د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ولس د افغان حکومت او د ښاغلی محترم گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند ترمنځ د سولې د هلو ځلو ملاتړ کوي.

افغان تحرک 21.05.2016 13:01

صادق او آگاه افغانان خوږ او ګران ورور ښاغلی محترم گلبدين حکمتيار او ټولو نور صلح دوست او صلح خواه افغان وروڼو او خویندو ته سلامونه او احترام وړاندې کوی.

صادق او آگاه افغانان د ښاغلی محترم گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند ترمنځ د سولې د هلو ځلو ته له څسښتن تعالی څخه برکت استدعا کوی او د د طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته په انتظار کی دی.

د بین الافغانی جگړې د ختمولو يواځنى لار، بهترین لار، عاقلانه ترین لار، مدبرانه ترین لار همدا بین الافغانی افغان خبرې اترې دي. بی له شکه چه د افغان سولې په بهير کې د ښکېلو محیلو مخل قوتونو، همداسی چه په تیرو کلو کی ماهرانه موانع او مشکلات په دی ساحه کی را ایجادول غواړی، مګر زمونږ افغانیت، زمونږ اسلامی-افغانی اخلاق، زمونږ افغانی فلسفه دا حکم صادروی چې د بین الافغانی افغان جگړې د ختمولو يواځنى لار، بهترین لار، عاقلانه ترین لار، مدبرانه ترین لار همدا بین الافغانی افغان خبرې اترې او همدا بین الافغانی صلح ده!

بی له شکه، هـر افغان غواړي چې خپلواک وي، یقینا هـر افغان چې د خارجیانو ټانکونو ته ، د ګاوندی هیوادونو لکه ایران او پاکستان محیلانه او ماهرانه دسایس د افغانانو په مقابل، اداری فساد، فقر او بیکاری ګوری، دردیږی، مګر دا هم واضع خبره ده چه بین الافغانی جګړو د دا مشکلات د حل لاری چاری په غیږ نه لری!

بی له شکه، هر کله چې صادق او آگاه افغانان ګوري چې زمونږ د ملالې په میوند کې، له شپږ دیرش کاله را په دی خوا، د خارجیانو ټانکونو ګرځي، صادق او آگاه افغانان دا ټانکونو د خپل پر سینه باندې او د خپل پر سر باندی احساسوی او دردیږی!

بی له شکه، هر کله چې صادق او آگاه افغانان ګوري چې زمونږ افغانی میدیا د ایران رژیم د اخوندانو په امر او شوق کی چلیږی او دزمونږ ځوانانو د اذهانو تسخیرول ته فعالیت کوی، صادق او آگاه افغانان دردیږی!

بی له شکه، هر کله چې صادق او آگاه افغانان ګوري چې "پنجابی چوته نظامیان" مونږ سره جفا کوی، صادق او آگاه افغانان دردیږی!

که د تاسو په یاد وي یو څو کاله مخکې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې حتی یو افغان ماشوم د یو کاناډایي افسر په سر په تبر ووهل او هغه یې وواژه، چې د شوروی مسلحانه تهاجم په دوره کی هم مونږ دیر شمیر داسی مثالونو لرو! دا په دې مانا ده چې افغانان د خارجیانو ښکیلاک نه مني او حتی یو افغان ماشوم هم همداسې یو افغانی غیرت لري.

مګر له بل خوا باید مونږ په دی کی هم خپل ځانونه او ذهنونه پوه کړو چه افغان ماشوم ښونځی ته اړتیا لری، افغان ماشوم شه روزنه او شه ښوونه ته اړتیا لری، افغان ماشوم خوراک، څښاک او پوښاک ته ضرورت لری، افغان ماشوم یو ګرم، له مینه دک او سولیز چاپیریال ته ضروت لری، افغان ځوانان شه او با کیفیته عالی تحصیلاتو ته ضرورت لری، تر سو چې صبا او یا بل صبا اقلا د "جنګی خساراتو" د لاسته راولړو لپاره خو یو "ذهنی چاپیریال" ولری!

په هر صورت او سره له دی ټولو مشکلاتو نه راځو دی مطلب ته چې څښتن تعالی مونږ لپاره هم د تعقل او هم د تحسس قوه ګانی عطا فرمایلی دی، چه متاسفانه مونږ افغانان اکثرا له خپل تحسس قوه څخه، یعنی د خپل احساساتو څخه کار اخلو او خپل تعقل څخه "دیر لږ" استفاده کوو. مونږ افغانان د خپل تعقل او د خپل تحسس قوه ګانی تر مینځ یو "تعادل" ته اړتیا لرو!

بین الافغانی صلح د زمونږ دهمدا تعقل او تحسس قوه ګانی "تعادل" تمثیلوی!

مګر متاسفانه چه موږ افغانان تر اوسه پوری خپل همدا "تعادل" ایجاد نه دی کړی. یعنی چې موږ افغانان ډیر احساساتي یو او همدغه علت ده چې په سیاسي ډګر کې پاتي راغلي یو!

پس له شوروی مسلحانه تهاجم څخه تر ننه پوری متاسفانه یو داسی حالت او وضعیت پر مونږ باندی راغلی دی، او یا یو داسی حالت او وضعیت پر مونږ باندی تحمیل شوی دی چه متاسفانه مونږ د نورو هیوادونو څخه محتاج کړی دی. دا چه تر سه اندازه مونږ افغانان په دی قضیه کی تقصیر لرو او تر سه اندازه خارجی نظامی مداخلات په دی قضیه کی تقصیر لری، اوږده، دقیق او علمی بحثونو ته ضرورت لری چې ساړه سینه، متمرکز فکر او یو صادقانه او سولیز بین الافغانی فضا ته اړتیا لری چه پس له بین الافغانی صلح څخه پکشی صادقانه او علمی بحثونه د صمیت او بین الافغانی "مینه" او "درک" ضمینه برابروی!

خو حقیقت خبره متاسفانه دا دی چې په یو داسی حالت او وضعیت چه ګران افغانستان او افغان ولس نن صبا ګرفتار دی، "محتاجیت" مینځ ته راوړی دی. افغان ولس دوه لاری لری، یا باید چه په "لږ" کی قناعت وکړو او ځان له محتاجیت څخه خلاص کړو، او یا تر هغه وخته "محتاجیت" ومنو چې خپلو ضروریات پخپله اماده کړو!

متاسفانه موږ نن محتاج یو او دا باید ومنو چې موږ محتاج یو، موږ په ټولو ډګرونو کې محتاج یو، مثلا موږ نن په ګران افغانستان کې څو داسې روغتونونو نلرو چې موږ ورباندې ډاډمن واوسیږو، موږ په ولسوالیو کې عادی کلینیک نلرو، موږ د دوا جوړولو داسې یوه فابریکه نلرو چې د هیواد غوښتنو ته ځواب ووایي، موږ داسې زراعت نلرو چې د هیوادوالو د پاره کافي زراعتی تولیدات ولرو، موږ کافي بریښنا نلرو، کافي سړک نلرو، حتی کافي د ترانسپورټ امکانات نلرو، او "یو لږ" څه چې مو چه پخوا درلود هم په تیرو څلورو جګړییزو لسیزو کی هغه لوټ سول، لنډه دا چې موږ په مختلفو ساحاتو کی نن صبا په کلي توګه خپل"محتاجیت" اعلانوو، یعنی خپل احتیاجات په هیواد کی په خپل توان متاسفانه رفع نشو کولای او د خلکو خبره نه "زر" لرو او نه "زور". زمونږ "زر" یا زمونږ معادن یا د ځمکی لاندی دی چه د استخراج او استفاده یی توان نلرو او یا دا چې زمونږ ځینی معادن د جنګسالارو او مافیایی دلو په لاس کی قرار لری. مونږ نه نن صبا متاسفانه نه دا توان لرو چه خپل معادن له د جنګسالارو او مافیایی دلو له لاسونو څخه خلاص وکړو او نه هم دا توان لرو چه د خپل معادنو د استخراج پروسه په یوه ګته وره ملی پروسه په اساس پیل کړو. او نن صبا بیا هم همهغه د خلکو خبره صدق کوی چې، نن نه "زر" لرو او نه "زور". خلک متل کوي وایي دا (بـو) چې ویل کیږي نو د شونډو په توان ویل کیږي نو چې شونډې توان نوي دا ( بـو) هم نسې ویلی. نو دا زمونږ بین الافغانی صلح ده، چې مونږ ته بیا "د شونډې توان" هم ورکړای شی!

آیا داسې څوک سته چې ووایي نن صبا دغه فورمول په کار واچوی نو بیا زمونږ ټول ملی احتیاجات رفع کیږی او زمونږ ټولنیز عدالت، ثبات، شه قانونیت، ترقی او بلاخره زمونږ رفاه له په همدا نن ورځ ترلاسه کولای سی؟ نسته.
مونږ افغانان کله چې داسې وکړوو چې د یو بل خبره، غوشتنه، هیله او اهداف یو وارې په کراره واوروو، خپل احساسات د خپل کنترول لاندی راوړوو، چې کله یوه خبره نیمکله واوروو ژر اقدام نه وکړوو، پیش له دی نه چې ټول اړخونه یې وسنجوو، نور به سم یو، خو کله چې دا احساسات مو قابو کولای سو، یعنی کله چې د تعقل او تحسس تعادل ځان لپاره ایجاد کړو، نو بیا په اسانه توګه بین الافغانی صلح ته رسیږو.....
زمونږ سپیڅلی احساسات کله نا کله څه چه اکثرا د ستاینې وړ دي، خو کله چې زمونږ احساسات زمونږ تعقل سره همغږی نکړی، نو بیا خرابی را ایجادوی!

مثلا راځو چې یو ځله په یو تخیلی تصویر کی او یا د یو تخیلی تصور او انځور په ذریعه داسی فکر وکړو چې مونږ له نن بعد نه، یو داسی مستقل او خود کفا اقتصاد ګران افغانستان لپاره اماده کړو چې هر شی مو خپل له ځانه وي. دا خو زما هم ډیر خوښ ده چې هر شی خپله ولرو، هر شی پخپله تولید کړو تر سو زمونږ ټول عمده احتیاجات رفع شی. خو خبره دا ده چې په څه ډول یې ولرو او یا وکړو.

نه غنم لرو چې خالي وچه ډوډۍ وخورو د غوښو نه هم بیزار!
نه کافی پیسه لرو!
نه روغتون کې مو دوا لرو!
نه د کور جوړولو د پاره کافی تعمیراتي مواد لرو!
نه تیل لرو!
نه بریښنا لرو!
نه کاغــذ لرو چې خط ورباندې ولیکو! نه؛ د کتاب او کتابچې د چاپ ځای لرو!
نه قیر لرو چې خپل سړکونه جوړ کړو!
نه کافی تولیدات لرو!
نه؛ توپ او ټانک لرو! نه؛ الوتکه لرو!
"دلته سره له ټولو مشکلاتو څخه، یو افغانی توکه کوم: او نور هغه تول شیان هم چې لرو په هندوستان کی دۍ."

خلاصه چې دیر شیان نلرو! اوس موږ خو پدې حیران یو چې دا "خود کفایتی" په څه ډول لاس ته راوړو، څوک ویلای سئ چې په څه ډول یې تر لاسه کړو.

ایا بی له بین الافغانی صلح کی، زمونږ د احتیاجاتو د رفع لپاره کوم بل لار سته؟



بیا وایم چې موږ په لمړی ګام کی بین الافغانی صلح ته اړتیا او ضرورت لرو، موږ مجبور یو چې منزل وکړو او قافلې ته ځان ورسوو، خو بی له بین الافغانی صلح کی هیڅ شی لاس ته نه راځي.

د بین الافغانی صلح او سرلوړي افغانستان په هیله



دصلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله