د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

پوهنمل محمدوارث 28.06.2016 09:53

ساقي! دميکدې نه اوس جامونه چيرته لاړل
پوه نه شوې! ستاله سترګو نه ستونه چيرته لاړل

چوپتيا لکه تياره دشپې په غيږه کې ويده ده
رباب نه تښتيدلي اوازونه چيرته لاړل

سپرلي د اميد دښته کې چې وشيندل رنګونه
له بڼه او ګلزاره سره ګلونه چيرته لاړل

اغلب ګمان مې دادی مسيحا پدې لار تللې
ټپونه هماغه دي خو دردونه تښتيدلي

رنځورې تلوسې دې د غزلو ټکور غواړي
لمن مې ډکه راوړه ستا خيالونه چيرته لاړل

توپان چې سمندر تربيښه وشاربه ( وارثه )
حباب مې هم ونه ليد او موجونه چيرته لاړل