د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وروستۍ پېښې او د ښاغلي حکمتیار راتګ

محمد رفیع واکمن 26.05.2016 12:08

د افغانستان سیاسي بهیر له تېرو څوکلونو را په دېخوا په بهر کې داسې ډیزاین او جوړېږي چې باید یوه سیاسې څېره د سیاست له ډګر نه په کلي توګه لیرې او یا له منځه لاړه شي، او باید افغانانو ته ډاډ ورکړ شي، چې هغه مړ او یا راتګ یې ناممکنه دی.
د اسامه بن لادن په ډراماټیک او مسخریي توګه له منځه وړل، هغه هم په داسې سیمه کې چې د پاکستان یو له مهمو پوځي سیمو بلل کېده، په خپله زرګونه پوښتنې را زېږوي، ځکه اسامه بن لادن د افغانستان په جګړییز بهیر او د دولت په مخالفت کې خورا غوره اثر درلوده، او تر اوسه هم یو شمېر دخپل فکر پلویان له ځان سره لري.
د ملا محمد عمر مړینه تر دوو کلونو پټه وساتل شوه، او بیا د سولې خبرې پیل شوې، او د هغه مړینه اعلان او د ټولو لوریوله خوا تصدیق هم شو چې ډېره عجیبه خبره وه، ځکه د هغه مړینه تر دوو کلونو پورې پټ ساتل کومه اسانه خبره نه وه، له بل لورې د ملا اختر منصور رامنځته کېدل د یوې بلې پروژې پیل ؤ.
د ملا اختر منصور مطرح کول د هغه ملاتړ د طالبانو په بهیر کې کومه اسانه خبره نه وه، ځکه د ملا عمر د مړینې نه وروسته باید یو څوک وي، چې طالبان له انتشار او زوال نه وژغوري، د طالبانو سنګرونه تاوده وساتي، او د افغانستان دولت او ددوی ملاتړو ته سرخوږی جوړ کړي، چې ددوی تمویلونکو ته کومه اسانه خبره نه وه، مګر طالبان یې دیته اړ کړل چې که ملا عمر نه وي، نو ملا اختر منصور به ستاسو قیادت پرمخ یوسي چې دې سره د طالبانو په سنګرونو کې زیات توپیر او هرج مرج رانغي.
په کابل کې وروسي خونړي برید د افغانستان دولت را وېښ کړ او د طالبانو پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړ او د هغوي پر وړاندې د جنګ او د هغوي د له منځولو امر یې ورکړ چې دې سره طالبان او د هغوي تمویلونکو ته یې ستر سر خوږی جوړ کړ، په ځانګړې توګه پاکستان له ډېرو سترو ستونزو سره مخامخ شو، حتا دېته مجبور شو، چې د سولې څلور اړخیزې خبرو ته کېښني.
د بلې خوا د ښاغلي ګلبدین حکمتیار سره دتودو خبرو پیل، د هغوي د استازو کابل ته په اسانۍ سره تګ راتګ کول، د هغوي ټول شرطونه منل او حزب اسلامي د افغانستان په سیاسي بهیر کې شاملول ډېرو ته یوه بله پروژوي مسأله ښکاري.
ډېری افغانان په دې اند دي چې د ښاغلی شهید داود خان د کودتا نه وروسته چې روسانو پر افغانستان یرغل او تیری وکړ، له همهغې راهیسې د افغانستان په سیاسي بهیر کې یو لړ خطرناکې او وژونکي پروژې پیل شوي چې تر اوسه هم دوام لري.
د ښاغلی حکمتیار راتګ او په ناڅاپي توګه د ملا اختر منصور وژل کېدل چې تر اوسه ثابت شوې هم نه دي د شنونکو په اند یوه بله پروژه ده چې داده پیلېږي او په دې توګه یو سیاسی بستر ښاغلی انجینر ګلبدین حکمتیار ته داماده کېدو په حال کې دی، ځکه ښاغلی حکمتیار د یو اسلامي حزب یا ګوند رهبر دی او کولای شي چې ډېری طالبان او د دولت مخالفینو ته قناعت ورکړي، ترڅو له جنګ جګړو لاس واخلي او د افغانستان په سیاسي بهیر کې شامل شي.
د ښاغلی حکمتیار صېب راتګ ته ښه راغلاست وایو، ځکه ددوی د راتګ سره د افغان وژلو یوه پروژه پای ته رسېږي، او یو زیات شمېر افغانان به د ارامۍ او خوشحالۍ ساه واخلي.
دا چې هره پروژه د افغانانو په ګټه وي، د افغانانو ژوند پکې خوندي او په امن کې وي، د افغانانو عزت پکې خوندي وي او د افغانستان د پرمختګ، ترقۍ، یووالی، سولې، امنیت او دخلکو د ښه ژوند سبب وګرځي، موږ یې ملاتړ کوو او دا د یو افغاني او اسلامي رهبردنده او مسولیت دی چې د خپلو خلکو او خاورې خدمتګار شي.