د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هندو ستړی، خدای ناراضه!

سرلوڅ مرادزی 11.06.2016 13:54

د امریکا هم ډالر لګيږي او هم ښکنځلې خوري!
ویل کیږي چې له۲۰۰۱ کال راهیسې، د پاکستان لخوا پر افغان خاوره تپل شوې جګړه کې ۲۰۸۸ تنه یوازې امریکايي سرتیري وژل شوي او د ۱۸۱۰۹ تنو په شمېره کې ټپيان شوي دي. همدارنګه د امریکایانو په ګډون د ایساف د تلفاتو په اړه هم ویل کیږي چې ۲۳۵۰۰ تنه ټپیان او د څه د پاسه ۴۰۰۰ تنو په شاوخوا کې وژل شوي دي. که څه هم یادې شوې شمېرې ریښتینې نه شو ګڼلای خو رسنیو ته د څڅېدلو مالوماتو له مخې تلفات په دې برید کې اټکلولای شو.
البته په دغه جګړه کې د افغانانو د ځاني تلفاتو برخه څو ځلي د امریکا او لویديځ له تلفاتو زیاته ده چې دلته زموږ د لیکنې برخه نه جوړوي.
بلخوا رویټر خبرې اژانس سره د افغانستان د بیا رغاوي په چارو کې د امریکا ځانګړی څېړونکي جان ساپکو وايي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د امریکا ولسي جرګې ۱۱۳ میلیارده ډالر د افغانستان د بیا ودانۍ لپاره تخصیص کړي چې د فساد او ناوړه مدیریت په لامل سم نه دي لګېدلي!
نوموړی همدارنګه وايي چې د ۱۱۳ میلیارده ډالرو ۶۰ سلنه د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او وسلوال کولو لپاره ورکړل شوي، خو طالبانو سره په غوڅه جګړه کې اوس هم امنیتي ځواکونه لکه څنګه چې ښای هسې ډاډمن نه ښکاري.
جان ساپکو زیاتوي که چیري د افغانستان امنیتي حالات لا خراب شي، کېدای شي ولسي خدماتو ته په پاتېتوب ، اوسنی دولت له ګواښ سره مخامخ شي.
که د ایساف او امریکا د ځاني او انساني تلفاتو، د باد راوړو او پریمانه ډالرو په اړه د امریکا د کانګرس پریکړې او د لګښتونو څرنګوالی، د جان ساپکو پشان د لسګونو امریکایانو او نورو لویدیځوالو څانګپوهانو څرګندونې د افغانستان د روانې جګړې او د پېښو یو ریښتینی انځور وګڼو بیا هم داسې څرګندونې روان حالات بشپړ نه شي انځورولای او ډېرې نورې ناویلې خبرې شته او پریمانه ړندې تګلارې پلي کیږي چې ډېر ځله يي له ولسونو څخه د پټ ساتلو هڅه هم لېدل کیږي. ۱۵ کاله اوږده او خونړۍ جګړه او د امریکا او لویدیځ د ځاني تلفاتو او د پریمانه ډالرو مصرف، سړي ته د پښتو دا متل په زړه کوي چې وايی«هندو ستړی، خدای ناراضه!»
پوښتنه دا ده چې د امریکا او لویديځ په دومره انساني تلفاتو او میلیاردونو ډالرو لګښت سره سره، ولې جګړه په غرغنډو ده؛ له طالب سربېره، القاعده او داعش په راڅرګندېدو دی؛ افغان ولس ورځ تر بلې له امریکا او لویدیځه خپه، خواشیني او بېزاریږي. خبره امریکا او لویدیځ ته د ښکنځلو تر کچې رسېدلې او که د حالاتو بیا ارزونه ونه شي او سمون پکې را نه شي، ولسونه به لاریونونو او پاڅونونو ته اړویستل شي!
د امریکا کانګرس ۱۱۳ میلیارد ډالره یادوي، خو له خپلو چارواکو دغه پوښتنه نه کوي چې دا ډالر د افغانستان په کوم خای کې لګېدلي دي؟ یوازې دا خبره چې د دې ډالرو ۶۰ سلنه دې په پوځي چارو او پاتې دې په ملکي برخه کې ولګول شي بسیا نه کوي!
ایا په دغو ډالرو څو د اوبو بندونه جوړشوي، څونه هیکټاره ځمکې خړوبه شوي، کوم بریښناکوټ ودان شوی، د اوسپنې د ویلې کولو کومه بټۍ درول شوې، کومه ریل لاره جوړه شوې، کوم اساسي روغتون چې افغان ناروغان پاکستان او هند ته له اړتیا وژغوري جوړ شوي، همداسې کومه فابریکه او داسې نور بنسټيز جوړښتونه!
د پېښو تازه پرمختیا کې بیا هم په نظامي فکټور ډېره ډده لګول کیږي«یک مقام آمریکایی گفت باراک اوباما رئیس جمهور آمریکا موافقت کرده است امکانات بیشتری در اختیار ارتش آمریکا قرار گیرد تا بتواند نیروهای افغان را در جنگ علیه طالبان یاری کند. به گزارش خبرگزاری رویترز از واشنگتن، این مقام وزارت دفاع آمریکا که خواست نامش فاش نشود در مصاحبه با رویترز افزود این اقدام اوباما همچنین اجازه استفاده بیشتر از نیروی هوایی آمریکا از جمله پشتیبانی هوایی نزدیک را می دهد.»
ارقام ښۍ د ۱۱۳ میلیارده ډالرو په ۶۰ سلنه کې هم الوتکې، شوبلې او درنې وسلې افغان پوځ ته په واک کې نه دي ورکړل شوي او له ۱۵ کاله جګړې او د افغان پوځ له درنو تلفاتو سره سره، نن هم د جګړې وضعیت په خراب حالت کې لېدل کیږي؟
یو امریکايي ختیځپوه ښاغلی ایکناټ سوارن «حضرت پاچاخان ژوند اوفلسفه» نومې خپل کتاب کې لیکي:
د ۱۹۳۱کال د دیسمبر په ۲۲ مه د پښتونخوا انګریز چیف کمشنر سررالف ګرفټ د پاچاخان سره خبرې وکړي. د خان خبرې ساده او عام فهمه وي .ده سررالف ته ووی چې تاسو د پښتنو قبایلو په وژلو او تباکولو کومې پیسې خرڅوۍ ، که دا تاسو د دوی لپاره په وړو وړو کارخانو جوړولو او سکولونو او سړکونو خرڅ کړی وای، نو پښتون به ستاسو دښمن نه، بلکې دوست او ملګری وو. تاسو ته به له پښتون څخه د ډار څه ضرورت نه وو. څونه چې بهارت(برتانوي هند) د روس له یرغل نه د ساتلو خبره ده نو دا کار هله په ښه توګه کېدی شي چې تاسو پښتون ته په خپله خاوره واک او اختیار ورکړۍ. پاچاخان ورته دا خبره ښه صفا کړه چې هیڅوک پر موږ حکومت نه شي کولای، که څوک خلاف جنګ کول غواړي موږ د خپلې خاورې او خپل وطن د تحفظ لپاره خپل هر څه قربانولو ته تیار یوو»
نن هم خبره د پاچاخان د مهال په برید ده، که لوېدیځ د جنګ جګړې پرځای د افغان کورپه ودانۍ او د افغانانو په سوکالۍ پیسې لګولای وای، ترهګرو هیڅکله په دغه سیمه کې ځاله نه شوه جوړولای. اوس خو ټولو ته څرګنده ده چې په تېره بیا د پښتنو سیمه په لویلاس وروسته ساتل شوي او له دې سیمې څخه لومړی انګریزانو، بیا د هغو تالي څټو پنجابیانو او اوس نورو د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه پورته کړې ده!
بلخوا د افغان خاورې تاریخ موږ ته رازده کوي چې لویدیځ سره په دوستۍ او اړیکو کې پوره پام ولرو. که ۲۱ مه پېړۍ د نړیوالتوب(ګلوبالیزم) بلنه ورکوي چې باید ومنل شي، ملي ګټې بیا په دې ډګر کې د دقت او ځیرکۍ غوښتنه کوي چې باید رعایت او وپالل شي.
نن هم د مرکزي حکومت د پیاوړتیا په اړه د امریکا او لویدیځ په تګلار شکونه پخپل ځای پاتې دي.
د ټولټاکنو د بهیر اوږدول او د هغو په پایله ملنډې وهل چې بلاخره يي داسې یوه حکومت ته لار هواره کړي چې د اقلېدس ترتورې لاندې ژوند کوي. د مرکزي حکومت ترڅنګ په ولایتونو لکه بلخ کې د واک د جلا سیمو ساتل، یوه مشر ته یو څه او بل سرخېل ته په غوږ کې بل څه ورڅڅول نن هم د ماضي په پېېښو خو په نوي انداز له پامه نه شي غورځېدای.
ارواښاد غلام محمدغبار (افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کې افغانانو سره د انګریزانو د منافقت او دوه مخیتوب په اړه، په زړه پورې خبره رااخلي چې نن هم دا خبره خپل ارزښت پخپله ټوله منځپانګه ساتي، نوموړی لیکي:
«در صبح روز ٢٣ دسمبر انگلیس در قشله بیماهرو امر تیارسی گرفت و مکناتن با کپتان تریور، کپتان لارنس و کپتان میکنزی با یک قطعه سواره از چهاونی خارج شده و رو به جنوب به سمت قلعه محمود خان { ٦٠٠} قدمی قشله که محل جلسه معین گردیده بود حرکت کرد مکناتن در ورود خود سردار محمداکبر خان، محمد شاه خان غلجایی، دوست محمد خان، خدا بخش خان، محی الدین خان و نایب مومن غلجایی را با چند نفر دیگر روی سنگی نشسته و منتظر یافت. سردار سلطان احمد خان استقبال کرد و مکناتن را از جریان مساعد برای مذاکره آگاه نمود. سردار محمد اکبر خان دست داد و روی زمین هموار بر زبر پتوی افغانی جلسه را دایر کرد مکناتن و سه نفر کپتانهای او مقابل محمد اکبر خان و سلطان احمد خان و محمد شاه خان نشستند در حالیکه دوست محمد خان و خدا بخش خان {برادران محمد شاه} و محی الدین خان استاده ماندند. مذاکره آغاز شد و محمد اکبر خان تمام اقوال و اعمال و مذاکرات و مواعید متناقض و متخالف مکناتن و سران انگلیس را با افغان ها در طول ایام استیلای آنها، یک یک شمرد و دروغ و دو رویه گی آنان را توضیح نمود و گفت که دیگر هیچ قول و قرار داد انگلیسی محل اعتماد و اعتبار ما نیست. شما غیر از فساد و تخریب بین مردم افغانستان و ادامه تسلط خود در این مملکت چیزی دیگری نمی‌خواهید آنگاه دو قرار داد متناقض به امضای مکناتن را به مجلس پیش کرد که در یکی آن تخلیه افغانستان را وعده داده و در دیگری اقامت انگلیس را در کشور تایید نموده بود همچنین از مذاکرات مکناتن با خود و نواب محمد زمان خان و نایب امین الله خان یکی بر ضد دیگری تفصیل داد او در آخر گفت که دیگر ما نمیتوانیم به هیچ مذاکره و وعده و معاهده شما اطمینان کنیم مگر به یک شکل و آن اینکه ما خود شما را گروگان بگیریم و نگهداریم تا قشون شما از افغانستان خارج شوند آنگاه ما شما را به هند خواهیم فرستاد.
این بیانات سردار محمد اکبر خان تقریبآ پانزده دقیقه طول کشید چون مکناتن در برابر دو قرار داد متناقض و امضا های خود جوابی مقنع نداشت، تمجمج میکرد. وزیر اکبر خان گفت بهتر این است که شما با ما باشید تا در کابل به یک نتیجه برسیم. آنگاه امر گرفتاری شان را داد و از همه بیشتر خودش دست مکناتن را گرفته به طرف کابل کشید. چون مکناتن مقاومت نشان داد سردار سلطان احمد خان دست دیگر او را گرفت. تا این وقت لارنس توسط محمد شاه خان و تریور بواسطه دوست محمد خان و میکنزی بواسطه غلام محی الدین خان خلع سلاح شده بودند. تمام این عملیات در نهایت خونسردی در ظرف چند دقیقه ای انجام یافته بود. افغانها که میخواستند اینها را بشکل گروگان و زنده تا هنگام تخلیه نگهدارند، بطرف کابل کشیدند مگر مکناتن و تریور به حمله و دفاع پرداختند از دیگر طرف آتش تفنگ گارد مکناتن و محافظین افغانی شروع شد چون قشله دشمن بسیار نزدیک و خطر حمله و تخلیص اسرا در پیش بود، به ناچار سردار محمد اکبر خان و سردار سلطان احمد خان مکناتن و تریور را کشتند. اما محمد شاه خان به عجله خود را سپر میکنزی قرار داد تا از ضربت تیغ رهایی یافت در همین لمحه بود که عمدآ به لارنس فرصت فرار داده شد تا جریان بی کم و کاست به سرداران انگلیسی رسیده باشد لارنس بر اسپی سوار شد و بتاخت. راسای انگلیس عجالتآ مقام مکناتن را به پاتنجر دادند و در انتظار پیش آمد افغانها مجاهدین بقصد کشتن کپتان میکنزی اسیر نیز هجوم آوردند. سردار محمد اکبر خان پیش شد و میکنزی را از حمله مردم نجات داد آنگاه رو بطرف میکنزی کرد و با سرزنش سرد و سخت گفت: شما آمده بودید که ملک ما را بگیرید؟»
په پای کې ویلای شو، یوازې په جګړې سره چې د ولس د خیر ښېګڼې چارې ورسره ملګرې نشي او د ولس په ملاتړ مخې ته یونه وړل شي، نه دښمن ماتولای شو او نه سولې ته رسیږو. د مرکزي حکومت له پیاوړتیا پرته، په سیمو کې د جلا واکمنانو ساتل نه جګړه ختموي او نه د ولس د زړه ګټلو لپاره چې د مرکزي واکمنۍ په ټینګښت کې وتلي ځای لري، ګټور او مرستندوی پریوځي.
په لنډه توګه ویلای شو:
ــ په تېرو ۱۵ کلونو کې په اساسي پروژو هیڅ پانګه نه ده لګول شوي او د جګړې په ډګر کې هم افغان پوځ د مرګ او ژوند ترمنځ ساتل شوی
ــ د مرکزي حکومت بشپړ ملاتړ نه دی شوی او سیمه یز واکونه ورسره هممهال پالل او ساتل شوي دي
ــ امریکا له پاکستان سره چې د افغانستان په وړاندې د نااعلان شوې او تپل شوې جګړې اصلي عامل دي د قاطعیت پرځای، تر اوسه پورې د پیشو او موږک لوبه کړې
ــ افغان دولت هم په اساسي او بنسټېزه پروژو کې له امریکا او لویدیځه د مرستې غوښتنه لکه څنګه چې پکار ده، نه ده کړې
ــ د افغان حکومت بېلا بېلو وزارتونو هم ورکړل شوې بودیجه په سلو کې سل نه ده لګولې او بودیجه ترې بیرته اخیستل شوې
ــ افغانانو هم څنګه چې پکار ده، له حکومته د کار او ژوند غوښتنه نه ده کړې
پای