د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفاروق وردګ اخیری کارتوس کاروکړ

سردارمحمدهمدرد 26.06.2016 15:26

دنوی حکومت (ملی وحدت) په جوړیدو سره چی ډاکټرصاحب اشرف غنی دچارو واګي په لاس کی واخیستې د ښاغلی حامدکرزی دوخت مقررسوي ځیني لوړپوړي او ټیټ پوري چارواکی یې په کورکښینول ، دی سره ډیری پر کورناست چارواکي د ملي وحدت حکومت خلاف په رسنيو کې راشنه سول ،ځینویې دحراست او ثبات ټولنی جوړې کړې او ویره یی ښکاره کړه چې افغانستان په سخت خطر کې دی او ځینویی بیاددولت پروړاندی افوزیسونونه جوړکړل او خپل ځان یی د ملی وحدت دحکومت پروړاندی مخالف ښکاره کړچی یو هم لدی ډلی څخه ښاغلی فاروق وردګ د حامدکرزی د حکومت پرمهال دپوهنی وزیر و ، ښه می یاد دی چی یووخت ښاغلي فاروق د ټلویزیون  له یوه خبریال سره مرکه کي وویل : جناب کرزي افغانستان له خرڅېدو وژغوره او ډاکټراشرف غنی افغانستان خرڅ کړي دی او له (ای ایس ای) څخه يې پیسی ترلاسه کړي اودامعامله په دوبۍ کی سوې ده هغه دپیسو مبلغ هم یاد کړ. خبریال  دخبروپرمهال پوښتنه ترې وکړه چی ددغو کسانو نومونه واخله ده وویل چی داکارزه په یوه ورځ نه کوم او په وینا يې:« خپل کارتوس په یوه ورځ نه خلاصووم.» هغه دده خبره رښتیا سوه ، په کارتوس یې د نښې منځ وویشت ، نوموړي د همدې کارتوس په زور ، او خوله د ولسمشر غني پر خوا ور برابره کړه، اشرف غنی ورته دنده ورکړه او د واک پر سراښه ګدۍ یې کښیناوه . ټولو افغانانو ته معلومه ده چې ښاغلی فاروق د خپل وخت ناکام ترینه وزیر و اود همده پروخت په معارف وزارت کی فساد اوج او موج  ته ورسېد ،  دامو دوطن حالت دی او داموخپلچاري سیاسیون دی په واک پسی یی سترګی سري دي، دا چی دوی به کله خداي ته توبه باسی او کله به پردی مظلوم ملت زړه سوځوي. زه ور سره هیڅ ډول سیاسي ستونزه نلرم خو ملي ستونزه مو ترمنځ سره کرښه ده ، ځکه زه دیوه لیکوال په حیث داخپل مسولیت ګڼم ، هغه څه باید ولیکم چی ددی ملت د دردونو اواز وي او خلګ هره ورځ ورسره لاس او ګریوان دي او لدی ستونزو کړیږی. زه کله ناکه هغه څوک چی ازمویل سوی وي او دې ملت ته په ازموینه کې ناکام  راوتلی وي دهغوی دملی ګټو  په نوم په کاذب شعار ډیر ځوریږم ځکه چی ده د خلګو په ملي ازموینه کي صفر وړی څنګه بیا ورته د ملت برخلیک په لاس ورکړو.  کله چی موږ د ملی ګټو خبره کوو موږهغه وخت بریالی کیدلای سو چی هره شېبه او هر حالت کي د دې وطن خیر وغواړو نه دا چی یواځی په زور او  واک کي یو، چې دا په خپل وار د دې وطن لویه بدبختي او ناروغي ده.
کله چی يې بیا د واک دګدۍ یې کښته کړي بیاهرڅه خراب سي ، دا حالت زموږ ملی ګټو ته لوی زیان اړولی دی ، په اطمینان سره وایم هغه کسان چی اوس پرحکومت باندی نیوکي کوي که دوی ته وزارتونه اویاهم لوی چوکي ورکول سی بیاهرڅه سم دی بیابه نه وطن په خطر کی وی او نه به هم دوطن مشروعیت ترسوال لاندی وی ، زه دملی وحدت د حکومت ننګه نه کوم ملی وحدت حکومت د یو شمېر ستونزو څخه ډک دی په خاص ډول ډاکټراشرف غنی چی ملت ته کومی وعدی ورکړی وې په پوره کولو کې يې پاته راغلی دی ، خو یوه خبره چی باید یاده سي هغه د ترتېرحکومت (کرزی له دورې) نه، د ولسمشر غني لاسته راوړني زیاتي دي ، زه یی ښه مثال درته وایم کله چی درې اونۍ مخکي ډاکټراشرف غنی هلمند ته راغلی و او موږ ورته وویل چی تېرتبدیل سوي امنیه قوماندان (مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ) سره  حساب وکړه ولسمشر چی کله پلازمېنې کابل ته ورسېد سرجنګ یې، څارنوالي ته معرفي کړ ، اوس په زندان کي شپې او ورځې تیروي داکاردکرزی د حکومت پرمهال ترسره نه سو هرڅومره چی به اولس چیغی کړی هغه نه اورېدل کېدی او نورو ولایتونوته به یی وه لیږه مافوقه دنده به يې ورکړه او نوربه یی هم غټ کړ .ددی ترڅنګ پدی ورستیوکی چې هیوادکې د بریښنااو ګازو پروژو په برخه کی کومی لاس ته راوړنی ولسمشراشرف غنی درلودې لکه:دټوټاپ پروژه ،دټاپی پروژه چی دڅلورو هیوادونوګټي پکی خوندي وی ،دکجکی بند ددویم بند د جوړیدو سل میګاواټه بریښنادتولیداو جوړونی پروژه  ،دهرات سلمابند پروژه ،دفراه دبخش اباد بند،دکجکی  ددویم بند دجوړیدو چی ۹۰ میګاواټه بریښنا به تولیدکړي ، دې ته ورته ډیري نوري پروژی پدې برخه کې ترسره سوې. تیرو ۱۴ کلونوکی دکرزی دحکومت پرمهال ددغه بندونودکارچاری نه پیل سوې او نه هم بشپړی سوي ، د اولسمشراشرف غنی دحکومت پرمهال په بنسټیزه برخه کی لوی لاس ته راوړني سته ، خو فاروق وردک چې د کرزي د سیاسي ماشین یو نام چلوونکی و دې اداره کې هم ترې د معجزوي کار تمه نه کیږي . بیاهم زه پردې ټینګارکوم ؛ راځی چی لږدحقیقت ، واقعیت او زړه سواندۍ دریځ خپل کړو، نور پردې کړېدلې  وطن او ولس زړه وه سوځوو ، ترخپلو شخصي ګټو تېرسو او ملي ګتو ته ژمن و اوسو .
د یوخپلواک، اباد او سولییز فغانستان په هیله