د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د منځنۍ اسيا ارتباطي پل

خوشحال آصفي 25.06.2016 16:45

د شانګهای سازمان همکارو هيوادونو مرسته
شانګهای د همکاريو سازمان يو بين الدوله (د دولتونو تر منځ) سازمان دی چې د څو اړخيزو امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو لپاره جوړ شوی دی. دا سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين، روسيه، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او ازبکستان د رهبرانو لخوا رامنځته شو چې چين او روسيه په کې کليدي رول لري. په ۲۰۰۴ کال کې مغلوستان، په ۲۰۰۵ کال کې ايران، پاکستان او هندوستان او په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان؛ له دغې سازمان سره د څارونکو غړو په توګه يو ځای شول. که څه هم افغانستان له انتقالي دولت وروسته خپلې هغې پيل کړې چې د سيمي او په نړيواله کچه د همکارو او مرستندويه سازمانو غړيتوب ترلاسه کړي خو د کورنيو ستونزو له امله افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې په دې وتوانيد چې د شانګهای د همکاريو سازمان سره د څارونکي هيواد په توګه يو ځای شي.
تيره ورځ د ازبکستان پلازمينه تاشکند کې د شانګهای غړو هيوادونو شپاړسمه غونډه ترسره چې چې په کې د افغان ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود. که څه هم د دغه سازمان د جوړيدو له د هدف له مخې بايد په کې په اقتصادي، فرهنګي او امنيتي موضوعاتو بحث وشي خو په دغه سازمان کې ترسره کيدونکی بحث تر ډيره د افغانستان په امنيتي وضعيت راڅرخي. دا ځل بيا هم د تير په څير په اوسنۍ غونډه کې يې بحث تر ډيره په سيمه ايز امنيتي وضعيت په ځانګړي توګه د افغانستان په جګړې ورټول و. په افغانستان کې په وروستيو کې لويو اقتصادي پروژو؛ د دغه سازمان د غړو هيوادونو علاقه افغانستان ته لا هم ډيره کړې ده. ځکه د سازمان ډيری غړي هيوادونه په دغو پروژو کې دخيل دي.
لکه څنګه چې ويل کيږي چې چين او روسيه د شانګهای د همکاريو سازمان کليدي غړي دي او په نړيواله کچه چين د نظامي پر ځای اقتصادي ځواک درلودلو ته لومړيتوب ورکوي نو لازمه ده چې افغانستان د خپل اقتصاد د پياوړتيا په موخه د دغه سازمان له غړو هيوادونو په ځانګړي توګه له چين او هند اعظمي ګټه پورته کړي.
د ټاپي د ګازو د نلليکې پروژه چې له مخې يې د ترکمنستان ګاز په یوه نل لیکه کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقالیږي؛ سلما بند د افغانستان تر ټولو ستره بنسټیزه پروژه او د چابهار بندر سوداګريزه او ترانزيتي پروژه؛ هغه څه دي چې په سيمه ايزه او نړيواله کچه يې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هيوادونو توجه افغانستان ته جلب کړې ده. دغه پروژې نه يوازې کولی چې چې د افغانستان په اړه د نړيوالو فکر او ستراتيژي بدله کړي بلکې په نړيواله کچه د سيالو هيوادونو تر منځ د اقتصادي سيالۍ ډګر تود وساتي. يا په بل عبارت، د افغانستان د جيواکناميک او جيوستراتيژيک موقعيت له مخې د افغانستان اقتصادي پروژې په ځانګړي توګه د چابهار بندر سوداګريزه او ترانزيتي پروژه کولی شي چې د سيمي او نړۍ د سيالو هيوادونو تر منځ د سړې جګړې زمينه برابره کړي. داسې سړه جګړه چې وژونکې وسلې به په کې نه کارول کيږي او يوازينۍ وسيله چې د اسلحې په توګه ترې استفاده کيږي؛ هغه اقتصادي پاليسي ده.
افغانستان د خپل جيواکناميک او جيوستراتيژيک موقعيت له مخې کولی شي چې خپلې اقتصادي لويې پروژې د نورو هيوادونو لپاره د وسيلې په توګه وکاروي. افغان حکومت بايد د خپل هيواد د پرمختګ په لپاره په خپله تګلاره کې د سيمې د هيوادونو په رښتونې همکارۍ تاکيد وکړي. د سيمي هيوادونو ته هم په کار ده چې د جګړې کولو او جنګې مبارزې پر ځای اقتصادي مبارزه پیل کړي. هغه هيوادونه چې غواړي په سيمه کې ځان د لوی قدرت په شکل سر راپورته کړي لکه هند، چين او روسيه؛ نو ورته په کار ده چې له افغانستانه د منځنۍ آسيا د هيوادونو تر منځ د پل په توګه وکاروي او دا پل بايد له اقتصادي پلوه په کار واچول شي. نه دا چې د سيمي او نړۍ سيال هيوادونه افغانستان د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې د ميدان او يا بې سرپوښه دېګ په رول کې ولوبوي. له افغانستانه د منځنۍ اسيا د هيوادونو د نښلوونکي پل په توګه هغه وخت استفاده کيدلای شي چې افغان دولت په خپله بهرنۍ تګلاره کې د سيمي او نړۍ د هيوادونو تر منځ تعادل په نظر کې ونيسي.