د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بختوره روژه

ایمل ارمان 06.06.2016 12:41

بختوره روژه
الله سره په مینه کې بهتره ده روژه
بې شانه یې حکمتونه معتبره ده روژه
د هر مرض شفا ده، دا طبیبه ټاکل شوې
عقبا کې هم د هر څه نه معطره ده روژه
که غواړۍ چې روغتیا مو وي تر تله برقراره
اطاعت یې تاسو وکړۍ بختوره ده روژه
د شرق او غرب واړه داکتران پرې متفق دي
بی شمیره علاجونو کې نام وره ده روژه
معدی د ضعف لپاره هم بهتره ده پړسوب کې
زیاتوالي کې د وزن ګتوره ده روژه
الله دی بې نیازه دا پر مونږه امتحان دی
وريږي رحمتونه را دبره ده روژه
ارمانه! ته که غواړې د تقوا صفت پیداکړی
الله ته رجوع وکړه با اثره ده روژه

شاعر: ایمل ارمان، افغانستان