د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داعش په ننګرهار کې نن او پرون

خوشحال آصفي 27.06.2016 12:46

په ننګرهار کې د کوټ د جګړې درېیمه ورځ ده خو لاهم وضعیت خطرناک دی او سلګونو کورنیو خپلې ک‌‌‌‌‌‌ډې خوندي سیمو ته وړي او لاهم روانې دي. د ننگرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې داعش وسله والو د اتو  ملکي  وگړو د وژنې تر څنگ ۳۰يې ژوندي وړي دي. د چارواکو په وينا د کوټ جګړه د داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې یو رهبر سعد امارتي په مشرۍ نژدې شپږ سوو وسله والو پیل کړې ده. چارواکي وايي داعش په سیمه کې د خلکو دروېشت کورونه سوځولي او ګڼ مالي زیانونه یي اړولي دي. په همدې حال کې افغان حکومت وايې چې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې سرچینې، رهبران او د روزنې ډېر مرکرونه له منځه وړي او زرګونه داعشیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې داعش په ننګرهار کې وحشت ترسره کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم د تير کال په لړم او ليندۍ مياشتو کې په ننګرهار کې د داعش وحشت اوج ته رسيدلی و. په هاغه مهال يې هم د عامو خلکو کورونو ته اور اچولی و، ماشومان يې په منځ دوه پړکه چولي و او سپين ږيري او ځوانان يې ژوندي په بمونو الوزولي و او اوس يې هم د خلکو کورونه سوځولي، ميرمنې او ماشومان يې وژلي او ځوانان يې له ځان سره برمته کړي دي.
افغان حکومت په هغه مهال هم د داعش پر ضد د مبارزې او ورته د درنې مرګ ژوبلې خبره کوله او نن هم ورته د درانه زيان د اوښتو ادعا لري. تېر کال افغان حکومت په اچین او شینوارو کې داعشیانو ته ماتې ورکړه، سيمې یې ورڅخه ونيولې. ځينې داعشيان له ډيورنډ بيرته خپلې اصلي سيمې ته واوښتل او ځينې نور بيا په غرونو کې پټ شول. خو دا دی يو ځل بيا د ننګرهار په کوټ کې د دغې افراطي ډلې د ظلم او بربريت خبرونه ورکول کيږي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې په ننګرهار کې له ځپلو وروسته ولې يو ځل بيا دغې ډلې سر راپورته کړ؟
دا چې يو ځل بيا ولې په ننګرهار د داعش ناتار ګډ شو؛ زيات دليلونه لري:
۱ــ د حکومت له لوري د هيواد د شمال په نا امنيو تمرکز او ننګرهار له ياده ويستل: هاغه مهال د هيواد په شمال کې په افغان امنيتي ځواکونو د طالب هجوم زيات او افغان حکومت له طالب سره په جګړه بوخت و نو ختيځو ولايتونو په ځانګړي توګه ننګرهار ته د داعش خطر يې له ياده ويستی و. په پايله کې داعش ځان منسجم کړ او دا دی وينو چې يو ځل بيا يې فرصت ترلاسه کړ او وحشت يې پيل کړ.
۲ــ د حکومت له لوري د داعش زيان ناديده نيول: هغه مهال چې ننګرهاريانو د داعش د احتمالي خطر اړوند غږ پورته کړ، حکومت د افغانستان لپاره د داعش خطر کم ګڼلو. دوی فکر کولو چې دا يوه کوچنۍ ډله ده او هر وخت چې وغواړي په اسانۍ يې له منځه وړلی شي.
۳ــ د حکومت له لوري داعش د طالب د تضعيف د فکتور په توګه انګيرل: لکه څرنګه چې طالب او داعش ايډيالوژيک دښمنان دي او په لومړيو کې يې تر منځ د جګړې راپورونه هم ورکړل شول نو حکومت فکر وکړ چې داعش يوازې د طالب دښمن دی او پريږده چې دښمن په دښمن ووهل شي.
۴ــ د حکومت له لوري له جګړې وروسته له داعشه نيول شويو سيمو ناسم مديريت: کله چې په ننګرهار کې د داعش وحشت او ج ته ورسيد او خلک يې په بمونو والوزول او کوچنيان يې په منځ دوه پړکه کړل نو حکومت هم ټکان وخوړ او پر ضد يې اقدام وکړ. په پايله کې یې داعش ته درانه زيانونه واړول او سيمې يې ترې پاکې کړې خو له داعشه نيول شويو سيمو مديريت يې سم ونکړ او  بيرته يې پاڅونوالو ته پريښودې. د پاڅونوالو ملاتړ يې هم ونکړ او پايله يې دا شوه چې داعش له پاڅوانوالو او ځايې خلکو څخه خپل غچ واخيست.
۵ــ د خلافت غږ راډيو فعاليت: هاغه مهال په ننګرهار کې له نامالوم ځای نه د «خلافت غږ» په نوم د داعش ډلې راډيو فعاله وه، چې د مرکز جلال آباد په شمول، د ننګرهار په نورو ولسواليو کې يې نشرات درلودل. داعش به د دغه راډيو له لارې خلکو ته بلنه ورکوله، چې د دوی ملاتړ وکړي او طالبانو تر څنګ د حکومت پر ضد راپورته شي. هماغه و چې ځنی ځوانان يې د تبليغ تر اغيز لاندې راغلل او ورسره يو ځای شول چې د داعش ليکې پرې پياوړې شوې او اوس يې پر خلکو وحشت خپور کړ.
څه کول په کار دي؟
لومړی خو حکومت بايد د ننګرهار د امنيت اړوند د والي او امنيه قوماندان په ګډون له ټولو امنيتي چارواکو د خپلې ناغيړۍ او د داعش د پرمختګ اړوند وضاحت وغواړي. بيا دې د والي او امنيه قوماندان تر څنګ په خپله دنده کې ټول غافله چارواکي له دندو ګوښه کړي. حکومت بايد د ننګرهار په امنيتي تشکيلاتو کې جدي بدلون راولي. حکومت ته په کار دي چې د امريکايې او افغان ځواکونو په همغږۍ د داعش پر ضد ګډ عمليات وکړي. هغه سيمې چې له داعشه نيول شوې دي او يا هم نيول کيږي؛ بيرته په يوازې ځان پاڅونوالو ته پرينږدي بلکې په يادو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو شمير زيات کړي.