غزل
پوهنمل محمدوارث 24.06.2016 13:01چې مستي او شور ئې نشته حيران نه يم
حالات هم د زمانې دي زنګ وهلي
لا تراوسه ئې فکرونه ستړي ښکاري
دلته خيال او احساس دواړه جنګ وهلي
له خزانه نه به زه ولې ګيله مند يم
په سپرلي کې ټول ګلان دي رنګ وهلي #
زه اغيار ته په پاخه کاڼي کم راغلم
چې اوس خپل رانه تيريږي څنګ وهلي
ما وعده د اميل هسې ورته ورکړه
خبر نه وم چې ږلۍ، لونګ وهلي
چې خمار ئې نه ماتيږي پوه پرې نه شوې
ای ( وارثه ) دوې پيالو کې بنګ وهلي
خبرونه
- کراچۍ: د بهرنیو وګړو په ګاډي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې - پولیس وایي دوه ترهګر یې هم وژلي
- ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
- امریکایي چارواکي وایي، اسرایل په ایران باندې د میزائیل حمله کړې ده: د امریکا خبري رسنۍ
- امریکا په ملګرو ملتونو کې فلسطینیانو ته د پوره غړیتوب درخواست وېټو کړ
- ډېره اسماعیل خان: د وسله والو برید کې د کسټم انټیلجنس د یو افسر اؤ څلورو عسکرو په ګډون 7 کسان وژل شوي
- ایران دولتي تلویزون: اصفهان کې درنې چاودنې شوې؛ اې بي سي: یو امریکايي مقام په ایران د اسرائيل برید تائید کړ
- د قرض پېټی او ګراني - د نړېوال اقتصاد لپاره اندېښنې دي
- د پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي لکونه افغان ماشومان د لوږې په څېر ناورین سره مخ دي - سیو دې چلډرن
- شننې او څیړنې، مقالې
- .
- کتابونه پاڼې پاڼې
- .
- روانې چارې او بېلابېل
- .
- بېلابیلې ټولنيزې ليکنې
- .
- علمي لیکنې
- .
- شعرونه
- .
- افغانیزم
Copyright © tolafghan.com 2002-2019