د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "خاموش افغان" واقعی نمایندګان څوک دی؟

افغان تحرک 20.05.2016 12:13

"خاموش افغان" اصطلاح دلته یو کنایه اسم دی، چه "خاموش اکثریت" معنی اتخاذوی او په انګلیسی ژبه ورته "silent majority" ویل کیږی.

دلته باید په سر کی یاد شی، چې "خاموش افغان" اصلاح او یا "خاموش اکثریت" له کوم "انقلاب"، له کوم "خوځشت" له کوم "غورځنګ" او یا هم له کوم شورش څخه الهام نه دی اخیستی، بلکه صرف او فقط د همدا اساسی او دقیق مطرح شوی پوښتنه مطلب او مفهوم تکمیلوی.

سره له دی نه چه د "خاموش اکثریت" اصطلاح مونږ افغانانو لپاره لکه دموکراسی، د بیان او د مطبوعات خپلواکی، او یا هم مطبوعات او میدیا د دموکراسی پنځم رُکن په نسبی دول نوی اصطلاح نه دی، خو مګر سره له دی نه د "خاموش اکثریت" اصطلاح په مختلفو هیوادونو کی په مختلفو اوقات او په مختلفو حالات او مواقعو کی، مختلف معنی ګانی او مختلف تعبیرات هم ځان سره لری.

مثلا کله چه په امریکا کی تقریبا پنځه څلویښت کاله وروسته له نن، ریچارد نیکسن "Richard Nixon" ریس جمهور شول، یو کال بعد، کله چه د امریکا "دک له ژغ (صدادار) او ناراضی اقلیتونه" په سرکونه او واټونه د ویتنام جګړه په مقابل تظاهراتو کی پیل وکړ، درست په همهغه شپه ریچارد نیکسون "Richard Nixon" د تریبون شا ته لاړ او په خپل وینا کی وویل:
" زه له ګرانو هیوادوالو څخه چه خاموش اکثریت "silent majority" تشکیلوی، غواړم چه له ما څخه حمایت وکړی!" ، یعنی د نیکسن خاطر جمع وو، چې "خاموش اکثریت" د خپل خاموشی او یا د خپل سکوت په اساس ، اویا خاموشی او سکوت ، داسی معنی ورکوی چه "خاموش اکثریت" د خپل خاموشی او سکوت په ذریعه نیکسن په ویتنام جګړه کی حمایتوی. دا وه هغهلته د دوی "silent majority" کیسه په هغه وخت کی.

اوس راځو خپل اصلی کیسه کی، چه د "خاموش افغان" او یا زمونږ د "خاموش اکثریت" واقعی نمایندګان څوک دی؟

دا پوښتنه یو وسیع، ژور، او دقیق افغانی بحثونو ته اړتیا لری، تر څو مونږ یو قانع کوونکی ځواب تر لاس کړو!

د بین الافغانی صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله