د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو نړيوال حقوق

پوهاند محمد موسی معروفی 03.06.2016 11:23

تر ډيره حده د ماشومانو نړيواله ورځ د جون په لومړۍ ورځ او د نومبر په شلمه لمانځه کېږی. اصلا" دا ورځ په بيلولويو وچو او هيوادونو کی په بيلو تاريخونو د يادونی وړ گرزی. په امريکا کي هم د دي ستري ورځی د لمانځنی ورځ له يوه ايالت نه تر بل ايالت پوری توپير لری علت يي دادی چه د دې ورخی د لمانخنی د پاره يوه ملی ورځ نه وه ټاکل سوې څو چه يوه ماشوم هلک د هغه وخت جمهور ريس بيلکلنتن ته د يوه ليک په ليږلو سره د هغه څخه هيله وکړه چه  د ماشومانو د حقوقو د پيژندگلوی د پاره يوه ورځ وټاکی. نوموړی د همدی ماشوم د هيلی په احترام د ۱۹۹۸ کالداکتوبر ۱۱ د ماشومانو د ورځی په نامه ونومول. مخکی له دينه په کال ۱۹۲۰ کی او بيا په کال ۱۹۲۵ کی د سويسدژنيو په ښارکی د يو بين المللي کنفرانس په ترځ کی د ماشومانو د حقوقو د ساتلو په هکله اعلاميې خپرې سوې ترڅو چه په کال ۱۹۵۹ کی د ملگرو ملتونو دعمومی اسامبلې له خوا د نومبر شلمه د "ماشومانو د نړيوالی ورځی" به نامه و ټاکل سوه.

     په دې اعلاميو کی د ماشومانو د امنيت، سلامتيا، روغتيا، اقتصادی حالت او په تيره بيا ښوونی او روزني او انسانی عزت او حيثيت د خوندی ساتلو په هکله اصول په گوته سويدی. خو په ټولو هغو بين المللی غونډو کی چه د بشر د حقوقو په هکله، چه د ښځو او ماشومانو حقوق هم په کښی راځی، په افغانستان او له هغه نه بهر جوړی سويدی او ما گډون په کښی درلود(د مثال په توگه په ۲۰۰۶ کال د ښاغلی سپانتا د وزارت په وخت کی د ښځو د حقوقو بين المملی کنفرانس چه د خارجه چارو د وزارت له خوا به کابل کی جوړ سوی ؤ او زه هم په کښي غړی وم) په ډاگه ويلی دی چه کوم څه چه تاسی محترم گډون کونکی يې فرماياست او د " بشر د حقوقو په نړيواله اعلاميه" کی او نورو اړونده اعلاميو کی څرگند سويدی هغه څه دی چه د اسلام د مقدس دين په قرآنی نصوصو او د حضرت پيغمبر ﷺ په ارشاداتو او سنت کی تآکيدآ او تکرارآ د انسانی ژوند د تنظيم او سوکالۍ له پاره تلقين سويدی. د اسلام په مقدس دين کی ټول ماشومان مساوی حقوق لری او د هلکانو او نجونو تر مينځ تو پير نسته. په هغه روايت کی چه د بخاری او مسلم په احاديثو کی يی هم پخلی سويدی راغلی دی چه يوه ورځ د نعمان بن بشر په نامه يو صحابی و حضرت پيغمبر ﷺ ته راغی او عرض يی ورته وکړ چه يا رسولالله تاسی شاهد واوسی چه ما خپل يو نوکر و خپل يو اولاد ته د سوغات په توگه و باخښه. حضرت پيغمبر ﷺو رته و فرمايل چه آيا تا دا راز سوغات و خپلو نورو اولادوته هم ور کړي دی؟ نو چه منفی جواب يی واوريد ويفرمايل:د الله ﷻ څخه و بيريږه اود خپلو ټولو اولادونو سره منصف او عادل و اوسه. زه د بيعدالتی شاهد کيدې نسم.

     په عمومی توگه په اسلامی حقوقو او شرعی احکامو کی هم د امانت په هکله خيانت او د بل پر حقوقو تيری او هم ظلم کول په قطعی توگه ممنوع او جزاي عواقب لری.ماشومان يو امانت دی چه د دی امانت ساتل په لومړی درجه کي د والدينو او که والدين ميسر نه وی د وکيل او ولی او ورپسی د دولت او حتي ټولی ملی او نړيوالی ټولنی زيرمه او مسوليت دی.

     په اسلامی ارشاداتو کي دظلم د کلمی مفهوم يوازی پر محکوم باندی د حاکم پر ظلم باندی محدود نه دی بلکه ډيره پراخه ساحه په غيږ کی لری. په اسلامي احکامو او اخلاقو او تهذيب کی د خپل ځان څخه را نيولې پر ماشومانو او د اهل بيت پر ټولو غړيو او ټولو انسانانو او آن څاربو او چارپيوال او محيط باندی تيرې او بی غوری منع دی. پر ځان د ظلم د مخنيوی په خاطر الکهولي مشروبات، نشي ټوکی او دخانيات حرام بلل سويدی او د بدنی روزنی او سلامتيا توصيه سويده. په همدی توگه بلار او مور به لومړي درجه او دا نور هر يو په خبل وار مسوليت لري چه په خپله وسع د ماشومانو د سالمی غذايې، اقتصادي، امنيتي او په تيره بيا ديني، اخلاقي، ښوونی او روزنې په هکله پټ او مبهم نه بلکه څرگند او محسوس هلی ځلی وکړی. د لويانو په څير د ماشومانو د عزت او حيثيت ساتل هم د ماشومانو به حقوقو کي راخې. و هغوی ته په سپکه ژبه خطاب کول او وهل او ټکول يا د هغوي د ميندو سپکاوی او وهل او ټکول په نيغه توگه ظلم او د ماشومانو پر حقوقو او فزيکی او روحي او معنوی سلامتيا تيرې بلل کيږي.

     له همدی کبله د ماشومانو د ساتنی او حقونو نړيواله ورځ مينځ ته راغله څو والدين، ملتونه، حکومتونه او

په مجموع کی نړيواله تولنه هم د ماشومانو د ساتنی او حقوقو په هکله خبردار و ساتی او هم هغوی په دی هکله و خپلوزيرمو، وجيبو او مسوليتونو ته متوجه کاندی.

     لکه چه وړاندی مي وويل د اسلام مقدس دين د ماشومانو حقوق به داسي وخت کي بشری خبرتيا ته وړاندی کړه چه بشری تولنه په دې هکله په تياره کی پاته وه څو چه په ۱۷۶۵ ميلادی کال کی په انگلستان کی په يو ستر علمی او حقوقي اثر کی اروپايی ټولنی ته څرگنده سوه چه ماشومان پر والدينو د ساتنی، سلامتيا او امنيت او ښودنی او روزنی حق لری. په ۱۹۲۴ کال کی د ملتونو نړيوالی ټولني( The League of Nations ) په ژنيو کي غونډه وکړه او د "ماشوم د حقونو اعلاميه" يې جوړه کړه چه همدا اعلاميه چه په لسو مادو کی تنظيم سوې وه په ۱۹۵۹ کال کي د ملگرو ملتونو د عمومی اسامبلې له خوا د څه زياتوالی سره تصويب او د غړيو هيوادونو و تصويب ته ورسيده. د يادولو وړ ده چه پر نورو هيادونو باندی د دې اعلاميې په منلو او لاسليک کولو کی په ملگرو ملتونو کی د هغه وخت افغاني هيآت د وياړنی ډک رول ولوباوه.

     له دې نه و روسته په نورو نړيوالو غونډو او اعلاميو کی هم د ماشومانو د حقوقو پيژندنه او پرځای کول په ډاگه سوه خو له بده مرغه تر اوسه لا هم په افغانستان کی يو شمير پلرونه او د کور او محل مشران د ټولو اسلامی ارشاداتو او ملی او نړيوالو قوانينو، اعلاميو، انسانی عاطفې او اخلاقو په خلاف او د يو ماشوم د تآديب او تربيې او گټي د ساتلو په بهانه د ماشومانو او د هغو د ميندو وهل او ټکول او سپکول، په لږ سن کی د هغو ودول يا بخښل او معامله کول، د ميراث او نورو حقوقو غصبول، تښتول يا اختطاف او د غړيو خرڅول، په جنايتونو او جگړو کی ورنه کار اخيستل په خپلو وياړنو کی حسابی. په پر مختللی هيوادونو کی په هره برخه کی په تيره بيا په کاله کی له ظلم او زياتی څخه د ماشومانو د حقوقو او محافظت له پاره مناسب قوانين او تدبيرونه جوړ سويدی. په امريکا کی ميشته افغانان په دی خبر دی يا بايد ځان خبردار وساتی چه په ښونځيو کی و ماشومانو ته د هغوی د حقونو په هکله ښودنی کيږی او ورته ويل کيږی چه د هغو پر حق او سالمتی باندی د تيری په صورت کی د ۹۱۱ و شمارې ته په ټيليفون کولو سره ژرترژره پوليس را وغواړی. دا پوليس داسی روزل سويدی چه شاکی ماشوم خپل يوازنې آمر بولی او بل د هيڅ چا پروا نه لری.

په درناوی