د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان مشکل ته یوه لنډه کتنه

سنان مسلم 24.05.2016 12:59

د ظاهر شاه په دوره کی کله چی داود خان صدر اعظم وو. پاکستان همیشه په سرحداتو کی افغانستان ته مشکل جوړاوه خاصتآ په کونړ کی. په هغه وخت کی داود خان امریکا ته سفر وکړ او د امریکا څخه یی د مرستی غوښتنه وکړه. دا چی پاکستان تل امریکا او انګلیس ته د افغانستان په نسبت ډیر ورنژدی دی لکه د اوس په شان. نو امریکا داود خان ته منفی ځواب ورکړ. نو داود خان بیرته تری راغلو او روسیی ته ولاړ، د روسیی نه یی د مرستی غوښتنه وکړه چی د پاکستان مقابله وکړی. روسیی مثبت ځواب ورکړ او د پرمختایی پروژو ژمنه یی هم ورکړه. مګر شرط یی په افغانستان کی د کمونیست ګوند رسمی فعالیت وو. داود خان هم ورسره منله او کمونیستی سیاسی تنظیم ته د رسمی فعالیت اجازه ورکړه . چی د کمونیستانو جنایتونو تر نن پوری افغانستان په داسی آفت کی اچولی دی چه خلاصون یی ډیر سخت دی. یعنی په یقین سره ویلای شو چه د کمونیستانو پیدا کیدل او ددوی د فعالیت شروع په افغانیستان کی د پاکستان له لاسه ده. او داود خان یی مجبور کړی ؤ چی کمونیست ګوند ته په ۱۹۶۵ کال کی دفعالیت اجازه ورکړی. او با لآخره کله چی داود خان د افغانستان رېس جمهور شو البته د کمونیستانو په همکاری. نو د نهضت اسلامی غړی یی د پاکستان سره د اړیکو په تور تر ګزارونو لاندی راوستل. او یو تعداد یی مجبور شول چی پاکستان ته لاړ شی او د آی اس آی د لاس آله وګرڅی.
او يه همغه وخت کی نهضت اسلامی د پاکستان په مرسته د داود خان په حکومت باندی کودتاه هم وکړه مګر ناکامه شوه. داود خان ته یی نوره غوسه هم وروستله او د کمونیستی مشاورینو مشوری هم ور سره وی او نهضتیان یی ښه بری وځپل او کمونیستانو ځانونه نور هم داود خان ته نژدی کړل، او د داود خان اعتماد یی نور هم لاس ته راوړ. او با آخره په ۱۳۵۷ ه ش کال کی همدغو کمونیستانو کودتاه وکړه او داود خان یی له منځه یوړ. کمونیستانو د قدرت په نیولو سره داسی احمقانه کارونه وکړل چی د اسلام د دین سره په ټکر کی وو. دغو احمقانه اعمالو پاکستان ته داسی طلایی چانس ور په برخه کړ چی د افغانستان ټول ملت د هغو خلکو سره ودریدل چی پاکستان څو کاله سرمایه ګزاری پری کړی وه. که څه هم باید ووایم چی جهاد حق وو باید د کمونیستانو او روسانو مخه نیول شوی وی. او جهاد فرض وو او ټول ملت باید برخه پکی اخیستیی وی او اکثرو برخه هم پکی واخیسته. خو دا چی د جهاد په رآس کی پاکستان وو اود مجاهدینو ټول کنترول ددوی په لاس کی ؤ. نو دوی وکولای شول چی مجاهدین په څو ډلو وویشی او خپل شوم اهداف تر لاسه کړی، او همداسی هم وشول.
د امریکایی یرغل نه وروسته هم پاکستان کرار پاتی نه شو او خپلو شومو اهدافو ته یی ادامه ورکړی ده. تاسی وینی چی د پاکستان سیاست دوه مخی دی، هم طالبان تقویه کوی او هم د دولت سره خواخوږی ښیی. ملا محمد عمر یی دوه کاله په داسی حال کی چی مړ وو د افغانستان ددولت سره وجنګاوه. آیا ځوان مرګی په پاکستان کی تربیه کیږی که نه؟
او باید ووایم چی جهاد فرض دی او افغانستان اشغال دی، باید کفری قواوی د افغانستان څخه ووځی داچی په کوم شکل مبارزه وشی تر څو تیری ناخوالی بیا تکرار نه شی. خو آیا دا لاره د جهاد چی طالبان یی کوی صحیح ده که نه؟ ایا دغه فتوا ګانی چه دوی یی ورکوی صحیح دی که نه؟ آیا په دغه تګ لاره چی دوی غوره کړی ده ملت به ورسره ودریږی که نه؟
د لاندی پوښتنو ځواب غواړم.
۱- آیا ځوانمرګی ته په قرآن کی کوم دلیل شته؟
کوم دلیل چی طالبان یی بیانوی ډیر ضعیف دی او د یوه صحابی قصه کوی چی په قرآن او احادیثو کی هیڅ ثبوت نشته چی الله ج یا رسول ص په ځان وژنه امر کړی وی. که دوی یی لری نو مهربانی د وکړي؟
۲-که ددوی دلیل ومنو نو په قرآن کی د یوه مسلمان وژل په قصد سره څه جزا لری؟ ایا د قرآن دلیل قوی دی که یوه ضعیف حدیث یا یوه قصه؟ آیا دا په دی کیږی چی دوی وایی چی د ځوانمرګی په وجهه د بی ګناه مسلمانانو وژل کیدل د ددغه بی ګناه شهیدانو د شهادت درجی زیاتی دی؟
۳-آیا دوی په دی فکر کړی چی ددی بی ګناه خلکو د وژلو نه وروسته ددوی د سرپرستی څوک کوی او څنګه کیږی؟
۴-پاکستان همیش امریکا او انګلیس ته نظر افغانستان ته ډیر نژدی وی . او تاسی د پاکستان لمن نیولی، په داسی حال کی چی پاکستان د امریکا د اجازی نه پرته هیڅ نشی کولای. آیا تا پاکستان اوس هم ندی پژندلی؟ په دی پوه شه چی څه کوی د امریکا په خوښه ده.
۵-آیا طالبان یی د تنظیمونو په څیر په ډلو نه دی ویشلی؟ او حتی په ډیرو وړوکو ډلو، چی په کلی او بانډو کی یی نمونی شته دی.
۶-آیا په ډلو ویشلو سره به مو انجام څه وی؟ د پخوانیو تنظیمونو په شکل یا د هغی نه هم بدتر؟ تنظیمونو خو یو څو مکتبونه او حتی پوهنتونونه لرل، تاسی خو هغه هم نه لری.
۷-طالبان وایی چی څوک په دولت کی کار کوی کافر دی او مرګ یی روا دی. آیا دوی دا فتواګانی د قرآن او احادیثو سره په ټکر کی نه دی؟ ټول خلک په آمنت با الله باندی عقیده لری. کلیمه وایی، لمونځ کوی، روژه نیسی، زکات ورکوی او د توان په صورت کی حج ته ځی. او حلاله ذبحه خوری.
۸- د کافرانو تعریفونه په ابوالمنتهی کی شویدی. نو که دوی بی غیر دقرآن او احادیثو نه فتواګانی ورکوی، او د ابوالمنتهی تعریفونه چی د کافرانو لپاره پکی شویدی نه بیانوی. نو اعوذ با الله د ابوالمنتهی کتاب ته دی اور واچوی او آمنت با الله د له خپل نصاب نه لری کړی؟
راځی د ترکیی نه یی زده کړی، په ترکیه کی څه حال وو؟ ایا سیکولر نظام نه وو حاکم؟ او په څه شکل اسلامی نظام حاکم شو؟ که یی نظامی فعالیت یی کړی وی څه به تری جوړ وی؟ نن سبا د ټولو مسلمانانو د افتخار ځای ترکیی حکومت دی.
حکمتیار صاحب کلونه کلونه نظامی مبارزه وکړه، که ده ددی مبارزی په ځای سیاسی او فکری مبارزه کړی وی او د داود خان په ضد یی پاکستان ته لاس نه وی اوږد کړی. نو ممکنه وه چه د کمونیستانو کودتاه نه وی کامیابه شوی. او افغااستان به په دی مشکل کی نه وی لودلی.
نو لږ فکر وکړی اوکه دا حالات همداسی ادامه وکړي، نو د کمونیستانو څخه به بدتر مشکل افغانستان ته د تاسو له لاسه راشی. تاسی ګوری چی نن سبا شعیه ګان په مخ روان دی، لکه څنګه چی داؤد خان کمونیستان تقویه کول، اوسنی حکومت شعیه ګان تقویه کوی او د کرزی حکومت هم تقویه کول او ویلی شم چه حکومت د شعیه ګانو د دام په لومو کی لویدلی دی او څان نه شی تری خلاصولی لکه څنګه چی داؤد خان د کمونیستانو په دام کی نښتی ؤ. ځکه سونیان چی اکثره یی پښتانه دی طالبان دی اوځوانمرګی بریدونه کوی، او همدا علت دی چی په حکومت کی سونیان با الخصوص پښتانه منفوردی او کوم پښتانه چی د دولت سره دی اکثره یی د تاجکو وروڼو سره په مسابقه کی دی او ددغه دواړو سترو قومونو د تعصب او بی ځایه مسابقی له عمله هزاره ګانو ته طلایی چانسونه لاس ته ورغلی دی. نیم یی د پښتنو سره او نیم یی د تاجکو سره په انتخاباتو کی برخه واخلی. او خپل اهداف تر لاسه کوی او د پښتنو او تاجکو د قدرت لیونیان یی ښه نازوی. او با لاخره که هم داسی حالات ادامه پیدا کړی، نو په یقین سره ویلی شم چی د کمونستانو غوندی به همدغه هزاره ګان واک ته ورسیږی او افغانستان به داسی یوه ناورین سره مخامخ کړی لکه نن سبا چی سوریه ورسره مخامخ ده. هزاره مشران سوله نه غواړی په ډاګه وایی. ایران هم دلته شته، اتومی اسلحی هم لری، که خپل هدف ته دغه هزاره ګان ورسوی، نه بیا طالبه وروره د چا مرستو ته به ولاړ وی؟ بیا به امریکاا انګلیس ته غوږ ګروی؟ آیا پوهیږی چی بیا به دی په څو ډلو ټپلو وویشی؟ لکه څنګه یی چی په سوریه کی سونیان ویشلی دی. آیا بیا به د دی عادی وسلی په واسطه وکولای شي چه د اتومی او کیمیاوی وسلو مقابله څنګه کوی؟
نو پس پوه شه چه باید خيل ځانونه ورسوی که اوس څه نلرو خو په راتلونکو کی ددغسی ناورینو مخه و نیسو او د دوښمن مقابلی ته په خپله ودریږو. نه داچی همیش پاکستان، امریکا او انګلیس ته ودریږو لکه د روسانو په مقابل کی چی جهاد وو.
نو زما په نظر لږ فکر په کار دی چه باید څه وکړو د اسلامی مبارزی لپاره کومه لاره غوره کړو. او د کفری نړی د شومو اهدافو مخه په څه شکل ونیسو. کفری نړی د ټولو مسلمانانو د مرګ تصمیم نیولی دی با الخصوص د افغانانو. که په طالبانو کی هم مړه کیږی دوی هدف ته رسیږی. که په دولت کی هم مړه کیږی دوی هدف ته رسیږی، که بی ګناه خلک هم مري نو دوی خپل هدف ته رسیږی. او دی بی ځایه تعصب څخه چی په اسلام کی یو ناروا عمل دی ځانونه وساتو، او د ایران د شوم هدف مخه د افغانستان د ټولو سونیانو وظیفه ده.
په درنښت
سنان مسلم