دی نن که ددوی علاج ونه شو په راتلونکې کې به یې علاج ډېره سخته وي
نارې وهم نارې مې نه اورې
هله به یې واورې چې مې تور لحد ته وړینه