د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان غړیتوب د شانګهای د همکاریو په سازمان کې او د غړیتوب اغیزه زمونږ په ملی ګټو

قاضی نجیب الله جامع 26.06.2016 12:28

هغه څه چي د یوه سیاسی، اقتصادی او امنیتی سازمان لکه د شانګهای د رامنځته کیدو سبب شوی، په اصل کښې یوشمیر داسی ګواښونه او فرصتونه دی، هغه چي غړیو هیوادونو د هغه احساس کول، کوم چي په یو سازمان کښې راټولیدل له غړیو هیوادونو سره مرسته کوی، ترڅو له هغه ناخوالو سره چي مخ دی، پری لاس بری شی، او له فرصتونو څخه یی  ګټه واخلی، یا په بل عبارت او معنا رامنځته کیدل د یوی نظامی، اقتصادی او سیاسی منطقوی جوړښت هغه ګټو ته ورګرزی، کوم چي غړی هیوادونه د هغوی د ترلاسه کولو او حل هیله لری، د شانګهای سازمان هم دقیقاءً د یو داسی فکر په اساس رامنځته شوی.
 دلته د پام وړ ټکی دادی چي هغه فرصتونه او ستونزی چي دشانګهای غړی هیوادونه یی  د یوی داسی اجماع په سر رایوځای کړی، له هغو فرصتونو او ناخوالو سره تر ډیره مشابهت او نږدېوالی لری، کوم چي افغانستان ورڅخه سر ټکوی، لکه د امریکا له لوری درواغژن ټروریزم، او ډلی محوره تهدیدونه د شانګهای د نازکې او د پیښو ډکي جغرافیوی محور پر شاوخواه  د وسلو، انسان، او نشیي توکو په ډول د خطرناکو مافیایی او ممنوع  قاچاقی بانډونو ګواښ پارونکی وجود دي.
اوس لکه څنګه چي یادونه وشوه د افغانستان غړیتوب د شانګهای د همکاریو په سازمان کښې زمونږ په متقابلو ګټو زیاته اغیزه لری، بناءً همدلته مونږ کوښښ کړو ترڅو دغه تاثیرات د فرصتونو او ناخوالو په ‌ډول د افغانستان د غړتیوب اړوند پر بحث کښې تر مطالعوي کتنی لاندی ونیسو.
۱. فرصتونه
لومړی د شانګهای د همکاریو په سازمان کښې د غربی تک قطبی او انحصار غوښتنی اړونده تګلاره، په افغانستان کښې یوه خپلواک ټاله حکومت ته د دی فرصت ورکوی، ترڅو یی په څنګ کښې یو طبیعی اوبی زحمته قوه واوسی، ولی دا سیاست هم هغه مهال فرصت دی او په کړکیچ نشی بدلیدای ترڅو چي زمونږ ګټی پدغه حساس سازمان کښې د یوی معقولی ډیپلوماسی او څرګند حتمی او یا احتمالی ګواښونو سر مخ وی او یا د سازمان په شکل کښې د غړیو ټولیزی ګټی وګواښی، او دا هغه مهال شونی دی، چي افغانستان لومړی ددی سازمان رسمی غړیتوب ترلاسه کړی، او دویم تر ټولو مهم داچي مونږ وکولای شو، خپل کورنی او بهرنی سیاستونه په پوره او ریښتینې خپلواکی ولمانځو، ځکه ترڅو چي مونږ د لویدیځ سره د اشغالی ولایت په توګه پاتی یو نونشو کوالی هغه ګټی چي مونږ لدی سازمان سره په راتلونکی نړی کښې لرو وپالو او ترینه دې ګټه واخلو، او پرته لدېنه شاید مونږ د دغه مصلحت غوښتنی لومړنی قربانی اووسو.
بل لورته د شانګهای د همکاریو سازمان په منطقه ای اقتصادی همکاریو ولاړی تګلارې اوتغیر راوړنکی لنډمهالې او اوږدمهالې د صنعتی کولو خپرونی لری، هغه طلایی فرصتونه چي که سالم او اغیزمن مدیریت یې وشی، د روانو څواړخیزو همکاریو په پایله کښې به چي د شانګهایی د غړو هیوادونو ترمنځ کیږی یوه مصؤنه په اقتصادی تعامل ولاړ ټیکاو لرونکی چاپیریال رامنځته کړی، هغه چي ترټولو زیاته ګټه به یې د امنیتی ثبات او اقتصادی ترانزیټ په برخه کی به د افغانستان  د نورو غړیو هیوادونو په پرتله ډیر رسیږی، اومونږ به نه یوازی ددغو همکاریو د وصل ټکی د شرقی او سهیلی اسیا ترمینځ یو، بلکه وروسته له څه کمی یوی پیړی ترانزیټي زندان څخه به خلاص او وبه کوالی شو، ترڅو د خپلو  تولیداتو د ارزانه او اسانه لیږد ترڅنګ، به دایمی په کچه نږدی او با اعتماده بازرا ته هم لاس رسی ولرو.
بل لورته زمونږ د ثبات او نړیوالی وجهه زیانمن ونکی تر ټولو بد عامل نشیه توکی او په څنګ کښې د شانګهای په قلمرو کښې د وسلو او انسان ډیر ستره مافیا همداوس د بهرنیو اړیکو په ملاتړ په فعالیت بوخته دی، هغه چي زمونږ مشروع اقتصادی ثبات، ټولنیز امنیت او نیکې اړیکې هر وخت چي وغواړی له بحران سره مخ کوی، پدې اړه ټولیزه همکاری کولای شی ګټوره او اوسیږی، هغه چي د شانګهای سازمان لیدلوری پدې اړوند څرګند دی، او د ځمکنی بشپړتیا د ساتلو او ورته درنښت، عدم مداخله د یو بل په کورنیو چارو کښې، تعریف د حقوق بشر د هر هیواد د هغی سیمی د تاریخی ځانګړتیاوو په بنسټ، حق ورکول ملتونو ته تر څو هغوی چي څنګ مصلحت وینی په هغه ډول خپل سیاسی، اقتصادی او ټولنیز نظامونه ورغوی، هغه ورته والی چي تل دلته دسیاسی نظامونو چي له بهره تحمیل شوی دی، له هغو فکری خوځښتونو سره چي غواړی د خپلو سیاسی او تاریخی باوورنو  په بنسټ نظامونه جوړ کړی، ډیر اړین دی، او مونږ کولای شو د یو اسټراټژیک فرصت په توګه ورنه استفاده وکړو، کوم چي شانګهای کیدای شی د یو معقول مدیریت په رڼا کښې او داچي مونږ ورته د وخت له غوښتنو او د دی سازمان له مخ پرودی پراختیایی سیاستونو څخه په ملاتړ او ژوری مطالعی لدغه وړیا مواقع ګټنه وکړو.
بل لورته ددغه سازمان یوه د پام وړ ځانګړتیا دادی چي د ملګرو ملتونو سارمان یوازنی نړیوال باصلاحیته، حقوقی او قانونی مشروع ارګان بولی، کوم چي په ټولیزه توګه ددی حق ولری ترڅو د نړیوالی سولی او امنیت په برخه کښې پرته له تبعیض دریځ ونیسی، او شدیداً په نړیوالو پیښو کښې له زور څخه په ګټنی او یا  تهدید په زور ګواښونه وکړی، هغه ځانګړتیا چي د افغانستان په شان هیواد لپاره ددی زمینی برابروی، ترڅو لکه د طالبانو د حکومت په شان ژر د معاملی ښکار نشی، او د یو ژور او ځواکمن قوت په وجود کښې خپل د انتقالی ځواکمنتیا تر پړاو د لویو قدرتونو له خطرونو مصؤن وی .
بل لورته د شانګهای سازمان د هسته ای وسلو د کمولو لیدلوری چي سیمه به له یو  لویی سرخوږي وژغوري، په ځانګړی ډول، داچي مونږ پدې برخه کښې د هیڅ بنسټیزی وړتیا لرونکی نه یو، مګر له جغرافیایي موقعیته پداسی سیمه کښې محصور پاتی یو چي د نړی له ۷ سترو ذروی قدرتونو چي ۴ یې د همدې سازمان چي زمونږ پوله پټی ورسره شریک دی شتون لری، داسی چي که د شانګهای سازمان سره په تعامل او همکاری یې مخه ونه نیول شی، ډیر ژر دی ترڅو زمونږ امنیتی دفاعی بقا او ملی امنیت له ګواښ سره مخ کړی، بناءً د شانګهای سازمان سیاست ددی وسلو په کمولو، مدیریت او کوښښ دې لورته متمرکز کړي ترڅو دا سیمه د سولی په مرکز بدله شی، دافغانستان لپاره ډیر ارزښتمنه دی، پس ددی لپاره کوښښ کول ترڅو د سیمی امنیت خوندی کړای شی، او بل لورته د شته سیمیزو اختلافونو د حل په لار کښې مسولانه او چټګ ګامونه  زمونږ پورته کړی، او دا دقیقا که مونږ دلته هر ډول سیاسی نظام ولرو، په ځانګړی ډول یو سیاسی اسلامی حکومت له پاره ډیر زیات حیاتی او ګټور دی او په لویه کچه زمونږ زمونږ د ملی ګټو سره سر لګوی.
په ټوله کښې ویلی شو، چي د شانګهای د څو اړخیزو همکاریو په محور سازمان به په تدریجی توګه به نړیواله بڼه خپله کړی، او کله چي د سیمی دوه اټومی قدرتونه لکه هند او پاکستان ددی دایمی غړی شی، کوالی شی زمونږ امنیتی اندیښنې د سیاسی نظام د دوام په موخه راکمی کړی، هغه چي اړینه دی ترڅو مونږ یې هم باید په مقابل کښې له ډیرو یارانو لکه له غرب او په ځانګړی ډول امریکا سره د متقابل احترام کچي ته خپلی اړیکی را کښته کړو، او یوشمیر حساسیتونه باید پریږدو، اما دا سازمان د فرصتونو ترڅنګ مونږ ته ستونزی او حساسیتونه هم لرالای شی، په ځانګړی ډول د یو با هویته اسلامی سیاسی نظام په وجود کښې هغه چي اکثریت افغان ملت یې د تحقق په لار کښې سرښندنو ته چمتو، او پری به نږدی تر څو نور په سیاسی او فکری الحاد ولاړ حاکمیتونه یوه ورځ هم د باطل وجود ته دوام ورکړی، لکه ښه مثال یې د ټرویزم څخه نامعقول تعریف، د مسلمانو ازادی غوښتونکو، ځورونه ، د متمرکزو جمهوریتونو سره په لوی کچه چي سخت ټولنیزی ازادیګانی تر پښو لاندی کوی او د پاکستان سره د ډیورنډ پولی تاریخی مسله دی.
۲. خنډونه
که څه هم په افغانستان کښې اوسنی حکومت او بل هر د ولس په ارادې ولاړ ایډیال د اسلام سیاسی نظام که هر وخت دلته حاکم وی، له هر ډول ټروریزم سره، که هغه په هر شکل او عنوان کښې وی، جدی مخالفت به ولری، اما هغه تعریف چي د شانګهای سازمان غړی هیوادونه یې له ټروریزم او مذهبی افراط پالنی څخه وړاندی کوی، عمدتاً ټول هغه اسلامی خوځښتونه پکښې راځی کوم چي پدې سیمه کښې د یو حقیقت په ډول فعالیت لری، اوس که دلته په افغانستان کښې هر ډول سیاسی نظام په ځانګړی په اسلامی معتقداتو باورمند حکومت وجود ولری، د شانګهای د همکاریو سازمان له غړیو سره ومنی، نو پدغه حالت کښې به د افغانستان اسلامی دولت د مسلمانو پر حقه ازادی غوښتونکو حرکتونو په ټکولو کښې له دغو هیوادونو سره همکاری وکړی، کوم څه چي په ښکاره زمونږ له تاریخی شان، اسلامی منلیو لارښونو او په ټوله کښې د انسانی عواطفو او قانونی پابندو اصولو سره په ټکر او تضاد کښې کړنه دی، هغه چي راتلونکی نسلونه به یې د جنایت، خیانت او یو بل سایکس بیکو په عناوینو یاد کړی، او مستقیماً به زمونږ د سیاسی نظام مشروعیت له خطر سره مخ کړی، چي ممکنه نه دی.
یو له بل او حساسو مکانیزمونو څخه د شانګهای سارمان ورته پابند دی او دا یې د رامنځته کیدو له لومړنیو اړینو اصولو څخه هم دی، هغه د سرحدی اختلافونو حل دی، ولی مونږ دلته د شانګهای سازمان په جغرافیایي قلمرو کښې ددی سازمان له یو شمیر غړو سره سرحدی ستونزی لرو، لکه د ډیورنډ پوله، اوس که د شانګهای سازمان مکانیزمونو وتوانیږی په هغه کچه چي افغانستان یې هیله لری، زمونږ سرحدی ستونزه له پاکستان سره پایته ورسوی، حل ددی کښاله د شانګهای په محور ګټور دی، مګر که داسی ونه شی، ممکن دی افغانستان په داسی حالت کښې واقعه شی، چي بله لاره پاتی نه شی، او مونږ له خپلو یوشمیر بنسټیزو منافعو د شانګهای د همکاریو سازمان د میکانیزمونو په ګټه تیر شو.
بله ستونزه چي لری نه دی، ترڅو مونږ یې ډیر ژر د شانګهای په جوړښت کښې، د خپل اوږدمهاله بهرنی سیاست څخه په پالنه او داچي اړتیا به وی تر څو د وخت سره سم د سیمی په مسایلو کښې  خپلواک دریځ ونیسیو، د یوی لوی تمدنی حوزه څخه چي د اسلامی امت قضایاوی دی ښکیل شو، هغه د مرکزی اسیا د جمهوریتونو سره ټکر دی، څکه مونږ باید د سیاست په نړی کښې او په ځانګړی ډول د بدلون او تحول په معادله کښې لوری واقعه شو، او له دغه اشغالی حالته چي د ټانګ او توپ په منطق یې په مونږ منلی ځان وباسو، د مرکزی اسیا د جمهوریتونو مطالعه له سړی جګړی وروسته، او په ځانګړی ډول په هغو ظرفیتون غور چي دغی جغرافیایي ته یې په نړیوال نظام کښې مشروعیت ورکړی ، یعنی ولسونه له سړی جګړی څخه راپدخوا سخت، د استبداد، او بی عدالتی سره مخ دی، کوم چي ټوله پړه یې په مسکو کښې ناستو اسټراټیژیستانو او دکرملین په خیالی مثلث کښې دی، هغوی چي غواړی د شوروی اتحاد په بیرانو او ویجاړو کنډوالو د نوی روسیه بنسټونه کیږدی، څکه ددی سیمو تر ۹۰ سلنه پورته وګړی مسلمانان دی ، او دوی په تاریخی لحاظ له لومړی تزاره نیولی بیا تر لینن او اوس پوټینه سخت دښمنی لری، او غواړی خپله راتلونکی په یو ځانګړی هویتی مفهوم کښې چي اسلام دی تعریف کړی، مګر د مسکو په ملاتړ حاکیم فاسد حاکمان او دهغوی واکمن مستبد متمرکز سیاسی نظامونه چي د خپلو ملتونو له ارزښتونو څخه په تمرد یې د هغوی د ټولیزی ارادی خلاف سکولریزم د سیاسی مشروعیت اصل بللی، او دین قصداً د دوی له هویته ایستلی سخت پخپلو حکومتونو بی باوره دی.
مونږ دهغوی سره د نږدې فرهنګی، مذهبی او جغرافیایي، تاریخی نږدیکتونو په بنسټ باید تل دا فرض وګڼو او لدې اسټراټژیکی سیمی د یو مقدس نږدې بهر په توګه باید هلته د مساعده دفاع د قدرت په لرلو سره په یاد شویو ټولو برخو کښې لاسوهنه وکړو، اوباید د هغوی چيغه د یو لړ ضروری اصلاحاتو تر پړاوه بدرګه کړو.
پایله
هغه څه ته په پاملرنه، چي وویل شو، د شانګهای سازمان په خپل لنډ عمر کښې توانیدلی، یو بریالی منطقوی جوړښت ارزیابی شی، ددغه سازمان وړتیاوې په هغه کچه کښې دی، چي کوالی شی افقی او عمودی پراختیا په یو وخت کښې تجربه کړی، یعنی پدې معنا چي هم کوالی شی، د خپلو اړیکو د پراختیا په موخه له نورو هیوادونو او غړیو سره خپلو اړیکو ته وسعت ورکړی او نوی غړی جذب کړی،  او دا ډول د دی صلاحیت هم لرالی شی، تر څو د خپلو دندو او موخو لپاره ځانګړی تعریف او اصول وضع کړی.
د افغانستان د اسلامی دولت لپاره هم چي اوس په راتلونکی کښې له یوشمیر حتمی او ممکنه تهدیداتوسره مخ دی، ناظر غړیتوب په دایمی بدلول به مونږ ته  نه یوازی په تهدیدونو د برلاستیا ځواک رااکړی بلکی په لوی کچه کوالی شو خپلوهغو اهدافو ته چي سیمسزو ناسالمو رقابتونو او نړیوالو قدرتونو معطل کړی استثنایی فرصت پیداکړو، بل لورته په تاریخی لحاظ د افغانستان د حالت حساسوالی اًو په مقابل کښې یې ددغو هیوادونو لپاره متوجه ګواښونه او یا هغه اهداف چي چين او روسیه ددی سازمان په شکل کښې غواړی د سیمی اونړیوال نظم د بدلون په موخه مخ په وړاندی ولاړشی د افغانستان حساس ویده او تعطیل شوی غنمت فرصتونه یې په حقیقت بدلوالی شی، او دا به د شانګهای غړی هیوادونه قانع او وهڅوی تر څو د افغانستان د دایمی غړیتوب په موخه دهغه صلاحیت ومنی.
د افغانستان د دایمی غړیتوب د شانګهای د همکاریو سازمان په وجود کښې به مونږ وکولای شو، له نړیوالو سره د لا ښو او ځواکمنو اړیکو په موخه کار وکړو، او هم به زمونږ د قدرت مانور د ستونزو سره د مقابلی او د فرصتونو څخه د ګټنی په موخه لوړ شی، او هغه ګواښونه به مدیریت کړای شو کوم چي دلته تل زمونږ ارزښتونه ګواښی، بل لورته به مونږ توانیدلی یو وروسته له ډیر وخته له شرق سره نږدې او درنی اړیکی ولرو، مګر دا پدې معنا هم نه دی چي مونږ باید د نړیوالو ځمکنیو حقایقو په خلاف په لویدیځ کښې خپلی سیاسی خونی له سره وتړو او هر څه بس په شرق حساب کړو، ولی د هغی اړتیا پر بنسټ چي زمونږ ملت یې لری، او په ځانګړی ډول له لویدیځ څخه په دفاع د فسادو رژیمونو مخینی ته چي کله مونږ ګورو او په ټوله کښې داچي راتلونکی نړی د منطقوی سازمانونو دی، مونږ باید له لویدیځ سره د خبرو اترو په میز کښې شرقی نړی او په ځانګړی ډول د شانګهای د همکاریو سازمان غړی په څنک کښې ولرو.
په هر حال کښې د هغی ارزونی څخه چي مونږ ددی سازمان له جوړښت څخه لرله، او په ځانګړی ډول هغه ظرفیتونه چي ددی منطقوی جوړښټ په تشکیل کښې خوندی دی، بناءً زمونږ د رسمی غړیتوب بحث باید په دی سازمان کښې د یو ځانګړی څیړنیز مرکز د لا ډیرو مطالعاتو په بنسټ زمونږ د ډیپلوماسی  د خونی چي د بهرنیو چارو وزارت دی د کار په لومړیتوبونو کښې ځای پر ځای شی، د دغه ډول کار تر سره کیدل به نه یوازی زمونږ د ملی ګټو په نفع وی، بلکه د شانګهای د غړیو هیوادونو لپاره به یو فرصت وی، ترڅو هغه ستونزی چي دلته وجود لری، او یا هغه فرصتونه چي کړکیچونو تل ورته په بحران تبدیلی کړی سم مدیریت کړی او خپلی ملی ګټی په سیاسی، امنیتی او اقتصادی برخو کښې د یو با اعتماده غړی سره نږدی حل او فصل کړی.
او په پای کی که مونږ لیږ هم د شانګهای د همکاریو سازمان اړوند خپله ځانګړی پاملرنه د یو ژور او ځانګړی لید پر بنسټ ولرو نو حد اقل د ۶ تحلیلی دلایلو پر بنسټ باید د شانګهایی په محور د غړوهیوادونو سره متقابله او متبادله همکاری ولرو.
۱- د نړیوال کیدو بحث ددی سبب شوی، ترڅو هیوادونه په خپل محور لری او نږدی ایتلافونه وکړی، اودی سیالی ډیر زور اخیستی، کوم چي پایله یې د ډیرو سازمانونو جوړیدل شو، او اوس هیوادونه خپلی ګټی په همدی جوړښتونو کښې لټوی.
۲- بل لورته هغه ظرفیتونه چي په دی سازمان کښې شتون لری، د پام وړی دی: لکه غړیتوب د شورای امنیت د دوو فعالو او ځواکمنو غړو چين – روسیه د نړی د یو په دری نفوذ لرل، اقتصادی توانمندی، د یو بالقوه ایتلاف بدیل، نوری منابع لکه جغرافیه تیل ګاز او نور.
۳- بل لورته د ډیرو شنونکو په اند یویشتمه پیړی د اسیا دی، کوم چي د نړیوال قدرت ډیر معادلات به دلته وټاکل شی، بناءً د اسیا حضور په راتلونکی نړیوال نظام کښې د پام وړ دب، نو لازمه دی ترڅو د اسیا هیوادونه  په نوی نړیوال نظام کښې هم ځای ولری او هم تاثیر.
۴- د اقتصادی همکاریو لپاره د ظرفیت جوړونه یو اړین امر دی، بناً ددغه ډول جوړښتونو په منځ کښې سوداګر اومتقابلی پانګونی  او د اقتصادی صنعتی پراختیا په برخه کښې همکاری زیاتیدلی شی.
۵- د منطقوی او نړیوال نظام په محور حاکم وضعیت ددی غوښتنه کوی چي افغانستان د بیلابیلو لارو او ډولونو په شکل کښې پدغو جوړښتونو کښې نه یوازی ونډه ولری،  بلکه خپلی پالیسی او ګټی یې هم په حدودو کښې تعریف کړی.
۶- بل لورته ډیری وړاندوینی پردی دی چي دا سازمان ممکنه نه دی یوازی پر همدی وړوکی منطقوی بستر کښې پاتی شی، بلکه دچين او روسیه په شتون او د نورو هیوادونو د نړیوال متحولو شرایطو په کتنی، ددی سبب به شی چي په یو فرا منطقوی سازمان بدل شی.