د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرپښتو باندي د اسلام د سپېڅلي دين پېرزوينه

عبدالمالک همت 31.05.2016 11:49

د پښتو د نړيوالي ورځي په مناسبت
د عبدالمالک همت ليکنه او څېړنه

      "عربي يوه مكمله او په علمي اصطلاحاتو ډكه اوهم ديني مقدسه ژبه ده. دغي خوږې ژبي زموږ ژبه په ډېرو لغاتو راخوږه كړې، بډايه كړې او له ډېرو نواقصو را ژغورلې ده. زموږ په ژبه ډېر ديني او علمي اصطلاحات له عربي څخه راګډ سوي دي".  
                                                                                           
د كابل مجلې د ۱۳۲۳ل. كال د ثور د مياشتي
په ګڼه  كي د پوهاند حبيبي له ليكني څخه.

لومړى څو خبري د سركرښو په توګه.
د لوى څښتن جل جلاله په نزد له هماغه پيله د نړيوالو د سياسي، ټولنوټيزو، هڅوبيزو او د ژوندانه د نورو ټولو چارو د سمون لپاره يوازنى سموونكى اسلام ؛ دغه د خداى د يو والي او وحدانيت مقدس دين دى. د تېرو پېړيو په پوړيو كي چي هركله د نړۍ په يوه ګوټ كي خلك د اسلام له سمي لاري، كږو او ناسمو لارو ته اوښتي دي، لوى څښتن سبحانه د هغو اسلام ته د بيا راګرځېدو لپاره خپل استازي د انبياوو او رسولانو په نامه ورلېږلي دي. چي كه يې چا خبري منلي پر سمه لار روان سوي او كه يې نه دي منلي ورکلاري او د خداى په غضب اخته سوي دي.
په دې لړ كي لكه چي موږ مسلمانان تر اسلام دمخه د نړۍ د انساني ټولنو حال احوال ته د جاهليت دوره وايو. رشتيا هم په دغه پېر كي د نړۍ پر ګوټ ګوټ باندي زموږ د اورشو په شمول د ناپوهيو، خواريو، وروسته پاته والي، بې اتفاقيو، ظلمونو، ورانيو، جنګ جګړو، د ډول ډول اديانو او فاسدو عقيدو د رامنځته كېدو او وحشت او بربريت توري لوخړي هره خوا خپرې وې او د نړۍ اوضاع او د نړيوالو ژوند، اخلاق او نوري ټولي چاري ډېري وراني ويجاړي سوي وې.
دغه مهال لوى څښتن خپل غوره استازى حضرت محمد مصطفى صلی الله عليه وسلم د نړۍ په ګوټ ګوټ كي د اسلام د سپېڅلي دين د رڼا د خپرېدو او د جهالت د تورتمونو د له منځه تلو لپاره د خپل پيغمبر په توګه ولېږه. په دې ډول لوى څښتن د حضرت محمد او د هغه د پاك زړو اصحابو او د خپل معجز كلام قرآن مجيد په وسيله له عربو څخه نيولې تر پښتنو پوري د نړۍ د ولسونو په دغه وران ويجاړ حالت كي ژور او بنسټيز بدلون او اوښتون راوست، چي دا يوه منلې خبره ده، خو پر هر اړخ باندي يې رڼا اچول بېل او اوږده بحثونه غواړي او دلته تر دې زيات زموږ د بحث موضوع هم نه ګڼل كيږي.
اوس آره خبره:
څنګه چي زموږ موخه د اسلام د دين لخوا يوازي د پښتو ژبي د پرمختګ څېړنه ده، نوله دې امله به خپلي خبري را لنډي كړو او يوازي به يې پر دې متمركزي كړو چي دغه اسلام په دغسي حالت كي او تر هغه په راوروسته كي پښتو ته څه وركړه؟ خو دا هم ډېر پراخ او هر اړخيز بحث دى. ګومان نه كوم چي زه به يې په دې لنډه ليكنه كي په تمامه معنا تشرېح كړلاى سم. ځكه اسلام زموږ پر ژبه دومره پراخ اغېز ښندلى او دومره ګټه يې ور رسولې ده چي كه ووايم چي له دې امله زموږ ژبه د عربي غوندي د اسلام ژبه ده مبالغه به مي نه وي كړې. هسي خو پښتو او نوري ټولي ژبي د لوى څښتن ژبي دي او په پښتو د دين او علومو لوستل هماغه د عربي ژبي ثواب او فضيلت لري. خداى مكړه كه دغه ژبه ضايع سي، نو د ديني او دنيوي علومو ټوله زېرمه به ورسره ضايع سي. له دې امله د پښتو ژبي حفاظت او پرمختيا د دين حفاظت او پرمختيا باله سي، او د وس درلودلو سره سره د هغې په ساتلو كي غفلت او سستي به معصيت او په آخرت كي د مواخذې موجب وي.
دا خو د پښتنو د همت او غيرت دښمنان مغول او د هغو ځيره خواره وه چي زموږ دغه سپېڅلې، د قرآن كريم په وينا د خداى له نښانو څخه يوه نښانه ژبه يې په ناځواني او ناروا توګه د دوږخ ژبه بلل. دا خو زموږ چنګېزي او انګرېزي غليمان وه چي په زور او زر او جاسوسيو، ټګيو او چل ول او پر موږ باندي د جګړو په تپلو او د هغو په الو ګولو کي يې زموږ هرڅه را وران او راڅخه لوټ او غلا كړل او زموږ ژبه يې دغسي را خواره او د تمدن له كاروانه ليري كړه، او له بده مرغه اوس هم ځيني ناولي عناصر لګيا دي زموږ د دغي خوږې او سپېڅلي ژبي په خوارولو، له صحنې ګوښه کولو اوکه وکولاى سي د هغې په له منځه وړلو پسي يې مټي را نغښتي دي.
په هر صورت ! څنګه چي پښتنو له هماغه پيله د تاريخ په بېلو بېلو پړاوونو كي د اسلام د مقدس دين د خپرېدو او پرمختيا لپاره ډول ډول رشتيني او پراخي سرښـندني او هلي ځلي كړي دي نو اسلام هم د خپلو مقدسو موخو او ځانګړنو له مخي له خپلو علومو، خپلو ښـېګڼو او خپلي ژبي عربي څخه ډېر څه پر پېرزو كړي دي او كله كله لا لوى څښتن داسي هم كړي دي چي د اسلام د چارو واګي يې ګردسره موږ پښتنو ته سپارلي دي او موږ يې را پاڅولي او ګومارلي يو چي زموږ د هيواد له غزني، غور، هرات، بلخ او كندهار او نورو سيمو څخه اسلام په ډېر برم او دبدبه د هند په پراخه لته كي خپور او اسلامي واكمني پكښي قايمه كړو.
دلته بايد يوه نكته څرګنده كړم او هغه دا ده چي د ټولنپوهانو او ژبپوهانو په اند د ژبي په بدلون، اوښتون او ګډېدلو كي د ډېرو نورو عواملو تر څنګ د ولسونوتر منځ ديني او روحاني اشتراك، د ګاونډيتوب اړيكي، سياسي ولكه او علمي او ادبي نفوذ ستر اغېز لري. له بله پلوه زموږ د ژبي يو ډېر ښه مزيت دادى چي هغه د هر ډول تعبير، تمثيل او توليد او د لغاتو او كلماتو د غوره كولو او نفي كولو او اغېز منلو او اغېز ښندلو او دغه راز د لغاتو، كلماتو، الفاظو او اصطلاحاتو د خپلولو او وركولو ډېره ښه وړتيا او استعداد لري او لكه چي پوهيږو دا د ژونديو ژبو له ښېګڼو څخه بلل كيږي. په نړۍ كي هر ه ژوندۍ او بشپړه ژبه له نورو ژبو څخه اخذ او استفاده كوي. په دې هكله د لاتيني ژبي او د اروپا د نورو ژبو مثال زموږ په مخ كي دى. په تېره د انګريزي ژبي په هكله له څېړني او مطالعې څخه موږ ته جوتيږي چي د دې ژبي زيات اصطلاحات، الفاظ او تركيبونه له لاتيني، فرانسوي، عبراني، عربي او جرمني ژبو څخه اخيستل سوي دي. البته موږ پوهېږو چي دا د انګريزي ژبي عيب نه بلل كيږي، بلكي منلې خبره ده چي انګريزي د نړۍ له ډېرو سترو ژبو څخه باله سي او اوس يوه نړيواله ژبه ده.  
پښتو هم په دې ډګر كي له نورو ژبو څخه تر شا پاته نه ده. ډېر څه يې د پورتنيو ويلو سوو عواملو له امله له نورو ژبوڅخه اخيستي او ډېر څه يې هم  له خپله توله  نورو ژبوته  وركړي دي.
لكه چي تاسو پوهېږئ عربي ژبي هم له نورو ژبو څخه زيات لغات اخيستي دي، لكه  دولاب، دسكره، كعك، جاموس، قبان، قنطار، ترياق، اطريفل، عبير، صندل، افعي او داسي بې خرته ډېر نور، چي په دغو كي عبير د پښتو د ابير معرب دى چي يو ډول خوشبويه دواده. صندل د پښتو د چندڼ معرب دى چي يو ډول ونه ده چي لرګی يې ډېرخوشبويه دی او نباتاتي نوم يې Santulum album يا  Sirium myrtiflium دى. افعي د پښتو د اپي يا هپي معرب دى چي لوى مار يا اژدها ته وايي، لكه چي حضرت عليين مكان خوشال خان خټك رحمه الله وايي: مه لړم شه، مه اپي شه غم فزا راحت زدا.
دغه راز فارسي ژبي هم دغه كار كړى دى. لكه چي لوى استاد پوهاند علامه حبيبي رحمه الله وايي  اوس په فارسي كي په سل كي تقريباً دېرش كلمې د پښتو په ګډي سوي دي.
د اردو ژبي په هكله خو نو تاسو ښه پوهېږئ، چي لكه چي پروفيسر امجدعلي شاكر د "اردو ادب تاريخ وتنقيد" په ( ۸۶ ) مخ كي وايي:
" اردو ژبه د هند په نيمه وچه كي د اسلامي اغېزو په پايله كي رامنځته سوه او دغه اسلامي اغېزي له شمال لوېديځ څخه د افغانستان له لاري راغلې. د دې چاري پيل د سلطان محمود غزنوي له بريده وسو. محمود غزنوي په ۱۰۰۱ع. كال پر برصغير بريد وكړ او پر هغه يې د اسلام او مسلمانانو لپاره ورونه پرانيستل. له دې نوو راغلو مسلمانانو څخه زياتره پښتانه وه چي مورنۍ ژبه يې پښتو وه. له دې امله پر اردو باندي د پښتو له اغېزو څخه انكار ممكن نه دى".
دغه راز نوموړى پوهاند د امتياز علي خان عرشي خبري داسي را نقلوي:
"اردو ژبه د پښتنو د خدمتونو په پايله كي رامنځته سوه. دا پښتانه وه چي عربي، پښتو، فارسي، او تركي ژبي يې برصغير ته راوړلې. عربي د هغو ديني ژبه وه او پښتو او فارسي (دري) د هغو مورنۍ ژبي وې او تركي هم د پښتنو په يوه كوچنۍ سيمه كي ويل كېدل. د پښتنو دغه ژبي د دوى سره يو ځاى برصغير ته راغلې او پر سيمه ييزو ژبو باندي  تر ژورو اغېزو ښندلو وروسته د اردو ژبي د زېږېدو لامل وګرځېدلې".
لنډه داچي اردو ژبي له پښتوڅخه زښت زيات لغات اخيستي دي، چي يو څو بېلګې يې دي:  بوتا چي پښتو يې بوت دى، د مراهق اولويښت ته د نژدې په معنا. پركټا چي پښتو يې پركټى دى د بچندر، يا هغه زوى په معنا چي كونډه ښځه يې تر دوهم واده وروسته د مېړه كور ته د ځان سره بوزي.  ډز چي پښتو يې كټ مټ ډز دى د ټك يا د تفنګچې يا توپك د ګولۍ ويشتلو د ږغ په معنا. سنډا چي پښتو يې هم سنډا دى  د نرګاومېښي او مجازاً د غټ او چاغ سړي په معنا. دغه راز بلوڅي او ځينو نورو ژبوهم له پښتو څخه زيات لغات او محاورات اخستي دي. خو څنګه چي زه په دغو ژبو نه پوهېږم د هغو د مثالونو له راوړلو څخه معذرت غواړم.  
اوس راځئ وګوروچي زموږ ژبه بيا څونه د اسلام په ژبه عربي باندي غني او بډايه سوې ده. لكه چي پوهيږو اسلام او اسلامي هڅوب او تمدن د لوېديزو كفري نظامونو په څېر ښكېلاكي او نيواكي مادي نظام نه دى چي د يوه ولس ملك ونيسي نو يې تر لاس لاندي او د خوارو خوار كړي او هرڅه يې ځني ولوټي او غصب يې كړي. موږ پوهيږو چي د اسلام يواځنۍ موخه د نړۍ او د مځكي د سر د وګړو د دې او هغې دنيا نېكمرغي او سعادت دى او چاچي اسلام ومانه او ويې ويل چي:
﴿ لاالٰه الا الله محمد رسول الله﴾ بيا نو پر دې او هغه دنيا نېكمرغه سو،  سر او مال يې  له هر ډول تعرض او بلوسۍ څخه په امن سول او د خپل ملي هويت د ساتلو سره سره مسلمان بلل كيږي، چي نه يې هيواد مستعمره باله سي او نه د ده سره د يوه محكوم وګړي غوندي كړنه كيږي، بلكي څنګه چي اسلام د ورور ولۍ او مساوات دين دى، په هغه كي عرب او غير عرب او تور اوسپين توپير نه لري او د اسلام ټول مزايا او لاسته راوړني د ټولو مسلمانانو ګډ مال بلل كيږي، پر همدې بنسټ دى چي موږ نن وياړو چي زموږ هرڅه اسلامي دي. هيواد (لره او بره پښتونخوا) مو اسلامي، هڅوب (فرهنګ) مو اسلامي او ژبه مو اسلامي ده  او دا د اسلامي اصولو له مخي زموږ حق او د خداى له خوا پر موږ پېرزوينه ده.   
پرهمدې بنسټ موږ دومره د اسلام او اسلامي ژبي ”عربي“  اختيار داره سوي يو او له اسلام څخه مو دومره ګټه اخيستې چي ان موږ چي يو له بله سره مخامخ كيږو لا د خداى او قرآن په ژبه ”السلام عليكم“ وايو. كله چي په خوړلو او نورو كارونو پيل كوو وايو”  بسم الله الرحمن الرحيم“ ، كله چي مو ماشوم وزېږي وار د واره يې په غوږ كي محمدي اذان وركوو او يو ښايسته عربي، اسلامي نوم پر ايږدو. اوس نو له دغه ځايه تاسي فكر وكړئ چي لوى څښتن دغه زموږ ژبه په خپله قرآني او اسلامي ژبه څونه را غني او بډايه كړې ده.
اسلام چي څومره علوم، فنون او ادبيات رامنځته كړي دي، هغه يې ټوله د نورو ولسونو سره سم زموږ او زموږ د ژبي د پرمختيا لپاره په كار اچولي دي. زموږ د ژبي صرف او نحو او زموږ د ادبياتو بيان، بديع او معاني، عروض، قافيه، رسم الخط ، او نور شعري او ادبي فنون ټول عربي دي، كوم چي ټول د اسلام د مبارك دين په رڼا كي را منځته سوي دي.
كله چي لوى څښتن د اسلام د مقدس دين ژبه په خپل حكمت بالغه سره عربي غوره كړه او د دغي ژبي له څو لهجو څخه يې يوه فصيح، مبينه او پر مختللې عربي ژبه رامنځته كړه او د هغې ليك او توري يې تثبيت كړل، پر پښتو يې هم د هغې بېخرته ډېر لغات او اصطلاحات او توري ولورول. لكه چي تاسو پوهېږئ د هماغه سلطان محمود غزنوي له وختو څخه تر اوسه زموږ ژبه عربي توري كاروي او زموږ د ژبي په سلو كي شاوخوا څلوېښت ويي او ګړني هماغه عربي ويي او ګړني او د اسلامي علومو ډول ډول اصطلاحات دي. دغه راز لكه چي پوهيږو زموږ په ژبه كي په پراخه پيمانه په قرآني آيتونو، نبوي احاديثو او عربي متلونو، شعرونو، مقولو او وجيزو استدلال او استشهاد كيږي. د دې تر څنګ د قرآن كريم بې شمېره الفاظ او تركيبونه بعينه د پښتو ژبي برخه ګرځېدلې ده، لكه صمٌ، بكمٌ، عمىٌ، جلال، جمال، انعام، الحمدلله، يقين، خلق، حيا او بېخي  ډېر نور. د رسول الله صلی الله عليه وسلم له احاديثو څخه هم زموږ ژبي ته ډېر او بې كچي  الفاظ، كلمات او اصطلاحات وركړه سوي دي. چي يو څو بېلګې يې دي: حديث، قيل وقال، راوي، روايت، صحيح، غريب، متواتر او بېخي ډېر نور.
اسلامي، ديني او مذهبي لغات او اصطلاحات خو په بښتو كي تر حساب او احصاء تېر دي، لكه دين، مذهب، حرام، حلال، معراج، شق القمر، صراط، كعبه، حج، زمزم، زكات، صدقه، قيامت، حشر، محشر، عرش، كرسي، اناالحق، كن فيكن، نعوذ بالله، لاحول ولا قوة، ذوالجلال والاكرام او داسي ډېر نور.
زموږ شاعرانو او اديبانو د عربي ادب، شعر، نثر او كيسو د موضوعاتو، معناوو او اساليبو، شعري اوزانو، د لغاتو د مفرداتو او فصاحت او بلاغت ډېر څه را اخيستي او په دې ډول يې زموږ د ژبي پر وده او تطور باندي ستره اغېزه ښندلې ده. دغه راز زموږ د شعر او شاعرۍ زياتره ژانرونه او ډولونه هماغه عربي ژانرونه دي، لكه مثنوي، قصيده، غزل، نظم، حمد، نعت، منقبت، معما، قطعه، رباعي، مخمس او مسدس او نور.
موږ چي د شعر او نثر څه ښېګڼي او بدګڼي په ګوته كوو هم يې په هماغو د عربي ادبي فنونو په پيمانو تلو او څرګندوو. همدغسي د كره كتني او نقد اصول مو تر اوسه تقريباً ټوله هماغه د عربي ادبي كره كتني اصول او اساليب دي.
له بله پلوه تاسي فكر وكړئ كه دغه اسلام او اسلامي علوم او فنون نه واى زموږ په ژبه كي به دا دومره اسلامي موضوعات، علوم او فنون او كتابونه له كومه كېدلاى. وګورئ چي زموږ ژبه په دغو موضوعاتو او علومو څومره غني او پراخه سوې ده. زموږ په ژبه څونه تفاسير، د احاديثو، فقهي، اخلاقو، تصوفو، كلام، عقايدو، ادبياتواو نورو علومو او فنونو كتابونه ليكل سوي او خپاره سوي دي، چي هر يوه يې زموږ د ژبي پر غنا او پياوړتيا باندي ستر زياتوب را وستى دى. تاسي فكر وكړئ چي كه اسلام نه واى يا نعوذ بالله موږ مسلمانان نه واى يا زموږ په ژبه اسلامي علوم او فنون نه واى را نقل سوي، زموږ ژبه به څومره خواره، اسكېرلې او فقيره واى. بل تاسي فكر وكړئ چي كه اوس هم زموږ له ژبي څخه دغه اسلامي عربي لغات او اصطلاحات او علوم حذف سي زموږ ژبه به څومره نيمګړې او بې خونده، نيمه خوا سي. په دې هكله كه څرګندونو ته ادامه وركړم فكر كوم چي دا مقاله به په يوه ضخيم کتاب بدله سي. دا داسي يو ډول ثابت او جوت موضوعات دي چي نور نو تر دې زياتو خبرو ته اړتيا نه لري. دلته زما په نظر لازمه ده چي پر ځينو نورو ټكو رڼا واچول سي، په دې ډول:
لومړى: ښايي ځينو ته پوښتنه پيدا سي چي د دې ټولوخبرو سره سره نو لا پښتو ژبه ولي دومره خواره ده؟
هو، له ډېر پخوا څخه د اسلام د دښمنانو لخوا داسي تبليغات كيږي چي د مسلمانانو، په هغو كي د پښتنو او پښتو ژبي د وروسته پاته والي سبب همدغه د اسلام مقدس دين دى. خو لكه چي له مخكنيو څرګندونو څخه را ته جوته سوه د پښتنو او پښتو ژبي خواري ګردسره له اسلام څخه نه ده. هر عاقل او د پوهي خاوند پوهيږي چي اسلام زموږ څخه هيڅ نه دي اخيستي، بلكي موږ ته يې پت، عزت، د دې او هغې دنيا نېكمرغي او سعادت را په برخه كړي دي او زموږ ملي او افغاني هويت يې را خوندي كړى دى. د دې برعكس لكه چي پوهيږو دا خواري موږ او زموږ ژبي ته زموږ او د اسلام د دښمنانو له خوا را پېښه سوې ده. زموږ دا هرڅه بېوزلي او بېرته پاته كېده زموږ پر پاكه خاوره باندي د چنګېزيانو، مغولانو، ايرانيانو، انګرېزانو، روسانو، پاکستانيانو، امريکايانو او د هغو د ګوډاګيانو د ښكېلاكي يرغلونو او لوټ تالان او خېټه اچوني له امله دي. دغو ظالمو او طاغوتي ځواكونو د اسلام او زموږ سره ستري جفاوي كړي او زموږ هر څه يې د خاورو سره برابر كړي، زموږ ټول فرهنګي ميراثونه يې را څخه غلا كړي او په پايله كي يې موږ دغومره خوار او بېوزلي كړي يو.
له بده مرغه همدا اوس هم وينو چي امريكايي او لوېديز سراښ نيواكګران او ښكېلاكګران د خپلو لاسپوڅو او ګومارليو په مرسته د كلتوري او تاوده جنګ او تجاوز په وسيله په خورا مډرنو وسايلو او مليارډونو ډالرو لګيا دي د مسلمانانو او په هغو كي زياتره زموږ پښتنو هيواد، هڅوب او ژبه او نور را ورانوي او زموږ په ځمكه كي يې د ډول ډول جنګ جګړو، ډله ييزو وژنو اوفسادونو بازار تود كړدى دى. خو د دې سره سره هم په سپين سترګۍ سره داسي برېښوي چي ګواكي دا هرڅه او زموږ دا ټول وروسته پاته والى د اسلام له امله دي ؟! او دوى بيا موږ ته پرمختيا، تمدن ، ترقي او حق او عدالت راولي ؟!   لعنت دي وي پر دغسي بې حيا او سپين سترګو تجاوزګرانو، مفسدانو، درواغجنانو او د دوى پر مزدورانو باندي!
دوهم: ځيني خلك ګومان كوي چي په پښتو كي د عربي په ګډېدو سره د پښتو آر ويي (اصلي لغات) مړه سوي يا متروك سوي او له منځه تللي دي. دا خبره سمه نه ده. كوم شمېر پښتو لغتونه چي مړه سوي او له استعماله لوېدلي دي نور ډېر علتونه لري. يوازي عربي د هغو د له منځه تللو لامل نه سي كېدلاى. هو، ځيني اسلامي عربي لغات او كلمات داسي دي چي ان پخواني عربي كلمات يې لا له منځه وړي او پرځاى يې نور عربي كلمات درېدلي دي، لكه د اسلام د مخه چي عربو د ليكونو په پيل كي ( باسمك اللهم) ليكل. خوكله چي د اسلام مقدس دين  راغى د هغه ځاى بسم الله الرحمن الرحيم ونيو.
وايي چي قريشو د رسول صلی الله عليه وسلم تر بعثت دمخه ( باسمك اللهم ) ليكل. په دې هكله يو په زړه پوري افسانوي لامل بيانوي، وايي چي : اميه بن ابي الصلت د قريشو او ثقيف د قبيلې د يوې قافلې سره شام ته د تجارت لپاره ولاړ. د بېرته راستنېدو پرمهال يې يوځاى واړول. نو څنګه چي د شپې د ډوډۍ خوړلو پرمهال يو مار پيدا سو. د دغي قافلې د خلكو څخه يوه هغه په ډبره وويشت او هغه وتښتېد. كله چي يې ډوډۍ وخوړل رهي سول. دغه مهال يوه  بوډۍ ښځه راڅرګنده سوه. هغې دوى ته وويل چي تاسي ”رحيمې“ ته ولي ډوډۍ ورنه كړه؟ خلكو ورته وويل چي ته څوك يې ؟ هغې ورته وويل چي زه ”ام العوام“ يم او له څه مودې څخه كونډه سوې يم. په خداى لوړم چي تاسي به دلته ټوټه ټوټه سئ. وروسته هغې خپله لكړه پر ځمكه ووهله، چي د دې سره ټول اوښان وتښتېدل. دغه خلك په هغو پسي درسته ورځ وګرځېدل، كله چي يې اوښان شپې ته سره راټول كړل او تللو ته چمتو سول، نوبيا هغه بوډۍ ښځه راغله او بيا يې هغه حركت ترسره كړ او بيا ټول اوښان تيت او خواره سول. دوى بيا درسته ورځ په اوښانو پسي وګرځېدل او اوښان يې په خورا خواري سره راټول كړل. كله چي د شپې تلو ته چمتو سول، بيا هغه بوډۍ پر را ښكاره سول. او بيا يې هغه حركت تر سره كړ. دغه مهال اميه پر هغه لور وخوځېد چي دغه بوډۍ ځني راغلې وه. هلته ده ته يوه ښه سړي وويل چي: داځل چي دغه بوډۍ دغه حركت ترسره كړي تاسي وواياست چي:” سبعاً من فوق وسبعاً من اسفل باسمك اللهم “. نو څنګه چي دوى دغسي وكړه، بيا د دغي بوډۍ جادو كار ور نه كړ. بيا كله چي دوى مكې ته ورسېدل او خلكو ته يې دغه كيسه وكړه نو قريشو د ” باسمك اللهم “ ليكل پيل كړل. ( تاريخ عربي ادب ۱۲۰ مخ د الاغاني اومروج الذهب او نورو په حواله). نو كه دغسي ځيني پښتو كلمات، يا هغه الفاظ چي د مزخرفاتو، شرك او كفر بوى ځني ولاړېدى د پښتنو له خوا د اسلام د سپېڅلي دين په منلو سره له استعماله لوېدلي وي ودي سي، خو دغسي موارد به خورا لږ وي. اما پښتو ته هغه اسلامي عربي لغات ډېر راغلي دي چي پښتو معادل به يې نه وو، لكه دين، قرآن، ايمان، محراب، دعا او داسي ډېر نور.
درېيم: تر كومه ځايه چي زه پوهېږم ځيني لغتونه چي په بله ژبه كي په مستعار ډول كارول كيږي د هغې ژبي د تلفظ د غوښتنو سره سم څه بدلون پكښي راځي چي دا په لوېديزو، عربي، پښتو او نورو ژبو كي ډېر ليدل كيږي. لكه چي تاسو پوهېږئ كه کوم لغت د عربي ژبي د تلفظ سره سم  جوړ سي معرب بلل كيږي. كه د فارسي ژبي د تلفظ سره سم واوړي مفرس بلل كيږي. که د اردو ژبي د تلفظ سره سم جوړ سي مورد بلل کيږي. كه د هندي ژبي د تلفظ سره سم جوړ سي مهند يې بولي او كه د پښتو ژبي د تلفظ سره سم جوړ سي مفغن ورته وايي. زما په نظر بايد له پخوا څخه عربي مفغن سوي لغات ټول وساتو او كه په راتلونكې كي نور دغسي عربي لغات مفغن كيږي ښه كار دى او بايد وسي، خو نه د هرچا له خوا، بلكي د يوې باصلاحيتي مرجع له خوا، يعني دې چاري ته د ګومارلو سوو څانګوالو ژبپوهانو د رايي او تاييد په صورت كي او په يوه بڼه، نه په بېلو بېلو بڼو، لكه چي معنٰى ځيني معنٰى ليكي په ميم، عين، نون او ممدوده يې.  ځيني يې په معنا ليكي په ميم، عين، نون او الف. او ځيني يې په مانا ليكي په ميم، الف، نون ، الف.
څلورم: ځيني كسان غواړي چي زموږ په ژبه راګډ سوي اسلامي عربي لغات كوم چي د ژبپوهانو په اصطلاح مستعار لغات يا پور ويي ورته وايي،  زموږ په ژبه كي د دخيلو مغولي، تركي، هندي، فارسي او انګريزي لغاتو سره په يوه ليكه كي ودروي او د پښتو ژبي له پانګي څخه يې  كسر او حذف كړي. چي دا كه شعوري وي ستر خيانت او د ښكېلاك په ګټه عمل دى او كه غير شعوري وي اشتباه او تېروتنه ده. عربي لغات زموږ د خداى، قرآن او اسلام له خوا زموږ په برخه سوي دي او زموږ مال او ژبني شته ګرځېدلي دي. خو مغولي، هندي، او انګريزي زموږ د دين، پښتو او وطن د دښمنانو د ژبي لغات دي چي كه يې په پښتو كي معادل نه وي او يا نه ورته پيدا كيږي، كارول يې ښايي مجاز وي، اما نور امريكايي او اروپايي لغات چي همدا اوس يې  ځيني نوچكيان ځاى بې ځايه په پښتو كي كاروي بايد پښتو په قطعي توګه د هغو له لوثه پاكه سي.
دا وې د پښتو په پر مختګ كي د اسلام د مقدس دين د ونډي په هكله زما څو عريضې، خداى دي وكړي چي ستاسو د دلچسپۍ سبب سوي وي او په لوستلو يې ستړي سوي نه ياست والسلام.