د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلی محترم محمدحسن حقیار لیکنی ته یوه لنده کتنه (دوهمه برخه)

افغان تحرک 18.05.2016 00:40

ښاغلی محترم محمدحسن حقیار خپل شپږمه لیکنه یو ښکلی او زبردست شعر سره پیل کوی او لیکی:

"ماپه دارکړئ چې منصورخلکوته یادشي
موده وشوه څوک په دار نه دي ختلي"

دا عالی او مدبر شعر په ادبی دګر کی د "اوریدل غوږ" غواړی او د "پوهیدل ماغزه"! نور د دا ښایسته شعر توصیف څخه زما محدود کلام خپل عجز اعلانوی او فقط د واه، واه او اپرین ساده کلمات وړاندی کوی. مګر همدومره چې ادبی ژبه د کلام محسناتو له ښایسته ګلونو او عالی ښکلا څخه "لوند" دی، همدومره د سیاست ژبه "وچ" او ستړیوونکی دی. یعنی: د سیاست ژبه اکثرا د کلام محسناتو څخه خوشي او یا خلاص دی. په سیاسی ژبه بیا وایوو چه خدای مکړه چه کوم څوک په دار کړئ شی!

٦. ښاغلی محترم محمدحسن حقیار دلته په خپل شپږمه لیکنه کی ( 22.04.2015) د دجلال کوت د هغو پر لپسې دري چاودنو کې یاد کوی، چه په هم هغه شپه او ورځ، تقریبا یوکال مخکی له نن ورځ، دجلال اباد په ښارکې یو بل ته نږدې ترسره شوې وه، له سلوډېر شهیدان ، اویونیم سل تنه ټپیان شول او ښاریانو ته هم درانه مالي زیانونه وراوښتي وه.
ښاغلی حقیار لیکی:
"دملکي او بې ګناه وګړیو وژنه او هغوی ته مالي او ځاني زیان وراړول داسلام له نظره قطعا حرام دي اومرتکبینو ته یې له شریعت سره سمه سزا په کارده ."
ښاغلی حقیار له ریس جمهور غنی څخه غوښتنه کوی چه مرتکبین په مقابل کی چه داعشیان دی، په افغانستان کې یې پرضد هيڅ کوم ګام ندی اخستی.
په پای کی ښاغلی حقیار لیکی چې: "افغان حکومت باید امریکایانو ته قناعت ورکړي چې دجګړې جغرافیه له افغانستان څخه ولیږدوي دوی ترموږ دامریکایانوپر غرضونو ښه پوهیږی او پردي هم ښه پوهیږي چې امریکایان له دوی سره دوه مخی چلند کوي له یوخ پلوه ورسره دمرستې ژمنې کوې او له بل پلو ورته دداعش په څير دښمنان رالیږي .
کرزی صا حب هم پردي حقیقت پوه شوی او چې کله پوه شو نو اوبه له ورخه تېرې وې ."
منبع: http://www.tolafghan.com/posts/30902

٧. دلته "بې وسه بډای (غني)" د ښاغلی حقیار اومه لیکنی دی چې په 15.05.2016م. نیته کی خپاره شوی دی.

دا ځله ښاغلی حقیار د خپل په لمړی پاراګراف کی، د لندن د اداري فسادپرضد اخری نړیوال کنفرانس په هکله، دډاکټر محمد اشرف غني د ګډون پر مهال د پېښو په هکله، دانګریز مداری سیاستوالو د ریشخند په هکله، په لندن کی په همهغه وځ کی د لاریون والو په هکله یو څو کرښی لیکلی دی.

په دوهم پاراګراف کی د نورو "توهین امیزو پیشو" څخه یادیږی او تقصیر یی په ښاغلی اشرف غني تحلیلږی، حامد کرزی هم د اشرف غنی سلف ناخلف ( کرزي ) یادیږی، دواړه یی د "قدرت طلب او سازش کار" ریس جمهوران یادیږی، چه البته د ښاغلی حقیار دا ټول انتقادات اشرف غنی او یا هم حامد کرزی ته راجع شوی دی او باید دوی پخپله د ښاغلی حقیار انتقاداتو په هکله ځواب ووایی، دا ددوی موضوعات دی!

مګر کله چه ښاغلی حقیار لیکی:

"ای با احساسه پښتنو لیکوالواو داحمدزي غني خودجوشه او مدهوشه مدافعانو ! اياتاسو نه پوهېږئ چې کوم پسه له رمې لېرې شي نو لیوه یې خوري ؟"

دلته له ښاغلی حقیار څخه پوښتنه صورت اخلی چه د "خودجوشه" او "مدهوشه" کلماتو او یا اصطلاحاتو باندی څه تعریفونه په خپل ګران مغز کی لری؟

ما لپاره خو "خودجوشه" لیکوالان له "بیګانه جوشه" لیکوالان خوشیږی او د قدر او احترام وړ دی!

د "مدهوشه" کلمه هم مختلف معنا ګانی لری، د ښاغلی حقیار مقصد له دغه کلمه څخه څه دی؟
ما لپاره خو "مدهوشه" کلمه کله کله مثبت معنا ګانی هم ارایه کوی، اما اکثرا منفی معنی ګانی ارایه کوی. مثلا که چیرته ووایو چې فلان شخص له خپل سپیڅلی، عمیق عشق او یا مینه په اساس مدهوشانه حتی د "منصوری شوق" او "منصوری دار" څخه هم لاس نه اخلی"! اوس نه پوهیږم چه یو داسی شخص څنګه "مدهوشه" او یا "خود جوشه" شخص وشمیرو؟

څنګه چه ما په سر کی هم یاد کړ، "دسیاست ژبه" اکثرا د کلام محسنات لکه کنایه، تشبیه او داسی نورو محسناتو څخه، باید چه فارغ وی، تر سو چې کوم غلطفهمی را ایجاد نشی!

او یا کله چه ښاغلی محترم محمدحسن حقیار په ټولو لیکوالانو باندی غږ کوی او لیکی:

"نوای لیکواله که دهیواد ګټې درته مهمې وي نودهیواد ارزښتونه او عیني واقعیتونه په پام کې ونیسه . نه د نورو په غېږ کې ناست بې وسه او بې کسه غني او که دارګ کرايي لیکوال یې نوبیادې معاش ځانته حلال کړه او دغني هرې ناروا ته پرتوګ ګنډه. خو وجدان ته به خجل یې."

دلته هم متاسفانه ښاغلی محترم محمدحسن حقیار له یو "کلام حسن" څخه کار اخلی چه ورته "معما" وایو!
د ښاغلی معما دلته دیری جزوی لری، چه د شمیر په اساس دلته یادیږی.

١. ښاغلی محترم محمدحسن حقیار "دهیواد ګټې" اصطلاح دلته بی له کوم دقیق تعریف، یعنی د یو "معما" په توګه استعمالوی، بی له دی نه چه خپل برداشت او یا خپل نظر د "دهیواد ګټې" اصطلاح په هکله څرګند کړی!

٢. ښاغلی محترم محمدحسن حقیار "دهیواد ارزښتونه او عیني واقعیتونه" مرکب اصطلاحات هم دلته بی له کوم دقیق تعریف، یعنی د یو "معما" په توګه استعمالوی، بی له دی نه چه خپل برداشت او یا خپل نظر د "دهیواد ګټې" اصطلاح په هکله څرګند کړی!

٣. ښاغلی محترم محمدحسن حقیار "دارګ کرايي لیکوال" اصطلاح دلته بی له کوم دقیق توضیع او تشریح څخه یادوی، یعنی باز هم دا اصطلاح د یو "معما" په توګه استعمالوی. دلته مختلف پوښتنی ایجادوی.
الف: ایا نن صبا واقعا ارګ "کرايي لیکوالان" لری، او یا دا د ښاغلی محترم محمدحسن حقیار تصور دی؟
ب: که واقعا نن صبا ارګ "کرايي لیکوالان" لری نو باید ښاغلی محترم محمدحسن حقیار دا "کرايي لیکوالان" زمونږ ګران ولس ته معرفی وکړی، تر څو له یو خوا د ښاغلی محترم محمدحسن حقیار ایمانی، وجدانی او ټولنیز مسولیت په دی ساحه کی ادا شی، او له بل خوا زمونږ ګران ولس دا اشخاص او افراد وپیژنی!

که خدای ناخواسته ښاغلی محترم محمدحسن حقیار یوازی د خپل "ذهنی مجازی تصورات" په اساس، په داسی احساسات را ګیر شوی چې په مونږ محترمو او ملی لیکوالو څخه یو داسی بی ځایه شک او ګمان را مینځ ته راوړی، نو بیا دا څنګه کیږی؟

که چیرته په یو داسی حالت او وضعیت کی چه مونږ "څلور" سم ملی لیکوالان هم نلرو، او پر دوه یی هم شک او بد ګمانی را ایجاد کړو، او دوی له لیکل څخه هم دلسرد کړو، او دوه نوری هم په خپل احساسات ګیر او "نیمچه شاعری" او "نیمچه تحلیلګری که بوخت وی، نو بیا زمونږ راتلونکی څنګه کیږی؟

هیله ده چه زما سپینی خبری او "ګونګه ګی" ښاغلی محترم محمدحسن حقیار او یا کوم بل ګران هیواد وال خپه نه دی کړی. په هر صورت په دی ساحاتو او مسایلو کی د ښاغلی محترم محمدحسن حقیار د ځواب او یا ځوابونو په هیله.


د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله