د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولنې او ملتونه څنګه انکشاف کوي، ستونزې او فرصتونه – ۱۹ برخه

محمد عارف رسولي 22.05.2016 20:07

سریزه
د دې مقالې موخه داده چې د ټولنو او ملتونو د پرمختګ په پروسه، شرایطو او غوښتنو په هکله د محترو لوستونکو او په تیره د ځوانو کدرونو مالومات زیات شي. دلته به د اکشاف او پرمختګ په پیژندنه، ډولونو، شرایطو او لارو چارو نظر ورکړو.
لغتونه: انکشاف، پرمختګ، وده، رشد، پراختیا، تلپاتې انکشاف، انساني پانګه (سرمایه)، ټولنیزه پانګه،
ټولنې او ملتونه څنګه انکشاف کوي؟
هرڅوک د پرمختګ او انکشاف (پرمختګ) په هکله خبرې کوي، هرڅوک غواړي ټولنه او ملت یې پرمختګ وکړي. خوعام خلک او ان ځینې شنونکی پرمختګ سم نه پیژني، ځينې پرمختګ یوازې په ملک کې یوازې زیربنایی کارونو لکه سړکونو او سترو فابریکو شتون بولي. نور خلک پرمختګ بیا د سړي سر ناخالصه ملي عوایدو په لوړیدو او اقتصادی ودې پورې تړلی بولي. خو په حقیقت کې پرمختګ یو پیچلي مفهوم دی او زیات بحث ته اړتیا لري. دلته به په دې لیکنه کې د انکشاف (پرمختګ) تعریف د نړیوال بانک له نظره وړاندې کړو.
د پرمختګ پیژندنه
انکشاف یوه داسې پروسه ده د کومې په بهیر کې چې ګډون کوونکي هغو پریکړو ته شکل ورکوي چې په ژوند یې اغیزه کوي. د پرمختګ په بهیر کې انسانان د یوه ټیټ حالت څخه و ښه حالت ته پورته کیږي. انکشاف مشارکتي سوچ، هڅو، کار، پوهې، له تیرو تجربو او نورو خلکو زده کړې، زیرمو او ښو مشرانو ته اړتیا لري.  حقیقيی انکشاف د ټولنو او پکې میشتو انسانانو د خود کفایۍ، هوسایۍ، او مثبت بدلون په مانا دی. همدارنګه، پرمختګ د بیوزلۍ، لوږې، جهالت، شخړو، یو بل نه منلو، کرکو او نفرتونو څخه خلاصون دی.
بله دا چې هغه ټولنه او ملت پرمختګ کولای شي چې ورته تنده ولري، غواړي یې او په دې پروسه کې فعال ګډون ولري، نظر ته یې د منل شوو اصولو په چوکاټ کې اهمیت ورکړل شي او په پریکړو اغیزه وکړلای شي.
د پورته تعریف په بنسټ په کلیوالو او ښاري سیمو کې د پروګرامونو داسې پلي کول چې ځایي خلک په کې ګډون ونه کړي، حقیقي پرمختګ نشي راوستلای. په بل عبارت یوازې زیربنا لکه سړکونه، بندونه، او نورو جوړل، یوازې د دولت او قراردادیانو لخوا، د ځایی خلکو له ګډون پرته، په سیمه کې واقعی پرمختګ نشي راوستلای.
پرمختګ او انکشاف څو اړخونه او ډولونه لري. د انکشاف دا ډولونه اقتصادي، بشري، صنعتي او پایداره انکشاف دي. اقتصادي پرمختګ تر ډېره د ملتونو د سړي سر ملي ناخالصه کلني عوایدو لوړیدو ته ویل کیږي. د دې رشد مفهوم بیا موږ ته ټولنیزه هوساینه، عدالت او د ثروت ویش سم نه راښیي. بشري انکشاف بیا د بشر د هوساینې په مفهوم دی. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام بشري انکشاف داسې تعریفوي: بشری انکشاف د خلکو د انتخابونو د پراخولو پروسه ده، د یاد شوو انتخابونو مثالونه دادي چې: وتوانیږی اوږد او صحي ژوند وکړي، تعلیم وکړی شي، د عزتمند ژوند کولو د کچې لرونکی وي، سیاسي ازادي، او نور بشری حقونه یې خوندي او تضمین وي. یو بل ډول انکشاف چې پایداره انکشاف ورته وایي نن سبا زیات مشهور دی.
پایداره هغه انکشاف دی چې د اوسني نسل اړتیاوې پوره کوي، بیله دې چې د راتلونکو نسلونو د اړتیاوو د پوره کولو توان کم کړي. تلپاتې یا پایداره پرمختګ په دریو بنسټونو لکه د ټولنیزه پلوه د منلو وړ، د ایکالوجیکي نظره پایداره، او د اقتصادي لوري څخه هم مرغوب او په ګټه وي. نړۍ ولیدل چې د ورستۍ پیړۍ پرمختګ پایداره او تلپاته نه و ځکه ځینو بډایو هیوادونو د طبیعت تر جذب زیات غازونه تولید، طبیعی زیرمې مصرف، خرابې او چاپیریال یې ککړ او اوس بشر د هواد بدلون او توخې سره مخ دی.
د تلپاتې ودې تعریف دوه بنسټه خوندي کوي. لمړی، د نړۍ د بیوزلو خلکو، څوک چې زیات وختونه د پرمختګ ګټو او میوو ته لاسرسی نه لري، ستونزو ته اهمیت ورکوي. دوهم، د طبیعي زیرمو د فرسایش او تخریب مسئلې ته چې، د راتلونکو نسلونو د اصلي اړتیاوو د پوره کولو مخه نیسي، زیات پام کوي.
د ټولنو د انکشاف او پرمختګ لپاره، د خلکو بشري او ټولنیزې سرمایې زیات اهمیت لري. بشری پانګه د افرادو نرم مهارتونه لکه اړیکې نیول، د ځان او خپل فکر ارزونه، پوهه، یا نور غیر مریي پانګې دي چې پخپله د دوی، د دوي د استخداموونکو، یا د هغوی د ټولنو لپاره اقتصادي ارزښت رامنځته کوي. ښوونه او روزنه یوه داسې پانګونه ده چې د زیات تولید په شکل ګټه رسوي. همدارنګه، دا ښکارندې په ښه ښوونه او روزنه، ښه روغتیا، غوره کلتور او یو ښه ټولنیز او سیاسي چاپیریال کې وده کولای شي.
همدارنګه، د ټولنو او ملتونو د پرمختګ لپاره ټولنیزه پانګه ورځ تر بلې زیات اهمیت مومي. ټولنیزه پانګه د هغو خلکو په منځ کې چې په یوه ځانګړې ټولنه کې ژوند او کار کوي، د اړیکو یوه شبکه ده چې، هغې ټولنې ته د اغیزمن فعالیت توان ورکوي.   
اوس باید ووایو چې انکشاف څنګه راځي، لارې چارې یې کومې او په مخ کې یې خنډونه څه دي. دلته به پخپل هیواد کې د انکشاف په مسئلو، خنډونو او حل لارو خبرې وکړو.
زموږ د هیواد د پرمختګ ستونزه څه ده؟
د اوږدو شخړو له کبله زموږ اقتصاد، ښوونیز نظام او ملي نهادونه ویجاړشول. زموږ د خلکو انساني او تولنیزو پانګو چې د پرمختګ لپاره تر نورو دودیزو پانګو لکه مالي، طبیعي او نورو نن سبا زیات اهمیت لري، اړینه وده ونکړه. د بیان ازادي که په نړیواله توګه منل شوې، زموږ په شمول د زیاتو هیوادونو اساسي قوانینو منلې لامل یې دادی چې د بیان له ازادۍ سره د انسان فکر، سیاسي او ټولنیز شعور زیاتیږي او استعدادونه ورسره رشد کوي. خو باید په یوه اخلاقي او منل شوي چوکاټ کې ورڅخه ګټه واخیستل شي. که دا چوکاټ رامنځته او مراعات نه شي، د ټولنې اخلاق او معیارونه شړیږي، کرکې، تاوتریخوالی او جنایتونه رامنځته کیږي. په پای کې ټولنه په اوږد مهاله کړاوونو اخته کیږي.
ذهني او فکري وده د مالوماتو د تبادلې، ازادو بحثونو، کتاب لوستلو، کنفرانسونو او سیمینارونو په مرسته تر لاسه کیږي. ډیری افغانان ازاد بحث او د نظریاتو تبادلې ته زیات اهمیت نه ورکوي. یو لامل یې دادی چې، د ازاد بحث په ګټو او اړینتوب سم نه پوهیږي او بله دا چې بحث کول زموږ په ټولنه کې یوازې د نورو د ملامتولو او یا په هغو د خپلو نظریاتو د منلو په مانا قبول شوی دی.  که په ټولنه کې د نظریاتو تبادله په علمي توګه وشي، بحثونه په یوه منل شوي چوکاټ کې ترسره شي ستونزې حل او ټولنه پرمختګ کوي. خو که بحثونه او شننې په معیاري او اصولي توګه ونشي تر ګټو یې تاوان زیاتیږي.
زموږ په ټولنه کې د پورته یاد شوو لاملونو له کبله د ذهني ودې، سیاسي او ټولنیز شعور، کلتور، پوهې، انساني پانګې او ټولنیزې پانګې په وده سم کار نه دی شوی، او نه د پرمختګ دا مهم فکتورونه سم پیژندل شوي دي. پوهان وایي ټولنیز پرمختګ دادی چې داسې یو چاپیریال او شرایط رامنځته شي چې، خلکو ته په ځان اعتماد او باور پیدا شي، هغوی د خپلو ستونزو سمه ارزونه وکړی شي، لمړيتوبونه وټاکي، د خپلو ټولنو لپاره پلان جوړ او په پلي کولو کې یې په مسوولیت سره برخه واخلي.
زموږ په ملک کې انکشاف (پرمختګ)، ورته اړینه پروسه، وړتیا او شرایط سم نه دي پیژندل شوي. زموږ د ډېری شنونکو د ارزونې او استدلال متودونه هم سم نه دي. د حقایقو د پلټلو په ځای د احساساتو زیاته پلوي کوو. نو ځکه له استدلال کولو، نظر ښکاره کولو او د بیان له ازادۍ څخه موږ سمه ګټه نشو پورته کولای. کله کله زموږ د بحثونو انجام یو بل ته د بد رد ویل وي. زموږ ځینې خلک د بل خبرو ته نه سم غوږ نیسي او نه پکې کوم ارزښت ګوري او فکر کوي چې تل سمه خبره دوی کوي او د بل نظر ته کومه اړتیا نه ویني.
 زموږ په غونډو، تلویزیوني شننو، ټولینزو رسنیو، ویب پاڼو او لیکنو کې د ازاد بحث په ګټو، میتودونو او اخلاقو باندې له یوې خوا پوره پوهاوی کم دی او د شته اړوندو ارزښتونو سم درناوی نه کیږي. دا ځکه چې موږ خپل مجلسونه او غونډې په دودیزو لارو پرمخ وړو او د سمولو هڅې یې نه کوو او نه کوم منل شوی چوکاټ ورته جوړوو. د ازاد بحث لمړنۍ موخه باید داوي چې د راز راز کسانو له پوهې، تجربې، نظر او غوښتنو څخه خبر شو او ورڅخه ګټه واخلو. دا کار هلته شونی دی چې بحث د یوه ټاکل شوي چوکاټ، متقابل درناوي او منل شوو اصولو له مخې وشي. یو څوک یوازې خپل نظر، پرته له دې چې نورو ته سپکاوی وکړي، ووایي او قضاوت خلکو ته پریږدي، ترڅو د بحث، څیړنې او د نظرونو د تبادلې په پای کې مسئلې او حقایق روښانه شي.
د انسان ذهن او استعداد څنګه وده کوي؟
لوی لوی پوهان او مفکرین یوازې د نورو د نظریاتو په زده کولو او منلو خپلو مقامونو ته نه دي رسیدلي. په حقیقت کې د هغوی ذهن، شعور، عقل، احساسي زیرکتیا او پوهه د ذهني تمرین، تجربو، څیړنو، پخپلو او د نورو په نظرونو شک کولو او ورڅخه د زده کړې په پای کې لوړو پوړیو ته رسیدلي دي. دا یو اصل دی او د سازمانونو، ټولنو، ملتونو او دولتونو په حق کې هم رښتیا دی. دا بحث په یو څو لاندې مثالونو غزوو.
د نن زمانې د لوړو زده کړو د موسسسو کوریکولمونه او پروګرامونه د همدې اصل په بنا شاګرد بنسټه جوړیږي. شاګرد بنسټه، هغه درسي نظام دی چې ټول پرمختللي ملکونه یې کاروي، د زده کړو هغه سیستم دی چې شاګرد ته موکه ورکوي چې مدام ژور فکر وکړي، خپل او د نورو نظر له پوره غور وروسته ومني، مسوولیت واخلي، د درس منځپانګې او په عملي ژوند کې یې ګټو ته پام وکړي.
په نن زمانه کې د بیوزلۍ د ورکولو، د ښوونیز نظام، کاروبار، د کلتور، اقتصاد او ټولنیزې ودې لپاره په مشارکتي پروګرامونو زیات تاکید کیږي. د نن زمانې پرمختیایي علوم هم راښيي چې، په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند کې هم که انسانان او ټولنې د ژوند د ستونزو، لاسته راوړنو او راتلونکي په هکله په ګډه ژور فکر وکړي، مسوولیت ومني، او تل د نوښت او اصلاح په فکر کې وي پرمختګ کوي شي او بریالي کیږي. د پرمختګ ساحې زیاتې پراخې شوې دي او په هره ساحه کې د ټولو اړوندو خلکو پوهې ته اړتیا ده. د مثال په توګه د زراعت په وده، د کلو او ښاري پراختیا په پروګرامونو او نورو ورته مسئلو کې که کومه ټولنه او ملت پرختګ غواړي ورته اړتیا ده چې په مشارکتي شکل لاندې قدمونه واخلي: لمړی قدم، د فرصتونو او محدودیتونو پیژندنه، دوهم قدم، د عملي حل لارو موندل چې ننګونو او محدودیتونو ځواب ووایي، او دریم قدم، سلامشورې کول ترڅو د عمل پلان ته اخري شکل ورکړي او پلی یې کړي. دا فورمول تر یوې کچې په هر سکتور او د ژود په هر ډګر کې اړین بریښي.
دا چې قرآن هم موږ ته په زیاتو مبارکو آیتونو کې د تعقل، تدبر او تفکر امر کوي د پورته واقعیتونو تایید کوي. همدارنګه، قرآن عظیم الشان د یسوف علیه السلام هغه پلان چې مصر د هغه وخت د وچکالۍ لپاره یې جوړ او پلی کړ تایید او ستایي. د پلان کولو وړتیا  د فکر، تدبیر، هڅو، تمرین او مشورو په پای کې وده کوي. په خواشینۍ سره زموږ د ځینو کسانو د ارزونې او تحلیل قدرت کم زوری دی، هغوی د مسئلو ټولو اړخونو او په تیره خپلو تیروتنو او مسوولیتونو ته نه ګوري.
یو څه پرمختګ هم شته
 په وروستیو څو لسیزو کې یو شمیر مرستندویه ټولنو هڅه وکړه، چې مشارکتي پروسه، ارزونه او عامه پوهاوی د پرمختیایي پروسې په مرسته په افغانانو کې زیات کړي. په راز راز اړخونو کې د ټولنو، کارباري خلکو، ښوونکو، استادانو، ژورنالستانو، بزګرانو او نورو په دولتي او نادولتي پروژو کې ګډون زیات او پرمختیایي پوهه یې زیاته شوه. د دې لپاره د غوره کدرونو روزل، بیا د هغوی په مرسته په منظمو پرمختیايي او د بیوزلۍ کمولود پروګرامونو په مټ د ملت له ټولو پرګنو سره کار کول یو اړین کار دی. د مثال په توګه، ګورو چې د فساد کمول، د پروژو سم او د خلکو په ګټه پلي کول تش په خبرو نه تر لاسه کیږي. د سمو دولتي پالیسیو ترڅنګ عامه پوهاوی، د خلکو ګډون، دهغوی نظارت او څار، پوښتنه او په ټوله پروسه پوهه خورا مهم څیزونه دي. د پورته دلایلو له کبله یوازې دولت سمې پروژې نشي پلې کولای، او د خلکو مرستې ته اړتیا لري.
څو کاله مخکې زه د ځینوهغو افغانانو سره چې پخوا یې له نړیوالو موسسو سره د کار تجربه لرله، خو اوس یې له مختلفو دولتي ادارو سره کار کاوه، د نړیوال بانک لخوا د یوه ټریننګ لپاره هند  ته لاړم. د بحثونو او خبرو په بهیر کې هندي پوهان په پرمختیايي مسئلو، پروژو او اړوندو موضوعاتو باندې د دې افغاني هیئت وړتیا، پوهې او تجربو ته ګوته په غاښ شول. هغوي حیران وو چې په شخړو وهلې افغانستان کې دا کسان له دومره پوهې سره څنګه راپیدا شوي. زما په نظر دا کسان د همدې ټریننګونو، بحثونو، له نورو د زده کړو، څیړنو او تفکر له لارې دې ځای او پوهې ته رسیدلی وو. د همدې خلکو برکت و چې د افغانستان ځینې ملي پروګرامونو او پروژو ښې پایلې درلودې، خلکو ته یې ګټه ورسیده، نړیوال شهرت یې وموند اوخلک هم په نسبي توګه ورڅخه خوشاله ښکاري. همدارنګه، د نړیوال بانک یوه هیئت څو کاله مخکې د ټولنیزو پوهانو په ګډون کابل ته راغلی وو. د هیئت غړو د نړۍ د زیاتو هیوادونو او په تیره د سویلي اسیا د هیوادونو د کلیوالي پروګرامونو په هکله ښه بلدتیا لرله. موږ هغوی د ملي پیوستون د ځینو کلیوالي پرمختیایي شوراګانو له غړو سره کینول. د خبرو په لړۍ کې دا کارپوهان حیران شول چې د افغان کلیوالو پوهه، ځیرکتیا او تحلیل یې ولیدل. دا ځکه چې له دې کلیوالو سره د ستونزو په ارزونه، حل لارو او لمړیتوبونو په موندلو کې د ملي پیوستون کدرونو په مشارکتي پروسه  کې کار کړی و.
په همدې توګه، د کدرونو د لاس نیوي ترڅنګ، د تفکر، مشارکت او روزنې اصلونه د هغو خلکو په هکله هم سم دي چې موږ غواړو د ژوند سطحه یې لوړه کړو او له بیوزلۍ څخه یې راوباسو. د کلیوالي سیمو په پرمختګ، بیوزلۍ ورکولو، او په ځان بسیا کیدو لپاره هم ستر او بنسټیز اصل دادی چې دولتي او نا دولتي ادارې باید داسې شرایط او کاري چاپیریال رامنځته کړي چېرې چې، کلیوال د خپلو ستونزو په هکله فکر وکړي، ننګونې و ارزوي، د حل لارې او لمړيتوبونه په ګوته کړي، پروګرامونه جوړ او هم یې په پلی کولو کې ونډه واخلي. دلته د امکاناتو د برابرولو په څنګ کې د خلکو شعور لوړیږي، ستونزې او لمړیتوبونه پیژني. په دې پروسه کې د خلکو په ځان او په خپلو همکارانو اعتماد ټینګیږی او د پرمختیايي پروسې مالکیت تر لاسه کوي او کومې لاسته راوړنې چې له پروژو لاسته راغلې هغوی یې ساتنه کوي، ورڅخه زده کوي او پایلې یې تلپاته کوي. په اصل کې پرمختیایي پروسه، د خلکو پوهاوی او دهغوی په ځان اعتماد تر لاسه کول تر امکاناتو او پیسو زیاته اغیزه لري. امکانات او پیسې ښه دي، خو یوازې پرمختګ نشي رامنځته کولای. له همدې کبله په افغانستان کې په ورستیو پنځلسو کلونو کې د نړیوالو زیاتو پیسو زموږ ټولنه پخپلو پښو ونه دروله او په ځان بسیا نشوه ځکه زموږ نور شرایط سم برابر نه وو.
په پرمختیایي پروژو کې خلک د ستونزو او منازعاتو د حل په لارو چارو فکر کوي او په ګډه د عادلانه او ټولو ته د احترام او ګډو ګټو په چوکاټ کې د لارو چارو پلټنه کوي. په دې پروژو کې د خلکو د بنسټیزو ستونزو لکه د څښلو د اوبو، د معیشت، کرنې، روغتیا، ښوونې او روزنې او نوروو سکتورونو په وده فکر کوي، په دولتي پروګرامونو نظارت کوي، د فساد مخه نیسي، رونوالی رامنځته کوي او په انکشاف کې ونډه اخلي.
یو څوسپارښتنې
    •    په هیواد کې د نظریاتو سمې تبادلې، غوره ټولنیزو مدني او علمي بحثونو ته باید ژمن و اوسو. دا کار مو له یوې خوا د تمدن او پرمختګ په لور بیایي، او له بلې خوا اسلامی، انساني او مدني اخلاق یې هم ایجابوي،
    •    زموږ شنونکي، لیکوالان او پوهان مو باید د انکشاف د څرنګوالي، شرایطو او غوښتنو په هکله لیکنې او څیړنې وکړي. همدارنګه، باید د پرمختګ لپاره په دولتي ادارو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو، مسلکي انجمنونو، اکادیمکي ادارو او نورو کې اړینه اړینه وړتیا رامنځته شي،
    •    زموږ د پوهنتونونو کوریکولمونه او او پروګرامونه باید نوي او شاګرد بنسټه شي، په علمی روشونو د اکریدتشن پروګرامونه چټکۍ پلان او پلي شي،
    •    زموږ د پوهنتونو په کوریکولم او پروګرامونو کې باید د نرمو مهارتونو ودې ته پوره پاملرنه وشي، ترڅو ښه رهبران، مدیران، د مثبت فکر لرونکي او دکار خلک وروزي،
    •    په هیواد کې باید په ټولو اړونده ساحو کې لکه، د فردي ذهانت په وده، د ښوونیز نظام په رغونه او پرمختګ کې، په کلیوالو او ښاري ساحو کې د پرمختګ او د بیوزلۍ د پروګرامونو په پلي کولو کې له مشارکتي روش څخه کار واخلو. په ملک کې ګټور پروګرامون شته، زیاتې لاسته راوړنې هم لري، خو زموږ پوهان، لیکوالان، شنونکي او د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونه باید هغه په غور و ارزوي، لاسته راوړنو او ستونزو ته یې په بې پرې توګه پام وکړي او د راتلونکي سمون لپاره یې وړاندېزونه وکړي.