د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له روژه مات څخه سمدستي وروسته سګریټ څکول دمرګ سبب کیدلی شي.

بخت الرحمن بخت 09.06.2016 14:53

نوموړی ډاکټر وايی کوم کسان چې له روژه ماتي څخه فورا وروسته دسګریټو دکښولو عادت لري، باید احتیاط وکړي او له دغه عادت څخه لاس واخلي، ځکه له روژه مات څخه سمدستي وروسته سګریټ څکول دانسان بدن ته له عادي حالت څخه تغیر ورکوي، بدن یو ډول ریږدیدل پیل کوي چې کله کله دانسان پښي او لاسونه هم ورسره ریږدیدل شروع کړي او سګریټ څکونکي کس باندي دغنودګي حالت راځي چې دغه خپله دانسان دمرګ دخونې دروازه ورټکول دي.
ډاکټر قاغان وايی کله چې سګریټ کښونکی کس له اوږدې مودې (وقفي) څخه وروسته سګریټ کاږي، دغه وخت کي سګریټ دانساني بدن له ټول دفاعي سیسټم سره نا اشنايي او نابلدي ښيي او دانسان دبدن ټوله دفاعي قوه یو دم بیداره کیږي او په حرکت کي راځي چې عیني وخت کي د زړه دضربي احتمالات زیاتیږي او انسان له مرګ سره مخ کیږي.
نوموړی ډاکټر کاږي، څیړنو او تحقیقاتو ښودلي،هغه کسان چې لږهم دزړه په ناروغي اخته وي، په روژه کي له روژه مات څخه وروسته دسګریټو دکښلو له امله مړه شوي دي.
راځي هوډ او عظم وکړو، د روژي دمبارکي میاشتي په برکت سره له سګریټ کښلوڅخه لاس واخلو.
روژه د رحمتونو میاشت ده او سګریټ پریښودل هم دالله له لوري یو رحمت دي، دي ستره میاشت کي ددغه ستر رحمت څخه ځانونه مه بي برخې کوۍ.
داچي مخکي مو هر نیم ساعت وروسته سګریټ څکاوو او اوس د روژي په وجه تر ۱۵ ساعتونو پوري صبرکوۍ، سګریټ مو جیب کوي ورته ګورۍ خوبیا یی هم دروژي په وجه نشۍ کښلی اونه یی دکښلو همت کولای شۍ.
لکه څرنګه چې الله جل جلاله په روژه کي له څګریټ کښلو څخه منع کړي یاست هیڅ همت او جرائت هم نشۍ کولای چې خولې ته یی نژدي کړۍ.
همدارنګه فکر وکړۍ لږڅه ګریوان ته سرټیټ کړۍ چې دسګریټو کښل تاسو ته ګټه رسوي او که تاوان.
سرګریوانه ته کړۍ او مراقبه شۍ:
۱: سګریټ څکول حرام دي!!!!!!!!!!!! ......................... جواب.........هو
۲: سګریټ څکول زما روغتیا ته ګټه رسوي که تاوان!!!!!.......جواب......تاوان
۳: سګریټ څکول مالي زیان دي او که نه!!!!!...................جواب.... تاوان دي
۴: زما دسګریټ څکولوله امله زما دڅنګ ملګري ته تکلیف رسیږي او که نه!!!!!.............. جواب......... هوکي زما دسګریټ څکولو له امله ضرور زما دڅنګ ملګري ته اذیت او تکلیف رسیږي، او کله کله خبره تر لاس اچولو پوري رسیږي.
ښه نوچي له دومره نقصانونو او مرداریو سره سره بیاهم زه ټینګ یم له خولي څخه مي د رکشي سایلنسر جوړکړی وي، نو معلومه خبره ده چې لیونی شوی یم، ځکه په خپله ګټه او تاوان نه پوهیږم.
بس ده ډیر لیونی شوم نور غواړم هوښیار شم:
له نن ورځي څخه وروسته له خپل خداي، خپل ضمیر، خپل هغه ملګري او ګاونډ سره چې زما دسګریټ دڅکولو له امله په تکلیف کیږي وعده او تعهد کوم چې سر له نن څخه به بیا سګریټ نه څکوم او نورو ملګروته یی هم دترک کولو توصیه کوم.

یا الله وړاندي خو زما پورته یوه ټکي ته هم فکر نه وو، سګريټ خو زما داخیرت تاوان دي، زما د روغتیا او صحت تاوان دي، زما دخوږ ملګري چې زما سره يي هره بده ورځ کي ملګرتیا کړي دهغه داذیت سبب کیږي، زما دپیسو نقصان دي، دغه ناوړه عمل خو زما په وجه زما بچیانو او لمسیانوته انتقالیږي، چې ترنسلونو نسلونو پوري به دوام مومي ددغو ټولو دنقصاناتو او تاوانونونه پړه به هم زما په غاړه وي.
سګریټه بس ته ډیردي وغولوم نوردي نه کاږم نوردي نه کاږم وعده مي ده نوردي نه کاږم.