د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله داسلام له نظره(لومړۍ برخه )

عابد 08.06.2016 13:56

د اسلام مبارک دين داسماني اديانو ترټولو  وروستی دين دی،داسلام مبارک او سپيڅلی دين همېش خپلو پيروانو ته دسولې ورور ګلوۍ او په ټولو چاروکې دمنځلاريتوب غوښتنه کړې ده،د اسلام دمبارک دين  دستر پيغمبر(ص)سيرت پخپله  دټولې نړۍ لپاره د ښواونېکو اخلاقو او په انساني ټولنه کې  دسولې ،امن او  ښه ژوند تېرولو ښه بېلګه ده.
که چيري داسلام مبارک لفظ رېښې وڅېړل شي نو دعربي ژبې دسِلم  څخه اخيستل شوی دی ، چې دسولې  او امن معنی لري  نو ځکه ويلی شو چې اسلام دسولې  او امن دين دی ، په قران کريم کې الله (ج) فرمايلي دي:
 وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَکَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ – الأنفال / ۶۱
 ژباړه :کچيري دوی(کفار )سولې ته چمتو وي نو ته هم سوله ورسره وکړه (اې محمده(ص))او په الله(ج) باندې توکل وکړه ،بېشکه چې الله(ج) ښه او ريدونکی او په هر څه خبر دی .
په الهي کلام قران عظيم الشان او دپيغمبر (ص) په مبارکو احاديثوکې په بار،بار او ټينګار سره انسانانوته دصبر،زغم او سولې لارښوونه شوې ده ،چې ځينې بېلګې يې دمثال په توګه په لاندې ډول ذکر شوې دي .
دسولې ،امن او ثبات پرته ديوې ټولنې پرمختګ ناممکن دی،نو ديوې پرمختللې ټولنې لپاره سوله ييز چاپيريال ډير مهم ګڼل کيږي ،چې داسلام په مبارک دين کې هم دسولې دې ارزښت ته ډيره پاملرنه شوې ده او دجنګ پرځای سوله ډيره غوره ګڼل شوې ده . (وَالصُّلْحُ خَيرٌ ) ژباړه : او صلح بهتره ده ( النساء / ۱۲۸  )
همدا را ز لاندې سپيڅلی ايت شريف هم له ځانه سره دسولې او امن پيغام لري (وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ – البقره / ۱۹
ژباړه: تاسې تېری مه کوئ،بېشکه چې الله(ج)تيري کوونکي نه خوښوی.
د اسلام مبارک دين خپل پيروان د  مسلمانانو تر منځ دمنازعو، لانجو د هواري او حل لپاره هڅوي چې په لاندې ايت کريمه کې  ورته اشاره شوې ده:
 وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُواْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَيهُمَا عَلَى الْأُخْرَى‏ فَقَتِلُواْالَّتِى تَبْغِى حَتَّى‏ تَفِى‏ء إِلَى‏ أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُواْ بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُواْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ(پاره۲۶سوره الحجرات ايه/۹)
 ژباړه :که چيرې دمسلمانانو دوه ډلې په جګړه کې ښکېلې شي نو تاسو دهغوی ترمنځ سوله وکړئ.
 په نبوي احاديثو کې هم په سوله ډېر ټينګار شوی دی ، چې ځينې بېلګې يې په لاندې ډول ذکر شوېدي.
حديث شريف: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده الخ(بخاري دصلحې باب)
ژباړه :کامل مسلمان هغه دی چې نور يې دژبې اولاس له ضرر څخه  خوندي وي .
 حديث شريف:پيغمبر(ص) فرمايلي دي: ای خلکو زه تاسې ته هغه  څه ونه ښيم  چې له روژې ،لمانځه او صدقې څخه زيات ثواب لري؟هغوی وويل وې ښيه : هغه مبارک وفرمايل چې دمنازعې په وخت کې دسولې راوستل (ابوذرغفاري (رض)،روا يت کړي ،باب اصلاح ذات البين).
پورته ذکر شوو،مبارکو قراني اياتونو اونبوي احاديثو ته په کتو  دکايناتو اونړۍستر واکمن الله(ج) ټولومخلوقاتوته دخپل خلقت پيژندنې اوعبادت لپاره دژوند کولو حق ورکړی دی،نو دژوند دبقا لپاره لازمه ده چې لومړی ددې زمينه برابره کړو چې موږ پکې دلوی څښتن تعالی درضايت ترڅنګ دخپلو خلکو او وطن خدمت وکولی شو.             
که موږغواړو چې دګران هېواد اوهېوادوالو لپاره ښه خدمت وکړو،دوی ته دژوند په بېلا بېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړو نو ترهرڅه مخکې بايد خپلو موخو ته درسيدو لپاره دسولې، امن،ثبات،نيکمرغۍاوخوښيو څخه ډکه فضا رامنځته کړو.    
داچــې اوس مهال زمـوږپه ګـــران هــېواد کې دنــورو ګــڼ شـــمېر بد مرغيو  ترڅنګ دسولې نه شتون هغه ستره بدمرغي ده،چې له امله يې زموږ دټولنې ډيره برخه ځوانان،او کوچني ماشومان دديني او ساينسي زده کړو څخه بې برخې پاتې کړي دي.
ددې لپاره چې زموږ په ګران هېواد کې تل پاتې سوله،ثبات او امن ټينګ شوی وي،پرموږ ټولو لازمه ده چې دسولې دروان کاروان سره يوځاي شو،ترڅو دخپل خوار،مظلوم او فقير ولس خدمت وکړو،اودخلکو د وژنې اووينې تويونې پرځاي ددوی دژوند ژغورلو او ښه کولو لپاره کاروکړ او دروانو بدبختيو مخه داسلام دسپيڅلي دين دارشاداتو او لارښوونو  په پام کې نيولو سره  ونيسو ،په کومو کې چې هره ورځ زمونږ ګڼ شمېر مسلمان هېوادوال  قرباني کيږي .
څرنګه چې داسلام سپيڅلي اومقدس دين دبې ګناه خلکو وژنه په کلکه حرامه ګرځولې ده اوهيڅوک حق نه لري چې دشرعي باصلاحيته محکمې دحکم پرته څوک په قتل ورسوي،ځکه چې دبې ګناه انسان وژنه دپاک څښتن تعالی او دهغه دمحبوب پيغمبر(ص)دنا راضۍ سبب ګرځي .
ذکر شويو ټولو ديني مسايلو ته په پام سره ديني علماؤ ، قومي مشرانو،فرهنګيانو، ځوانانو ،درسنيو خاوندانو په رسنيو کې بوختو کسانو او په مجموع کې دسولې په ارزښت ټولو پوهوکسانوته په کار ده چې په خپله برخه کې دې شعار ته چې : د ژوند اخيستلو پرځای  دژوند ژغورل دي کاروکړئ،دحضرت محمد(ص) ويناده (الاکلکم راع وکلکم مسؤل عن رعيته )(خبر دار شئ د ټولنې هروګړی په خپله برخه کې مسؤل دی نوستاسو هر يوڅخه به دلاندې افرادو پوښتنه کېږي)نوځان بايد مسؤل وګڼو،ځکه زموږ نننۍکړنې به راتلونکو نسلونو ته حتماً دخپل قلم له لارې پاتي شي ، نو په کارده چې په خپله برخه کې تر خپله وسه کاروکړو او دراتلونکي تاريخي محکمې څخه چې قاضيان به يې ددې ولس با احساسه  راتلونکی نسل وي ځانونه وژغورو .         
ددې وخت ټولو اوسيدونکو! په پام کې ولرئ چې : ستاسې ښې  او بدې کړنې انعکاس لري،داسي اعمال وکړئ چې ستاسي راتلونکی نسل ددې پر ځای چې پرې وشرميږي،پرې ووياړي،نوراځئ چې الهي احکامو ته په کتوسره خپل ځانونه په خپله دهلاکت کندې ته له ور غورځولو وژغورو .
نوموږټولو ته په کار ده چې په ګران هېواد کې دتل پاتې سولې،امن،ثبات اوښه ژوند لپاره داسلام مبارک دين ټول ارشادات په پام کې ونيسو او  هغه څه ترسره کړوچې لوی څښتن تعالی او دهغه محبوب  پيغمبر حضرت محمد(ص) درضايت سبب کيږي