د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایا یوې هیوادنۍ ملي جبهې جوړیدو ته اړتیا شته

نوروهاب څپاند 23.05.2016 09:45

د افغانستان خلک څه کم څلور لسیزي کیږي چې په افغان وژونکې جګړه کې ښکیل دي . د هېواد اساسي بنسټونه درزیدلې او یا له منځه تللي . د بډایانو او خوارانو تر منځ واټن زیات شوی . د نړیوالي ټولني مرستې د افغانستان د حکومت د یو لړ مفسدو چارواکو او د بهرنیو مافیایې کړیو د معاملو په پایله کې بې اغیزي شوي . د حکومت د کادرې او مالې کمزوري پالیسۍ له وجې فساد وده کړي او افغانستان د ډیرو فساد لرونکو هېوادونو په لیکه کې ودریدلی دی . د هېواد د امنیتې ځواکونو لکه ملي وسله وال پوځ ، ملي پولیسو او د ملي امنیت د جګړه ایزو ټولګیو په تجهیز او روزنه کې د بې پروایۍ او د فساد د شتون له وجې د اړتیا وړ کار او فعالیت نه دی شوی . په عدلي او قضایې برخو کې د سمونونو او روزنې د پروګرامونو د نه پلي کېدو له امله خلکو ته انصاف ، عدالت او حقونه نه دې رسیدلې . د ملي شورا دواړه خونې ولسې جرګه او مشرانو جرګه د خلکو د استازولی پر ځاي د سترو معاملو د پلانولو او پلي کولو په مرکز اوښتې . ډیرئ خلک د ملي یووالي په حکومت بې باوره شوي چې یو لړ د هغې د اسقاط او بله برخه په هغې کې د سمونونو د رامنځته کېدو له پاره هڅه او هاند کوي . په داسې شرایطو کې دا د هېواد د روڼ اندو ، په تیره بیا د سیاسي ، فرهنګې او ټولنیزو نهادونو دنده ده چې خپل خلک د واک د هرډول تشې یا خلا څخه وژغوري او هغوي په ډاډمنه توګه د چارو او اداري د سمون او یا هم قانوني عوضولو له پاره له فکرې او پرکتیکې لحاظه تیار کړي.
د داسې یو چاپيریال د جوړولو له پاره چې هلته د روښانفکرانو بیلا بیلي کتلي ، سیاسي ـ فرهنګي ټولني او خپلواک سیاسي ـ فرهنګي شخصیتونه راټول شوي وي او په افغانستان کې د چارو او ادارې د سمون او یا هم قانونې عوض کولو له پاره د لارو چارو د موندلو تابیا کوي ، ښایې وړ لار هماغه د یوې ریښتونې او هېوادنۍ ملي جبهي جوړیدل وي که څه هم په افغانستان کې د جبهي جوړول اوږد تاریخ نه لري ، اما د شلمې پیړۍ په شپیتمه لسیزه او د یویشتمې پيړۍ په لمړۍ او روانه لسیزه کې د سیاسي جبهو د جوړولو کار ته زیاته پاملرنه شوي . دمدرحاله په هېواد کې څو سیاسي جبهي شتون لري چې په هغو کې ډیرئ هغه ګوندونه ګډون لري چې په عمده توګه مذهبې ، قومې سمتګیري پالې ، ډیر لږ ګوندونه شته چې د جبهو غړي دي او ډموکراټیکه سمتګیري تعقیبوي . مخکې له دې چې د جبهي اړوند نوري څرګندونې وکړو ، اړینه ده د جبهو د رامنځته کېدو په مخینه په لنډه توګه رڼا واچؤ جبهه د مخکې ځاي ، د جګړي لمړی لیکې ، د خلکو ټولګه او داسې نوري ماناوي لري او په پوځي ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو ډګرونو کې یې بیلا بیل تعریفونه خپل کړي دي . د جبهي د اصطلاح څخه په لمړې وار په پوځي چارو کې استفاده شوي چې وروسته په سیاست او نورو ډګرونو کې چلند ته وړاندې شوي ده . جبهي په مختلفو نومونو او جلا جلا پروګرامونو د عمل ډګر ته وړاندي شوي . لکه ولسې جبهه ، متحده جبهه ، ملي پلاروطنه جبهه او ملي جبهه هغه نومونه دي چې د جبهو د جوړولو په وخت کې له هغوي استفاده شوي . ولسې جبهه د سیاسي ګروپونو هغه پراخ یووالي ته ویل کېدل چې په هغه کې به چپ ، سنټرست ، لیبرال بورژوازي ، سوشل ډموکراټان او ان کمونستان سره راغونډیدل . ولسي جبهې عمدتا د متحدو جبهو څخه د ځواکونو د راغونډولو په مقیاس کې لوي وي . له دې کبله د جبهو تعریفونه یو تر بله توپیر کوي . خو په ټوله کې جبهه له سیاسي لحاظه ، د سیاسی ګوندونو او خپلواکو شخصیتونو هغې ټولګې ته ویل کیږي چې د ګډو موخو د تر لاسه کولو په هدف د لنډي او یا اوږدې مودې له پاره سره راغونډ شوي وي او د شریکو ارزښتونو د خوندې کولو په عزم مبارزه کوي . د جبهو د جوړیدو تاریخ د اروپا د ۱۸۴۸م او ۱۸۴۹م کلونو له انقلابونو څخه پیل کیږي چې په کې د اروپا زیات هېوادونه ښکیل شول او زیاتو طبقو ، قشرونو او سیاسي ګوندونو لکه انقلابې سوسیالیستانو ، راډیکال ډموکراټانو او انارشیستانو د خپلو موخو له زاویي د ټولنیزو او سیاسي بدلونونو د رامنځته کولو په مقصد ور کې برخه اخستله . په ۱۹۳۰ مو کلونوکې په اروپا ، امریکا متحده ایالاتو او په ځانګړي توګه فرانسه کې د فاشیسم ضد مبارزي په منظور ولسي جبهي جوړي شوي . په مرکزي او شرقي اروپا کې د سړې جګړې په مهال ملي جبهي ، چې یو لړ زیات هېوادنې ځواکونه یې په ځان راټول کړل او د کمونستانو سره یې ایتلافونه وکړل ، منځته راغلې . په ۱۹۳۳ م کال کې کله چې هیټلر د واک په ګدۍ تکیه وکړه او د ډیرو بې رحمانه پالیسیو پلې کولو ته یې زور ورکړ، د جرمنې د هغه وخت انقلابې ګوندونه په دې پوي شول چې د فاشیسم پر وړاندي د مبارزي له پاره د نورو وطنپالونکو ګوندونو سره د نږدې کېدو او جبهو جوړولو څخه بله غوره لاره نشته . په ۱۹۳۵م او ۱۹۳۶م کلونو کې د نړیوال کمینترن اومې کنګري د فاشیستې خطر د زیاتیدو د مخنیوي په موخه د فاشیسم او جنګ په وړاندې د ولسې جبهو د جوړولو پریکړه وکړه چې په هغو کې ډیرئ فاشیستې ضد ځواکونو ګډون وکړ . دې ډول ولسي جبهو په فرانسه او هسپانیه کې ښې پایلې درلودلې . په ۱۹۴۱ م کال کې د چیلې او یونان خلک هم د ولسې جبهو د جوړولو شاهیدان وه . په ۱۹۴۵ م کال کې د پلار وطنې او ملي جبهو په نامه جبهې جوړي شوي ، چې د تیرو جبهو په پرتله یې د ځواکونو د راټولېدو بڼې او منځپانګې کیفې بدلون درلود . په ۱۹۴۹م او ۱۹۵۳م کلونو کې د ډاکټر مصدق په مشرۍ د ایران ملي جبهې فعالیت کاوه ، د دې جبهې اساسي موخه دا وه چې د ایران د تیلو صنعت ملي کړي او د ایران پاچایې نظام په مشروطه پاچایي نظام واړوي . همدارنګه دمدرحاله د سیمې په یو شمیر هېوادونو لکه هندوستان کې د میزو ملي جبهه ، په سریلانکا کې متحده ملي جبهه ، په پاکستان کې د بلواریستان ملي جبهه چې د ګلګت او بالتیستان د ازادۍ له پاره ده ، د تاجکیستان د اشکارا ولسې جبهه ، د ترکمنستان د اګزې برلیک ولسې جبهه او د ازبکستان د برلیک ولسې جبهه د ګړندې او نیم ژواندي فعالیت په حال کې لیدل کیږي . په دې ټولو تشکیل شوي جبهو کې ګوندونو ، ګروپونو او ازادو شخصیتونو ګډون کړی او د ټاکلو پروګرامونو د پلې کولو پر بنسټ یې د لویو غمیزو د له منځه تللو له پاره لاري چاري موندلي او د سترو ملي ناورینونو څخه یې خپلي ټولنې بچ کړي . د نړۍ د بیلا بیلو هېوادونو تجربې ښیې ، چیري چې غمیزه سرترسري شوي ، ډیرئ ګوندونو او ګروپونو د هغې د قابو کولو له پاره دانګلې ، جبهي او ستر ایتلافونه یې جوړ کړي . په اروپا ، اسیا ، افریقا او لاتینه امریکا کې د سیاسی جبهو د جوړیدو بهیر ښیې چې سیاسي ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو د جبهو د جوړولو مرکزي زړی تشکیل کړی او بیا هڅه شوي د هغې پرشاوخوا د خلکو پرګنې راټولي کړل شي او د مطرح پروګرامونو د پلي کولو لاري چاري ولټول شي . کله چې د سیاسي نهادونو او ګروپونو له خوا د جبهو پلاتفورم تر پښو لاندي شوی ، دا ډول جبهو ډیره لږه موده ژوند کړی او په طبیعي توګه له منځه تللي . هغو سیاسي جبهو چې د خپلو جمعې غړو او انفرادي شخصیتونو خپلواکۍ ته خیال کړی ، د هغوي څخه یې د مطرح پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د غوښتنو کچه لوړه ساتلي ، خلکو ته یې د وعدو په پوره کېدوکې ریښتینوالی ښودلی ، بریالی جبهي په نښه شوي . غوره بیلګې یي د فاشیسم ضد مبارزه کې د فرانسي او هسپانیا ولسي جبهي ، د ویتنام پلاروطنه جبهه چې ۳۹کاله مخکې جوړه شوي ، او نورې دي .
لکه چې مخکې ورته ګوته ونیول شوه په افغانستان کې اوسنۍ تشکیل شوي جبهي او ایتلافونه ډیرئ د هغو ګوندونو له خوا جوړي شوي چې زیات مذهبې او یا قومې کږلیچی لري ، کوم سیاسي تنظیمونه ، ګروپونه او خپلواک شخصیتونه چې د اوسنیو جبهو غړیتوب لري ، د هغوي بنسټیزه موخه په واک کې د هغه قشر ساتل دي چې څه د پاسه دوه لسیزي د افغانستان په خلکو واکمنې کوي . دا قشر د یو ټاکلي مکس مذهبې ـ قومې سیاست په چوکاټ کې د نړیوالي مافیا سره اړیکې لري او تل د مخدره موادو د پروسس او لیږد او د انسانانو او وسلي د لیږد د قاچاقو سره سروکار لري او د هغې څخه تر لاسه کېدونکې ګټه په خپلو منځو کې ویشي . د ملي یووالي د حکومت یو لړ حساسې چوکې د یاد شوي قشر په لاس کې دي چې د هغې په زور په اسانه توګه د قاچاقو کاروبار ته له یوې خوا پوښښ ورکوي او له بلې خوا سرعت . یاد قشر د دولتي شتمنیو او د خلکو د جایدادونو په غصبولو کې پراخ لاس لري . له دې کبله هغه جبهي چې د دې قشر د استازو سیاسي تنظیمونو او ګروپونو له خوا جوړي شوي د افغانستان د خلکو په درد نه خوري او د هغه غمیزي په قابو کولو کې رول نه شي لوبولی ، کوم چې هره ورځ زموږ له خلکو ژوند اخلي. یوه یا دوه دا ډول جبهي او ایتلافونه هم شته چې په هغه کې د هېواد یو لړ ملي او ډموکراټ ګوندونه غړیتوب لري او هغوي د واکمن رژیم په سیاستونو او پالیسیو کلک انتقادونه کوي او په هغو کې د سمونونو د راوستلو وړاندیزونه کوي . د دې مطلب له یادولو څخه زموږ موخه داده چې د نننۍ کنفرانس ګډون کوونکې دا ډول فکر ونه کړي چې دا یوازي موږه یو چې د یوي ملی جبهي د جوړیدو وړاندیز کوو . زموږ نننۍ غونډه چې د یو کال څخه د زیاتې مودې د نظریو د راکړي ورکړي بریالۍ پایله ده باید په ډیر دقت دا موضوع ارزیابې کړي چې ، ایا موږ یوازي په میکانیکې توګه د هېواد د موجودو جبهو په شمیر ور زیاتوو او یا د یو کیفې بدلون په نظر کې نیولو سره د یوه داسې سیاسي جوړښت د بنسټ ډبره ږدو چې هغه به د خپلو جمعې او انفرادې غړو د پوهې او تجربې د کچې پر بنیاد د هېواد د روان ناورین د قابو کولو په ملي کار کې د نورو ناکامو جبهو کارنامې نه تکراروي ! که په دې منظور سره جرګه شوي ؤ چې د هېواد دننه د یوي ریښتونې جبهي سر را اوچت شي ، نننی کنفرانس باید هڅه وکړي د ټولو هغو منفې تمایلاتو په وړاندي چې د کنفرانس کار له ځنډ او خنډ سره مخامخوي ډډه وشي . موږد لسګونو کلونود جګړه زپلې هېواد افغانستان وګړي یو ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزي بې ثباتۍ د روڼ اندو ، سیاسي ګوندونو ، ګروپونو او خپلواکو شخصیتونو تر منځ اختلاف او واټن زیات کړی ، بهرنۍ لاسوهنې په تیره بیا د پاکستان ، ایران او یو لړ سترو قدرتونو سیالیو زموږ د خلکو ملي یووالي او باور ته کلک زیان رسولی دی . په داسې شرایطو کې په طبیعي توګه ګیلي او ګزاري ، یو د بل په وړاندي مخالفتونه شته ، خو څرنګه چې د جګړو په جال کې ګیرشوي ولسونو او ملتونوخپلو لویو او ملي ستونزو ته د حل لار موندلي ، باور شته نننی کنفرانس به هم د افغانستان د روڼ اندو ، په تیره بیا د سیاسي ګوندونو ، ګروپونو او مستقلو شخصیتونو د اختلافونو په را لږولو او په یوه میز د هغوي د جرګه کولو له پاره وړ ، عملي او اغیزمن ګامونه پورته کړي . له دې کبله هڅه په کار ده چې په افغانستان کې د ننه او بهر د هغو زیاتو ګوندونو ، ګروپونو ، خپلواکو شخصیتونو سره اړیکې ونیول شي چې په افغاني ټولنه کې د واکمن قشر څخه په بیلا بیلو بڼو زیان وینې او د هغه څخه د خلاصون یوه شرافتمندانه انسانې لار لټوي . هره هغه جبهه چې په افغانستان کې اوسنۍ سیاسي ودریدلي شیبه د مثبت خوځښت په یوه شیبه واړوي ، خلکو ته د ژوند په برخه کې د پرمختګ د تنوع بڼې ور په ګوته کړي ، د هېوادوالو ملاتړ جلبولی شي . د افغانستان خلکو ته د شعور څخه د خلاصو وګړو په سترګه کتل ستره جفا ده ، تر اوسه واکمن قشر فکر کوي چې خلک نه پوهیږي ! خو خلک پوهیږي چې واکمن قشر اصلا د خلکو په اړتیا او غوښتنو نه پوهیږي !!! دا هغه ستونزه ده چې د واکمن قشر د انفرادي غړو د پوهې او مالوماتو د کچې په ټیټوالې دلالت کوي . هغوي چې ناچله نومونه ، ناچله تحصیلې تصدیقونه او د ناروا شتمنیو ناچله سندونه لري ، څنګه کولی شي ، د هېوادوالو په خدمت کې صادق او کارپوه واوسې ؟ په دې اساس هغه جبهه چې زموږ نننی کنفرانس یې د افغانستان د اوسنۍ غمیزي د قابو کولو په موخه وړاندیز کوي باید له ټولو هغو ناروغتیاؤ راوتلی سیاسي جوړښت وي چې تر اوسه د افغانستان په سیاسي ډګر کې د یو لړ ورته سازمانونو په فعالیت کې تر سترګو شوی . بنا پر دې د سولي او سیاسي همغږۍ کنفرانس ګډون کوونکو به یو مثبت ګام پورته کړی وي ، که د هېواد د ملي ، وطنپالونکو او ډموکراټو ځواکونو او اشخاصو په ګډون د ملي فکټور په توګه د افغانستان په دننه کې د یوي داسې ملي جبهي بنسټ کیږدي چې له یوي خوا د خلکو پراخې پرګنې په ځان راټولې کړي او له بلې خوا د هېواد هغو زیاکښو کتلو ته وړ خدمتونه وکړي چې د حاکم قشر د توپیري سیاست له امله یې ملاګانې کوپې شوي . خلک فکر کوي چې د هېواد د شتمنیو تر څنګ واکمن قشر سیاست هم انحصار کړی او پرګنې د دې واک او ځواک نه لري چې دا هر څه د هغوي له منګولو بیرته وسپموي . افغانان انتظار باسې چې یو څوک باید د هغوي د زړه خبره راپورته کړي ، که اوسنی کنفرانس لږ په دقت او ځیرکتیا کار وکړي او د هېواد د وطنپالونکو ځواکونو تر منځ د باور پلونه ورغوي ، لیري نه ده چې ستاسو د اخستونکو ګامونو سره به هېوادوال هم همګامه شي . وایې په حرکت کې برکت وي ، که د ډموکراسۍ په نورمونو برابر حرکت وهڅول شي ، د یوي اغیز لرونکې جبهې د جوړیدو له پاره شرایط برابر دي . دا هم باید له یاده ونه ایستل شي چې که د خلکو د راټولولو په موخه د ملي جبهې په توګه سیاسي جوړښت ته د زمینې د تیارولو هڅې زور واخلي ، ښایې واکمن قشر هم د غبرګون ښودلو نښې نښانې له ځانه وښیې .
پاي

د سولي او سیاسي همغږۍ په کنفرانس کې د نوروهاب څپاند وینا
د ۲۰۱۶ م کال د اپریل ۹مه فرانکفورت جرمنې