د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان انزوا، د هند او چین سیالي

نظرمحمد مطمئن 30.06.2016 09:55

کله چې له یوې جګړې څخه موږ افغانان احتمالي د وتلو لاره پیداکوو،  د بلې جګړې نښې نښانې راڅرګندیږي.

په تیرو ۱۵ کلونو کې په بېلابېلو وختونو کې د سولې تر نوم لاندي هڅې او اعلانونه شوي، ولي معلومیږي چې دا ټول یواځي دروغ، د افغان او امریکايې ولسونو غولول وو.

ماته هغه خبره رایاده شي چې ملاعبدالسلام ضعیف په خپل کتاب  My Life with the Taliban  کې لیکلي چې کله پر افغانستان د امریکا له خوا د پاکستان په مرسته د حملې ترتیبات نیول کیدل، د پاکستان د آی ایس آی مشر راته وویل چې کله تاسي له امریکا سره جهاد پېل کړئ موږ به ستاسي افغانانو زیاته مرسته وکړو.

داچې پاکستان پر افغانستان د امریکا حملې سره موافق او مرسته کوونکی هیواد وو، د امریکا سره په  ډیرو پټو رازونو کې خبر او شریک وو، مګر بیا هم په افغانستان کې د امریکا مقابل کې د افغانانو د جهاد سره د مرستې خبره کوي، داسي بريښې چې دلته د جګړې د دوام پلان امریکا درلود او په دي برخه کې ورسره پاکستان مرستندویه وو.

نښې نښاني داسي ښکاري چې د پاکستان اړوند د امریکا تګلارې بدلون موندلی، امریکا له هند سره ملګرتیا ټینګه کړي، هند ته به په سېمه کې د نفوذې هیواد پر رول قایل وي، هند به د چین سره سیالۍ ته هڅول کیږي، تر څو د هند تیز اقتصادي پرمختګ ډب کړي، د هند  اوپاکستان تر منځ د پولو پر سر د تاوتریخوالي جګړو ډګر به داځل د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته رامنتقل کیږي، پاکستان به په کور دننه له مخالفتونو سره بوخت وي، هند به  پرمختګ کوي  او پاکستان به انزوا کې ساتل کیږي.

د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا

کله چې د شوروي اتحاد سره د جهاد پرمهال افغان مجاهدین قوي شول، روسانو د خپلو پوځیانو د ایستلو هوکړه  وکړ، روس پلوه افغان حکومت ورځ تر بلې کمزوري خواته روان وو، په هغه وخت کې د امریکا تګلاره د پاکستان په وړاندي بدله شوه، د پاکستان دوخت  ولسمشر جنرال ضیاء الحق او د پاکستان د هغه وخت د آی ایس آی مشر جنرال اختر عبدالرحمن  او نور لوړ پوړي پاکستاني مشران د الوتکې د لویدو له کبله ووژل شول، په داسي حال کې چې د امریکا سفیر  په اسلام آباد کې راپیل هم په همهغه الوتکه کې وو او ټول ټال ۳۱ کسان پکې ووژل شوو، د هغه وخت رسنیو راپورونه ورکول چې دا لوبه امریکا وکړه.

د امریکا او پاکستان اړیکې له دي پېښې وروسته ترینګلی شوې، تر دي چې جنرال حمیدګل د پاکستان د آی ایس آی د هغه وخت مشر امریکا ته وویل که په خپله پاکستان ضد تګلاره کې بدلون رانه ولي نو پاکستان به اسلامي نړۍ د امریکا پرضد وهڅوي. هغه وخت هم امریکا نه غوښتل چې پاکستان دي د آټوم بم لرونکی هیواد وي، ولي په ګاونډ کې هند اټومي بم وار له مخه ازمویلی وو.

اوس چې له افغانستان څخه د اوږدې ۱۵ کلني جګړې وروسته د امریکا اوناټو ډیر پوځیان وتلي، ویل کیږي چې نږدي ۱۰۰۰۰ امریکايې پوځیان او  څو زره ناټو پوځیان شتون لري،  یوځل خو د امریکا پوځیان تر لس زره هم کم پاتي شول، ولي د طالبانو په لاس د کندز تر سقوط وروسته چې د هلمند ولایت د سقوط خبرونه هم ورکول کیدل،  امریکا او بریتانیا خپل تازه دمه پوځیان بیرته افغانستان ته له طالبانو سره د جګړې لپاره راولیږل.

دادی بیا د پاکستان او امریکا په اړیکو کې ترینګلتیا لیدل کیږي، د پاکستان چارواکي څرګندوي چې امریکا  تر هغه وخت له پاکستان سره ښې اړیکې پالي چې کله يې اړتیا وي، او چې اړتیا يې نه وی بیا له پاکستان سره د ښو اړیکو په اړه فکر نه لري.

بلخوا بیا امریکايې سیاستوال په وازه خوله د پاکستان پر تګلاره نیوکې کوي، پر پاکستان د امریکا د مرستو د بندیدو غوښتنه کوی، د ایف ۱۶  الوتکو د ورکولو تعهد د ځنډیدو خبره او  که چیرته ورکول کیږي هم باید پاکستان يې پیسې ورته له خپلې بودیجې څخه ورکړي.

امریکايې چارواکو او د کانګرس غړو پر پاکستان تور لګولي چې په سېمه کې د ترهګرو مرسته کوي، او د حقاني شبکې پر ضد عملیات نه کوي.

په دي وروستیو وختو کې د امریکا او پاکستان اړیکې ورځ تر بلې ترینګلتیا لورته رواني دي، د اړیکو دغه ډول  ترنګلتیا د افغانستان  او سېمې په حالاتو مثبت او منفي دواړه تاثیرات لري.

د هند نفوذ؛ چین ته تهدید او  د پاکستان انزوا

کله چې د هند له پاره نریندرا مودي لومړی وزیر انتخاب شو، امریکا ته د ورتګ بلنه ورکول شوه، مودي وځنډوله، خو د امریکا ولسمشر باراک اوباما څو قدمه نور هم مخکې ولاړ، هند ته يې سفر وکړ، د هند سره بېلابېلو برخو کې قراردادونه لاسلیک کړل، په نظامي برخه کې يې هم د هند د پرمختګ ننګه او ملاتړ وکړ.

د اوباما سفر هند ته پر چین او پاکستان بد تاثیر درلود، پاکستان نهیلی شو، او د اوباما دغه ډول سفر او له هند سره نږدې دوستي ته يې د شک په سترګه وکتل، پاکستانې چارواکو هڅې وکړي چې د هند او امریکا اړیکې ګډې وډې کړي، او بیرته وکولای شي چې د امریکا اړیکې په سېمه کې له پاکستان سره ورغوي، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له خپلې میرمنې او لورګانو سره امریکا ته سفر وکړ، ولي د پاکستان هڅو تر ډیره نتیجه ورنه کړه.

هند ته د اوباما  سفر پاکستان او چین وارخطاء کړل، هند ته د اوباما تر  سفر درې میاشتي وروسته د چین ولسمشر  شي جن پنګ پاکستان ته سفر درلود، له پاکستان سره يې نږدې ۴۶ تړونونه  په اقتصادي، تجارتي، رسنیو او بېلابېلو برخو کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره لاسلیک کړل، د پاکستان هیواد د امنیت اړوند یې ژمنې وکړي،  او د پاکستان سره د لازیاتو مرستو هوډ یې څرګند کړ.

پاکستان په ډیر مهارت سره د چین  سره د اقتصادي لویې پروژې لاره د هند سره  د اوږدې پولې په څنګ کې په نښه کړه، که دغه کار وشي نو داچې پروژه نړیواله ده، هند به کله هم بیا ونشي کولای چې په دغه اوږده پوله کې د پاکستان پر ضد تحرکات وکړي.

د چین او پاکستان د اقتصادي تړونو وروسته هند د امریکا په مرسته په سېمه کې ډیر زیات فعاله شو، د پاکستان او چین د ګډې لويې اقتصادي پروژې ګوادر په مقابل کې د چابهار بندر د هند، ایران او افغانستان لخوا په بیړنۍ ډول رسماً پرانستل شو، چې پاکستان  او چین ته لویه اقتصادي ضربه وه، ځکه د چین او پاکستانې د اقتصادي تړونو لویه برخه همدا ګوادر بندر اړوند تاسیسات دي،  دا ډول مودي په هرات کې د سلما بند د پرانستلو په غونډه کې برخه واخیستله، د افغان حکومت لخوا يې تود هرکلی وشو، له دي وروسته مودي د امریکا کانګرس ته د وینا پرمهال وویل چې په افغانستان کې د هند او امریکا ګټې مشترکې دي، او د هند په ګاونډ کې د تروریزم ځالې دي.

هند پرته له شکه پرمختګ کوي، د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، داچې نور نو پاکستان د امریکا ګټې په سېمه کې نه شي خوندي کولای، امریکا ترجیح ورکوي چې په سېمه کې د چین د اقتصادي او نورو برخو کې د پرمختګ د مخنیوي له پاره له هند څخه کار واخلي، هغه هند چې وار له مخه له چین سره د پولو ستونزه لري.

پاکستان بیا هڅې وکړي چې د امریکا سره ستونزه لرونکي ولادیمیر پوتین سره اړیکې ورغوي، ولي داچې  د شوروي اتحاد لخوا پر افغانستان د یرغل پرمهال پاکستان د جګړې د ګرمیدو د تنور حیثیت درلود، تر ډیره فکر کیږي چې روس به پر پاکستان اعتبار ونه کړي.

برعکس روس به په ځینو مواردو کې پر هند ځکه باور ولري چې هند او روس له تیرو وختو څخه د ښو اړیکو او دوستي شالید لری.

د بلې جګړې نښې نښانې

هند غواړي چې د امریکا په مرسته په سېمه کې نفوذې هیواد وي، پاکستان چې اوس مهال د هند په پرتله کمزوری حسابیږي، هند غواړي هغه جګړې او ستونزې چې د هند – پاکستان پر پوله يې درلودلي، په مهارت سره د افغانستان – پاکستان پولو ته انتقال کړي، او خپل ځان د پاکستان له سرحدې ستونزو څخه خلاص کړي، تر څو د امریکا په مرسته د چین  سترو اقتصادي پروژو  دعملي کولو مخه ډب کړي.

داسي راپورونه شته چې د هند ځینو وګړو د ډیورنډ دواړو لورو پښتنو لهجو د زده کولو کوشش کړی، له افغانستان څخه د پښتو ژبې استادان هند ته بلل شوې،  اوس ځينې داسي هندوان هم شته چې په پښتو ژبه روانې خبرې او د بېلابېلو پښتنې قومونو له لهجو سره بلد دي، په بلوچې ژبه او داچې بلوچان هم په اردو پوهیږي، مخکې له مخکې هند کار کړی.

د حامد کرزي د واکمني پرمهال په افغانستان کې د هند نفوذ ته ډیر کار وشو، کرزي چې په هند کې يې زده کړې کړي، او د امریکا په اشاره يې د هند نفوذ ته کار وکړ، څوک پري سترګې نه شي پټولای، هند چې اوسمهال په کندهار او جلال آباد کې فعالې کونسلګري لري، او په تیرو ۱۵ کلونو کې د افغانانو  او بلوچانو له دود او کلتور سره تر پخوا هم ښه بلد شوې، بل داچې د ډیورنډ کرښې دواړو لورو میشت قومونو اړوند به يې زیات او اړین معلومات راټول کړي وي،  تر څو په راتلونکې کي ورڅخه استفاده وکړي، د هند دا ډول تحرکات هیڅکله پاکستان ته د منلو نه وو. او وخت په وخت پاکستان په یادو سېمو کې د هند د کونسلګریو مخالفت په ښکاره او پټه کړی دی. دا ډول هند په هرات کې هم کونسلګري لري، هلته چې هیڅ اړتیا يې نه لیدل کیږی. او په هرات کې د هند د کونسلګري له شتون څخه بیا ایران په ویره کې دی.

پاکستاني رسنۍ راپورونه ورکوي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګډوډیو کې هند لاس لري، هند خپله لاس وهنه ردوي، ولي داچې هند په کندهار کې کونسلګري لري، افغانستان هم له پاکستان څخه ښې خاطرې نه لري، او پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې په مداخله تورنوي، فکر کیږي چې هند او افغانستان به په ګډه د بلوچانو مرسته په پټه کړي وي، او که دبلوچانو مرسته دوام پیداکړي، دابه د پاکستان د دوه مخې تګلارې جواب وي، او پاکستان به له لویو ستونزو سره مخ شي.

که د پاکستان لاسوهنې او د ډیورنډ پرکرښه د تاسیساتو جوړول او د افغانستان د خاوري لاندي کول دوام پیداکړي، د پښتنو او بلوچانو ځپلو ته دوام ورکړي، ممکن چې په بلوچستان کې هم تر پخوا زیاته ګډوډي د افغانستان او هند په مشترکو هڅو جوړې شي.

افغان رسنۍ په یوه خوله د پاکستان ضد څرګندونې او هند سره د نږدېوالي او دوستي له پاره کمپاین کوي،  افغان ځوان نسل تر ډیره د رسنو او ځینو حقایقو په لیدو، په ځینو مواردو کې د پاکستان د ناسمو تګلارو له امله د پاکستان ضد ذهنیت لري، او غواړي چې له ټولو مشترکاتو چې د پاکستان له ولس سره يې لري، سترګې پټې او د هند دوستي ته ترجیح ورکړي.

خیبرپښتونخوا چې اوسیدونکې يې محروم پښتانه دی، د چین لویه اقتصادي پروژه چې په همدې لاره به  د ګوادر خواته تیریدله، لوری يې د پاکستاني چارواکو لخوا د پنجاب  خواته بدلون وموند، که د تورخم جګړې تکرار او تورخم تاسیسات دوام پيداکړي، د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان د تاسیساتو جوړولو حرص همداسي پاتي شي،  د ډیورنډ کرښې دواړو لورو ته پراته پښتانه به هم د بلوچانو په څیر متحرک او کیدای شي د پاکستان ضد دریځ کله خپل کړي، که هند او افغان حکومت د ډیورنډ دواړو لورو پښتنو د پاکستان ضد دریځ ننګه وکړي، دابه پاکستان ته بل سرخوږی وي، نو پاکستان به عملا د هند-پاکستان پولو په ځای خپله پاملرنه د ډیورنډ کرښې ته متوجه کړي، او بالاخره مجبوره به وی چې د هند سره پر پوله پروت پاکستاني پوځیان به خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ډیورنډ  کرښې ته را منتقل کړي.

پاکستاني طالبان، داعش او القاعده

پاکستاني رسنیو په بېلابېلو وختونو کې راپورونه ورکړي چې د پاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله د افغانستان خاوره کې میشت او له دي ځایه پاکستان تهدیدوی، پاکستان ادعاء لري چې مولانا فضل الرحمن سره مالي مرسته د هند لخوا د افغان چارواکو په پټه مرسته کيږي،  پاکستان پر کونړ د راکټي بریدونو یو لامل هم همدا ښيې چې په دی سېمه کې پاکستاني طالبان د پاکستان ضد تحرکات لري.

بلخوا بیا افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې د افغان طالبانو مرسته کوي، د هغوی مالي سرچینې نه کنګل کوی، او د پاکستان خاوره کې افغان طالبانو ته د اوسیدو اجازه ورکوي.

هند چې له افغان طالبانو سره پخوانۍ ښې اړیکې نه لري، ویره لري که طالبان قوی شي د هند ګټې به متضرره شي، دا ډول هند له شمال جبهې غړو سره نږدې اړیکې لري، ویل کیږي چې د شمال جبهې د ځینو مشرانو کورنۍ او حتی ځینو د افغان اردو د جنرالانو کورنۍ په هند کي دي، هند د طالبانو د کمزورتیا له پاره کار کوي، په مقابل کې يې د شمال ټلوالې مرسته کوي.

داچې امریکا بیاځل د افغانستان جګړه کې له طالبانو سره د امریکايې پوځیانو مخامخ نښتې ته اجازه ورکوی، ځینې کارپوهان په دی نظر دی چې د هند به هم ورته غوښتنه وه، ترڅو امریکا وهڅوي چې د طالبانو د ځپلو څخه لاس وانخلي.

پاکستان چې لاهم د درې میلیونه افغان مهاجرو کوربه دی، افغان حکومت باندي همدا مهاجر د فشار د آلي په ډول کاروي، او د مهاجرو په کیمپونو کې هر افغان که هغه طالب وي، یا د افغان حکومت مخالف په اساني سره کولای شي هلته واوسي.

پاکستان به هڅه وکړي چې یو ځل بیا د القاعده جنګیالي په پټه او ښکاره د بيلابېلو لارو څخه وهڅوي چې هغوی بیاځل مخه افغانستان لورته راوکړي، ترڅو دلته د هند دنفوذ مخه ډب کړي.

داعش چې په ننګرهار کې فعال دي، ترډیره فکر کیږي چې وګړې يې د ډیورنډ کرښې هاخوا اوسیدونکي دي،  د داعش افغان جنګیالي چې د مسلم دوست تر مشرې لاندي يې فعالیت درلود، او د داعش پاکستاني جنګیالي چې د حافظ سعید تر مشرې لاندی يې په ننګرهار کې فعالیت درلود، په وروستیو وختونو کې لیدل کیږي چې مسلم دوست د حافظ سعید پر کړنو ناراضه دی. داسي راپورونه شته چې پاکستان ونه توانیدی چې داعش ډله د خپلو پاکستاني ګټو له پاره په سېمه کې وکاروي، څو اونې مخکې يې اعلان وکړ چې دداعش پنځه تنه قومندانان د پاکستان پوځ ته تسلیم شوې، ولي ویل کیږي چې افغان حکومت په دي برخه کې له پاکستان څخه لوبه وړي.

د افغانستان او پاکستان ولسونه

تر ډیره لا هم افغان ولس په دي ګروه دی چې پاکستان ولس د افغانانو سره دښمني نه پالي، او نه هم پاکستانی ولس د افغان ولس په بې عزته کولو او کمزورې کیدو ته لیواله دی، برعکس افغان ولس فکر کوي چې د پاکستا ن حکومت د افغانستان سره د ډیورنډ لیکې اړوند ستونزې لري، او له همدې امله د یو قوي افغانستان غوښتنونکی نه دي.

طالبان چې د امریکا اوناټو سره په جګړه بوخت دي، ډیر وختونه د پاکستان حکومت له خوا ورته سرخوږی جوړ  شوی. هغوی هم فکر کیږي چې له پاکستان څخه ښې خاطرې نه لري.

د طالبانو ځینې مشران چې د پاکستان په زاندانو کې ووژل شول، ځینې زندانی شول، ځینو روحې او دماغي ناروغۍ پیداکړي، او بالاخره د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور چې فکر کیږي د پاکستان لخوا به دهغه اړوند معلومات له امریکا سره شریک شوي وی، هغه د بلوچستان د نوشکې سېمه کې د امریکا د بې پيلوټه برید لاندی راغی،  داهغه څه دي چې طالبان به کله هم پر پاکستاني چاروکو اعتماد کولو ته زړه ښه نه کړي.

کله چې طالب، افغان حکومت، او افغان ولس (هغه چې نه د طالب او نه حکومت پلوي کوي) د پاکستان پر اوسنیو تګلارو خوښ نه وي، او پاکستان د ستونزو جرړه ګڼي، په دغسي یو حالت کې چې په پاکستان کې میشت درې میلونه مهاجر هم د پاکستان پولیسو لخوا رټل کیږي، لوټل کیږي او تحقیر کیږی، څه ډول به پاکستان وکولای شي چې په سېمه کې له هند سره مقابله وکړي. که پاکستان په خپلو افغان ضد  تګلارو کې سمون رانه ولي، له افغانانو سره د اړیکو ښه کیدو کوشش ونه کړي، کیدای شي چې تر افغانانو یې ضرر ډیر پاکستانی ولس ته ورسیږي او ګټونکی پکې هندی ولس وي.

که پاکستان فکر کوي چې د حقاني مدرسې ته په  درې میلونه ډالرې بودیجې به په سېمه کې د هند دنفوذ مخه ونیسي، او یاداچې امریکا ته وښيې چې که له پاکستان سره اړیکې ونه رغوي نو پاکستان به د مذهبي ډلو مرسته وکړي، فکر کیږي چې د پاکستان داتګلاره به هم کار ورنه کړی، ځکه همدا مولانا فضل الله او لطیف محسود او نور پاکستاني طالبان د همدي پاکستاني مذهبي مدرسو فارغان دي چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له امله نن د پاکستان پوځ په مقابل کې جګړه کوي.

نتیجه:

که افغان ولس له ځرکتیا څخه کار وانخلي او د پردیو د ګټو د جګړو مخه په خپل هیواد کې ونه نیسي، نو افغانان به بیاځل یوې بلې لس کلنې جګړې ته ننوځي، که امریکا فکر کوي چې په زور او جګړو سره ولسونه مهارکولای شي، نو په تیرو ۱۵ کلونو کې به جګړه یوطر فه شوې وای، که هند فکر کوي چې د پاکستان او چین پر ضد به افغان ولس ددوی ملاتړ وکړي، افغان ولس هیڅکله د پردیو سره د نورو ملتونو په ځپلو او  ایل کولو کې مرسته نه ده کړي.

که پاکستان فکر کوي چې دافغانانو له کمزوري حالت څخه په ګټه اخیستلو به د ډیورنډ مسئله یوطرفه کړي او دغه لیکه به د ځان په ګټه ثبت کړي، نو ديته دي هم متوجه وي چې په لوی لاس به د بلوچو قومونو په ډول د ډیورنډ دواړو غاړو ته میشت پښتون قومونه هم د هند ملګرتیا ته مجبوره کړي، په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې به ناارمیو ته لاره هواره شي، او بیا جګړه د پاکستاني ولس په کورونو کې وي، هندي ولس به د افغان او پاکستاني ولس د جګړو ننداره کوي.

تر څو چې په افغانستان کې د سولې له پاره هڅې ونه شي،  د افغانستان جګړې اور به پاکستان، ایران، منځني اسیا او چین متضرره کوي، دا ډول د امریکا اقتصادي حالت به هم د امریکايې ولس د خوښې سره سم وده ونه کړي، بریتانیا چې په سېمه کې د پاکستان نفوذ غواړي، اوس اوس د اروپايې ټولنې څخه يې ولس د جلاکیدو پریکړه وکړه، هغوی به هم په سېمه کې د پاکستان په کمزورتیا سره متضرره شي.