د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان مار خوړلی؛ اوس له پړي هم ويريږي

خوشحال آصفي 18.06.2016 14:48

په تورخم کې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ د دريو ورځو وقفه يې جګړې وروسته اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايې چې «افغانانو ته هغو کسانو، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله وي، غلطه لارښوونه کړې ده.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی نفیس زکریا اشاره دې ته وه چې ګواکي د افغانستان حکومت د هند له لوري د پاکستان پر ضد پارول شوی دی. ګڼو پاکستاني سیاستوالو او مذهبي مشرانو په زغرده ویلي چې د تورخم په وروستیو شخړو کې د هند لاس دی او هندوستان، چې پاکستان یې خپل تاریخي دښمن ګڼي، د افغانستان حکومت لمسوي چې په ډیورند کرښه له پاکستان سره شخړه وکړي.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن وویل چې پاکستان په تورخم کې د دروازې د جوړولو کلکه اراده کړې ده. ده چې د پاکستان ملي جرګې ته خبرې کولې، دغه راز وویل، دا دروازه د تروریستانو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو د مخنیوي لپاره ضروري ده او د دواړو هیوادونو په ګټه ده. همداراز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم ويلي چې د دروازې جوړول د تروریستانو د اوښتو د مخنیوي لپاره ضروري دي.
پوښتنه دا ده چې آيا هندوستان په رښتيا هم غواړي چې د تورخم دروازې پر سر دې د افغانستان او پاکستان اړيکې خرابې شي او برعکس پاکستان نه غواړي چې د افغانستان او هندوستان اړيکې دې لا هم دوستانه او نيږدې شي؟
بله د پاکستانيو چارواکو په خبرو کې مهمه دا ده چې آيا په تورخم کې د دروازې په درولو سره په رښتيا هم دواړو هيوادونو ته به د ترهګرو له اوښتو څخه مخنيوی وشي؟
تاريخ ګواه دی چې هندوستان له افغانستان سره په پوره صداقت او ورورولۍ خپلې اړيکې پاللې دي او پاکستان لکه د لستوڼي مار هر کله چې يې فرصت ليدلی؛ په افغانستان يې خوله لګولې ده. هندوستان د افغانستان لپاره ښه نيت لري او په تير کې يې له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې مرستې کړې دي. دغه هيواد دلته ځینې لویې زیربنايي پروژې تمویل او عملي‌ کړي‌ دي. د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د زرنج – دلارام سړک، د بریښنا یو شمیر سب سټیشنونه، د میوجاتو او سزیجاتو سړې خونې او یو شمیر نورې پروژې د هند د مرستو مثالونه دي. همداشان هند افغان محصلینو ته د بورسونو په ورکولو او د تحصیل د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده. او اوس د سلما بند هم د هندوستان په مالي او تخنيکي مرسته بشپړ شو چې په دې سره د افغانستان او هندوستان اړيکې لا هم پياوړې او دوستانه کيږي او پاکستان هيڅکله دا نه شي زغملای چې کابل دې ډهلي ته نيږدې شي.
پاکستان په تير کې هم د افغانستان او هندوستان د نيږديوالي مخنيوی کړی دی او اوس هم نه غواړي چې کابل دې ډهلي سره نيږدې اړيکې ولري. وروستي تحرکات يې هم له همدې عقدې سرچينه اخلي.
د پاکستانيو چارواکو دويمه خبره چې د خندا وړ ده هغه دا ده چې په تورخم کې د دروازې لګولو لپاره دليل ويلی چې ګويا په تورخم ترهګر تګ راتګ کوي نو د همدې لپاره غواړي دلته دروازه ولګوي څو د ترهګر له تګ راتګه مخنيوی وکړي.
    •    لومړی خو د پاکستان دغې بې منطقه دليل ته په خپله په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند په یوه لیکنه کې، چې څو ورځې وړاندې په پاک تریبیون ورځپاڼه کې خپره شوه، ښه ځواب ويلی دی. مومند ویلي چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې ۲۲۵۰ کیلومتره پوله او د تګ راتګ ۲۳۵ لارې لري، که څوک تروریست وي او غواړي چې پاکستان ته د تروریستي حملو لپاره راشي، دا به خورا احمقانه وي چې د تورخم یا سپین بولدک په رسمي پولو، چې په لسګونو پولیس او ساتونکي پکې ځای پر ځای دي، پاکستان ته ننوځي او ځان له خطر سره مخامخ کړي.
    •    بله دا چې ترهګر خو د پاکستان په کراچۍ، لاهور او اسلام آباد کې ښکاره پناه ځايونه او د ژوند اسانياوې لري. ترهګر خو د پاکستاني پوځ او آی ايس اي لخوا په رڼا ورځ په تورو ښيښو موټرو کې له ډيورنډه ديخوا رااړول کيږي. ولې پاکستان په کراچۍ، لاهور او اسلام آباد کې د ترهګرو پناه ځايونه له منځه نه وړي؟
آيا د القاعده سرلار اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ آباد کې ونه وژل شو؟
آيا د طالب لومړنی سرلار ملا عمر د کراچۍ په روغتون کې ساه ورنکړه؟
آيا د طالب دويم سرلار ملا منصور د پاکستان په بلوچستان کې په نښه نه شو؟
آيا د طالب دريم سرلار ملا هبت الله سره د نورو اورپکو د ملاتړ او بيعت غونډې په پاکستان کې جوړې نه شوې؟
آيا همدا اوس هم د حقانيه په ګډون نورې ترهګر روزونکې مدرسې د پاکستان په لويو ښارونو کې نه دې فعالې؟
که پاکستان په رښتیا هم غوښتلی د ترهګرو مخنيوی وکړي نو لومړی به يې په پاکستان کې د ترهګر ريښې وچې کړې وې. پاکستان به هلته د طالب مشرانو د کاروبار، تجارت او پناه ځايونو د له منځه وړلو لپاره اقدام کړی وای. خو اصلاُ د پاکستان پاليسي دا نه ده چې ترهګر دې وځپل شي بلکې پاکستان غواړي له ترهګرو هم د جګړې په ميدان کې ګټه واخلي او هم له نړيوالو د ترهګرو سره د مبارزې په نامه پيسې وشکوي.