د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان ولې سرې سترګې دی؟

خوشحال آصفي 22.06.2016 12:05

په داسې حال کې چې تيره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په تورخم او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په باب له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې افغانستان د پاکستان له لوري په صفري نقطو کې د پاکستان له لوري د دروازو جوړول نه شي منلی؛ پرون پاکستان اعلان وکړ چې د بلوچستان او د افغانستان د کندهار ولایت ترمنځ یې پر ډیورند کرښه د کندې کیندل بشپړ کړل. پاکستاني رسنۍ وايې، د پاکستان سرحدي ځواک له افغانستان سره د بلوچستان ایالت د پولو په اوږدو کې ۱۱۰۰ کیلومتره کنده، چې په ۲۰۱۳ م کال کې یې پیل کړې وه، د ۱۴ ملیارد روپیو په لګښت بشپړه کړه. د پاکستاني چارواکو په وینا د دې پروژې په بل پړاو کې به د ډیورنډ په ټوله ۲۲۵۰ کیلومتره کرښه کې کنده وکیندل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په خاوره تيری کوی بلکې له دې وړاندې هم د افغانستان سره په سرحدي ولايتونو کې څو کيلومتر افغان خاورې ته ننوتلی دی او تاسيسات يې جوړ کړي دي. د پکتيکا په برمل ولسوالۍ انګور اډه سيمه کې دروازه ايښودل، پوستې جوړول او شل کيلو متر افغان خاورې ته مخکې راتلل، د کندهار په معروف او سپين بولدک ولسواليو کې افغان خاورې ته ننوتل او پوستې جوړول، د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې تاسيسات جوړول او همداشان د ډيورنډ کرښې په شاوخوا کې پوځي تاسيسات جوړول، اغزن تار غزول او د خندق کيندل، همدا شان کلونه ــ کلونه په کونړ، ننګرهار او خوست توغندي وارول؛ دا ټول پر افغان خاوره د پاکستان د تيري ښکاره بيلګې دي.
اوس بل لور ته د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ويلي پاکستان د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له طالبانو سره جنګ نه شي کولی. نوموړي د پاکستان له دولتي تلویزیون (پي ټي وي) سره په مرکه کې ويلي د امریکا متحد ایالتونه له پاکستانه غواړي چې د افغان طالبانو پر ضد اقدام وکړي خو پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه نه شي کولی. نوموړي ويلي پاکستان ولي د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې د چا خلاف جنګ وکړي؟ له دې وړاندې همدې ښاغلي ويلي و چې په هر صورت به پاکستان په تورخم کې تاسیسات رغوي، که څوک جګړه کوي جګړه به ورسره کوو.
سرتاج عزیز په داسې حال کې په خپله خاوره کې د طالبانو پر ضد د اقدام د نه کولو خبره کوي چې د افغان چارواکو په وينا د افغان سولې د همږغۍ لپاره د څلور اړخیز ګروپ په چوکاټ کې؛ افغانستان او د څلور اړخیز ګروپ دوو نورو غړیو ته ژمنه ورکړه چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که طالبان حاضر نه شول د هغوی خلاف به په خپله خاوره کې اقدام کوي.
اوس پوښتنه دلته مطرح کيږي چې پاکستان له افغان چارواکو سره خپلې خبرې ژر بدلوي ولې په سرو سترګو په افغان خاوره تيری کوي ؟
که څه په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او د پاکستان د بندرونو له لارې افغانستان ته واردات کول؛ تل پاکستان د افغانستان د خوږې ګوتې په توګه کارولي دي خو له ورهاخوا ځينې نور پټې معاملې هم شته چې په وروستيو کې د پاکستان د سرې سترګې کيدو او د افغانستان د خولې د قلف په توګه مطرح کيږي. کله چې په افغانستان کې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ملي یووالي حکومت رامنځته شو نو اشرف پاکستان ته ډير ځان نيږې کړ. له پاکستان سره يې له سره يارانه شروع کړه، نوموړي هيواد ته په يو طرفه امتياز ورکولو قايل شو او بلاخره دا يارانه بيا تر دې حده ورسيده چې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو او د سټنډرډ عملیاتي کړنلارې (S.O.P) په نامه سندونه لاسليک شول. هاغه مهال پاکستان په ډير مهارت په افغان حکومت د بارډر منجمنټ په نامه ډرامه ومنله.
په هاغه وخت کې پاکستانيو چارواکو ويل چې پر ډیورنډ کرښه د ترهګرۍ ضد فعالیتونو د مخنیوي لپاره يې دا سند لاسليک کړی دی خو اصلي هدف يې بل څه و. اصلي هدف يې دا و چې د افغان حکومت لپاره يوه بله خوږه ګوته او پاکستان ته د افغان حکومت د ضعف نقطه پيدا کړي. اوس همدغه سندونه د دې لامل شوي دي چې پاکستان په پوره ډاډ او سرو سترګو د تورخم او له دغه هيواد سره د افغانستان په ځينو سرحدي سيمو کې پوځي تحرکات وکړي. اوس ياد سندونه د پاکستان لپاره د افغانستان د ضعف نقطې جوړې شوي دي چې پاکستان يې په افغانستان سرې سترګې کړی دی. اوس که افغان حکومت غواړي د پاکستان سترګې بيرته خړې کړي نو دغه سندونه دې ورسره لغوه اعلان کړي. که داسې ونه شي نو پاکستان به له دې نور هم په افغان خاوره خپل تيري ته دوام ورکړي او ډير ژر به په نړيواله کچه د ډيورنډ د رسمي سرحد د پيژندلو لپاره لاس په کار شي.