د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپله خوښه

شهزاده شيرين زوی 12.06.2016 14:09

خپله خوښه

نن مې هم د ځينو نورو ورځو په څېر يو څه ته پام شو او هغه دا چې انسانان د خپلې خوښې (غوښتنې) له پاره څه څه چارې دي چې نه يې کوي؟
ځواکمن د خپلې خوښې له پاره خپل ټول ځواک په کار اچوي.
شتمن د خپلې خوښې له پاره له خپلې ټولې شتمنۍ ځنې کار اخلي.
عالم د خپلې خوښې له پاره له خپل ټول علم ځنې ګټه پورته کوي.
هنرمند د خپلې خوښې له پاره خپل ټول هنر په کار اچوي.
پوه د خپلې خوښې له پاره له خپلې ټولې پوهې ځنې استفاده کوي.
د څښتن تعالى هغه بندګان چې بله هېڅ وسيله او واسطه و نه لري، نو هغوى خپل دواړه لاسونه لپه کوي او د دعاګانو په مرسته خپلې خوښې ته رسېدل غواړي.
لنډه دا چې ټول انسانان د خپلو خوښيو او غوښتنو د لاسته راوړلو له پاره خپلې هڅې کوي، خو دا چې دغه هڅې پخپلو کې سره ډېر توپيرونه لري، غواړم يوازې د مشروع او نامشروع توپير په اړه يې دومره ووايم، چې د حريصو انسانانو هڅه دا وي چې وايي: ((په سرونو پښې کېږدئ خو خپل هدف (خوښې) ته ځانونه ورسوئ.)) او مخلصين بيا وايي:

((چې د ورور او د عزيز زړه پرې آزار  شي
حاصل مه شــه هغه خپله مــــدعا))

په دې اړه سړى کولاى شي ډېرې ژوندۍ بېلګې پخپله شاوخوا کې وويني. د نړۍ د مشهورو انسانانو په کړو وړو او ژوندليکونو کې هم د هغوى هيلې او هغو ته د رسېدو ښې او بدې لارې چارې ليدل کېږي او د بشر په تاريخ کې خو د ډېرو د غوښتنو او د هغو لپاره د روا او ناروا هڅو ښه ښکاره مثالونه شتون لري او له ټولو دا څرګندېږي، چې ژوند د انسان په خپله خوښه پر مخ نه ځي.

((ګاه يې کېنوي په تخت کله په خاورو
زمانـه رضــا د هېچا مـدام نه کا))

 له همدې امله انسان بايد د خپلې خوښې له پاره هر هغه څه و نه کړي، چې کول يې په کار نه دي، بلکې په هر هغه څه خوښ و اوسي، چې ورته خوښ کړاى شوي دي.