د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو ورځې په ویاړ

اظهارالحق فضلي 29.05.2016 12:10

پښتو ورځې په ویاړ
مونږ د غبرګولې نهمه د پښتو ورځ په داسې حال کې لمانځو چې پښتو خوږه ژبه او پښتانه لاهم له ډيرو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او ناخوالو سره مخ دي. په پښتنو سیمو کې تپل شوې جګړه او نا امني، د جګړې په اور کې سوځیدل، د پښتنو ترمنځ د يووالي نشتون، د پښتنو د مشرانو ترمنځ سیاسي خپل منځي اختلافات او د مشرتابه نشتون، ، پښتون وژنه او پښتانه د پښتنو ضد داخلي او بهرنیو کړیو د سیاستونو ښکاراو قرباني کیدل، د پښتنو د مشرانو، د ممبر، جرګو، مرکو، حجرو او قلم مخورو په قصدي توګه وژل او له مینځه وړل، له پښتنو سره په دولتي اداراتو کې توپیري چلند کيدل، د پښتنو پر مخ د مدرسې، مکتب او پوهنتون د دروازو تړل او په ټوله کې له علمي ښونیزو او روزنیزو مرکزونو څخه لرې پاتې کول ، د سواد د کچې ټيټوالی، ټولنیز فقر، وزګارتیا، کډوالي او په بهرنيو هیوادو کې په خورا بدو حالاتو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کول، د پښتنو ترمنځ ناوړه دودونه، او ورته نورې هغه ستونزې دي چې پښتانه يې په غمیزه او تړلي چاپیریال کې کلابند کړي دي ، د نړۍ د پرمختګ له کاروانه شاتې پاتې او نه دي توانیدلي چې خپلو شته ستونزې هوارې او ورته د پاي ټکئ کیږدي او د سوکاله ژوند خاوندان شي .
پښتانه علم او پوهې باندې مین او زده کړې ته لیوال قوم دی خو په تاسف سره د اوږد مهالې او تپل شوې جګړې له امله زمونږ ‌ډیری پښتانه د علم او پوهې له ښکلا څخه بې برخې پاتې شوي. ښوونځي، پوهنتونونه، علمي مرکزونه مو وسوځیدل او ړنک شول، په پښتو ژبې علمي نصاب، کتابونه او درسي مواد مو له منځه ولاړل او ترننه پورې مونږ له د ناورين څخه ځوريږو. اوس هم د هیواد په ډيری پښتون میشتو سیمو کې په پوهنتونونو او ښونځيو کې د پښتو ژبې د زده کړې نصاب نلرو، پښتانو ته پخپلې مورنۍ ژبې د زده کړې زمینه نه ده مساعده شوې او د زده کړې څخه چې د هرپښتون مسلم حق ده محروم اوبې برخې پاتې شوي دي.
پښتون يو باتور قوم دی خو پا تاسف سره پښتانه د تاریخ په اوږدو کې په شته اکثریت کې له خپلو سیاسې حقوقو څخه بې برخې او په اقلیت کې پاتې شوي. پښتانه او پښتو د خپلو ضعیفو سیاست مدارانو او بهرنیو سیاستونو ښکارشوي دي . پښتنو ته پکار ده چې په يو مرکز را ټول، په خپل قومي وحدت په حکومتونو فشار راوړي او خپلې سیاسي ستونزې په خپله حل کړي پښتانه په يوه داسې جغرافیا کې ژوند کوي چې د طبيعي سرچینو له کبله بډایه او کولی شي چې د پښتنو اقتصادي ژوند ته پرمختګ ورکړي .
لکه څنګه مو چې مخکې يادونه وکړه د پښتنو ستونزې ډیرې دي خو د حل لارې يې څه دي؟
پښتانه پتمن قوم دی. تاریخ ته په کتو سره پښتنو د شته ستونزو سره سره پتمن او په حیا کې ژوند کړی دی او ترخپل وسه پورې يې له شته ستونزو سره مبارزه کړې او هیڅکله يې د ژوند شته ناخوالو ته ګونډه نه ده ایښې .
له هرڅه نه مخکې پښتانه يووالي، نزدیوالي او ورورولۍ ته اړتیا لري، پښتانه که د نړۍ په هرګوډ کې ژوند کوي باید سره يو موټی شي، د پښتنو د يووالي پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي، پښتنوته اړینه داده چې د ستونزو د هوارولو لپاره باید د ځنځیر د کړیو په څیرسره ونښلي ،لاسونه سره ورکړي، خپلو فکرونو کې بدلون راولي، په يو ټغر سره را ټول شي. یو بل وزغمي، ځان ځاني، بیلوالی او ویش ته د پای ټکی کیږدي. د شته ستونزو د حلولو د پاره دې نظرونه او فکرونو سره شریک کړي او د حل لاره د په ګډه پیدا کړي.
ترڅنګ يې د ستونزو څخه د راوتلو يوازینۍ لار تعلیم، زده کړې او قلم لار ده. پښتانه مشران باید د زده کړې په بهیر ډیر ټینګار وکړي. ماشومان او خپل بچان دې باید ښوونځي، پوهنتونونو، دینې مدارسو او علمي او ښوونیزو مراکزو ته وهڅوي. مونږ باید په هره برخه کې علمي کدرنو او متخصصین ولرو. ځکه يوازینې لار چې مونږ پښتانه کولی شو په خپل ژوند کې بدلون راولو، پرمختګ وکړو، د نړۍ او نړيوالو څخه ځان باخبره کړو، او په ټوله کې هوسا، آرامه او روښانه راتلونکی ژوند ولرو، په علم او ټکنالوژی ځان سمبالول دي. په دې برخه کې باید پښتانه پخپله خپل آواز اوچت کړي.
پښتانه امن او سوله خوښوونکی قوم دی ځکه سوله کې خیر ده او سوله خوشحالي، نیکمرغي او مینه ده. پښتنو تل د سولې لپاره قرباني ورکړې، که پښتانه په امن کې وي نو ټوله نړۍ به په امن کې وي او که په جګړو او ناخوالو کې وي نو نړې به هم په جکړه او ناخوالو کې ورسره وي. سوله د پښتنو د ژغورنې يوازینۍ لار ده نو پښتنو ته که په هر سیاسي بهیر پورې تړلې وي پکار ده چې د سولې په خبرو کې سره په کډه کیني، شته سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي. جګړې، ټوپک او باروتو ته نه ووايي او پرځای يې قلم او کتاب ته په لاس کې ځای ورکړی ترڅو يو سوکاله راتلونکې او آرامه ژوند ولري.
پښتو ورځ د پښتنو د يووالي، پیوستون او پښتنو د شته ستونزو، لاسته راوړنو او د پښتنو د راتلونکي لپاره د نظر، بحث، خبرو اوترو شریک کول، پلان جوړونې، چمتوالي او ژمنې ورځ ده. زمونږ پښتانه مشران، پوهان، ځوانان او عام ولس باید د دې پرتمینې ورځې په استفاده سره خپل راتلونکی وټاکي. په پای کې له لوی رب څخه ټولو پیاوړو، ویاړلو او باتورو پښتنو ته د سوکاله او آرامه ژوند غوښتونکی یم .
درنښت
اظهارالحق فضلي