د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی محترم محمد ایمل اظهارات، د جابهار بندر او د ايران غوشتنه په هکله

افغان تحرک 31.05.2016 12:52

ښاغلی محترم محمد ایمل، د جابهار بندر او د ايران غوشتنه په هکله داسی لیکی:

"د انلاين قدرمنو مشرانو دغه مضمون درسره شريكه وم د جابهار بندر او د ايران غوشتنه د اشرف غني نه د هلمند د ابو به مورد كى د شاربلو او تحليل كولو به منظور زما له انده غني صاحب بايد إيراني اخوندانو ته به واضيحو الفاظو كى ويلي وي جى دا معامله د شفيق صاحب به صدارت كى حل شوي او به همدى معامله كمونيستانو شهيد كر .

د چاه بهار بندر د خوږو زهرو جام - حقمل

كه مسكو تل دا هڅه كړې چي د مركزي آسيا هېوادونه، ذخائر او ماركيټونه ئې د روسيې له گورت ونه وځي، تهران هم تل دا هڅه كړې چي مركزي آسيا د افغانستان له لاري له نړۍ سره وصل نشي، او دغو ماركيټونو ته د رسېدو لار له ايران تېره شي، نه له افغانستان، دواړہ په هغه صورت كي دې هدف ته رسېدى شي چي په افغانستان كي جگړہ او بې امني وي، مركزي حكومت كمزورى او د امنيت له تأمين عاجز وي، د همدې لپاره دغو دواړو هېوادو په افغانستان كي د جنگ پر دوام پانگوني كوي، د شمالي ټلوالي رامنځته كول، د جگړي لپاره ئې چمتو كول او پيسې او وسلې وركول ئې په همدې موخه وو، د جنگ او بې امنيو پر دوام د ايران د پراخي پانگوني يوه موخه همدا وه او ده. ايران د همدې لپاره د چاه بهار بند جوړ كړ، او دا هغه مهال چي په پاكستان كي د گوادر بندر د پرانيستي نېټه نږدې شوې وه او چين دا پرېكړہ كړې وه چي دلته پراخه پانگونه وكړي او يو ستر بين المللي بندر ترې جوړ كړي.

دا دئ ايران بالآخره وتوانېدو د خپلو هڅو لومړنۍ نتيجه ترلاسه كړي، هند د سيمي ستر او شتمن هېواد دې ته چمتو شو چي د چاه بهار بندر كي پراخه پانگونه وكړي، او په دې توگه هند له پاكستان سره د رقابت له كبله هغه كار وكړ چي نه يوازي د پاكستان په ضرر دئ بلكه افغانستان ته نه جبرانېدونكى زيان رسوي، هند د چاه بهار بندر كي د پانگوني له امله ايران ته دا فرصت په لاس وركړ چي د مركزي آسيا هېوادونه له دې بندر استفادې ته چمتو كړي او په دې توگه به د افغانستان له لاري د تېرېدو ضرورت د تل لپاره منتفي گڼي. دا ځكه چي ايران همدا اوس هم د ريل پټلۍ او هم د پاخه سړك له لاري تركمنستان او د تركمنستان له لاري د مركزي آسيا له نورو هېواد سره وصل شوى او افغانستان نه ريل پټلۍ لري او نه معياري پاخه سړكونه او نه ډاډمن امنيت، دلته لا جنگ دئ او بې امني، هغه جنگ او بې امني چي ايران لوى لاس په كي لري او پراخه پانگونه پرې كوي.

د ايراني استخباراتو له لوري استخدام شوي ليكوال او تش په نامه كار پوهان هم گمارل شوي چي د دې پروژې لپاره پراخ تبليغات وكړي، ايران پلو مزدوري رسنۍ په سر كي ئې د طلوع شبكه چي نوي سلنه كاركوونكي ئې ايران پلو شيعه دي چاه بهار داسي انځوروي چي گواكي افغانستان ته به ئې پراخي گټي ورسېږي، د كابل حكومتي كړۍ هم د دې پروژې په دفاع كي ځكه دروغ او رښتيا سره گډوي او غولوونكې دفاعيه ترې جوړوي چي په اصطلاح د خان نوكران دي نه د بانجان، مأموريت ئې دا دئ چي د حكومت له هري سمي او ناسمي پرېكړي دفاع وكړي.

ځيني ئې وايي: چاه بهار تر گوادر او كراچۍ افغانستان ته نږدې دئ او گواكي په دې سره به د انتقالاتو كرايه او مصارف راكم شي!! دا په داسي حال كي چي واقعيت كاملاً د دې خلاف دئ، چاه بهار د پاكستان تر درې واړو بندرونو (كراچۍ، گوادر او واگه) له افغانستان لري پروت دئ، تفصيل ئې داسي دئ:

كابل - اسلام آباد 360 كيلومتر

اسلام - آباد كراچي 1100 كيلومتر

اسلام آباد - واگه 290 كيلومتر

كندهار- كراچي 740 كيلومتر

كندهار - گوادر 760 كيلومتر

كندهار - زابل 450 كيلومتر

زابل - چاه بهار 650 كيلومتر

كابل - كندهار 500 كيلومتر

په دې توگه

كابل - واگه : 360+ 290= 650 كيلومتر

كابل - كراچي: 360+ 1100= 1460 كيلومتر

كندهار - چاه بهار: 1100 كيلومتر

كندهار- گوادر: 760 كيلومتر

كابل - چاه بهار: 500+ 450+ 650= 1600 كيلومتر

يعني كابل - واگه تر ټولو لنډہ لار، بيا كندهار- گوادر لنډہ لار، ورپسې كابل كراچي او تر ټولو اوږده لار كابل - چاه بهار ده.

كه كابل د افغانستان تجارتي مركز ونيسو نو؛ د كابل او كراچۍ تر منځ فاصله د طور خم له لاري 1460 كيلومتر او د كندهار او چمن له لاري 500+ 740=1240 كيلومتر، او له كابل تر گوادر د كندهار له لاري 500+760= 1260 كيلومتر خو تر چاه بهار پوري 500+ 1030=1580 كيلومتره ده.

او كه كندهار د تجارتى مركز په توگه په پام كي ونيسو نو: د كندهار او كراچۍ تر منځ واټن 740 كيلومتر او تر گوادر 760 كيلومتر دئ خو تر چاه بهار 1100يعني يو نيم او دوه برابره زيات.

د گمارل شوو مبلغينو د دروغجنو او غولوونكو تبليغاتو يوه بېلگه ستاسو مخي ته ږدم چي ليكي: د چابهار بندر د کراچۍ له بندر څخه شاوخوا 700KM لنډہ لاره ده!!!، چې په دې سره به په هر کانتینر کې له 500$ څخه تر 1000$ د ترانسپورت لګښت کم او ارزانه شي. دا داسي ښكرور درواغ دي چي يوازي ډېر بدسترگى انسان ئې د ويلو جسارت كولى شي!! كه 700 كيلومتره راكم كړو نو چهار بايد د افغانستان دننه يا د ايران پولي ته نږدې وي نه د ايران په جنوب كي!!

همدا مبلغ ليكي: د چابهار بندر د ګوادر له بندر څخه 70KM فاصله لري!! حال دا چي د كراچۍ او گوادر تر منځ واټن شاوخوا 180 كيلومتره دئ.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي د چاه بهار لاري په غوره كولو سره موږ له يوې خوا د مېوو او نورو زراعتي محصولاتو لپاره د پاكستان ماركيټ له لاسه وركوو او له بلي خوا هند ته د لندو مېوو په لېږد كي له ستونزو سره مخامخ كېږو، د چاه بهار لار په هيڅ توگه د افغانستان د ټولو ولاياتو د لندو مېوو د لېږد لپاره د استفادې وړ نه ده، ښايي يوازي د فراه، نيمروز او احتمالاً د كندهار او هرات ځيني مېوې چي ژر نه خرابېږي ولېږلى شو. نه د شمال خټكي او انگور لېږلى شو او نه د لوگر، ننگرهار او لغمان زراعتي محصولات، ايران په خپلو ماركيټونو كي زموږ د مېوو او نورو زراعتي توكويو پلور ته اجازه نه وركوي، موږ د مېوو او زراعتي محصولاتو لپاره په دې سيمي كي يوازي د پاكستان او هند بازارونه لرو، كه د غلطو سياستونو له كبله دا ماركيټونه له لاسه وركړو نو بديل ماركيټونه ئې اوس او لږ تر لږہ په لنډ مستقبل كي نشو موندلى. افغانستان كولى شي له ټاپي پروژې چي هند او پاكستان ته حياتي ارزښت او اهميت لري؛ په استفادې سره پاكستان دې ته اړ كړي چي تر هند پوري د تجارتي توكيو د لېږد په ارتباط لازم تسهيلات برابر كړي، همداراز هند دې ته تيار كړو چي د مركزي آسيا ماركيټونو ته د رسېدو لپاره له افغانستان پرته نوري لاري ونه لټوي.

په لاندى نقشه كي د كابل او كندهار فاصله تر واگه، كراچۍ، گوادر او چاه بهار پوري مقايسه كولى شي."
د ښاغلی محترم محمد ایمل اظهارات خاتمه.

منبع: Mohammad Ayma له سدنی ( Sydney) څخه په ٢٩ می ٢٠١٦ م. نیته کی خپل دا اظهارات په ګران افغان-جرمن پورتال کی وړاندی کړی دی.
http://www.afghan-german.com/tahLiLha/Edit_Comments.aspx?15741


د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله