د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پاکستان د وروستيو تحرکاتو اصلي موخې

خوشحال آصفي 04.06.2016 14:41

د تيرې چهارشنبې په ورځ‌ (د غبرګولي ١٢) پاکستان د هغو افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې پاکستان ته د ننوتلو لپاره ویزه او پاسپورټ نه لري. د تورخم دروازې دواړو غاړو ته هغه په زرګونو افغانان بند پاتي شوي دي چې د سفرکاغذونه پاسپورټ او ويزه نه لري. د دغې دروازې له تړلو څخه وړاندې په تورخم کې پاکستاني عسکرو دلا وډ سپيکرو له لارې اعلانونه کړي و چې هیچاته د دروازې پورې غاړې څخه له ويزې پرته پاکستان ته داوړيدو اجازه نه وي. پاکستان وايې ياد اقدام يې د امنيت د ټينګښت په موخه کړی چې په وينا يې غواړي د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونېسي. د افغانستان حکومت وايي چې د تورخم ستونزې د هواري لپاره یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
د يوازينۍ د تورخم مساله نه ده چې پاکستان يې په وروستيو کې ترسره کوي؛ بلکې له کله نه چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په خاوره کې وژل شوی دی، پاکستان په دغه هیواد کې پر مېشتو افغانانو هم فشار ډېر کړی، په لسګونو تنه یې د جاسوسۍ یا د اسنادو د نه لرلو په نوم نیولي او ځورولي دي. په وروستیو ورځو کې یې په پېښور کې د افغانستان د کونسل د موټر مخه ونیوله او د هغه مزاحمت یې وکړ. څو ځلي يې د ډيورنډ فرضي کرښې او له افغانستان سره په سرحدي سيمو کې د پوځي تاسيساتو د جوړولو هڅه کړې. په پاکستان کې د طالب مشر ملا منصور تر وژل کيدو وروسته د دغې ډلې لپاره نوي مشر ټاکل او بيا د پاکستان د رسمي ګوندونو لخوا د ملا منصور د وژنې اړوند په امريکا نيوکه کول او بيا يې فاتحه اخيستل، او همدا راز د طالب اورپکو د نوي مشر د ټاکلو لپاره په دغې هيواد کې د طالبانو پټې غونډې او همداشان د نوي مشر ملا هيبت الله سره د طالبانو د بيعت غونډې جوړول هغه څه دي چې پاکستان کې ترسره شوي دي.
په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان په تير يو نيم کال کې له افغانستان سره په پټه دښمني پاللې او پر افغان دولت د بيلابيلو فشارونو راوړلو تر څنګ يې د ډيورنډ کرښې په شاوخوا کې پوځي تحرکات ترسره کړي دي. خو پوښتنه دا پيدا کيږي چې په تير يو نيم کال کې چې پاکستان کوم تحرکات د ډيورنډ په شاو خوا کې پیل کړي دي په کومه معنا دي؟ د پاکستان د دومره سپين سترګۍ لامل څه دی، آيا د پاکستان په مقابل کې د افغان حکومت سياست ضعيف دی او که د حکومت رايه ورسره ده؟
دلته درې بيلابيل نظرونه شتون لري چې په ډاګه کوي پاکستان ولې په ډيورنډ کرښه تحرکات ډير کړي دي.
۱ــ لومړی نظر دا دی چې پاکستان دغه هڅې او تحرکات د ډيورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره ترسره کوي. داسې ويل کيږي چې پاکستان په تيرو کلونو کې په افغانستان کې د نيابتي جګړې له مخې هڅه کوله او پر افغان حکومتونو يې فشار راوړلو چې دغه کرښه ورسره په رسميت وپيژني خو اوس چې پوه شو چې نيابتي جګړې کار ورنکړ نو په خپله پاليسي کې يې بدلون راوست او اوس په ياد هيواد کې د افغانانو د زورولو، له تورخم دروازې د ويزې پرته د اوښتلو اجازت نه ورکول او د ډيورنډ  کرښې په شاوخوا کې د پوځي تاسيساتو د جوړولو پر اساس غواړي دغې کرښې ته رسميت ورکړي.
۲ــ دويم نظر دا دی چې د ملي يووالي حکومت پاکستان زړور کړی چې ياد تحرکات ترسره کړي. افغانستان د پاکستان، ايران او نورو سيالو هيوادونو په مقابل کې ځانګړې پاليسي نه لري. د پاکستان دا تحرکات د يو اټکل له مخې شوي دي. یعنې افغان حکومت له پاکستان سره پټه ډيپلوماسي پر مخ وړي. کله چې افغان حکومت له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو پټ تړون لاسليک کړ نو دا د افغانستان لپاره يوه خوږه ګوته شوه او اوس هر څه چې پاکستان کوي د همدې پټ تړون د درلودو له امله يي کوي. دغه پټ تړون د افغانانو لپاره يو بل ګندمک او د ډيورنډ تړون دی چې د ملي يووالي حکومت مشرانو لاسليک کړی دی. د دې تر څنګ افغان حکومت له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ګډو پوځي عملياتو ترسره کولو موافقه هم لري چې دا هم د پاکستان لپاره پر افغانستان د فشار يوه آله ګڼل کيدلای شي.
۳ــ دريم نظر دا دی چې پاکستان په ورستيو کې د افغانستان او هندوستان له نيږدي کيدونکو دوستانه اړيکو انديښمن کړی دی. هندوستان په وروستيو کې له افغانستان سره بيلابیلې مرستې کړي دي چې وروستۍ  هغه يې د سلما بند اقتصادي پروژه ده چې د هندوستان په مالي او تخنيکي مرستو بشپړه شوه. دا پروژه د افغانستان د اقتصاد او کرنې لپاره خورا د اهميت وړ ده. دغه پروژه چې د هندوستان په مالي او تخنيکي ملاتړ سر ته رسيږي نو د کابل ــ ډيلي په اړيکو پراخ مثبت اغيز لري او پاکستان دا نشي زغملی چې ډيلي دې کابل ته ډير نيږدې شي. د پاکستان وروستي تحرکات د سلما بند ته يو ډول غبرګون دی چې دغې بند د پاکستان ملا ماته کړې ده. اوس پاکستان ويني چې په دغې ورځو کې دا پروژه په جشن لمانځل کيږي چې په هرات کې به زراعت او د اقتصاد پرمختګ سبب وګرځي او دا په حقيقت کې د افغانستان او هندوستان تاريخي دوستۍ اړيکو ته لا هم نيږديوالی ورکوي او پاکستان دا نشی تحمل کولی.
بل لور ته چې د چابهار بندر په پروژه کې هم يو اړخ هند دی نو په همدې  اساس ويل کيږي چې د پاکستان لخوا وروستي تحرکات هم د همدې پروژو په غبرګون کې دي.