د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پيژنم

پوهنمل محمدوارث 05.06.2016 13:02

سترګو د جانان کې زه غلا پيژنم
ښکاري په کې ټوله دنيا پيژنم

سره چې اننګي شي د شفق په څير
هله ئې د سترګو حيا پيژنم

لا که بې پروا شي پروا نه کوي
پټ ئې اننګو کې ادا پيژنم

دلته چې اوسيږې مينه جرم دی
بس زه ناروا او روا پيژنم

څومره چې تروږمۍ ځان ته غره شي خو
لمر ختو نه مخکې سبا پيژنم

ستا د خاطرو دفتر مې وسپړه
اوس پکې ګناه او خطا پيژنم

دومره تجربه ( وارث ) حاصيله کړه
وائې چې پخلا نا پخلا پيژنم