د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسلام اباد د همکارۍ په اړه بې بنسټه ادعاوې!

سرلوڅ مرادزی 25.05.2016 12:59

د طالبانو د تروریستي ډلې مشر ملا اخترمحمد منصور چې د روان ۲۰۱۶ کال د مۍ په ۲۱ مه، د امریکا په یوه هوايي برید کې د پاکستان ولکې لاندې بلوچستان د تفتان سیمه کې ووژل شو، د مرګ په اړه يي یو شمېر پاکستاني او د سیمې نورې خواخوږي رسنۍ غواړی د خواشینۍ د اوښکو ترڅنګ د پاکستان د ریښتیني همکارۍ دعوه هم راپورته کړي!
که د یوې شېبې لپاره، د پوځ او ISI په لاړو ککړو پاکستانۍ رسنیو له شورماشور تېرشو، د سیمې نورې رسنۍ او حتی په افغان کور دننه هم ځینۍ رسنۍ، دا هېروي چې پاکستان لکه د نورو نیشه يي توکو او یا د سوداګرۍ او خرڅلاو د بل هر توکي پشان، د ترهګرو بزغلي او فارمونه روزي او پالي او د کورنۍ اړتیا په مهال يی په سیمه یز او نړیوال مارکیټ کې د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي. دوی ترهګر لکه جنګي مړزان، چرګان او جنګي.... د افغانستان، کشمیر او نورو ملتونو او قومونو په وړاندې جنګوي او بیا کله چې د جګړې پرځای يي په خرڅلاو کې ګټه وګوري، یوازې په څو ډالرو که لږ هم وي، پلوري!
کله چې د همکارۍ خبره یادیږی، ښای په بهترین حالت کې اسلام اباد، ملامنصور لکه د قربانۍ وزګړی، هغه هم د کچلانو په بیه پر امریکا پلورلی وي.
لومړی دا ادعا چې له اسلام اباد سره د ملا منصور مخالفت په وروستیو کې زیات شوی وو او نوموړي خپلواک دریځ غوره کړی وو او یا دا چې ویل کیږي د اسلام اباد دا غوښتنه چې د سولې په خبرو کې دې نوموړی د خپلې ډلې په مشرۍ ګډون وکړی او هغه نه وه منلې، د پېښو له روان بهیر سره اړخ نه لګوي او له حقیقت سره بیخي توپیر لري.
اسلام اباد اوس د خپل تېر دریځ په خلاف د امریکا د ولسمشر اوباما د څرګندونو په وړاندې چې وايی، ملامنصور موږ ځکه په نښه کړ چې نوموړي د سولې د خبرو په وړاندې لوی خنډ وو، ادعا کوي چې ګني پروسکال په مري سیمه کې له طالب پلاوي سره د سولې خبرې د ملا اختر منصور تر مشرۍ لاندې ترسره شوې وي او هغه د سولې مخالف نه وو. خو باید هېره نه شي چې د سولې په تړاو د ملامنصور د دریځ په اړه هم د اسلام اباد د خبرو موسمي تغییر او بدلون، لکه په نورو سیاستونو کې د پاکستان منافقت څه نوې خبره نه ښکاري!
دا چې د ملاعمر د مرګ او یا وژلو له برڅېره کېدو وروسته، ملامنصور د اسلام اباد تر واکمنۍ لاندې سیمه یانې کویټه کې بویه د طالبانو د یوې عمومي غونډې په مټ د ملاعمر ځایناستی ټاکل کیږي ؛ له مشر کېدو لږ وروسته، نوموړي د مړه ملاعمرپه نوم د اختر په مناسبت د ISI د هغه فتوې پرځای چې هلته د تېر په توپير، د افغان دولت په وړاندې د طالبانو دریځ څه نرم څرګند شوی وو، د جګړې د لا تودېدو فتوه ورکوي؛ افغان دولت سره د سولې خبرې په ښکاره ردوي او د «عمري» سپرلني عملیاتو په نوم يی پلویان د ارګ دروازې مخې ته د روان کال د اپریل په نوولسمه د ملي امنیت د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې په ریاست خونړي برید کوي اوهلته ۶۴ تنه افغانان شهیدان او تر درې سوه زیات ټپیانوي او بیا په خورا بېشرمۍ يي پړه پرغاړه اخلي؛ د ده د سوله یز دریځ په اړه د پاکستاني چارواکو درواغجنه پروپاګينډه، بیخي بربنډوي.
د اسلام اباد له چارواکو او له پاکستني رسنیو پوښتنه دا ده چې د ارګ د دروازې مخې ته د ملامنصور په مشرۍ د طالبانو دومره پراخ برید چې مشري او غونډې يي په کویټه کې ترسره کیږي
یوازې د طالبانو پخپلو امکاناتو، وسلو او پیسو ترسره کېدای شي، که دلته د پاکستان پوځ او ISI په خپل ټول ځواک د دوی تر شا ولاړ دي؟
دا رسنۍ د طالبانو او ملا منصور کوم خپلواک او سوله یز دریځ یادوي؟ د سولې د خبرو بایکټ او د «عمري» په نوم د افغانستان په وړاندې په ډېرو جبهو کې د طالبانو هممهاله جګړه ؟ ایا دا هرڅه طالبان، پخپلو امکاناتو، وسلو، پيسو او خپلې سازماندهۍ ترسره کوي؟
نه، هیڅکله نه!
د دا ډول ډنډورو د خپرولو په لړ کې، مایکل سمپل پخواني ایرلنډي دیپلومات او لیکوال هم راځي. نوموړي BBC ته ویلی « پس از کشته شدن ملا منصور شمار زیادی از طالبان احتمالاً به این نتیجه خواهند رسید که پاکستان در کشته شدن رهبر آنها دست داشته است. به گفته مایکل، پاکستان چندین بار ملا منصور را دعوت کرد تا در روند گفت وگوهای صلح افغانستان شرکت کند، اما او همواره دعوت پاکستان را رد می کرد، از این رو بعید نیست که پاکستان از او انتقام گرفته باشد.»
خو په دې اړه، زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا پخوانی افغان الاصله سفیر د ډیری افغانانو پشان ورته نظر لري، هغه وايي« باید وکتل شي، د ملامنصور په مرګ د پاکستان استخبارات(ای ایس ای) او پوځي مشرتوب دې پایلې ته رسیږي چې ( د افغانستان په وړاندې د طالبانو لوبول)، ورته له پخوا زیات خطرناک شوي، که نه؟»
سیمې ته ورڅېرمه په نورو رسنیو کې روسيي سرچیني داسې انګیري چې «د ولسمشر غني دولت پر امریکايي پانګه د (ملا رسول) له ډلې مالي او وسلوال ملاتړ کوي»
د ملا رسول په اړه داسې څرګندونې چې که ریښتیا وي یا نه، په دواړو بڼو، د ملا منصور د خواخوږۍ لپاره کیږي. پخوا هم ویل شوي چې ملامنصور دې په افغانستان، د روسیي د ځانګړي استازې زمیر کابلوف او یا په تاجکستان کې له نورو روسيي چارواکو سره لېده کاته کړي وي.
لومړی په دې اړه ډنډورې او اوس د ملامنصور له مرګ سره سمې داسې څرګندونې د دې پخلی کوي چې ملامنصور دې له افغانستان سربېره د امریکا په وړاندې هم د پاکستانیانو او روسانوکومې ګډې پروژې ته ورغلي وي.
دا چې ویل کیږي اسلام اباد ملامنصور ته ویل چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو نوموړي نه منله، دا له افغانانو او امریکایانو سربېره د نړیوالو د تېرییستلو لپاره هسې د اسلام اباد دوه مخيتوب او منافقت ښۍ.
د ملامنصور د مړیني د څرنګوالي، د سولې او جګړې په اړه د هغه دریځ او دې ته ورته نورې خبرې او ډنډورې اصلي ستونزه له افغانانو او نړیوالو پټوي. اصلي ستونزه زموږ له پاکستان سره ده او هغه پخپل ټول ارزښت د پخوا پشان زړه په زړه پاتې ده!
همدا نن بیا طالبان په پاکستان کې غونډې جوړوي او د ملا منصور پرځای بل ځایناستي ټاکي. د امریکا، انګلیس او پاکستان رسنۍ په ډاګه هغه خپروي. افغانان او نړیوال لومړي د همدغو رسنیو په مټ د طالبانو له راتلونکو جګړه یزو پلانونو څخه خبریږي. خو امریکا پکې یوازې کله ناکله کوم طالب لکه ملامنصور وژني او یا کوم بل طالب لکه د ملا ضعیف پشان په ګوانتانامو کې بندیانوي. د ستونزې جرړې او ریښې ته لاس نه وروړل کیږي، ستونزه چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان لخوا نااعلان شوې او نیابتي جګړه ده، له پخوا لا تودیږي او پراخیږي. امریکا له څو لسیزو راهیسې دا هرڅه ویني، خو د تروریزم ټاټوبي هېواد، پاکستان ته نه وايی، چې د ترهګرۍ فابریکه دې بنده کړه!
پاکستان ته د داسې ګواښ او عملي اقدام پرځای، لا ناز ورکول کیږي او هڅيږي چې له پخوا زیات تروریستان وروزي او افغانستان پرې وران کړي!
افغانان باید د ستونزې جرړې او ریښو ته پام واړوي او امریکا ته ووايی چې د پاکستان په لاس نور افغانوژنه بس ده!
افغان دولت ته بایده دي چې د هغه طالبانو په وړاندې چې د افغانستان پر ضد يي وسله رااخیستي او جګړه کوي، ښه په میړانه وجنګیږي. بلخوا هغه مخالفین چې غواړي د سولې په لار خپلې غوښتنې افغان دولت سره شریکې کړي، د سولې دروازې پرانیستي وساتي.
د ملااختر منصور وژنه په پای کې د یوه شخص د وژنې په برید کې تعریف کېدای شي، د طالبي اندیښنو، ترهګرو او د هغوی د ملاتړې پاکستان لاسونه لا ازاد پريښودل شوي. دا لاسونه په زرګونو او لسګونو زرو نور منصوران، ملاعمران، بن لادنان او نورسړیخواره روزلی او پاللی شي!
پای