د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانـستـان کی بیکاری او د هغه څخه د خلاصـون لاری چـاری

محمد اعظم ( ذکریا) 30.06.2016 12:58

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اففانستان یو د هفه مملکتونو له جملی څخه ده چی د پرمختیایی هیوادونو په ډله کی راځی چی په د ی هیواد کی  بیکاری په زیاته انداره سره شتون لری نظر نورو پرمختیایی هیوادونو په پرتله باندی.  د نړیوال بانک د سروی او نظرسنجی پر اساس باندی  چی په ۲۰۱۵ کال کی ترسره کړی تقزیبا ۴۰٪ خلک بی روزګاره دی او د افغانستان د اوسنی حالاتو په کتو سره نور هم زیاتیږی چی  ۲۰۱۶ کال  یی ۴۵٪ ښودلی دی.                                                                                   
بیکاری یوه داسی پدیده ده چی د یو مملکت په اقتصاد باندی ناوړه اغیزه البته منفی اثرات لری  چی ددی په واسطه باندی  پر نورو افثصادی متحولاتو باندی اغیزه کوی یعنی که چیری په یو مملکت کی بیکاری شتون ولری نو یقیناٌ هلته د خلکو تقاضا نظر اجناسو ته نه وی څکه چی عاید شتون نه لری چی عاید شتون ونه لری نو خلکو د اجناسو د اخیستلو توان نه لری نو کله چی تقاضا شتون ونه لری نو عرضه هم نه وی یعنی تولیدی صورت نه نیسی چی ددی باعث ګرڅیږی چی د مملکت کورنی ناخالص تولیدات او ملی عاید زمونږ کمیږی چی د یو مملکت اقتصاد د رکود حالت سره مخامخ کوی نو کله چی اقتصادی رکود حالت سره مخامخ شی اهمه خبره ده چی  دغه مملکت د بودیجوی کسر سره مخامخ کیږی نو په دغه حالت کی  ددی مملکت حکومت کچګول په لاس د نورو مملکنونو څخه کومک وغواړی او یا هم قرضه د نړیوالو موسساتو څخه وغواړی دا هم په هفه صورت کی د امکان وړ ده چی نړیوالو سره رجسټر وی چی دا هم ځانګړی شرایط لری،( یعنی حکومت په دی باندی مجبور او مکلف دی چی د حکومت ورڅنی مصارفات، عامه خدمات عوامو ته ، سرمایه ګذاریانی لری   په مختلفو سکتورونو کی باید ترسره کړی نو ددی دپاره یو خاص عاید یا پیسی لپاره ضرورت ده)   که دا دواړه کار ونشی کولی  نو ددغی مملکت د حکومت د ړنګیدو باعث ګرځیږی لکه چی په ۱۹۲۹ م کال کی د اقتصادی بحرانونو له کبله د ویمار حکومت سقود و کړل.

بیکاری او د وزګار نه شتو ن په اففانستان د فقر کچه لوړ کړی  چی د  نړیوال بانک د ۲۰۱۵ کال  د سروی پر اساس باندی  د فقر کچه تقریباً  ۳۹.۱٪ ښودل شوی، البته د د فقر د کچی لوړیدل د یو مملکت پر افتصادی بهیر باندی منفی اثرات لری ځکه چی خللکو د خپلو لومړنیو موادو د اخیستلو توان نه لری چی داد یومملکت پر بدبختی باندی دلالت کوی  نو ددی نه جوته کیږی کله  چی په یو مملکت کی فقر شتون ولری هلته افتصادی پرمختګ او افتصادی وده شتون نه لری که اقتصاد ی وده ولری ښو ډیر به په کمه اندازه باندی یا اقتصادی وده به و لری اقتصادی پرمختګ به نه لکه به هند په نظر کی ونیسو اقتصادی وده لری مګرد فقر د وجی نه اقتصادی پرمختګ نه لری  چی  د افتصادی پرمختګ، افتصادی وده نه شتون د فقر با وجود باندی چی ټول په بیکاری باندی د لالت کوی چی د اففانستان اکسریت  خلکو دی ته اړ شوی چی افغانستان پریږدی او نورو بهرنیو ممالکو ته مسافر شی ترڅو یو مړی حلال روزی پیدا کړی د ښه روزګار خاوندان شی.                                                                                                                       
په افغانستان کی د بیکاری لاملونه
۱.په اففانستان کی ددوامداری  صلحی نه شتون :- په اففانستان کی یواځنی اساسی لامل دبیکاری جنک جګړه ده چی د ډیرو وختونو راهیڅی پر افغانستان خلکو باندی  د بهرنیو هیوادونو له خوا تامیل شوی چی د بهرنیو هیوادنو له خوا د خپلو شمو اهدافو په خاطر باندی ورځ تر ورځه غځوی چی مختلف نومونه ورته ورکوی ( دایش ، طالب) او د ننه په افغانستان کی خپله افغانان سره په مختلفو موضوعاتو په جګړه اچوی او مصروفوی تر څو خپل کوم شوم اهداف چی لری هفی ترلاسه کړی  چی دا جګړه د اففانستان د اقتصادی  پرمختک ،د خللکو د  رفاه ، او روزګار پر مخ خنډ ګرځیدلی  او ورځ تر ورځه دوی زلیل کوی او فقر او بدبختی سره مخامخ کوی.
۲.په افغانستان کی د قوی سرمایه ګذاری نه شتون :-  د افغانستان د حکومت بی توجویی او اقتصادی او سیاسی کمزوری ددی باعث ګرځیدلی چی خارجی او داخلی کوم پانګه وال چی دی دی لپاره زړه نه ښه کوی چی به افغانستان ترسو سرمایه ګذاری وکوی د موجوده حالاتو په کتو سره کوم پانګه وال چی په افغانستان کی پانګه اچونه کړی وه د ۲۰۱۴ کال پررسیدو سره او خارجی قواوو په وتلو سره او د اففانستان د انتخابات دی دلپاره اړ کړل چی خپل سرمایی ټول د اففانستان څخه وویستلی چی نورهم اقتصادی حالات البته کړکیچن شول او دبیروزګاری کچه ۶۰٪  ورسوله چی نسبتاٌ نورو کلونو ته لوړ شول.
۳. په افغانستان کی د قوی تولیدی  فابریکو نه شتون: - په اففانستان هیواد کی د صنعت شاته والی او د  قوی تولیداتی سیسټم نه شتون او ډیر په کمه تعداد باندی فامریکو چی البته غیر ستنډرډ او ددی ظرفیت نه لری چی د افغانستان خلکو ته تولیدات وړاندی کړی چی ددی ځای نه جوته کیږی چی خللکو ته په دغو سکتورونو کی کار نشته ځکه چی دلته ظرفیت جلب او جذب شتون نه لری چی ددی باعث ګرځیدلی چی د بهرنیو مملکتونو څخه واردات وکړی او خلک بیکاره او تش لاس ناست وی ترسو ددی توان ونه ولری چی د خپلو ضرورت وړ توکی خریداری کړی.
 ۴.په اففانستان کی د اداری فساد اوج ته رسیدل : - د افغانستان په دولتی دوایروکی دحکومتی مامورینو په واسطه چی د حګومت  په هر سکتور کی چی وظایف اجرا کوی رشوت خوری، اختلاص او نورو غیر قانونی اعمالو باندی لاس پوری کوی چی خپل ځان موړ کوی او د ملت کور خرابوی چی البته ددولتی  بستونو داعلان په صورت کی هر هفه کسان وظایفو ته ګمارل کیږی چی  دهفوی کسان د حکومت په لوړو بستونو کی وظایف لری او یا هم ر شوت په ورکولو سره مقرریږی او ازاد رقابت هځی په نوم سره وجود لری چی البته ووایم چی دغسی حالات د پروزو د بډنګ په پروسه کی هم شامل دی او یا د  لوړ پورو چارواکو له خوا پروژو د تطییق څخه مخنیوی کوی او نوموړی پیسی به خپل شخصی جیب کی اچوی  دغه ټول باعٍث ددی  ګرځیدلی چی خلک د بیکاری او فقر سره مخامخ دي.
۵. د زراعت سکتور شاته تګ او د حکومت تو جو نه شتون: - د اففانستان د اوسنیو حالاتو په کتو سره خلکو نشی کولی ترسو په غرنیو سیمو کی ژوند وکړی نو دی ته اړ شوی چی خپل کورونه پریږدی او ښارونو ته راشی چی ددی باعث ګرځیدلی چی زراعتی تولیدات ظعیف شوی او خلک هم بی روزګار شوی او حکومت ددی توانایی نه لری چی خلکو په ښارونو کی په وضایفو و ګماری تر څو خپل وړ ضروریات رفع کړی نو دولت ددی لپاره مکلف ده او باید تو جو وکړی تر څو دغه اشخاص په هفو مناطقو کی چی نسبتاٌ امنیتی حالات ښه دی په زراغتی کارونو کی مشغول کړی یعنی  دوی ته ځمکه ،کود ، تخم او زراعتی ورکشاپونه نوموړو خلکو ته دایرکړی تر څو ظرفیت سازی لوړ شی د یو خوانه خلک په واظیفو ګمارل کیږی او مشغولیږی له بلی خوا نه زراعتی تولیدات زیاتیږی ددی لپاره اړنه وی چی د بهر مملکتونو څخه د زراعتی اموالو واردات وشی.
په افغانستان کی د بیکاری د لامنځه وړلو لاری چاری
۱.په اففانستان کی د  پایدار صلح شتون:- په اففانستان کی  پایدار صلح ته ضرورت شته ترسو یو قوی او خود کفا حکومت ولرو او وکولی شی چی په هر سکتور کی پرمختګ مینځ ته راوړی او زیاتر اقتصادی سکتورونو کی د حد نه زیات پانګه اچونه وشی لکه تولیدی فامریکی، سهامی شرکتونو او داسی نور... او بهرنی سرمایه ګذاریو ته هم لاره هواره شی چی دی سره بهرنی سیاسی او اقتصادی اړیکی نور هم  دی سره پراخیږی او صادرات او وردات د اجناسو به په ډیره اسانی سره صورت مومی  چی  په نتیجه کی دا ټول ددی باعث ګرځیږی چی باکیفیته تولید او ددنیا په ستنډرډ باندی د اجناسو تولیدات به صورت ونیسی چی ددی په څنګ کی به زیات کاری ځواک ته ضرورت شته چی د اففانستان خپل  خلک او نور بهرنی خلک ته به د کار زمینه مساید شی چی ددی سره به د دولت عاید هم لوړشی د بودجوی کسر نه به هم خلاص شی.
                      
 ۲.په افغانستان کی د شته طبیعی منابعو څخه استعمال :- که افغانستان هیواد  ته متوجی شو نو مختلف کانونه په کی  شتون لری لکه سره زر،سپین زر، زمرد، اوسپینه ،مس،نقره او داسی نور چی که دا په درست او صحیح شکل باندی استخراج شی او ددی عاید په یو اندازه باندی په مختلفو سکتورونو کی پانګه اچونه وشی لکه صنعتی فامریکو د خوراکی توکو، اصلحو،وسایطو او د برق د ډیمونو په جوړلو کی چی خوشبختانه مونږ ډیر ښایسته او پرمنافعی سیندونه په افغانستان کی لرو چی په زرهاوو میګا واټ برق تولیدوی چی زمونږ تولیدی فامریکو او عوامو ته برق ورکوی چی دی ته  ضرورت نه شته  د بهر ممالکو څخه برق وارد کړو بلکه به مونږ نورو مملکتونو ته به په زیاته پیمانه برق ورګړو چی ددی په مقابل کی خلکو په واظیفو و ګمارل شی او  د افغانستان دولت ته به عاید راشی چی په نتیجه کی افغانستان د مصرفی هیواد څخه به په تولیدی هیواد بدل شی.                                               
۳.د خصوصی سکتور پراخول او پیاوړی کول :- د اففانستان حکومت باید توجو د خصوصی سکتورونو په پراخولو او د هفوی د پیاوړی کول د نړی په ستنډرد باتدی او ددی لپاره لاره باید داخلی او خارجی پانګه والو ته مساعد کړی چی هفوی وکولی شی په ارامه او په کم مصرف باندی په مختلفو اُفتصادی ارثو کی پانګه اچونه وکړی چی ددی باعث ګرځیږی چی داففانستان تولیدات به ددنیا په هر ګوت کی ډیر په کمه قیمت سره ځان لپاره مارکیټ پیدا کړی،خلکو ته د کار زمینه برابریږی خلک خوشحاله ارامه د فقر او بدبختی څخه خلاصون  مومی او ددی سره ددولت عاید زیاتیږی چی دولت د عامه خدماتو په ورکولو کی چټک ګیږی.                                
 ۴.د زراعت په سکتور کی پانګه چونه او ددولت توجه:- د اففانستان دولت خپل مکلفیت درک کړی او خپل توجو زیات نوموړی سکتور ته وکړی او تر ډیر حده پانګه اچونه وکړی د نوی او پرمختللی تکنالو‌ژی راوړل افغانستان ته او د اصلاح شوی تخمونه،کود ورکول دهقانانو ته نور سرد خانی او داسی نور شیان چی زراعت په بخش کی اړین دی باید ددوی په واک کی ورکړل شی او ددی تر څنګ د باغونو جوړول چی په دی کی هفه نیالګی باید کینول شی چی په لږ وخت کی زیات میوی ورنه حاصل شی او دنوی هفه موادو کشت کار باید رواج شی چی د ننی مارکیټ او بین المللی مارکیټونو ضرورت ورته شته او باید د ّځنګلونو په جوړولو او ساتلو کی خاص پاملرنه وشی ځکه چی زراعت تولیدات فامریکو ته خام مواد برابروی که زمونږ دغه سکتور ضعیف وی نو اهمه خبره ده چی زمونږ په صنعت او فامریکو باندی اثر ګذار دی نو ددی ټولو خبرو په نتیجه کی ویلی شو چی کله یو پیاوړی زراعتی سیټم ولرو په اففانستان کی نو اهمه خبره ده چی کاری ځواک  کمارلو ته ضرورت شته ددغی سکتور په پرمخ بیولو کی چی مخکی ذکر شو چی دا هفه بی روزګار قشر د اففانستان وی او د ضرورت په وخت کی د نورو بهرنی مملکتونو باتجربه اشخاص به هم صهم ونیسی.                                                                                                                                      
۵.په دولتی سکتورنو کی د ادرای فساد نه شتون:- اداری فساد یو داسی وایروس دی چی د دولت ډول سکتورونه ضعیف کوی او د ښو خدمتونو په ورکولو کی پاتی راولی چی د ټولنی د بدبختی او فقر باعث ګرځییږی چی د مملکت د اقتصادی جریاناتو او اقتصادی او سیاسی پرمختک په مقابل ځنډونه اجاد کوی او ددی باعث کیدلی شی چی د زیاتو مصارفاتو په شتون کی زیاتره کاربارونه د تاوان سره مخامخ شی چی بالااخره د کاربارونو په بندولو دپاره اړ کیږی چی ددی په واسطه ډیر زیات میشت خلک بیکاره اوبی روزګاره ګیږی چی به اففانستان کی د ډیرو کلونو راهیسی مونږ ددی غم نه زمونږ تجاران سر ټکوی او ددی کاربارونه پریښی او یا نور ممللتونوته خپل سرمایه انتقال کړی  او ددی ورته نورو ارسو کی البته د واضایفو په ګمارلو کی هم یو شمیر زیات اداری فساد وجود لری چی حکومت ددی لپاره ځمینه مساید کوی ترڅو ددولتی مامورین پر شته غیر قانونی اعمالو لاس پوری کوی او خلک بی روزکاره، بدبختی او فقر سره مخامخ کوی نو که چیرته ددغو اعمالو نه ترسره کولو لپاره یوی پیاوړی حکومت، پیاوړی منجمنټ او پیاوړی تفتیش وجود ولری نو سراحت باندی ویلی شوم چی به د افغانستان هیواد  په هیڅ سکتور کی به اداری فساد  ونه وی انشاالله صلح هم پایدار شی او خلکو د خپلو خوښی چی د هفی لپاره لیاقت او شایستګی لری انشاالله همغی وظیفی به تر لاسه کوی غواړم چی  یوه بل سیز هم ور اضافه کړم  د  یوه اقتصاد محصل په صفت باندی غواړم چی ووایم چی د اداری فساد د ختمولو لپاره دا لاره غوره نه ده چی خلک د وظایفو څخه وشړل شی بی د ګناه او یا قریب ماورینو او عساکرو باندی ماشونه بند او یا و ضنډول شی   چی ودریږی چی اداری فساد ورکوم  دا به زما په نظر د اداری فساد ورکولو لاره نه بلکه  خلک فقر ته وړل چی په  فقر باندی البته یوه څه اشاره ورته په پورتنی مطلب کی شوی چی څه عواقب لری.