د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تورخم د نښتې تر شا حقیقتونه

زرغون شاه شینواري 30.06.2016 12:53

د جون په شمله نیټه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز و ویل چې پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه نه شي کولای. دا وینا اسلام آباد ته د ملي یو والي د ادارې د هغه پلاوي د سفر په پای کې و شوه چې د تورخم د نښتې څخه را پیدا شوي تاو تریخوالي د ختمولو په هیله پاکستان ته تللی وه.
سرتاج عزیز د خپل سرکاري تلوزیون (PTV) له لارې دوه نورو خبرو ته هم اشاره وکړه:
۱. (۱۵) کاله و شول چې ناټو افغانستان کې جګړه کوي، خو جګړه نه شي کولای سوله راولي. یوازینۍ لاره خبرې اترې دي. که طالبان نه شي کولای ټول افغانستان ونیسي خو جګړې ته تر کلونو دوام ورکولای شي.
۲. د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې پر خبرو د نظر بیلوالی او اختلاف شتون لري.
مخکې له دې چې د ډیورنډ د کرښې پر حساسې او ژورې لانجې یا د سرتاج عزیز پر خبرو چې د پاکستان د رسمي دریځ استازیتوب کوي بحث ته ولاړ شو، د اتلسمې، نولسمې او شلمې پیړۍ کې د هند په نیمه وچه کې پر افغانستان د برتانوي امپراتورۍ او روسانو د ثابتې بهرنۍ کړنلارې یوه جمله را نقل کول اړین دي:
"ّپه کابل کې کمزوری حاکمیت یا  په داخلي ستونزو کې راښَکیل دولت د افغانستان د نیولو یا لږ تر لږه تر اغیز لاندې ساتلو لپاره تر ټولو آسانه او ارزانه لاره ده".
په ۱۷۹۸ کال کې کپټان مالکهم برتانوي کمپنۍ ته داسې لیکلي وو:
"په هندوستان کې د برتانویانو تر ټولو پیاوړی دښمن د افغانستان غښتلی پاچا شاه زمان دی. زمان شاه سره دومره زور دی چې که د پردیو له مرستې څخه پرته هند ته لاس را و غزوي نو هیڅ داسې ځواک نشته چې د شاه زمان د لښکر کشیو مخه و نیسي، یوازې یوه لاره شته او هغه دا چې شاه زمان ته په خپل وطن کې ستونزې پیدا کول او غم زیږول دي".
د افغانستان واکمن او ځواکمن ټولواک شاه زمان ته په رښتیا سره د وطن د مینې هم هغه درنده سزا ور کړل شوه. د احمد شاه بابا ځینو بې عقله لمسیانو او د هغوی درباري مرئیانو نه یوازې په خپل منځي ستونزو د زمان شاه مضبوطه پاچاهي و نړوله، بلکه د شاه زمان څخه يې دواړه سترګې و ایستلې او افغانستان يې په داسې غم کې ډوب کړ چې تر ننه پورې په کې لامبوګانې وهي.
د افغانستان او پآکستان دوه ورونه ملتونه په دې سیمه کې د نورو په پرتله او انډول یو د بل سره ډیر ورته والی، ځانګړتیاوې او متقابلې اړتیاوې لري. د دواړو هیوادونو استوګن ولسونه د ژوند په ډيرو اړخونو کې تر هغې کچې سره اغږل شوي چې لومړی خو د دولتونو د اړیکو خرابوالی دا له یو بل سره اوبدل شوي ولسونه یو له بل څخه نه شي بیلولای، او که بیل يې کړي نه دا کار دولتونه سرته رسولای شي او نه يې ملتونه زغملای شي.
اوس مهال د افغانستان او پاکستان د خلکو غبرګونې اړتیاوي دومره پراخه او مهمې دي چې د اسلام آباد او کابل د حاکمانو د اړیکو خرابوالی هغه واړه دلایل دي چې د دواړو دولتونو په ترکیب پورې اړه لري او د خلکو د مطرحو اړتیاو په خیټه کې ځاییږي.
نو له همدې امله د سرتاج عزیز پورتنۍ وینا او د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال باجوه دا خبره "په هره بیه چې وي تورخم کې به دروازه جوړو" او د نورو دا غوښتنې او هیلې چې د طالب ضد جګړې په بڼه به په یوه پراخه جغرافیه کې د کمیس او پرتوګ، ږیري، لونګۍ، څادر، او دیرې جومات هر خاوند له منځه وړل کیږي، نه یوازې په ویښه خوبونه لیدل دی، بلکه د هغو بارونو او مسئولیتونو څخه اوږې سپکول ګڼل کیږي چې همدغو دولتونو او د دوی بهرنیو امیرانو د ذهني ستراتیژیو، غیر عیني او غیري عملي سیاستونو له امله د افغانستان – پاکستان پر بېګناه ملتونو او کم زورو دولتونو ستر بار جوړ شوی دی.
د افغانستان او پاکستان د دولتونو تر منځ په اړیکو کې تاوتریخوالی کومه نوی خبره نه ده چې د ډیورنډ په جګړې یا طالبانو پورې و تړل شي. د افغانستان د مشروع جمهور رئیس شهید محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال حالات تر دې ډیر ترینګلي وو. د ۱۳۵۷ د ثور د کودتا، شوروي یرغل پر مهال د افغانستان دا اوسني واکداران د پاکستان د دفاع وړیا لښکر بلل کیده. اړیکې حتی د پټې جګړې تر بریده ترخې شوې وې. د (۲۰۰۱) کال د بن د بې سنجشه کنفرانس د ترکیب څخه چې د افغانستان د ملت په غیابت کې د دې ملت لپاره دغه تپل شوي مشران په ګوته کیدل پاکستان د لومړیو وختو څخه تر پایه پورې د غوښنې ونډې څښتن وه.
په افغانستان او پاکستان کې سیاستونه د ناټو د لښکر کشیو په ستراتیژيو ولاړ برابریږي. په دې دواړو ملکونو کې د دولتونو ډیر محدود کسان د دغې جګړې په بالکل لږو رازونو پوهیږي چې د دوی په اوږو را وړل شوي او د افغانستان ملت له سهاره تر ماښامه او د پاکستان ملت په یوه او یا دوه اونیو کې یو ځل خپلې وینې د هغې نذرانه کوي.
زمونږ د ټکه ټوکه معلوماتو پربنسټ د ناټو په دې لښکر کشیو کې هغه پاڼه په (۲۰۱۱) کال کې اوښتې په کومه کې چې د ښاغلي عزیز، جنرال باجوه او تورخم په څیر نښتو څخه په حاشیه یا څنډو پیڅکو کې یادونه شوې وه.
د افغانستان په روانه جګړه کې د قواو د انډول نا انډولي کله ناکله رسمي حاکمو رژیمونو ته د یو نیم کله کشک اجازه ورکوي، خو دا کار په دایمي توګه صورت نه نیسي. همدا علت وه چې پاکستان د ۲۰۱۳ کال راهیسې د ډیورنډ د فرضي کرښې هغې غاړې ته د خندق، اغزن تار او پخو تاسیساتو په جوړولو کار پیل کړ او په کابل کې د ناټو په جیب چلیدونکو واکدارانو ور ته خړ خړ کتل. همداسې دروازې چې د تورخم په پاخه سړک ور څخه نښته را پورته شوه په انګور اډه او د هلمند په بهرامچه سیمو کې هم جوړې کړې دي. د ډیورنډ کرښې یوې خوا ته د کندو ویستل، په انګور اډه، غلام خان، ناوه پاس، چمن، بهرامچه، تورخم یا نورو ورته ځایونو کې د پخو دروازو جوړول چې په اوسني ترکیب، موقعیت او صلاحیت د افغانستان د اوسنیو واکدارانو سره معامله لیک هم نه شي کولای چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ هغه ژوره لانجه حل کړي چې داخل کې ور پورې د میلیونو میلیونو انسانانو راتلونکی او بهر کې ور پورې داسې سیمه ایز او نړیوال تضادونه تړلي او نښلول شوي دي چې د افغانستان او پاکستان ملتونه او دولتونه دواړه يې په جوړولو، ساتلو او حل کولو کې بې برخې او بې وسې دي.  
د ډیورنډ د کرښې اړوند د افغانستان او پاکستان د تیرو دولتونو د سیاستونو په پام نیولو سره په دې کرښه د جنجال د ختمیدو پر ځای د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره ډیر کار شوی دی. په دې وروستیو وختو کې د پاکستان حاکمان د هند او امریکا د اړیکو د نژدې والي او پر هغه بنسټ د کابل - ډهلي  نوو اړیکو ته پرمختګ ورکولو له امله او د افغانستان واکداران په داخل کې د خپل منځي کشکمش او جګړه ایزو فشارونو له امله داسې سیاسي لوبې ته اړ کړي دي چې په اوریدلو او لیدلو يې د خلکو پام د عملي ماتو څخه ذهنې فتحو ته و ګرځول شي.
د تورخم د پیښې ځای او حساسیت په پام کې نیولو سره هلته د میشتو افغان سرتیرو سره پرته له دې بله لاره نه وه، ځکه خو هغوی د خپلې خاورې او تاریخ پر وړاندې ور پر غاړه ذمه واري په ایماندارۍ او میړانه سر ته رسولې، مګر چا سره چې د داسې پیښو د نه منځ ته راتلو چارې او وسایل په لاس کې وو، هغه يې په کار نه دي اچولې، له همدې امله خلک دا ګمان کوي چې د کاسې لاندې نیم کاسه شته دی.
جغرافیوي جبر او جګړه
هغه ملتونه چې د پردیو اهدافو لپاره د جغرافیوي جبر سره مخ کیږي، په حقیقت کې په هم هغه خاوره او خلکو کې د مقاومت، کینې او جګړې تخم شیندي. نوموړي ولسونه وایي: دا نور دي چې مونږ له ځانونو څخه ټيټ ګڼي او خپله ځواکمنتیا زمونږ په کمزورتیا کې لټوي. پاکستان، هندوستان او چین چې زمونږ په ګاونډ کې پراته دي، د نورو څخه دا خبره ښه احساس کولای شي. نژدې درې پیړۍ و شوې چې افغانستان د دریو نړیوالو امپراتوریو د خونړیو جګړو میدان ګرځیدلی دی. پر مونږ دوه ځلې د شمال او جنوب دواړو لورو څخه د جبر چړې را کښل شوي دي. د ۱۸۹۳ کال د نومبر په ۱۲ نیټه یو افغان او یو افغانستان دوه ټوټې کول هغه مرګونی ګذار و چې تر ننه يې مونږ ژوبل او مات ګوډ ساتلي یو او د تورخم دا نوې نښته د هغوی میراث او پایله ده.
په دې اړه درې ستر علتونه شتون لري:
لومړی: افغانانو ته ډیر لږ فرصت برابر شوی چې په خپله خاوره کې د خپلې خوښې ملي مستقل دولت د جوړیدو لپاره کار وکړي.
دوهم: زمونږ د خلکو ملي کرکټر داسې دی چې آزادي يې د هر څه څخه زیاته خوښیږي. د استعمار سره د پیړیو پیړیو د غیږو نیولو په نتیجه کې افغانستان د دین، مذهب، قوم، ټبر، او وروستیو کې ډلو ټپلو له لارې د استعمار د ځانګړي قشر په منګولو کې ساتل کیږي. دا قشر لومړۍ معامله په آزادۍ کوي او اوږده جګړه بیا له همدې ځایه پیل کیږي.
دریم: افغانستان د ځانګړي حساس جغرافیوي موقعیت څښتن دی.  دلته د ټولو اجنبي دولتونو ګټې یو د بل سره په ټکر او تضاد کې راځي، ځکه خو یوه امپراتوري دا وطن نه شي تسخیرولای. په نړیوالو مناسباتو او اړیکو کې د بدلون او د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د افغانستان د خلکو د آزدي بخښونکي مبارزې غلطې رهبرۍ د لومړي ځل لپاره دا موقع برابره کړه چې د نړۍ متضاد اړخونه امریکا، روس، چین، ایران، پاکستان، سعودي او ناټو څخه را نیولې تر ټولو افغاني چپ نمایانو، مذهبیانو، جهادیانو، درباري ناسیونالیستانو او کارول شوو دموکراتانو پورې ټول په دې جوړ راغلل چې دا ځل سره ګډ لوبیږو.
د تضاد د فلسفې د قانون له مخې د هر کشکمش په مسیر کې چې داخلي ټاکونکي اړخونه د چارو د تنظیم وړتیا و نه لري، نو بهرنۍ خواوې او اړخونه د هغوی ځای نیسي. دا وضعیت ځکه موقتي بڼه لري چې بهرني لورې په یوه نقطه کې سره مخامخ کیږي او بل پړاو پیلوي.
د جګړې د (۱۵) کلن دوام څخه وروسته، د جګړې د کرښو څخه سړه، مګر ستراتیژیکه عقب نشیني (شاته کیدل) د دې سبب شوه چې زمونږ ګاونډي دولتونه روسیه هند او چین ټولو د حشر ګړې جګړې پر ځای په افغانستان کې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ بیلا بیلې او متضادي لارې خپلې کړې. هغه څلور اړخیزه جرګه چې دا یونیم کال د سولې د شورا غونډې د آدرسونو د پیدا کولو او تماس نیولو په کار بوخته وه، د ملا اختر محمد منصور د پتې (آدرس) په موندلو او وژلو يې نه یوازې کشکمش ته پراختیا ور کړه، بلکه هغه امیدونه او هیلې يې هم ختمې کړې چې دې جرګه ګۍ د افغانستان په قضیه کې دخپلو نوو تضادونو د حل لپاره پیل کړي وو. د تورخم بندول او خلاصول او د تورخم وروستۍ جګړه تر ډیره بریده په دغه ډول متضادو غوښتنو پورې تړلې ده.
۲- د حل لاره که د نورو شخړو (ربړو) مخنیوی؟
د بریتانیا یو نومیالی لیکوال کروزن (Cruzon) چې د هندوستان څخه تر مسکو پورې پرتې سمیې باندې پخه مطالعه لري یو مطلب ته اشاره کوي چې د افغانستان د جغرافیې سره ښه پیوند اخلي، لیکي:
"هندوستان داسې کلا ده چې سمندر ترې د کندې یا خندق په څیر را چاپیره شوی دی او پاته دوه لورو ته يې د لوړو غرونو دیوالونه ولاړ دي چې لمنې يې د وچو ډبریزو دښتو سره نښتې دي. بریتانیا نه غواړي چې دا د خپلې ولکې لاندې راولي او مخالف ته هم دا اجازه نه ورکوي چې دا کلا تسخیر او و نیسي".
څرنګه چې د تورخم لانجه د تیرو واکدارانو څخه را پاته ده، نو د هغه مهال هوښیارانو همدا خبره کړې چې: "کاڼی چې په خپل ځای پروت وي نو هلته دروند وي".
د افغانستان د ملت اوسنی وضعیت، په سمیه کې زمونږ ننی موقعیت، او د آسیا په دې برخه کې د نړیوالو تضادونو حرکت ته په پام په اوسني چاپیریال کې د ډیورنډ د فرضي کرښې د حل لپاره هیڅ داسې عملي لاره نه تر سترګو کیږي چې د هغه د قضیې د حل لپاره داخلي اساسي او شامل اړخونه سره یو کړي او هغه په عمل کې پلي کړې.
یو بنسټیر کورنی علت يې دا دی چې هغه څوک چې په دې لانجه کې واک او ځواک ټاکونکی دی، هغوی د دومره واک څښتنان نه دي چې دا پیچلې ستونزه حل کړای شي. د ډیورنډ د کرښې د موضوع را پورته کول په بنسټيزه توګه د اضدادو د جوړولو، ساتلو او جنکولو لپاره ساتل شوي نه د پاکستان د جوړیدو په خاطر. دا سمه ده چې افغانستان په وچه پورې تړل یو استعماري او ضد افغاني پلان وه، مګر په ماهیت کې دا چاړه ځکه د افغانستان په سینه تیره شوه چې په دې پورې د شرقي او غربي نړۍ او سیمې د اقتصاد، سیاست، کلتورونو او مذهبونو او جغرافیو جوړښتونه او له مونږ څخه پټ یا ښکاره اهداف تړل شوي دي.
روانو حالاتو ته په کتو نه یوازې هغه ټول شته مسایل پر ځای پراته دي، بلکه پر هغوی نور هم ور زیاتیږي.
دقیقه نیټه مې له یاده وتلې خو د شهید محمد داود خان د جمهوریت زمانه وه او ارواښاد عبدالولي خان کابل ته راغلی وه. د خپلو دوه ملګرو سره چې یو يې وفات شوی او بل يې کابل کې دی ولي خان ته د ستړي مه شي او خبرو لپاره ور غلي وو. د بحث په ترڅ کې ببرک کارمل او میر اکبر خیبر هم راغلل. ببرک کارمل په هماغه خپل انداز په ادبي ډول د ولي خان څخه پوښتنه وکړه:
"ډیره موده وشوه تاسې هلته او مونږ دلته د پښتنو او بلوڅو د مسئلې لپاره مبارزه کوو. تاسې څه فکر کوئ دغه طریقه چې د محور په توګه غوره شوې، هدف به تر ګوتو کړی شئ؟"
د ولي خان له خبرو یعنې ځواب څخه همدا یوه جمله کټ مټ را نکل کوو:
"که چیرې ستا ځمکه چې ستا پلرونو او نیکونو ګرو یا ګاڼه کړي وي، دا يې پریږده چې څنګه يې ګاڼه کړې وي او د هغې د خلاصون وسه در سره نه وي نو دا غټه توره ده چې خرڅه يې نه کړې او چا ته يې قباله ور نه کړې. خدايي خدمتګار، پاچا خان او عوامي نشنل ګوند دا کار کړی دی".
 د ارواښاد ولي خان دې خبرې هغه وخت مونږ ټولو ته خوند را نه کړ، مګر نن چې له هغه وخته شاوخوا څلویښت کاله تیر شوي، ښکاري چې د خدای بخښلي خان خبره پخه وه. حقیقت دا دی چې د ډیورنډ د کرښې څخه دیخوا پرتو افغانانو د امیرعبدالرحمن خان څخه رانیولې بیا تر ننه پورې هیڅ امیر یا پاچا بل چا ته دا اختیار نه دی ور کړی او نه داسې شرایط برابر شوي چې افغان ولس په خپله مستقله اراده یو ملي دولت جوړ کړي له کوم چا سره چې باید د داسې یوې ملي درندې مسئلې د حل صلاحیت موجود وي.  له همدې امله په کابل کې ناست واکداران په ملي او حقوقي لحاظ په دغه مسئله د فیصلې توان او صلاحیت نه لري. همدارنګه د ډیورنډ څخه ها خوا استوګنو پښتنو هم تر دمګړۍ پورې انګریزانو او پاکستاني حاکمانو ته دا واک نه دی ورکړی چې د دوي په سرونو، خاوره او برخلیک د بل چا سره معامله وکړي.
همدا ګړۍ د ډیورنډ د کرښې دواړو لورو ته پر هغو پرتو ولسونو او خاوره د افغانستان او پاکستان دولتونه څومره کنټرول لري چې د دغي معضلې (شخړې) په حل کې ټاکونکی نقش لوبولی شي؟ فرضا که پاکستان و غواړي او طالبان يې هم ومني (طبعا يې نه مني) چې د ډیورنډ کرښه او طالبان سره د یوې معاملې له مخې عوض او معاوضه شي، دا کار د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي، نوره پراخه او پیچلې کوي. په هماغه ډول چې د کابل او اسلام آباد دولتونه د کرښې دواړو خواو ته د میشتو او آبادو خلکو عملي استازیتوب نه شي کولای، طالبان هم په دې کار سره د هغې ستونزې د حل سره مرستندویه نه شي ثابتیدای چې د دوی د شتون یوه برخه د هم هغې ستونزې د تنې یوه ټوټه ده.  
د ملک الطوایفۍ په لارو چارو او د محلي چارواکو په خپل سرو ادارو نه ملي مسایل حل کیږي او نه د هغو حل مشروعیت او عملي بڼه خپلولی شي. د ډیورنډ لانجه حل لري او حل يې په دواړو ملکونو کې د داسې ملي دولتونو په جوړښت او ملي مجبوریتونو په پیژندلو پورې تړلې چې هغوی ملي مسایل د حاکمیت د پایښت پر ځای د ملتونو د درنښت او ملي انساني مبرمو غوښتنو، روغتیا، کار، سولې، کور، ډودۍ، بشري حقونو، ولسواکۍ، عدالت او خپلواکۍ پورې تړي.
په دې هیله دا د افغانستان او پاکستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ډیورنډ د کرښې دواړو خوا ته د پرتو، منورو، هوښیارو او بیدارو کړیو، ټولنو او شخصیتونو دنده ده چې اجازه ورنه کړي چې د دوی خاوره او خلک د هغو پردیو ظالمانه جګړو کرونده جوړه شي په کومه کې چې د پردیو جګړو لپاره کرايي ملیشې کرل او ریبل کیږي.