غزل
دلاور پردېس 02.07.2016 01:59یار کوي خواږه خواږه کتل خبري نه کوي
دا رښتیا خبره ده چي ګل خبري نه کوي
خدایه موږ د څومره لوی نغمت څخه بې برخي یو
ښکلي راته ناست دي پر بغل خبري نه کوي
بیا مي توري شپې په سپینو اوښکو روڼول غواړي
بیا ګوتي وهي په تور کاکل خبري نه کوي
تا ته به هر وخت وایي په ژوند کي یاران لږ نه دي
ماته خو پښتون زړګی د بل خبري نه کوي
دا دی د جانان پر حُسن دومره ږغیدلی دی
چا ویل پردېسه چي غزل خبري نه کوي؟
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019