د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اې د ( ِاقرَاء ) د نزول میاشتې !

محمد انور ولید 06.06.2016 12:43

الهي امورو ته پابند انسان د رب العالمین په ټولو مخلوقاتو کې د موعودو نعمتونو وړ یو داسې مخلوق دئ چې الله پاک د عباداتو او معاملاتو په تعبُدي او معاملاتي اړخونو کې د سم او پرځای تعمیلولواو بري له برکته ور باندې پېرزو کړي دي . ولې انساني مخلوق په خپل کِرداراو الهي آزموینه کې یو ترټولو ضعیف مخلوق هم دئ چې تل د قدیر خدای (ج) فضل او لارښوونې ته اړ او محتاج دئ . خو دغه لارښوونه او حقیقي شفأ په الهې وحی کړای شوي قرآن کې ده . ا و قرآن خپله د الله (ج) ستر فضل دئ پر خپلو مؤ منو بند ه ګانو باندې . ځکه قرآن د مؤمنانو له پاره شفأ او رحمت دئ چې د وخت عابد ، ذاکر ، مخلص ، صابر ، زغمونکی ، هوډ من ، د الله (ج) د لارې ساتونکی ،  با ایمانه ، صادق ، امانت کاره ، مُوحِد او د الله (ج) مخلوق ته په لاس او ژبې سره  خیررسوونکی بنده له ټولو دنیوي او اُخروي بلاوو څخه نجات پرې موندلی شي .
دغه الهي اکملترینه برنامه او د ستورد کال په ترټولوغوره ، بختوره ، سپېڅلې او له نبوي خصلت سره سم د عبادت په میاشت کې په هغه شپه د بشریت د لارښود قانون په صفت د انسانانو په تر ټولوغوره ناجي حضرت محمد (ص)  باندې د ملکوتي روح الامین په واسطه د الله (ج) له لوري را نازل شوی . په دې میاشت کې له ټولو بد مرغیو څخه د نجات قانون په تدریج سره را نازل شو . هغه قانونه چې له ټولو وضعي دستوراتو سره ښکاره توپیرونه لري . په دې میاشت کې د قدر شپه را نغښتې ده . هو ؛ دا داسې شپه ده چې تر (۱۰۰۰) میاشتو، یا په بله وینا ؛ تر (۸۰ ) کالو عبادت غوره بلل شوې ده . هو ؛ هغه شپه خو د قدر شپه ده ، چې د روژې د درېیمې لسیزې په طاق ورځو کې د انسان له اټکل څخه د الهي بالغه حکمت له مخې پټه ده .
مسلمان باید له وخت نه ګټه پورته کړي او هره لحظه له خپل خدای (ج) څخه د مغفرت غوښتنه وکړي ، ځکه مرګ ناڅاپه راځي او سبا هم معلومه نه ده چې څه پېښېږي . څوک چې د الله (ج) له حکم سره سمه روژه ونیسي او خپل خدای (ج) ته ددُعأ لاسونه پورته کړي ، الله (ج) د هغه دُعأ هرو مرو قبلوي . په دې اړه رسول اکرم (ص) فرمایلي دي : د درېیو کسانو غږ خدای (ج) ژر اوري او سوال یې ژر قبلوي : یو د هغه روژه تي چې په لاس ، ژبه ، سترګو ، غوږونو ، افکارو او د وجود په ټولو اندامونو یې روژه نیولې او ( له هر ډول حرامواو خبیثه اعمالو یې ځان ساتلی وي ) . بل د مظلوم غږ ژراوري او سوال یې قبلوي ، او درېیم د عادل مسلمان پاچآ غږ الله تعالی ژر اوري او سوالونه یې قبلوي . خو ددې پر خلاف د مشرک سړي او مشرکې ښځې سوال چې له پیر بابا ، شینکي بابا ، دُربابا ، دا تاګنج بخش بابا ، میا ولي بابا ، ګورړې شریف او نورو باباګانو څخه یې غواړي ـ نه یې روژه قبلېږي او نه هم سوال . ځکه دوی خپله روژه او سوال دواړه غیرالله ته منسوبوي . په داسې حال کې چې د ځمکې او آسمانونو د ستونزو او سهولتونو کلي ګانې ټولې له الله سره دي ، نه له بابا ګانو سره . نوعقلاً باید له چانه سړی سوال وکړي او چاته باید سړی روژه ونیسي ؟ معبود برحق مالک الملک او د عزت ، ذلت ، پاچاهۍ او ګدایي واکمن ته ـ اوکه کوم بل داسې چاته چې د خپل ځان واک هم ور سره نه وي ؟
روژه خدای پاک ته د عبادت کولو له امله د نږدې کېدو میاشت ده . روژه د خدایتعالی د ذ کراو یادولو میاشت ده . په دې میاشت کې باید د خدایتعالی ذکر ډېر وشي ، د خدایتعالی قرآن باید ډېر تلاوت شي ، په ترجمې او تفسیر یې ځانونه پوه کړي . او هغه په خپل ژوند کې عملي کړي ، تر څو خدا تعالی موږ یاد کړي او رحم را باندې وکړي . په دې میاشت کې شتمن باید فقیرانو، یتیمانو، کونډو، بې کوره، سوالګرواوبېوزلوکسانوته د استعانت ، سخأ ، همدردۍ ، خواخوږۍ او بشپړانساني اخوت لاسونه وروغځوي ، بېوزله او ناداره لوېدلي له ځانه سره را پورته کړي . خپل زکات ، خیر، خیرات او صدقه هغوی ته ورکړي . د ناروغانوعیادت او پوښتنې ته ور شي . دوه تنه مسلمانان چې په خپلو کې له یو بل څخه خوابدي وي ـ باید په پند ، موعظو او د حکمت په پسته او نرمه کاملاً انساني منطقي ژبه سره یې پخلا کړي . که خپله له چاسره خوابدي لري کینه او کدورت دې له خپلې کوپړۍ او زړه څخه وباسي ، ځکه تر درېیو ورځو ور آخوا د مسلمان له مسلمان سره کینه ساتل ډېره ستره ګناه او د ایمان د زوال سبب جوړېږي .
هغه مسلمان وروڼه چې  د روغې جوړې کولو وس او استعداد لري ، ور باندې واجبه ده چې سره خفه وروڼه له دې ګناه څخه خلاص او نور د ورورۍ په آرامه فضأ کې ژوند سره وکړي .
هغه کسان چې ددوو مسلمانانو تر مینځ په خپل منافقانه مهارت سره د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو په خاطر د نفاق او د ښمنیو تخمونه کري . په اصطلاح خپل عزت ، خپله ګټه ، خپل واک ، او خپله برلاسي د نورو په مرګ ژوبلو، تجرید او بې عزتیو کې لټوي او لاس په کې لري . د هغوی په ایمان اواسلام کې شک دئ او باید له سره خدای ته توبه وباسي اوخپل ایمان له سره تجدید کړي . ځکه دداسې کسانو د منافقت کچه  د اسلام له حریم څخه وتلې او د منافقت له عائقې برخې هم ورآخوا کفري عقیدې ته رسېدلې ده . دوی ته عبادالله نه ، بلکې عباد النفس اوعباد الشیطان ویل کېږي، چې نه له عباداتو سره سرو کار لري او نه یې په معاملاتو کې پرته له ضرررسولو چاته ګټه رسېږي . د الله له پرستش او عبادت سره تل په ټکر کې وي ، او په معاملاتو کې پخې ژمنې ماتوي ، دوراغ وایي ، امانت خیانتوي .
ناروا قتلونه ، ځان وژنې ، زنا کوي ، رشوت خوړي ، په بیت المال کې ناروا تصرف کوي او په خپله خوښه خپلو خپلوانو ، ډلې او انډیوالانوته د بیت المان خزانې ور وېشي  او انساني حقوق خوري . په کورونو ، په تشنابونو، هوټلونو او نورو ځایو کې روژه خوري . د عبادت پر ځای سازونه اوري ، پردۍ ځمکې غصبوي  ، د پردیو استخباراتو په خوله خپل هېوادوال وژني ، رقصونه او سازونه اوآن پردین اودینې شعائرو باندې ملنډې وهي ، دین پلوري ، او داسې نورهغه خبیثه پټ عادتونه چې له عوامو څخه یې د ستېج پر سر په خبرو کې پټ ساتي ، خلکو ته فرېب ورکوي ، ځان واک ته پرې رسوي او بیا د خلکو په پاکو رأیواو برخلیک باندې ملي ضد لوبې کوي ، دا  او دېته ورته نور ټول شیطاني اعمال خو یې د پلاراو نیکه ورپاتې میراثونه دي چې په اصطلاح د اروپايي بشرد حقوقواو آزادۍ په وثیقه یې ساتنه او څارنه کېږي . نو الله دې موږ ټول مسلمانان په تېره افغانان له دغّه ډول شیطاني دامونو څخه په خپل امن و امان  کې وساتي ، زموږ عبادت دې خدای پاک قبول کړي او نور دې خدا پاک موږ  له را پېښو ناورینونو ، مرګ ژوبلو ، دښمنیو او ملي نفاق څخه وساتي او ټول دې خدای پاک په خپلو کې سره وروڼه وروڼه کړي  . آمین ، ثم امین یا رب العالمین برحمتک یا ارحم الراحمین .