د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې د پردۍ جګړې تازه اړخونه

خوشحال آصفي 31.05.2016 11:51

د طالبانو له ډلې څخه جلا شوې ډله وايې چې روسيې او ايران ملا منصور ته د داعش پر ضد د جګړې لپاره ميليونونه ډالر ورکړي دي. د ملا محمد رسول ډله وايې چې ملا منصور او ملا هيبت الله په هلمند او زابل کې د ازبکانو خلاف عمليات د روسيې او ايران په غوښتنه وکړل او له دې لارې يې په ميليونونه ډالر ترلاسه کړل. دا خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې وړاندې هم رسنيو په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د روسيې او ايران د اړيکو راپورونه خپاره کړي دي.
په داسې حال کې چې وسله وال طالبان او ايران د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې دوه مخالف لوري دي خو په وروستيو کې تر منځ د اړيکو د ټينګولو راپورونه ورکول کيږي. پوښتنه دلته پيدا کيږي چې ايران ولې له طالبانو سره مرستې کوې؟ آيا غواړي له خپل سيال هيواد امريکا سره په افغانستان کې خپل زور و ازمويې او که موخه ايران ته د داعش له لوري د احتمالي خطر مخه ډپ کول دي؟
په دې کې خو هيڅ شک نشته چې ايران او پاکستان د افغانستان لپاره ښه نيت نه لري او تل يې هڅه کړې چې دلته د جګړې په اور پطرول وپاشي. خو په وروستيو کې د توقع خلاف د ايران او وسله والو طالبانو تر منځ د پټو تماسونو څخه داسې څرګنديږي چې ايران په افغانستان کې د خپل مذهبي مخالفې ډلې (داعش) له پراخيدونکې حضور څخه اندېښمن دی. ایران د داعش ډلې له وروستیو حرکاتو انګیري چې دا د دوی، روسيې او چين د مقابلې يا زوال پروژه ده. داسې ویل کېږي چې طالبان، د یوې پټې معاملې پر اساس، چې له ایران سره یې کړې ده، د افغانستان له شیعه مېشتو سیمو او د هغو له اوسېدونکو سره کار نه لري او حتي د دغو سیمو لپاره ټاکلي تشریفاتي والیان او نور مسوولان یې هم په نورو سیمو کې اوسي. ځکه ایران په سیمه کې د داعش ډلې له وروستیو حرکاتو اندېښمن شوی. ايران له دې وړاندې هم له ۱۹۹۶ نه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر ۱۱ مې وروسته د طالب ضد شمالي ټلوالې پوځي او مالي ملاتړ یې کاوه.
بل لور ته د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی وايي چې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او د هغه پر ځای د هیبت الله اخوندزاده له ټاکل کېدو وروسته له طالبانو سره تماسونو ته دوام ورکوي. ضمیر کابلوف د روسیې رسنيو سره په مرکه کې په غیر مستقیم ډول د امریکا له لوري د منصور پر وژل کېدو نېوکه کړې او ویلي یې دي، اخوندزاده پوځي قوماندان نه دی او غالباً سراج الدین حقاني او ملا قیوم به د جګړې برخلیک ټاکي.
دا لومړی ځل نه دی چې له طالبانو سره د روسيې د اړيکو خبر ورکول کيږي بلکې له دې وړاندې په پاکستان کې د روسيې سفير الکسي ديدوف هم ويلي و، چې د مسکو او افغان طالبانو تر منځ اړيکې او روابط شته. له هغه وړاندې په افغانستان کې د روسیې پخواني سفیر او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له انټرفاکس خبري آژانس سره په مرکه کې هم ويلي و، چې د داعش پرضد مبارزه کې له طالبانو سره په اړیکه کې دي. همداشان داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې د روسيې ولسمشر د طالبانو له رهبر ملا اختر محمد منصور سره د تير کال په سپټمبر مياشت کې په تاجکستان کې کتلي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې روسيه ولې له طالبانو سره د اړيکو د ټينګولو په هڅه کې ده؟ آيا غواړي د وسله والو طالبانو په وسيله دلته په افغانستان کې د امريکا ګټې وګواښي او که په افغانستان او سوريه کې د داعش ترهګرې ډلې د پراخيدونکي حضور څخه د روسيې د امنيت لپاره اندېښمنه ده؟
روسي چارواکي له دوه اړخونو د روسيې د امنيت لپاره اندېښمن دي. يو د افغانستان په شمالي ولايتونو کې له نا امنۍ او په ټول افغانستان کې د داعش له حضور څخه. او دويم په سوريه کې د نا امنيو او د داعش له حضور څخه. روسيه په دې پوهيږې چې داعش د منځنۍ اسيا د هيوادونو او چين تر څنګ د روسيې د زوال لپاره جوړه شوې پروژه ده نو له همدې امله کله په سوريه کې د داعش ضد پوځي عمليات کوي او کله په افغانستان کې د داعش د ځپلو لپاره له وسله والو طالبانو سره اړيکې نيسې. د دې خبرې کره والی دليل دا دی چې له څه باندې يو کال راهیسې د روسیې لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه خبرداری ورکړی او په بېلابېلو وختونو کې يې په دې اړه څرګندونې هم کړې دي. داسې ښکاري چې افغانستان يو ځل بيا په سيمه او نړۍ کې د لويو قدرتونو تر منځ د سياليو او د نيابتي جګړې په ډګر بدليدونکی دی.