د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نا محسوس تولیدات

توریالی ملیار 27.06.2016 12:47

افغانستان کې د امریکا له نظامي او سیاسي موجودیت راوروسته تمه وه چې دغه حضور به په پراخه کچه د مثبتو بدلونونو سبب شي خو افغان دولت لکه څنګه چې اړینه وه له دغې موکې ګټه پورته نه کړای شوی- په دغه یوه نیمه لسیزه کې له یوې خوا هېواد کې وخت او سیاست ښه مدیریت نه شو، له بله پلوه د اړتیاوو د اولویتونو له مخې  د نړیوالو د مرستو چاڼ ونه وشو، پر ځای د دې چې پر خپلو پښو د افغانستان درېدلو لپاره بنسټیزې پروژې عملي شي د داسې نا محسوسو تولیداتو دروازې پرانیستل شوې چې یا خو یې منفي اغیز کړی او یا یې هم د مثبتو اغیزو څرک لا نه دی لګیدلی، پروپوزل لیکل شوی، اډېټ شوی، منل شوی، پروژّه اخیستل شوې، بشپړه شوې لکونه - میلیونونه ډالر لګېدلي خو د اغیز او ګټې څرک یې لا نه دی څرګند شوی.  
 نوی لوستی کول پر ځای د دې چې د خپل هېواد د پرمختګ لپاره خپله انرژي د خپل مسلک په ډګر کې ولګوي د پیسو او پروژو تر لاسه کولو لپاره په دې بوخت شوي چې په غره کې د کب نیولو فرضیې د ثبوت لپاره د ډالرو برخه خپله کړي مګر نه چا د نتیجې پوښتنه کړې او نه د فرضیې د ثبوت.
ډېری ټولنیزې پروژې په دې نامه اخیستل شوې چې یوه ډله، قوم، ټولنه،  ژبه، کلتور، قشر او فکري بهیر کمزوری او پایمال وښيي او مقابل لوری ظالم د حقونو تلف کوونکی او جابر- په دې توګه د حقونو تر لاسه کولو لپاره د اجتماعي خدمت په نامه پیسې شخصي ادرسونو ته تللې دي.   
پر فوقانو د شعارونو  پورته کولو د دې ولس میلیونونه ډالر مصرف کړي، د ځوانانو یوه ځغاسته په زرګونو ډالرو تمامه شوې، د ظرفیت لوړولو په نامه ډول ډول ورکشاپونه دوبۍ او ترکیه کې د ویلاوو د ترلاسه کولو سبب شوې، د ښځو د حق غوښتلو لپاره یوه ساده چیغه د ډالرو په غوغا بدله شوې، د کوکنارو کر بس کړئ لوحې د ډالرو په تول خرڅې شوې، د سوله غواړو شعار لکونو ډالرو او د ډالرو جنګ ته لا لاره هواره کړه  او... دغه ډول شعارونه، د ملت په ړنګ دیوال د وچو خاورو موښل وو او بس.
داچې دغه شعاري حرکتونه افغانستان کې نا ببره را پیدا او خپل اوج ته ورسیدل سبب یې ټول د دولت له خوا د ټولنیزو، حقوقي، سیاسي، ودانیزو او... چارو ناسم مدیریت بلل کېدای شي- بهرنیانو د افغانانو اړتیاوې د خپلې ټولنې په هېنداره کې لیدلې او دولت هم ټول فعالیتونه همداسې خپل سري پرې ایښي وو او همداسې یو کاذب پرمختګ ته خوشاله وو نو پرته له دې چې اړتیاوې، حساسیتونه او ټولنیز انډول په پام کې ونیول شي د اروپا او امریکا د تمدن مکپ او رنګ د افغاني ټولنې پر ټپي مخ ور و موښل شو او دغه رنګ د ټپونو د روغتیا نه  د ناسور سبب یې شو.
د حضرت صبغت الله مجددی په دوره کې هم دې ته ورته یوه څپه را نازله شوې وه، کله چې جهادی رهبران کابل ته راغلل کابل لوټ شو، د کلونو کلونو ذخیرې، ګودامونه، د کوپون مغازې، سیلو ګانې او .... چور شول، د توکو بیې په ناببره توګه را ولوېدې، د افغانۍ ارزښت اوچت شو- د چور او تالان له امله د څو ورځو دغه پرېماني او ارزاني د یو سیسټم د له منځه تلو او کلونه کلونه د ولس د وږي کیدلو سبب شو- خو مجددي صاحب اوس هم د هغه وخت پرېماني د خپل حکومت لاسته را وړنه بولي او وايي ولس ته هر څه پرېمانه  ور رسېدل.
د طالبانو له حکومت وروسته د نوې ادارې په راتګ هم دې ته ورته د چور او تالان یوه هوو رامنځ ته شوه له پخوانۍ هغې سره یې  توپير په دې کې و چې دغه چور د ټوپک په زور نه د ټکنالوژۍ په زور تر سره کېده او د نړۍ مرستې داسې تالا شوې چې له امله به یې لسګونه کلونه ولس د غریبۍ او تش نس زیان ګالي- مګر ښاغلی کرزی د مجددي په څېر د خپلو کړنو دفاع کوي او وايي د خلکو اقتصاد پیاوړی شو د نړۍ پیسې افغانستان ته راغلي، کورونه جوړل شول، ودانۍ و رغېدلې او...
په دې وروستیو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي پښتو ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د بنسټیزو پروژو د نه عملي کولو په اړه وویل چې په دې برخه کې امریکا مرسته نه کوله او ویل یې چې له نړیوال بانک مرسته وغواړئ، دلته همدا پوښتنه را منځ ته کیږي چې د امریکا د منفي ځواب په صورت کې ولې بدیله لاره ونه لټول شوه؟ ولې نړیوال بانک ته مراجعه ونه شوه او ولې په دې برخه کې د وخت حکومت پښه نیولی و؟ مګر ښکاره خبره ده چې دولت د اساسي ټولنیز پرمختګ لپاره ځانګړې پالیسي نه لرله، د بیخ بنايي پروژو لپاره طرحه نه وه او دولت خلک د یو مصنوعي اقتصاد پر خوږو خوشاله ساتلی وو.
 د کار ځواک یوازې په دې بوخت وو چې فلاني قوم لږ وخوړل او فلاني ډېر، ښځو لږه ونډه یوړه او نارینه وو ډېره، سني شاته پاتې شول او شیعه ګان مخکې شول همدغه سبب دی چې د دغې جنګ ځپلې ټولنې ولس د دې پر ځای چې د هېواد پر جوړلو کې خپلې خولې تویې کړي له یو بل سره د حقونو په  غوښتلو او تقسیم  سرګردانه شول، ارګ کې به د واک څښتنانو هره ورځ د قومونو، ژبو، مذهبونو او استازو تر منځ د ملت د مالونو د وېش په ناندریو تېراوه، مرکز او ولسمشر به د کلي د ملک په څېر د خلکو شخړې خلاصولې او د قدرت او څوکیو په تقسیم کې به د ونډو په بازار هره ورځ یو نوی پوست او یوه نوې څوکۍ ر امنځ ته کیده.
د کاري لومړیتوبونو د نه شتون او د تحمیلي کاري نقشو د پلي کولو له امله زموږ اړتیاوې سره ترتیب نه شوې، هغه حقوق چې یوازې د شعارونو په زور د ځپل شوو په نامه غوښتل کیدل، د قدرت تږیو او ټولنیزو دلالانو ترلاسه کول چې لا هم دغه  لړۍ روانه ده او د ګټې پر ځای ورځ تر بلې د ولسونو ترمنځ زړې او نویې ستونزې پړسوي.  
د همدغو نا مناسبو شرایطو له مخې مو د برېښنا انجنیر د مذهبي حقونو د ترلاسه کولو چیغې وهي او غواړي د پیسو ترلاسه کولو لپاره خپل پروپوزل په یو چا ومني، ډاکتر مو د ساختماني شرکت مسوول دی غواړي د یو کیلو متر سړک په جوړولو دوبۍ کې ژوند وکړي، ښوونکی مو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د لاسي کراچۍ په مټو د اولاد روزي ګټي او نور لوستي او لیسانسه مو یوې ورځې مزدورۍ ته د سهار په تیاره د ښارونو چوکونو ته ځانونه رسوي.
خو له کله نه چې اوسني ولسمشر د یو باثباته اقتصادي خوځښت لپاره د بې ګټو پروپوزلونو مخه ډب کړې او پر ځای یې د اوږد مهالو او لنډ مهالو اقتصادي او پراختیايي پروژو لپاره مټې را بډ وهلې او د پروژو تعقیب او څارنې ته یې وخت ورکړی نو ورسره په دغو تیارو کې د رڼا څرک پیدا شوی  ولس یې هیله من کړی چې کرار کرار به افغانستان پر یو ودان هېواد بدل شي.