د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پلار کېدو فکر

شهزاده شيرين زوی 22.05.2016 22:42

نن مې بيا په يو محفل کې د يو چا د نظر نېغ په نېغه مخالفت وکړو. دا چې د هغه نظر به سم وي او که زما؟ خو کيسه داسې وه، چې د هېواد د سياسي اشخاصو او زمامدارانو په پېيلتوب او ناپېيلتوب څو خبرې وشوې، چې يوه په ډېرې کاکګۍ وويل: ((ګورئ دوستانو! زه تاسې ته يوه خبره کوم، چې موږ د يو ډېر فقير هېواد باشنده يوو او تاسې وينئ، چې د ډېرو په خپلو پښو ولاړو هېوادونو حاکمان نه ناپېيلي دي او نه کامله خپلواکي لري، له همدې امله زه په دې باور يم، چې بې پلاره نه کېږي))

ما که څه هم د څه ويلو اراده نه درلوده، خو نه پوهېږم چې ولې مې د دې خبرې په اورېدو، چې (بې پلاره نه کېږي) د خبرو کولو ځواک راوپارېده او و مې ويل: ورور وويل چې: ((زموږ په څېر د فقيرو هېوادونو سياسيون که د يو چا په ځولۍ کې ځان وروانچوي، يو بادار و نه لري او د پلار د سېوري په څېر يې د يو چا سيورى پر سر نه وي، نو هېڅ کار کولى نه شي.))

زه دغه خبره له يو لادينه او نامسلمان سره دومره د اختلاف وړ نه بولم، خو د ورور په څېر له يو مسلمان سره يې منلى هم نه شم، ځکه چې په اسلامي تاريخ کې د دغسې بې پلارو پرځاى د حقيقي بې پلارو د ډېرو سترو کارنامو او زمامداريو ډېرې ښې بېلګې شتون لري.

د حضرت ادم  ، حضرت شيث  او حضرت عيسى   کيسې خو ښايي هر مسلمان اورېدلې وي، چې څـښتن تعالى حضرت ادم   بې موره او بې پلاره، حضرت شيث  بې موره او حضرت عيسى  بې پلاره خلق او دنيا ته يې د سترو کارونو د تر سره کولو له پاره راولېږل چې هغوى خپل رسالت په ښه توګه ترسره کړو.

له همدې امله زه وايم چې يو مسلمان بايد په دې باور نه وي، چې بې پلاره نه کېږي، بلکې په دې عقيده وي، چې بې پلاره هم کېږي او بې موره هم، خو په دې شرط چې په ککره کې د زوى کېدو پر ځاى د پلار کېدو فکر شتون ولري.