د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غني افغانستان او فقيره رهبري

خوشحال آصفي 08.06.2016 14:52

د افغان حکومت په وروستي اقدام کې د کجکي برېښنا کوټ تړون له یوه ترکي شرکت سره وشو، چې په راتلونکو درې کلونو کې به ددغه برېښناکوټ ظرفیت۱۵۱،۵ ته لوړ کړي.  دغه تړون وړمه ورځ د يو ترکي شرکت او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري لاسلیک شو.  د کجکي د بریښنا د بند د دوهم توربین د نصبولو کار په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا پرمختایي ادارې یوایس ای ډی په مالي مرسته پیل شوی، خو په هلمند کې پرله پسې جګړو ددغه بند د دوهم توربین د نصبولو کارچې ۱۸،۵ میګاواټه بریښنا تولیدوي تراوسه نه دی بشپړ شوی. د کجکي د بند د بنسټ ډبره په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د سلطنت پرمهال کیښودل شوې وه.
دا په داسې حال کې دي، چې افغانستان د خپلې برېښنا د توليدولو لپاره په ډېرو سيمو کې د برېښنا د بندونو جوړولو وړتيا او له خپلې اړتيا څخه د زياتې برېښنا د توليد ظرفيت لري؛ خو دا مهال يې زياتره اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي او د برېښنا ترڅنګ د کرنې او زراعت لپاره هم کار نه شي ترې اخېستل کېدای. افغانستان هر کال د ۲۰۰ میلیونو څخه زیات ډالر ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د برېښنا په بدل کې ورکوي.
د زړو بريښنا بندونو بيا ترميم او يا يې توليدي ظرفيت لوړول د افغان حکومت پر ځای اقدام دی خو د افغانستان د برېښنا ستونزې اساسي حل لپاره کفايت نه کوي. رب ج افغانستان ته دوه لوی نعمتونه ورکړي دي چې يو يې بشري ځواک او بل يې طبيعي زيرمې دي. خو له بده مرغه چې د دغو دواړو ځواکونو څخه د سالمې ګټې اخيستنې لپاره څوک نه لرو. د اوبو، انرژۍ او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان د ۳۱۰ زره میګا واټه د برېښنا د تولید توان لري؛ خو ۷۵ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو څخه واردیږي. همداراز د دغه وزارت په وينا افغانستان په کال کې ٣٠٠ لمرينې ورځې لري چې درى زره ساعته کيږي او په ټوليز ډول د ٢٠٠ زره ميګاواټه لمرينې برېښنا د توليد ظرفيت لري.
په ټوله کې ويلای شو چې افغانستان د انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، له لمرينې سرچينو نیولې تر اوبو، تېلو، ګازو، ډبرو سکرو او هوا پورې. افغانستان په لمرينې برېښنا برخه کې د ۲۲۳ زره، له اوبو څخه د ۲۳ زره، له ګازو څخه د ۶۰۰ او له هوا څخه د ۶۸ زره مېګاواټه برېښنا تولیدولو وړتیا لري. خو له بده مرغه چې په يادو ټولو برخو کې هيڅ داسې کار نه دی شوی چې په اساسي توګه ترې ګټه واخيستل شي. ستونزه دلته ده چې افغان دولت د اوبو د مهار لپاره سالم مديريت نه لري، له نورو هيوادونو سره د اوبو پر سر جنجالونه لري، په سيندونو نوي بندونه نه دي جوړ شي او زاړه هغه هم د تخريب په حال کې دي او افغان حکومت تر ډيره د کورنۍ برېښنا د توليد پر ځای په وارداتي برېښنا تکيه کړې ده.
له ستونزو د خلاصون لپاره
۱ــ د اوبو سالم مديريت: افغانستان د طبيعي منابعو په ځانګړي توګه د اوبو د زيرمو له کبله غني هيواد دی ، خو له بده مرغه چې په تيرو څلو لسيزو کې ترې هغه ډول استفاده نه ده شوې په اساسي توګه د ولس ستونزې حل کړي. افغانستان د دغو نعمتونو څخه هغه وخت سالمه ګټه اخیستلی شي چې د اوبو د مهارولو لپاره بندونه جوړ شي، او ترې برېښنا ترلاسه شي. خو دغو اهدافو ته هغه وخت رسیدلی شو چې موږ د اوبو او برېښنا په مدیریت کې ژوربدلون رامنځته کړو. که چېرې افغان دولت د وارداتي برېښنا پرځای په خپلو اوبو برېښنا کوټونه جوړ کړي، نو هم به کرنه پرمختګ وکړي او هم به له خپلو منابعو څخه برېښنا تر لاسه کړو.
۲ــ د نورو هيوادونو سره د اوبو منظم ويش: دا چې افغانستان له ايران پرته له خپلو نورو ګاونډيانو سره د اوبو د وېش پر سر تړونونه نه لري، ښايي په راتلونکي کې به افغانستان له ډېرو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي؛ ځکه هر کله چې افغانستان پر دغو سیندونو د بندونو جوړولو تابيا کوي، د ګاونډيو هېوادونو له تاوده غبرګون سره به مخ کېږي. خو که چیرې افغانستان له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د ویش تړونونه لاسلیک کړي، نو اوبه به د دغو هېوادونو ترمنځ د کړکیچ لامل نه، بلکې د همکارۍ لامل شي.
۳ــ بهرني مرستندويان او خصوصي سکتور هڅونه: افغان حکومت بايد په کور دننه داسې شرايط برابر کړي چې نړيوال مرستندويه بنسټونه او خصوصي سکتور وهڅيږي چې په کور دننه د برېښنا بندونو په جوړولو پانګونه وکړي.
۴ــ د نويو برېښنا بندونو جوړول او د زړو بيا ترميم او ساتنه: افغانستان د ۳۱۰ زړه ميګاواټه د برېښنا د توليد وړتيا لري. د دغې برېښنا څخه د ګټې اخيستنې لپاره بايد افغان دولت د اوبو د مديريت او مهار لپاره داسې ستراتيژي جوړه کړي چې هم د نورو هیوادونو سره مو د اوبو پر سر جنجالونه پايته ورسيږي او هم په کور دننه اوبه د برېښنا د توليد او د کرنې د پرمختګ لپاره وکارول شي. د کابل، هلمند، هريرود، کنړ، آمو او نورو لويو سيندونو پر سر بايد نوي بندونه جوړ شي او د زړو هغو د بیا ترميم او د توليدي ظرفيت د لوړولو لپاره کار وشي. همدا اراز هغه برېښنا بندونه چې له هغې سره ګاونډي هيوادونه پاکستان او ايران حساسيت لري لکه سلما، کجکي، مچلغو او مناګي برېښنا بندونو ساتنه بايد افغان دولت په خپل لومړيتوب کې شامله کړي.